د پښتنو د اصل او نسب په اړه نظريات

د پښتنو د قومونو د اصل په اړه ډېرې ادعاګانې او نظريې شته. [۱] [۲] په دې نظرياتو کې لاندې نظريات شامل دي


(۱) د پادشاه ساؤل (طالوت) څخه د دوی نزول، د لرغونې افسانې له مخې، چې ځینې وختونه د اسراییلو دا افسانه د پښتنو د بني اسرائيلو د اثبات لپاره وړاندې کيږي.


(۲) د حضرت ابراهيم او کتورا له اولادې څخه، ځينې افسانې شته چې دوی بيا د ابراهيم عليه السلام اولاده ګڼي.


(۳) د سکندر د پوځ او د یونان د جنوبي آسیا د دولتونو اولادونه چې نظريات بيا دا دي چې پښتانه د سکندر مقدوني د پوځ د پاتې عسکرو اولاده دي، خو البته د دې نظريې په رد کې بايد ووايم چې پښتانه يوه لوبه لري چې دوی ورته وزلوبه وايي چې د افغانستان ملي لوبه هم ده، پښتانه د دې لوبې په اړه وايي چې کله مقدوني سکندر په افغانستان يرغل وکړ(د کوزې پښتونخوا ابادې سيمې يې لاندې کړې) نو پښتنو ځوانانو به د دوی په قرارګاوو باندې شپني غلچکي يرغلونه کول او د مقدوني سکندر پوځيان به يې له ځانه سره ژوندي بيول چې دا کار بيا وروسته په وزلوبه بدل شو.


(۴) د آریايي (ختیځ هند-اروپایی) قبیلو څخه دی( د پښتنو اريايان ګڼل حقيقت ته نژدې تيوري او نظريه ده)


(۵) د هفتالي (سپین هین) د اولادې په توګه. [۳] د DNA د مطالعاتو دمخه، دا په عمومي توګه منل شوي چې د دوی اصل نامالوم و، [۴] [۵] او عصري پوهان په دې باور دي چې پښتانه یو واحد اصل او نسب لري. [۶]

حوالې سمول

  1. کينډۍ:حوالہ رسالہ
  2. کينډۍ:حوالہ رسالہ
  3. Behrooz, Maziar (المحرر). "A Brief History of Afghanistan". San Francisco State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ... but to speak the truth, the origin of the Afghans [Pashtuns] is so obscure, that no one, even among the oldest and most clever of the tribe, can give satisfactory information on this point Lal, Mohan (1846). Life of the Amir Dost Mohammed Khan of Kabul. Volume 1. Longman. د کتاب پاڼې 3. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Pashtun". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۶. The origins of the Pashtun are unclear. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Oxford, England: Blackwell. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-19841-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)