السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- امجد خان اړیکه ۱۰:۰۵, ۱۲ جنوري ۲۰۱۹ (ہ ن و)

کاميابه اداره او بريالی مدير: سمول

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

دا معلومه خبره ده چي د هري ادارې لپاره کاميابي او د هرمدير لپاره بری ډېر اړين او مهم دی ځکه د يوې ادارې د جوړېدلو څخه کوم هدف چي د هغې بنسټ ايښوونکی يې لري هغه وخت لاسته راځي چي اداره د کاميابۍ صفت خپل کړي، او مدير هغه وخت د ادارې مهمي چاري په ښه توګه پرمخ بيولی سي چي په خپل کار کي بريالی او کاميابه وي د لاندي صفاتو په موجودېدلو سره اداره کاميابه او مدیر بریالی کېدلای سي.

1.     د ادارې د جوړښت څخه لومړنی هدف او موخه د الله رضا، دين ته هر اړخيزه خدمت او دعوت، د خلګو اصلاح او د هغوی لپاره مشروع خدمت وي.

2.     د ادارې نسبت ټولو کارکوونکو ته يو شان وي، داسي چي هيڅ کارکوونکي ته تر بل کارکوونکي ترجيح ورنکړل سي.

3.     اداره د هغه چا وبلل سي چي خدمت کوي؛ ژبه، وطن، قوم او شخصي ارتباطات معيار د ترجيح او استخدام ونه ګرځول سي.

4.     د کارکوونکي په استخدام او تقرر کي د پوره دقت څخه کار واخستل سي؛ لياقت، کاري ظرفيت او استعداد د استخدام او ټاکني لپاره معيار وګرځول سي.

5.     د ادارې د چارو د ښه سمون لپاره او د ادارې د هراړخيز پر مختګ په موخه او د بې نظمۍ څخه د مخنيوي په هدف بايد د ادارې لپاره جامع او تطبيق کېدونکي اصول کښېښودل سي او په عملي کولو باندي يې هر هغه څوک چي اصول ورته راجع کيږي مکلف کړل سي.

6.     د ادارې پر کارکوونکو دي د اصولو څخه بغير د نورو شرايطو دايښودلو څخه ډډه وسي تر څو چي کار سخت او ناشونی نسي، او کارکوونکي پر خپل نفس باندي اعتماد د لاسه ورنکړي او ددې احساس ونکړي چي زه پداسي کار باندي مکلف سوی يم چي زه يې توان نه لرم.

7.     تر ډېرو وظايفو او کارونو يو مهم کار بهتره وي، بناء کارکوونکي ته دي ډېر کارونه کڅه هم سپک وي نه سپارل کيږي بلکي دومره کارونه دي ورته وسپارل سي چي دی يې په پوره ډاډ سره کولای سي.

8.     کارکوونکي ته مخکي تر دې چي کار وسپارل سي، مدير بايد ځان همدغه کارکوونکی فرض کړي او چي په کومه طريقه ور څخه کار غواړي هماغسي يې د ځان دنده هم وبولي، تر څو چي د مسئوليت اهميت او مشقت ورته په ښکاره توګه معلوم سي او د نورو د په عذابولو څخه ځان وساتي.

9.     مدير بايد د فرامينو په صادرولو کي او د هداياتو په ورکولو کي تنها خپل مشرتوب په نظر کي و نه نيسي بلکي د مأمور د استعداد سره سره د هغه ځای شرايط هم په پام کي ونيسي.

10.            د ادارې د کارکوونکي او يا مأمور له خوا چي کله په اصولو کي د ننه د ادارې د پرمختګ لپاره مثبت او ګټور کار کيږي او هغه ته دده په سپارل سوو مسئوليتونو کي توجيه جوړېدلای سي، مدير دي تنها پدې پلمه نه ردوي چي زما سره ورباندي مشوره نده سوې بلکي د هغه د منلو برسېره دي کار کوونکی نورهم تشويق کړي چي داسي مثبت کارونه نور هم پرمخ بوزي تر څو د ادارې په پر مختګ کي هر کارکوونکی کارنده رول ولوبوي.

11.             که د يوه کارکوونکي او يا مأمور له خوا سهوا او يا هم په غيرعمدي او غير اختياري توګه داسي کار کيږي چي هغه د موضوعه اصولو خلاف وي، نو مدير دي دا کار د تمرد او سرکښۍ په صفت نه پيژني او ندي هم ورباندي منفي اجراات کوي، بلکي کارکوونکی دي پوه کړل سي تر څو چي د تکرار او بيا کېدلو څخه يي مخنیوی وسي.

12.            مدير دي د يوه کارکوونکي خبره د بل کارکوونکي پر ضد نه مني تر څو چي يې خپله معلومات نه وي کړي، ځکه چي عادتا د کارکوونکو تر مينځ رقابت موجود وي، هر يو د هغه بل د کوټلو لپاره هڅي کوي.

13.            کڅه هم هر کارکوونکی د الله د رضا لپاره کار وکړي، خو بيا هم مدير دي د کارکوونکي پر کار او ابتکار باندي سترګي نه پټوي د هغه څخه د تشکر او منني په موخه او نورو ته د تشويق لپاره دي د هغه د مثبتو کارونو يادونه وکړي. البته که هغه خوشاله وو.

14.            مدير بايد ټوله کارکوونکي پوه کړي چي د يو بل سره مرسته وکړي ولي د يو بل په کار کي مداخله ونکړي.

15.            مدير بايد د خپلي ادارې کارکوونکی او مأمور د ادارې د چارو څخه بهر په نورو چارو کي د ځان کارکوونکی او تحت الأمر و نه بولي، البته کوم شرايط چي د استخدام لپاره سته که کارکوونکی د هغو څخه سرغړونه وکړي مدير کولای سي اجراات وکړي، او بايد يې وکړي.

