د پښتو ادبیاتو مهم ښونځي

په پښتو ژبه پوځي نمونه او بولۍ - commands- د امير شير علي خان په وخت کې دود شوې -

لنډه کيسه ، ناول ، ازاد شعرونه او هايکو په شلمی پيړۍ کې د پښتو ادب په درشل پښته ږدي -

همدارنگه که څه هم موږ په ځينو مناسباتو کې له د وادۀ يا د ماشومانو په لوبو کې د ډرامې مخبيلگې لرو ولې په ادبي معيار او عصري مفهوم کې ډرامه هم په شلمه پيړۍ کې پښتو ادب ته راغله - همدغه رنگه پلم هم

لمړۍ پښتو ډرامه په لره پښتونخوا کې د عبدالاکبر خان استاد ډرامه وه چې د اتمانزو په ښوونځي کې وښودل شوه - د ستر استاذ حبيبي توريالۍ پښتنه په بره پښتونخوا کې په لومړي لړلیکه کې راځي - او په دې توگه دغه لړۍ ښه روانه ده