عثمان پټان خان ورور ته ښه راغلاست وايم. دا چې په ويکيپېډيا کې زموږ سره همکاري کوئ منندوی مو يم. يوه د پام وړ خبره غواړم چې درته وکړم او هغه دا چې تاسې د پېښور په دود پښتو ليکئ. زموږ سپارښتنه تاسې ته دا ده چې تاسې کوښښ وکړۍ چې د ويکيپېډيا ليکدود وکاروئ. دلته موږ دا ډول ياگانې «ے» نه کاروو. همداراز د ګ پر ځای گ غوره گڼو. که په راتلونکو ليکنو کې مو دې ټکو ته پام وکړئ نو زموږ کار به مو آسانه کړی وي. مننه او کور مو ودان.

Request سمول

Dear Usman Pathan Khan you left a message on my talk page and you have written that you dont understand Pashto. Now I am writing in English to make you understand. You are editing Pashto articles and also creating new articles, the content of those articles is not a standard Pashto that we use here in Pashto wikipedia. You use Urdu language alphabets to write Pashto articles which is not a correct form.

You type «ے» for «ی» .

This makes a big headache for us when we have to go through the whole article and correcting all the spelling and check the proper grammer. Thats why ُI encourage you to read the articles of other editors before you get used to the wikipedia style writing.

Hope you understand english this time. --ANBI (خبرې اترې) 16:03, 16 مارچ 2014 (UTC)

بندیز سمول

السلام وعليکم! زه د خبره واضحه کول غواړم چې ما پمښه د پښتو ويکيپيډيا د ترقي او مخکې کيدو کوشش کړے دے. وس ما يوه کينډۍ د اوردو ويکپيډيا نه کاپي کړه او په پښتو کښي مې مترجم کړه، ذما مقصد صرف دا وو چې دا کينډۍ په نورو ويکيپډياو کښي دا نو پکارده چې زه يي هم په خپلې خوږې ژبې پښتو کښي جوړه کړم نو چې ما دا کينډۍ جوړه کړه نو يو کارن کارن:Khangul ذما اکاونټ باندې بنديز ولګاو.چې کوم څوک هم خپل پښتون قوم ترقۍ طرف ته بوتلل غواړي هعه سره داسې کيږي.دا وجه ده چې نن زمونږ پښتون قوم د دنيا د نورو اقوامو نه وروسته دے. ذما د امداد خاطر ونکړے شو او په ما بنديز ولګيدو، دې کارن:Khangul ذما زړه د پښتو ويکيپيډيا نه بيزاره کړو.

زړه دې غټ کړه چې دومره ژر بېزاره نه شي سمول

عثمان خان پټانه ته د اوردو ژبې څخه دلته کينډۍ مه کاپي کوه. هغه ځکه چې اوردو بېله ژبه ده او پښتو بېله ژبه ده او ستاسې ژباړه چې ته ورته مترجم وايې هغه هم سمه نه ده نو په همدې خاطر ستا کينډۍ ړنگې شوې. بله خبر دا چې لومړی پښتو په معياري توگه زده کړه ځکه چې دلته گډوډي جوړېږي. دلته هر څوک هغسې پښتو نه شي ليکلی څنگه چې يې وايي. زموږ هڅه دا ده چې دلته موږ معياري پښتو دود کړو نه د گړدودونو پر بنسټ پښتو. تر دې دمخه چې پښتو ته کار وکړۍ لومړی بايد ځان په پښتو پوره وپوهوئ، که نه نو بيا گډوډي جوړېږي. دا بنديز ما د دې لپاره ولگولو چې تاسو ته خبر درکړم چې که چېرته تاسې دلته ورانکاري وکړئ نو پر تاسو بنديز هم لگېدلی شي. --Khangul (خبرې اترې) 14:32, 23 مارچ 2014 (UTC)

پښتو ويکيپيډيا سمول

خان ګل صاحبه څنګه چې تاسو خبره اوکړه.خو زه تاته د خبره واضحه کوم چې (۱) اوله خبره دا چي تاسو کومه پښتو وايۍ هعه افغانۍ ده او په ويکپيډيا کښي اکثر کارنان پاکستانيان دي ځکه تاسو سه نظام جوړکړۍ ددي مسلې دپاره. (۲) دويمه دا چي پښتو ويکيپډيا ډيره وروسته ده نو ځکه مونږ له پکار دي چي ضروري شيزونه د نورو ويکيپيډيانو نه کاپي کو او دلته پښتو کښي يې جوړکړو چې زمونږ ويکيپيډيا د نورو نه مخکې شي او د پښتنو د پاره فائده منده شي چې بيا پښتانه هر شيز په اسانۍ سره ليکې. او کچرې د بلې ژبې کينډۍ مونږ کاپي کړو او پښتو ويکيپيډيا کښي يې پاسټ کړو او بيا يي پښتو کښي ترجمه وکو.د دغه نه باوجود هم کچرې غلطي پکې وي نو هغه خير نو کارنان هم صحي کولے شي. زه دا تمه لرم چې تاسو به ذما خبره باندې پوهه کيدو کوشش کوۍ او پښتو ويکيپيډيا به يو نوې ترقۍ ته بوزۍ. --

15:02, 23 مارچ 2014 (UTC)

عثمان پاکستانی که پښتون؟ سمول

عثمان پټان خان لومړی دا چې پښتو يوه ژبه ده چې عربانو افغاني بللې. پښتانه پخپله ورته پښتو وايي او په هند کې ورته پټاني وايي چې دا درې واړه مترادف نومونه دي. پاکستان موجود نه و خو پښتانه موجود وه نو که ته هم ځان ته پاکستانی وايي نو پنجابيانو تېر ايستلی يې. دا چې ته ادعا لرې چې په پښتو ويکيپېډيا کې پاکستانيان کار کوي او د پاکستانيانو لخوا چلول کېږي نو دا يوه خوشې بې بنسټه ادعا ده چې هېڅ کوم ثبوت نشته او موږ هم د دې ثبوت ته کوم ضرورت نه لرو. ته به دلته نوی يې خو پښتو ويکيپېډيا کې موږ د کالونو راهيسې په کار بوخت يو. موږ په دې باور يو چې ورو ورو به خپل مزل لنډوو. د کيفيت او معيار ليکنې به خپروو، چې ټول اخځونه ولري او سرچينې يې کره وي. که چېرته د پښتو ويکيپېډيا لپاره په رښتيا کار کول غواړې نو د پاکستان څخه يې پيل کړه چې ته ډېر مالومات د پاکستان په اړه لرې نو د خپل له کلي څخه يې پيل کړه. د کلي په اړه دې مالومات دلته وليکه چې څه نومېږي، په کومه سيمه کې دی، څومره غرونه، څومره رودونه او څومره وگړي لري. تاسو ته اجازه نشته چې تاسې د نورو ژبو کينډۍ دلته کاپي او پېسټ کړئ. هو تاسو کولی شی چې د نورو ژبو ليکنې پښتو ته وژباړئ او دلته يې خپرې کړئ. همداراز هڅه وکړئ چې د پښتو ويکيپېډيا د معيار سره سم ليکنې خپرې کړی. د گاف پر ځای (ګ) مه ليکی او هغه د اوردو ژبې ياگانې هم مه کاروئ. که د پښتو ژبې همدرد يې نو د ساينس، پوهې، تخنيک او روغتيا په برخه کې ليکنې د انگرېزي ويکيپېډيا څخه وژباړه. --Khangul (خبرې اترې) 16:18, 23 مارچ 2014 (UTC)