16.            مدير بايد د کارکوونکو د کار څخه د څارني ترڅنګ هغوی ته داسي ښکاره کړي چي تاسو هم کولای سی زما پر کار څارنه وکړی، تر څو وړانديز، نيوکي او مشورې ته په پوره توګه لاره آواره سي او مدير خپلو نيمګړتياوو ته متوجه سي.

17.            ډېر ښه کار دی چي مدير په پلان جوړولو کي د هغه کارونو چي مسئوليت يي تنها د ته راجع کيږي د نورو سره مشوره وکړي خو په کولو کي يې بايد يواځي اقدام وکړي.

18.            مدير بايد د خپلو مأمورينو سره د ښائسته محمدي صلی الله علیه وسلم اخلاقو په چوکاټ کي ژوند وکړي.

19.            د مدير بايد عملي کار تر خبرو ډېر وي، حسن ظن يې پر سوء ظن باندي غالب وي، په ښو اخلاقو او مدبرانه فکر باندي د قهر او غضب د را پورته کېدلو مخه ونيسي.

20.            مدير بايد د کارونو لومړيتوب او اولويت ته پوره پاملرنه وکړي، کارکوونکی د هغه کار په کولو باندي لومړی مکلف کړي چي هغه کار نسبت و نورو کارونو ته لومړيتوب ولري.

مولوی نورالحق مظهری (خبرې اترې) ۰۵:۵۷, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

د مطالعې ارزښت: سمول

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

د مطالعې تعريف:

مطالعه هغه خالص فکري کار دی چي لوستونکي ته پر داسي ښه لوستلو قدرت ورکوي چي وروسته يې پوهه او نقد حاصليږي.

د مطالعې ارزښت:

مطالعه د انسان لپاره ډېره مهمه ده او د علم او پوهي په ډګر کي نه تنها دا چي د انسان لپاره حيثيت د استاد لري بلکي په مټ يې انسان د علمي کمال لويي درجې ته رسېدلای سي، د مطالعې کولو ارزښت ددې آيت څخه له ورايه معلوميږي چي الله پاک د لومړي ځل لپاره خپل پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته فرمايي: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. ژباړه: لوستل وکړه په نوم د خپل رب هغه چي ته يې پيدا کړی يې. 

پيغمبر صلي الله عليه وسلم خپله امي وو ليکل او لوستل يې نوه زده او بېله دې چي تعليم وکړي د الله پاک په قدرت يې د اعجاز په حيث ټولي وحيي زده کولې او تلاوت کولې، خو په امت کي بيا د هر چا لپاره لوستل هغه وخت ممکن وي چي درس ووايي او مطالعه وکړي.

نو د سم لوستلو سره مطالعه کول لازم دي که څوک کوم شی سطحي او بېله مطالعې لولي هغه ته موږ سم لوستل نسو ويلای او نه هم لوستونکی ګټه ورباندي اخيستلای سي.

په بل حدیث شریف کي راځي:

مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ، وَ إِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]

ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې  ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.

يعني که څوک  د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره ونلري نو بيا به يې هېريږي.

علماو ليکلي دي: دلته کڅه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چي سړی رابطه ونلري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چي رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کي تر ډېره پوري پاتيږي.

د پورته حديث په تشريح کي په التمهيد کتاب کي راځي:

وفي هذا الحديث دليل على أن من لم يتعاهد علمه ذهب عنه أي من كان لأن علمهم كان ذلك الوقت القرآن لا غير وإذا كان القرآن الميسر للذكر يذهب إن لم يتعاهد فما ظنك بغيره من العلوم المعهودة. [التمهيد لمافي الموطأجزء 14 ص 131]

پدې حديث کي پر دې خبري باندي دليل دی چي هر څوک خپل علم ته پام ونکړي (تعليم او تعلم يې ونکړي او د مطالعې سره رابطه ونه لري) نو علم يې ورڅخه ځي، د هر شي علم چي وي ځکه هغه وخت علم يواځي قرآن وو، نو قرآن چي د يادولو لپاره آسان هم دی که څوک ورته متعهد نه وي ورڅخه ځي نو د نورو علومو په اړه ستا څه ګمان دی؟ (چي هغه به بيا ورته پاتيږي؟).

په غزوه کي د بدر چي مشرکين اسيران سوه رسول الله صلي الله عليه وسلم ددوی د آزادولو لپاره دا شرط پرېښودی چي هر مشرک به لسو مسلمانانو ته ليک لوست زده کوي. دا خپله د ليک لوست د زدکړي ارزښت ښکاره کوي.

د مطالعې ګټي او فايدې:

1 - په مطالعه باندي انسان د ډېرو مشکلاتو سره د مقابلې او د هغو د حل لاري چاري زده کوي.

2 - مطالعه د معرفت او پېژندلو مهمه ذريعه ده ځکه د مطالعې په مټ انسان د پخواني او اوسني انساني علومو او معارفو سره آشنايي پيدا کوي.

3 - د مطالعې په ذريعه انسان د نورو انسانانو د فکرونو او عقلونو سره رابطه پيدا کوي لکه څنګه چي مطالعه د روح او عقل لپاره غذا او کمک کوونکې ده او د ټوله عالم په وړاندي د علم او معرفت د حاصلولو لپاره خلاصه کړکۍ ده.

4 - په مطالعه باندي انسان خپل مرتبطه او مؤمن بها عقيده سمه پيژني، د آزادۍ او حريت په اصلي مفهوم يې سر خلاصيږي، د امت قيادت کولای سي او خپل وطن جوړولای سي او ځان او خپله ټولنه سمه پيژندلای سي او اړتياوي يې درک کولای سي.

5 - نوو مطالعاتو ښودلېده چي د ذهني انحطاط کچه په هغه افرادو کي چي مطالعه کوي 32% نسبت و هغه خلګو ته چي مطالعه نه کوي ټيټه وي سره ددې چي د مطالعه کوونکو افرادو سن هم ډېر وو همدا راز د ډاکټر روبرتس ويلسون په باور مطالعه کول او د سختو عباراتو حلول په الزایمر ناروغۍ د اخته کېدلو احتمال هم ډېر کموي.

