ډي آکسي رايبونيوکليک اسيد
ډي آکسي رايبونيوکليک اسيد (/diːˈɒksɪˌraɪboʊnjuːˌkliːɪk, -ˌkleɪ-/) يو ماليکول دی، له دوه (polynucleotide) کړيو يا ځنځيرونو نه جوړ شوي دي، چې د غبرګ مارپېچ (double helix) د تشکيلولو لپاره له يو بل نه تاوېږي او ټولو پېژندل شوو ژوندويو موجوداتو او زياتو ويروسنو ته د هغوی د پرمختګ، دندې اجرا کولو، ودې او د بيا توليد په موخه جينيټکي لارښوونې لېږدوي. ډي این اې او ريبونوکليک اسيد (آر این اې) نيوکليک اسيدونه دي. د پروټينونو، شحمياتو او پېچلي کاربوهايدريتونو (څو قيمته قندونو) تر څنګ، نوکليک اسيدونه د مکروماليکولونو د څلورو سترو ډولونو له جملې نه دی، چې د ژوند د ټولو معلومو بڼو لپاره اړين دي.[۱]
د ډي این اې دوه پوښونه د پولي نيوکلوتايدونو په توګه پېژندل شوي دي، چې له د نيوکليوتايدونو په نامه د یوڅه ساده مونوميرونو نه ترکيب شوی دی. هر نيکلوتايد د څلورو نايتروجن لرونکو نيکلوبېسونو (nucleobases) (cytosine [C], guanine [G], adenine [A] or thymine [T يو قند چې ډي اوکسي رېبوز ورته وايي او يو فاسفيټ ګروپ) له ډلې له يو نه يې ترکيب شوی دی. نيکلوتايدونه يو له بل سره د اشتراکي اړيکو په واسطه په يوه ځنځير کې د يو نيکلوتايد د قند او د بل نيکوتايد د فاسفيټ تر منځ وصل شوي دي، چې د قند – فاسفيټ ملاتير (sugar-phosphate backbone) په بدلولو کې اغېزه لري. د دوو بېلو پولي نيکوتايد پوښونو نايتروجني بنسټونه، د دوه پوښه شوې ډي این اې د جوړولو په موخه له هايدروجني اړيکو سره د قاعدې جوړه کېدنې اصولو (base pairing) سره سم يو له بل سره تړلي يا را ايسار شوي دي. تکميلوونکي نايتروجني بنسټونه، په دوو ډلو يعنې پايريمايډين (pyrimidines) او پورين (purines) وېشل شوي دي. په ډي این اې کې پايريمايډين تايمين (thymine) او سايتوسين (cytosine) دي، پورينونه (purines) ادينين (adenine) او ګوانين (guanine) دي. [۲][۳]
د دوه پوښه شوي ډي این اې دواړه پوښونه ورته بيولوژيکي معلومات زېرمه کوي. ذکر شوي معلومات، هغه وخت تکرارېږي چې دواړه پوښونه بېلېږي. د ډي این اې يوه پراخه برخه (د انسانانو لپاره له ۹۸ سلنه نه زياته) غير رمزي دي، يعنې دا معنا، چې دا برخې د پورټيني لړۍ لپاره د نومو په توګه کار نه کوي. د ډي این اې دوه پوښونه د يو بل برعکس لورو کې حرکت کوي او د همدې له امله غير موازي يا د موازي ضد (antiparallel) دي. د نيکلوبيسونو (nucleobases) يا هستوي قاعدو د څلورو ډولونو له ډلې يو يې په قند پورې ضميمه (تړلی) دی. دا د ملاتير تر څنګ د دې څلورو نيکلوبيسونو لړۍ ده، چې جينيټيکي معلومات تفهيم (Encode) کوي. د آر این اې پوښونه د نقل يا transcription په نوم يوه پړاو کې د ډي این اې پوښونو نه د نمونې په توګه د ګټې اخېستنې په واسطه جوړېږي، چې د ډي این اې بنسټونه په کې د خپلو برابرو قاعدو لپاره د تايمين له حالت نه په استثنا بدل شوي دي، چې آر این اې د همدې لپاره يوراسيل (Uracil) (U) ځای پر ځای کوي. تر جينيتکي رمز لاندې، دا آر این اې پوښونه، په يوه پړاو کې چې translation يا تعبير او ژباړه ورته وايي، په پروټينونو کې د امينو اسيدونو لړۍ مشخص کوي. [۴]
