غزل د غنم رنګ کوچی

شپه ده شپه ده او په شپه کې رڼايي ده

ستا د حسن په خيمه کې رڼايي ده

له د جاله سره ډېر خلک ولاړ دي

وايي ټول د ده څيره کې رڼايي ده

زه په دې لارې روان يم ته په بله

لارې دوه دي په يوه کې رڼايي ده

ده تياره او زه په ماته بيړۍ ناست يم

هغې پورې جزيره کې رڼايي ده

دا سپوږمۍ را کوزه شوې له اسمانه


ستا د کور په دروازه کې رڼايي ده

د کوچي په وطن کوم ماتم تېر نه شو

ښار تياره دی، هديره کې رڼايي ده