6 - مطالعه انسان د معرفت او ثقافت خاوند ګرځوي او د ډېرو معلوماتو په ورکولو سره دده مرسته کوي خو پدې  شرط  چي سالمه او سمه مطالعه وسي تنها ځغلنده لوستل نه وي.

7 - د ډېرو علمي شيانو په زده کولو د انسان مرسته کوي او پوهه يې ورسره ډېريږي.

8 - د انسان د لغاتو او خبرو زېرمه ډېريږي او قوي کيږي، خبري او د خبرو طريقه يې سميږي هغه چي پر خبرو او مناقشې باندي د انسان د قدرت په ډېرولو کي ډېر فعال رول لري.

9  - په مطالعه باندي د انسان په ځان باور او اعتماد بالنفس ډېريږي او ذاتي احساس يې قوي کيږي.

10 - مطالعه د انسان عقل ته اضافه ليد ورکوي چي په مټ يې د شيانو تر مينځ پر ربط او تحليل باندي قدرت پيدا کوي او ډېري نتيجې لاسته راوړلای سي.

11 - په مطالعه باندي د انسان وخت دداسي شيانو څخه ډکيږي چي د ته ګټه رسوي او د ستړيا څخه يې خلاصوي.

12 - په مطالعه باندي په هره برخه کي نوي نوي شيان زده کيږي او انسان د نوو علمي اصطلاحاتو سره بلدتيا پيدا کوي چي په مټ يې د انسان څخه جهالت، خرافاتي والی او تنګ نظري ورک کيږي.

13 - په مطالعه باندي د انسان حافظه قوي کيږي او پر تمرکز باندي پوره قدرت پيدا کوي.


مطالعه څنګه وکړو؟

مطالعه هم د نورو کارونو په څېر يو کار دی لکه نور کارونه چي تر ځينو حالاتو او ځايونو پوري تعلق لري مطالعه يې هم لري، مطالعه بايد په لاندي حالاتو او ځايونو کي وسي:

1 – د مطالعې لپاره بايد ښه فارغ ځای او آرام حالت وي په ګڼي ګوڼه کي او د رفتار په حالت کي بايد د مطالعې څخه ډډه وسي البته ځينو خلګو ځانونه د ګڼي ګوڼي د حالت سره آموخته کړي وي د هغوی لپاره بيا هيڅ پروا نه لري ځکه دوی همداسي عادت نيولی دی خو د رفتار په حالت کي مطالعه د انسان سترګو ته تاوان کوي او يو ډول سردردي ورته پيدا کوي نو ځکه يې بايد پداسي حالت کي ونکړي.

2 – د مطالعې لپاره بايد داسي ځای انتخاب کړل سي چي هلته رڼا وي او د کتاب ليدلو امکان وي تر څو د کتاب عبارت هم سم وويني او په اخيستلو کي د معنی او مراد هم غلط نسي.

3 – پداسي سورلۍ کي چي سترګي پر کتاب باندي آرام نه نيسي بايد د مطالعې کولو څخه ډډه وسي تر څو سترګي هم خرابي نسي او د سردردۍ څخه هم انسان وساتل سي.

4 – د مطالعې په کولو کي بايد د تيزۍ او چټکۍ څخه كار وانخيستل سي ځكه له يوې خوا د انسان اعصابو ته تاوان کوي او د بلي خوا په تيزي مطالعې باندي انسان مطلب او مقصود لاسته نسي راوړلای.

5 – کوښښ دي وسي چي مطالعه په ناسته باندي وسي ځکه په ولاړه او پروته باندي ممکن انسان ته روغتيايي ستونزي پيښي سي.

کوم کتابونه مطالعه کړل سي؟

پدې خاطر چي په مطالعه کولو کي د انسان وخت مصرفيږي او وخت د انسان عمر دی چي بايد يې په ښه شيانو کي ولګوي نو د مطالعې لپاره بايد داسي کتابونه غوره سي چي کتل يې په لومړيتوب کي وي او ګټه ولري.

په لومړي قدم کي دي انسان هغه کتابونه مطالعه کړي چي دده ديني معلومات ورباندي ډېريږي او شرعي احکام په تفصيل باندي پيژني؛ هدف مو د ديني معلوماتو څخه عام دی که عقيدوي کتابونه وي که د فرعي احکامو کتابونه وي او که اسلامي سياسي کتابونه وي.

که مطالعه کوونکی ديني عالم وي؛ د ښه او بد توپير کولای سي او د هيچا څخه نه متأثره کيږي نو دی د هر چا کتاب مطالعه کولای سي ځکه په کتاب کي ښه او بد، قوي او ضعيف، سم او غلط سره جلا کولای سي چي ښه يې را اخلي او بد يې پريږدي.

که مطالعه کوونکی ديني عالم نه وي بلکي طالب العلم يا محصل وي نو هغه دي د کتاب د مطالعه کولو مخکي د يوه تکړه ديني عالم سره مشوره وکړي چي دی د چا کتابونه او کوم کتابونه مطالعه کړي؟ که کوم کتاب خوند ورکوي د هغه د ليکوال په اړه دي ارومرو د يوه تکړه ديني عالم سره مشوره وکړي تر څو خدای مکړه د کتاب په مطالعه کولو باندي خپله لار ورڅخه ورکه نسي او په فکري يا سياسي انحراف باندي اخته نسي.

