د ژونکي غشا

ژونکيزه غشا، حجروي غشا يا پلازمايي غشا (په انګرېزي کي Cell membrane، plasma membran) يوه بيولوژيكي غشا ده، چي د حجرې داخلي برخه له بهرني چاپيريال څخه جلا کوي. چي دغه غشاد حجرې د داخلي محيط او خارج الحجروي محيط ترمنځ اړيكي ساتي. ضخامت يې ۷.۵-۱۰نانو متره ده. دا غشا له دريو طبقو څخه جوړه ده.

جوړښت

سمول

حجروي غشا له غوړو يا شحمو او پروټين څخه جوړه شوي ده. شحم يې له فاسفوليپيډ، ګلايکو ليپيډ او کليسترول څخه عبارت دي. فاسفوليپيډ له يوه قطبي سر او يوې غير قطبي لکۍ څخه جوړ شوى ده. حجروي غشا د فاسفوليپيډ له دوو ځنځيرونو څخه جوړه شوي چي دواړه ځنځيرونه يو بل ته مخامخ په غير متناظر شکل قرار لري. د فاسفوليپيډ د ماليکولونو په منځ كي کليسترول او انټيګرال پروټينونه قرار لري. د حجروي غشا پروټينونه چي د غشا %۵۰ برخه جوړوي په دوو برخو وېشل شوي چي يو يې انتيګرال پروټينونه(integral protein) چي زياتره د ژونکي له داخلي برخې تر بهرنۍ برخي پوري امتداد پيدا کړی دى. او بل يې پريپرل پروټينونه(peripheral proteins) دي چي د غشا په سايتوپلازمي برخو كي قرار لري.

له حجروي غشا نه د موادو لېږد

سمول

له حجروي غشا نه د موادو لېږد په دوو طريقو ترسره کېږي

غير فعاله لېږدونه

سمول

په دې ډول انتقال کي کيمياوي انرژي ته اړتيا نه شته او په دوه ډوله ده لمړى ساده انتقال يا simple diffusion په دې عمليه کي کوچني غير قطبي ماليکولونه لکه اکسيجن او نايتروجن او قطبي ماليکولونه لکه اوبه، co2 او ګليسرول د انرژي او د لېږد د وسيلې په نظر کي نيولو پرته په اسانۍ سره تېرېږي. دوهم بالواسطه انتقال يا facilitated diffusion په دې عمليه کي د ايون چېنل او کېرير پروټين carrier protein په واسطه د کيمياوي انرژي نه بغير انتقال صورت نيسي.

فعاله لېږدونه

سمول

دغه ميکانيزم په کيمياوي انرژي او د انتقال په وسيلې متکي عمليه ده غوره بېلګه يې د سوديم-پوتاشيم پمپ ده.

دا هم وګورئ

سمول

ژونکه