نعيم خانه ستړی مه شې!

دلته چې هر څوک نوې ليکنه ليکي نو د ورکنومو کارنانو د ګډوډولو او ورانکاريو تر څنګ د نوو کارنانو په وړاندې هم ژغورل کېږي. خو که نوي ثبت شوي کارنان له ۱۰ ډېر ليکنې خپرې کړي او د نومليکنې څخه يې ۴ ورځې تېرې شي نو بيا هغوی په ژغورل شويو ليکنو کې بدلونونه او سمونه ترسره کولای شي. تاسې که لږ صبر وکړۍ نو تر څو ورځو وروسته به تاسې د نورو ثبت شوو کارنانو په څېر په ژغورل شوو ليکنو کې هم بدلونونه وکړای شۍ. که چا ته مو پيغام ليکه نو د نوموړي کارن د خبرو اترو په مخ کې ورته پيغام پرېږدۍ. د کارن په مخ کې خپل پيغامونه مه ورځايوۍ. --Khangul 14:44, 19 اپرېل 2012 (UTC)

که د پښتو لغتونه وکاروې ښه به وي سمول

نعيم خانه السلام عليکم!

خوشحاله يم چې وخت ناوخته په ويکيپېډيا کې ليکنې کوې او ورو ورو دې ځان ورباندې بلد کړی. يوه ستونزه چې ستا په ليکنو کې ده هغه دا ده چې د پښتو لغتونو پر ځای د نورو ژبو لغتونه کاروې. هر هغه نوم چې په پښتو کې يې لرو نو هغه ته لومړيتوب ورکوه او بيا که کوم نوم نه وو نو بيا به دخيل لغتونه کاروو. همداراز کوشش وکړه چې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم ځان بلد کړې د ساري په توګه ويکيسيند، ويکيوراشه. بريالی اوسې. --Khangul 22:16, 20 اپرېل 2012 (UTC)