مولوی نورالحق مظهری (خبرې اترې) ۰۵:۵۹, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

د بل چا ليكنه او تصنيف په خپل نامه خپرول: سمول

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

الله پاك لكه انسانان چي يې د ژبي، ځای، رنګ، غناء او فقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله د يو حكمت له مخي متفاوت او متمايز پيدا كړي دي همدا راز يې د استعدادونو، ذكاوت، ‌ ټنبلۍ او ځيركتيا له مخي هم متفاوت او متمايز پيدا كړي دي، كوم خلګ چي الله پاك د ذكاوت او ځيركتيا نعمت وركړی وي او بيا يې هغوی ته د استعمالولو توفيق هم وركړی وي نو هغوی د خپل علمي استعداد څخه په ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلګو ته خدمت وكړي، د خپل استعداد په واسطه خلګو ته د هغوی د ژوند مختلفي لاري چاري د مختلفو موخو لپاره أنځور او د مثبتو چارو د پر مخ بيولو او منفي څخه يې د ډډه كولو لپاره مختلف اړخونه روښانه، او ورته هراړخيزي لار ښووني وكړي.

چي يوه لاره يې ليكوالي او تأليفات دی چي ددې لاري څخه ډېرو ليكوالانو او مؤلفينو د خپلو علمي استعدادونو نتيجه او زيار ايستلو مثبتي پايلي خلګو ته په ليكنو او تصنيفاتو كي وړاندي كړيدي، او د انسانانو د ژوند په ډېرو برخوكي يې ليكني او يا تأليفات كړيدي.

پدې كارسره ليكوالانو او مصنفينو په رښتيا چي خپله علمي دنده سرته رسولې او موږ ته يې د يوې خوا ډېره لويه علمي زېرمه په لاس راكړېده، ‌چي موږ يې بايد منندوی سو او د دوی شكريه آداء كړو او د ليكنو څخه يې درسته او سمه استفاده وكړو‌ او د بلي خوا يې د خپل قلم او ګوتو په ژبه راته داسي الهام وركوونكي تصريحات كړيدي چي په ژور فكر سره ورته غوږ نيول او په دقت سره يې لوستل دداسي فكر د احياء سبب كيږي چي انسان دي د ځانه سره سوچ وكړي چي زه هم د دوی غوندي انسان يم دوی چي دومره ګټوري ليكني او تصنيفات كړيدي،‌ زه يې ولي نسم كولای؟.

چي په نتيجه كي په انسان كي د پرمختګ او ارتقاء  روحيه پيدا كيږي او ددې لامل كيږي چي انسان دي د يوې خوا د دوی له سيرت او ژوند د څرنګوالي څخه ځان خبركړي او د بلي خوا دي ځان د دوی غوندي جوړ كړي.

خو د دوی څخه مننه، د دوی د ليكنو څخه درسته استفاده، د دوی په سيرت باندي د ځان خبرول او د دوی غوندي د ځان جوړول هغه وخت ممكن دي چي د يوې خوا د دوی ليكني او تصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغيير څخه وژغورل سي او د بلي خوا دي د هر چا ليكنه او تصنيف وهغه ته منسوب كړل سي.

همدا راز دي دوی ته د دوی د زيار ايستلو پخاطر دعا وسي او ورڅخه دي شكر آداء سي.‌

ځكه كچيري ليكنه او يا تصنيف تحريف سي نو دا معلومه خبره ده چي ليكنه او يا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي په ځينو مواردو كي يې محتويات پوره تغيير كوي چي بيا ورڅخه درسته استفاده كول ‌ګران دي.

ځكه چي هر ليكوال ځان ته د خپلي ليكني څخه غرض او موخه لري او هرڅوك د خپل استعداد او ظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يو ځانګړی او خاص سبك او طريقه وركوي، نو چي كله يې په ليكنه كي بل څوك  دخل وكړي دا ټولي ځانګړتياوي او د پام وړ ټكي له منځه ځي، او په هغه صورت كي خو چي تحريف يې رسوا او ښكاره سي خلګ ورڅخه بيخي قصدا هيڅ ګټه نه پورته كوي ځكه چي دې ليكني او تصنيف ته د يو نيمكړي او تغيير وركړل سوي په سترګه ګوري.

همدا راز كه يې د ليكونكي او مؤلف نوم تغيير وكړي نو له يوې خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي او د بلي خوا به ورڅخه پورته أهداف لاسته رانسي، ځكه د هرچا خبره ځان ته ځای او د منلو ځانګړی مقام لري.

د يو چا خبره ډېره مؤثره تماميږي خو د بل چا هماغه خبره بيا هيڅ تأثير نه لري، ‌همدا راز دا به هم ډېره ګرانه سي چي سړی دي د ليكونكي په سيرت باندي ځان خبر كړي بيا دي دغه ليكنه د هغه د سيرت سره مقايسه كړي د ځان متأثره كېدل ورڅخه خو لا هلته پرېږده.

دا معلومه خبره ده چي تحريف او تغيير د نوم، د هغوی څخه د منني او شكر كولو خلاف دی، ځكه چي هغوی پر ليكني او يا تصنيف باندي زيار ايستلی د هغه په انشاء او مرتب كولو كي يې ډېر زحمت ګاللی، نو چي كله تحريف سي او يا يې د ليكوال نوم ور بدل سي د هغه ليكوال او مصنف زيار او زحمت پوره له پامه غورځول كيږي چي دا كار لومړی دغه چا وكړ چي ليكني ته يې تغيير وركړ او بيا د هغو خلګو څخه كيږي چي په ليكونكي باندي يې خبر ندي چي په نتيجه كي هم تغيير وركوونكی او هم نور لوستونكي د ليكوال څخه د منني او هغه ته دعا كولو د وظيفې د نه آداء كولو مرتكب كيږي پداسي حال كي چي په حديث كي راځي: من لم يشكر الناس لم يشكر الله.[ سنن ترمذي 1955]

يعني چا چي د خلګو شكر آداء نكړ هغه د الله پاك شكر هم ندی آداء كړي.

دا كار نه تنها دا چي ليكنو او تصانيفو ته لوی تاوان دی بلكي هغه خلګو ته يې تر دې لا هم ډېر تاوان رسيږي چي دغه كاركوي، د يوې خوا يې د الله پاك لخوا وركړل شوی عزت او آبرو له منځه ځي، خلګ يې پر نورو ليكنو چي خپله يې كړيدي هم بد ګمانه كيږي او څوك ورباندي باور نه كوي.

او د بلي خوا يې ددې منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي، يو خو يې د خدمت او علم څخه بركت پورته كيږي او بل پدې خاطر چي دا كار غلا او سرقت دی ګناه ورته لري.

امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي: څوك چي دغسي كاركوي د هغه علم ورته هيڅ منفعت او بركت نه لري.

همدا راز پدې بد عادت باندي د روبدي كېدلو په صورت كي يې لرونكی استعداد هم له منځه ځي، ‌ځكه چي كله نفس په سهولتونو باندي عادت سي بيا ورته د زيار او زحمت كښل  ډېر سخت وي په ځانګړي توګه د كامپيوټر او ټلفنونو د كاپي او پسټ څخه يې استفاده كول د ټولو زحماتو چي بايد يې د يوې ليكني په آماده كولو کي وكاږي ځای نيسي چي دا يې د علمي استعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.

همدا راز ددې كار كوونكي كه دغه كارقصدا ددې لپاره كوي چي خلګ يې ددي ليكني او تصنيف په خاطر ستاينه او تعريف وكړي بايد پدې باندي هم سرخلاص كړي چي دغه كار يې د يوې خوا د حقيقت پر خلاف دی او د بلي خوا د يهودو د علماؤ او يا منافقينو سره چي الله پاك يې دداسي غوښتنو پخاطر غندي، پدغه عمل كي د ځان مشابه كول دي.ځكه چي هغوی هم غوښتل پر داسي كارونو باندي ددوی مدح او صفت وسي چي دوی نه كول.

الله پاك ددوی په هكله فرمايي: وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا.[ سورة آل عمران 188]

يعني دوی خوښ لري چي د دوی تعريف دي وسي په هغه شيانو باندي چي دوی ندي كړي.

په احاديثو كي هم ددې كار منعي ته اشاره سوېده او دا كار يي د"انتحال" په نامه باندي ياد كړی دی چي معنی يې همدغه د يو چا د ليكني او يا تصنيف وځانته نسبت كول دي.

د امام بيهقي په سنن كبري كي راځي: عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ.[ سنن الكبري للبيهقي 21439]

يعني دغه علم به د هري وروستنۍ ډلي څخه و عادلانو او با انصافو خلګو ته پاتيږي چي دوی به ورڅخه تأويل د ناپوهانو خلګو ليري كوي همدا راز به انتحال د باطل كوونكو ليري كوي او همدا راز به تحريف د تجاوز كوونكو ور څخه ليري كوي.

په مرقات كي يي د"إنتحال" د تعريف په هكله ليكلي دي:

(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَایلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[ مرقات المفاتيح شرح مشكوة المصابيح 248]

يعني انتحال: د بل چا په قول او شعر باندي دعوه كول او و ځانته يي نسبت كول دي.

همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله په حاشيه كي د شرح الوقاية فرمايي:

فقد تطلق السرقة على استراق السمع وقد تطلق على السرقة في الصلاة، وهي أن يؤديها ناقصة، وقد تطلق على الانتحال في التصانيف، وقد تطلق على قطع الطريق.[ عمدة الرعاية حاشية شرح الوقاية كتاب السرقة]

يعني د سرقت اطلاق كله كله په غلا كولو د خبرو كيږي او كله كله يې اطلاق د لمانځه پر غلا باندي كيږي او هغه داسي چي لمونځ نيمګړی وكړي، اوكله كله يې اطلاق پر غلا كولو د تصانيفو كيږي اوكله كله يې اطلاق پر نيولو د لاري كيږي.

همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي:

الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفایدة التي تستغرب إلى قایلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه وحاله ومن أوهم ذلك وأوهم فيما يأخذه من كلام غيره أنه له فهو جدير أن لا ينتفع بعلمه ولا يبارك له في حال. ولم يزل أهل العلم والفضل على إضافة الفواید إلى قایلها نسأل الله تعالى التوفيق لذلك دایما.[ بستان العارفين للنووي]

يعني:دين نصيحت دی او د جملي څخه د نصيحت دادی چي يو ناشنا فايده بايد د هغه ويونكي ته منسوبه كړل سي، نو چي څوك دغسي وكړي الله پاك به يې په علم او حالت كي بركت كښيږدی، او كه څوك د بل چا خبره داسي بيان كړي چي ګويا هغه دده ده نو هغه سړی ددې لائق دی چي د خپل علم څخه دي ګټه پورته نكړي او نه دي دده په حال كي بركت كښېښودل سي، او تل اهل علمو همداسي كول چي (ويل كړل سوي) فایدې به يې د هغو ويونكو ته منسوبولې. الله پاك دي تل ددي كار توفيق راكړي.

او إمام سيوطي رحمه الله فرمايي:

ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قایله.[ المزهر في علوم اللغة للسيوطي]

يعني بركت د علم او د هغه شكر آداء كول دادی چي نسبت يې ويونكي ته وسي.

همدا راز په فتاوي الشبكة الإسلاميه كي راځي:

حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قایله والفكرة إلى صاحبها لينال هو دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.[ فتاوي الشبكة الإسلام فتوي رقم 17339]

يعني: شريعت حرام كړی دی دا چي څوك دي د بل چا قول ځان ته منسوب كړي، او يا دي و هغه چاته منسوب كړي چي هغه قول يې نوي كړی. او د يوچا د قول نسبت كول هغه ته ځكه ضروري دی چي كه يې په هغه قول كي ښيګڼي نغښتي وې نو پر هغه قول باندي مرتب ثواب وده ته ورسيږي نه و بل چاته، ‌اوكه يي په قول كي بدي نغښتې وي نوګناه يې هم وده ته ورسيږي.

خلاصه دا چي د بل چا ليكنه او يا تصنيف په خپل نامه نشر كول:

ü . د ليكني حيثيت او اعتبار له منځه وړي.

ü . په صورت كي د تغيير، ‌د ليكني څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.

ü  . د اصلي ليكونكو او مصفينو ياد او د هغوی په سيرت باندي د خبرېدلو ليوالتيا ختمه وي.

ü  . د اصلي ليكونكو او مصنفينو زيار اېستل او د هغوی خدمات له خلګو پټوي.

ü  . إنسان د علمي غلا مرتكب كيږي.

ü  . إستعدادونه ورسره وژل كيږي.

ü  . د الله پاك د شكر څخه انسان محروم كيږي.

ü  . د قصد په صورت كي انسان د يهودو او يا منافقينو سره پداسي عمل كي مشابه كيږي.

ü  . د شريعت د مخالفت له كبله انسان د ګناه مرتكب، معنويات يې ختم او بركت يې د علم څخه پورته کیږي.

نو بايد زموږ ليكوالان، مبلغين او د دين رسوونكي دغه خبره پوره په پام كي ونيسي ترڅو چي الله پاک يې هم په خدمت كي بركت كښيږدي او هم یې د ګناه كولو څخه وساتي.

مولوی نورالحق مظهری (خبرې اترې) ۰۶:۰۰, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

پر مسلمان باندي د بهتان(بې ځايه تور) حکم او عذاب: سمول

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

بهتان څشي ته وايي؟

مناوي رحمه الله فرمايي: بهتان هغه درواغو ته وايي چي اورېدونکی حيرانوي او په تعجب کي يې اچوي.

کوفي رحمه الله فرمايي: بهتان هغه درواغو ته ويل کيږي چي اورېدونکی په تعجب کي اچوي او تر درواغو ډېر بد کار دی او چي د متهم مخي ته ويل کيږي بيا افتراء ورڅخه جوړيږي.

خلاصه: بهتان هغه درواغو ته ويل کيږي چي په يو چا پسې نا حقه تړل کيږي او چي کله يې هغه واوري هک پک پاتيږي ځکه داسي کارونه ورپسې تړل سوي وي چي هغه نه وي کړي.


د بهتان شرعي حکم:

په اتفاق سره د ټولو فقهاو بهتان ويل پر مسلمان باندي حرام دی او کوونکی يې د لويي ګناه مرتکب دی.


بهتان ويل د قرآن له نظره:

وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58]

ژباړه: هغه کسان چي نارينه او ښځينه مسلمانانو ته پداسي شيانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو يقينا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سويدي.

يعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شيانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړي نو دوی د بې ځايه ګمان او لويي ګناه مرتکب سويدي.

په قرآن شريف کي چي الله تعالی د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د مؤمنو ښځو د بيعت يادونه کوي يو پکښې دا دی چي: وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ. يعني دوی ستا سره پر دې باندي بيعت کوي چي دوی به بهتان نه وايي.


بهتان ويل د احاديثو او آثارو له نظره:

1- ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي.

مَنْ حَمَى مُؤْمِنًا مِنْ مُنَافِقٍ يَعِيبُهُ، بَعَثَ اللَّهُ مَلَكًا يَحْمِي لَحْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ ، وَمَنْ قَفَى مُسْلِمًا بِشَيْءٍ يُرِيدُ شَيْنَهُ بِهِ، حَبَسَهُ اللَّهُ عَلَى جِسْرِ جَهَنَّمَ حَتَّى يَخْرُجَ مِمَّا قَالَ.[شرح السنة3527]

2 - ژباړه: فضيل رحمه الله وايي: په آخره زمانه کي به داسي خلګ پيدا سي چي بهتان به وايي او عيبونه به پيدا کوي، ددوی څخه ځانونه وساتئ ځکه دوی بدترينه د مخلوقاتو دي، ددوی په زړونو کي د اسلام نور نسته، دوی شرير خلګ دي او ددوی هيڅ عمل به الله تعالی ته نه پورته کيږي.

يعني په آخره زمانه کي به داسي خلګ پيدا سي چي پر نورو مسلمانانو به تهمتونه وايي او په هغوی کي به د ځانه څخه عيبونه پيدا کوي؛ د داسي خلګو څخه ځانونه وساتئ ځکه چي دوی تر ټولو خلګو شرير دي، ددوی په زړونو کي د اسلام نور نسته او ددوی هيڅ نيک عمل به د الله لوري ته د قبوليت لپاره نه پورته کيږي يعني ددوی هيڅ عمل به نه قبليږي.

سمعت فضيلا، يقول: في آخر الزمان قوم بهاتون، عيابون، فاحذروهم، فإنهم أشرار الخلق، ليس في قلوبهم نور الإسلام، وهم أشرار، لا يرتفع لهم إلى الله عمل.[التوبيخ والتنبيه 202]

محمد بن حسين د يوه حکيم په حواله وايي: الْبُهْتَانُ عَلَى الْبَرِيءِ أَثْقَلُ مِنَ السماوات السَّبْعِ. يعني پر پاک انسان باندي بهتان ويل تر اوو آسمانونو دروند دی.

پر مسلمان باندي بهتان ويل دومره لويه ګناه ده چي په يو حديث کي يې پر مسلمان تهمت ويل د هغو پنځو ګناهونو څخه شمېرلی دی چي هيڅ کفاره يا جبيره نلري.

سمرقندي رحمه الله فرمايلي دي: تر بهتان لويه ګناه نسته ځکه چي الله تعالی په قرآن کي د کفر سره يو ځای ذکر کړی دی او فرمايي: فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ.[الحج30]

ژباړه: د بوتانو د چټلۍ څخه او درواغو خبرو(بهتان) څخه ځانونه وساتئ.

نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړو د هر منافق په وړاندي بايد د خپل هر مسلمان ورور پلوي او د آبرو يې دفاع  وکړو او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي پر مسلمانانو باندي بې ځايه تورونه او تهمتونه و نه لګوو.

همداسي که غواړو الله تعالی زموږ عبادتونه لکه: لمونځ، روژه، زکاة، حج او نور را څخه قبول کړي بايد پر خپل مسلمان ورور بهتان او تهمت و نه وايو؛ داسي نه وي چي ځانونه په عبادتونو ستړي کوو او د حج او نورو مالي عبادتونو لپاره ډېر لګښتونه کوو خو پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تورونه هم لګوو چي دا نو بيا په دنيا کي هسي ستړيا او په آخرت کي لويه رسوايي ده.


مولوی نورالحق مظهری (خبرې اترې) ۰۶:۰۰, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

د باطلو صوفيانو په اړه: سمول

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

نن مي د ملا علي قاري رحمه الله کتاب مطالعه کوی چي مخته مي د ځینو هغو خلګو بحث راغی چي ځانونه تصوف ته منسوبوي او د ذکر په حالت کي لغتکي او پلپتکي وهي، چیغي وهي او خپل کالي پر ځان باندي څیري او ډېر نور عجیب او غریب حرکات کوي.

راځئ خپله د ملا علي قاری رحمه الله خبرو ته! لومړی یې ژباړه درته ایږدم بیا یې عربي متن.

د ملا علي قاري رحمه الله د وینا ژباړه:

بايد هغه صوفیان چي د وجد او محبت دعوه کوي د ږغ د پورته کولو او کالیو څیري کولو څخه چي د غزلو اورېدلو په وخت کي یې کوي بند کړل سی.

د چیغو وهل او د کالو څیري کول د قرآن د ویلو سره نه رواکیږي نو د غزلو د ویلو سره به څنګه روا سي؟ سره ددې چي هغه حرام هم دي.

بیا په خاصه توګه زموږ په زمانه کي چي فسق پکښې ډېر سوی، ډول ډول بدعتونه پکښې ښکاره سوي او یوه ډله پکښې مشهوره سوې چي د علماو په ګاڼه یې ځان ښایسته کړی او د نیکو خلګو کالي یې اغوستي دي پداسي حال کي چي ددوی زړونه د مردارو شهوتونو او فاسدو غوښتنو څخه ډک دي نو دا د تعجب خبره ده چي دوی د الله پاک د محبت دعوه کوي  خو د پیغمبر د سنت مخالفت کوي په لاسونو باندي چکچکي کوي، پښې پر مځکه وهي، په خپلو خولو باندي چیغي وهي او داسی شیان ښکاره کوي چي ددوی په زړونو کي نسته؛ همدا راز مختلف حرکتونه کوي او تر خولو یې زګان وځي، تر داسي اندازې چی ناپوهان او بې عقلان عام خلګ پر دوی باور کوي او ددوی سره یوځای کیږي، دوی ته مالونه ورکوي، ځانونه دوی ته منسوبوي او پر دوی باندي لګښت کوي.

الله پاک دي مو ددوی د شر څخه وساتي

ويجب منع الصوفية الَّذين يَدَّعون الوَجْد والمحبة عن رفع الصوت وتمزيق الثياب عند سماع الغناء، مع أنّ ذلك حرامٌ عند سماع القرآن، فكيف عند سماع الغناء الذي هو حرام؟ خصوصاً في هذا الزمان الذي اشتهر فيه الفسق، وظهرت فيه أنواع البدع، واشتهرت فيه طائفة تَحَلَّوا بحِليةِ العلماء وتَزَيَّوا بزيّ الصُّلحاء، والحال أنّ قلوبهم ممتلئة من الشهوات الكاسدة، والأهواء الفاسدة. فالعجب منهم أنهم يدّعون محبة الله ويخالفون سنة رسوله صلى الله عليه وسلم فيصفقون بأيديهم، ويضربون بأرجلهم، وَيَصْعَقُون بأفواههم، ويُظْهِرُونَ (ما ليس في قلوبهم، ويتحرَّكون) بحركات مختلفة في أبدانهم، والأزباد تنزل من أشداقهم، حتى (إنّ) الجهّال والحَمْقَى من العامة يعتقدونهم ويلازمونهم (ويقصدونهم)، ويعطونهم ويَنْسُبون أنفسهم إليهم، وينفقون (عليهم)، أعاذنا الله من شرّهم وشرّ ما لديهم.[ فتح باب العناية بشرح النقاية تصنیف ملا علی قاري رحمه الله]

مولوی نورالحق مظهری (خبرې اترې) ۰۶:۰۳, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

مولوي صېب ته ښه راغلاست! سمول

ښاغلی مولوي صېب مظهري! السلام علیکم. پښتو ویکيپېډیا ته ښه راغلئ. د ګډونونډو چې ویکيپېډیا کې یې ترسره کوئ؛ نړۍ مننه. هرکله راشئ. یوه سپارښتنه! کوښښ وکړئ چې لیکنې مو بې پری او د کوم ځانګړي ګروپ یا ډلې په نښه کول، یا تخریب نه وي. لومړی د یوې ډلې، فرقې، دین او مذهب ښه تشریح او بیا یې که نقد وشي نو ښه به وي. پښتو ویکيپېډیا کې د اسلام څانګه ضعیفه ده، هیله ده د خپلو علمي لیکنو په خپرولو سره یې لا پسې غني کړئ. لکه دا مطالعی او لیکوالۍ په اړه لیکنه مو ډېره ښه ده. که همداسې نورې لیکنې لکه د نکاح، ډولونه یې، د احادیثو مهم کتابونو، دیني متونو، فقهي مسائلو لکه لمونځ، روژه، حج، د حج مناسک او داسې نورو په اړه علمي لنډې یا اوږدی لیکنې لرئ یا یې وکړئ. نو ډېره به ښه وي. مننه عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) ۱۶:۲۹, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

محرم الحرام میاشت سمول

ستاسو لیکنه تر دې سرلیک لاندې ضم شوه. محرم الحرام میاشت عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) ۱۷:۰۸, ۵ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

مننه سمول

یوه نړۍ مننه 74.118.83.27 ۱۷:۰۶, ۵ ډيسمبر ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ته: سمول

د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ته:

د ځينو ويب پاڼو او پاڼو خاوندان د ليکوالانو څخه ددې غوښتنه کوي چي هره ليکنه په بلي ويب پاڼي يا پاڼي کي نشر سوې وي هغه به ددوی پر ويب پاڼه او پاڼه باندي نه نشر کوي يا په بل تعبير دوی ته بل لومړی لاس ليکنه ورکوي.

ممکن ددوی هدف ددې شرط څخه دا وي چي ددوی ويب پاڼي يا پاڼي ته هر مطلب نوی او تازه پورته سي يا د مطالبو په نشر کي تر نورو پاڼو ددوی پاڼه مخکي وبلل سي او يو ډول مرجعيت او اصالت غوره کړي يا به يې هدف دا وي چي په نشراتو کي ځان خود کفاء ښکاره کړي او د نورو مقلد ونه بلل سي.

که د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ليکني د ليکوالانو څخه پېرېدلي وي نو دا شرط يې پرځای دی ځکه رانيول سوې ليکنه د ويب پاڼي او پاڼي شخصي ملکيت دی د نشر واک يې د رانيوونکي سره دی هر وخت چي يې نشر کوي خپله خوښه يې ده ليکوال يې بايد بل ځای نشر نکړي.

که ليکنه پېرېدل سوې نه وي خو په يوه اداره کي د استخدام لپاره دا شرط ايښوول سوی وي چي هيڅ کارکوونکی به يې  بل ځای ليکنه نه کوي بيا هم د انحصار لپاره لاره جوړېدلای سي چي ممکن ادارې ددې ليکوال سره داسي تړون کړی وي چي ته زما لپاره ليکني کوه زه به تا ته ځانګړی مسئوليت يا خاص امتياز درکوم چي بيرته خبره پلورلو او پېرېدلو ته راجع کيږي.

که په ويب پاڼه يا پاڼه کي د نشراتو څخه هدف خدمت وي او خلګو ته د معلوماتو او مقالو رسول وي نو بيا دداسي شرط ايښوول مناسب نه دی ځکه هيڅ وخت ټوله خلګ پر يوې ويب پاڼي يا پاڼي باندي نه سره راټوليږي بلکي هر څوک د مسئوليت، روابطو او طبيعت پر اساس پاڼه انتخابوي نو ددې پر ځای چي يو مطلب په يوې پاڼي کي نشر سي او محدود خلګ يې وويني ډېره به ښه وي چي په ګڼو پاڼو کي نشر سي او ډېر خلګ يې وويني البته په هره پاڼه کي د مطلب په نشر کولو کي د ليکوال رضايت شرط دی په هر ځای کي چي د ليکوال خوښه وي هلته دده مقاله يا مطلب نشر کېدلای سي.

د مطالبو په نشر کي تعميم او نه انحصار ډېري ګټي لري:

1 – د ځانګړي پاڼي په بندېدلو سره مطالب له منځه نه ځي ځکه په نورو پاڼو کي يې خلګ ليدلای سي خو که په يوې پاڼي کي نشر سي بيا نو ددې پاڼي د بندېدلو سره ټولو مطالبو ته لاسرسي غير ممکنه کيږي.

2 – مطالب تر ډېرو خلګو پوري رسيږي ځکه د هري پاڼي خوښوونکي يې کتلای سي خو که په يوې پاڼي کي نشر سي تنها د همدې پاڼي خوښوونکي يې ويني نور يې نه ويني، او داسي انحصار د پاڼي د خوښوونکو ډېروالی هم سل په سلو کي نه تضمينوي ځکه د پاڼي خوښول تنها د محتوياتو په سبب نه کيږي بلکي محيط، روابط، مسئوليتونه، تبليغات، ژر تازه کېدل او نور شيان هم د پاڼي په خوښولو کي رول لري ددې يو ساده مثال داسي دي: که يوکتاب په يوه مدرسه کي درسيږي دومره زده کوونکي ورته نه راټوليږي لکه په ډېرو مدرسو کي چي درس سي یا یوه وینا که په ډېرو جوماتونو کي وویل سی اورېدونکي به یې ډېر وي نسبت و هغه ته چي په یوه جومات کي وویل سي.

3 – د پاڼي لپاره ليکوالان ډېر پيدا کيږي ځکه هر ليکوال غواړي تر ډېرو خلګو پوري خپلي ليکني ورسوي نو هر هغه چا ته د ليکني په ورکولو خوشاله کيږي چي هغه يې تر نورو خلګو پوري رسوي او دا د پوهاوي د تعميم لپاره ډېره ښه ذريعه ده.

4 – د پاڼي ليدونکي ډېريږي ځکه هر ليکوال ځان ته مينوال لري نو کله چي د ډېرو ليکوالانو مقالې په پاڼه کي نشر سي د هر ليکوال مينوال پاڼه خوښوي او که په ټولنيزو شبکو کي وګورو د آزادو پاڼو خوښوونکي څو برابره تر هغه پاڼو ډېر دي چي پورته انحصاري شرطونه لري.

5 – پاڼه معطله نه پاتېږي ځکه د اوس په وخت کي هيڅ داسي ليکوال نسته چي د درو څلورو پاڼو لپاره دي ليکل نه کوي نو په هره پاڼه کي چي ليکنه ايږدي پدې پاڼه کي به يې هم ايږدي او که تنها د يوې پاڼي لپاره ليکنه وسي، تر ډېره بريده پوري آزاد ليکوالان د يوې پاڼي لپاره ليکنه نه کوي ځکه د پاڼي نشراتي محدوديت ليکوالي هم محدوده کوي چي په نتيجه کي پاڼي ته به ډېر لږ معلومات پورته کيږي چي لزوما به يې خوښوونکي هم لږ وي.

مولوي  نورالحق مظهري مولوی نورالحق مظهری (خبرې اترې) ۱۱:۰۲, ۲۱ جولای ۲۰۲۳ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)