د هسته لرونکو حجرو په دننه کې، ډي این اې د کروموزومونو نوم په اوږدو ساختمانونو کې تنظيم شوی دی. له قسمي حجروي وېش نه وړاندې دا کروموزومونه د ډي این اې تکرار په پړاو کې کاپي او تکرار شوي دي، چې له هر لوري د حجرې لپاره د کروموزومونو يوه بشپړه مجموعه برابروي. هسته لرونکي ژوندي موجودات (حيوانات، نباتات، فنجي او پوتستونه) د خپل ډي این اې زياته برخه، د هستوي ډي این اې په توګه د خپلې هستې په دننه کې زېرمه کوي او ځينې يې د ميتوکاندريايي ډي این اې په توګه، په مايتوکاندريا کې او يا د کلوروپلاست ډي این اې په حیث په کلوروپلاستونو کې زېرمه کوي. د دې برعکس هسته نه لرونکي موجودات (بکتريا او archaea) خپل ډي این اې يوازې په سايتوپلازم کې په دايروي کروموزومونو کې زېرمه کوي. په هسته يي کروموزومونو کې کروماتين پروتينونه، لکه: هيستونونه (histones) ډي این اې تنظيم او سره ټولوي. دا نغښتي( سره راټول ساختمانونه) د ډي این اې او نورو پروتينونو تر منځ د متقابلو عملونو لارښوونه کوي. همدارنګه د ډي این اې د نقل شوو برخو په ادراه کولو کې مرسته کوي. [۵]
ځانګړنې
ډي این اې يو اوږد پوليمير دی، چې د نيکلوتايدونو په نوم له تکرارېدونکو برخو نه جوړ شوی دی او هر يو يې په عادي ډول د يوه مفرد توري (A, T, C يا G) په واسطه په نښه شوی دی. د ډي این اې ساختمان د خپل اوږدوالي په امتداد متحرک دی، چې په تړلو حلقو او نورو شکلونو کې د تاوېدلو وړ دی. دا په ټولو نوعو کې له دوه مارپيچې يا تاو ځنځيرونو نه ترکيب شوی دی، چې د هايدروجني اړيکو په واسطه له یو بل سره تړلي دي. دواړه ځنځيرونه د ورته محور په شاوخوا راتاو شوي دي او يو له بله په يوه اندازه واټن يعنې (34 ångströms) يا (3.4nm) کې ساتل کېږي. د ځنځيرونو جوړه د 10 Å (1.0nm) وړانګه لري. د يوې بلې څېړنې له مخې: کله چې په بېلابېلو حل لارو کې اندازه شي، د ډي این اې ځنځير يا کړۍ Å 22 – 26 (2.2 – 2.6nm) پورې پراخه اندازه شوې ده او د نيکلوتايد يو واحد يا برخه Å 3.3 (0.33nm) اوږد اندازه شوی دی. که څه هم هر انفرادي نيکلوتايد زيات کوچنی دی، يو ډي این اې پوليمير ډېر غټ اوسېدلی شي او کېدای شي، لکه په کروموزوم ۱ کې په سلګونو ميليونه نيکلوتايدونه ولري. کروموزوم ۱ لږ تر لږه د ۲۲۰ ميليونه بنسټيزو جوړو په درلودلو سره تر ټولو ستر انساني کروموزوم دی او که چېرې وغځول شي، کېدای شي ۸۵ ملي متره به وي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
ډي این اې په عادي ډول د يوه مفرد پوښ په توګه نه شته، مګر د پوښونو د جوړې په توګه دی چې په کلک ډول يو له بل سره نيول شوي دي. دا دوه اوږده پوښونه له يوه بله، د ډبل مارپېچ په شان تاوېږي. نيکلوتايد د ماليکول (چې ځنځير يوځای ساتي) د ملاتير يوه کړۍ يا برخه او نيکلوبېس (چې په مارپېچ کې د ډي این اې له بل پوښ سره متقابل عمل کوي) دواړه لري. له قند سره وصل د هستې قاعدې (nucleobase) ته نيکلوسايد (nucleoside) وايي او هغه قاعده چې په يو قند او يو يا له يو نه زيات فاسفيټ سره وصل ده، نيکلوتايد ورته وايي. يو Bipolymer چې ګڼ وصل شوي نيکلوتايدونه (لکه: په ډي این اې کې) شاملوي، پولي نيکلوتايد یې بولي. [۱۱][۱۲]
د ډي این اې پوښ د ملاتير د بدلېدونکي فاسفيت او قند له ګروپونو نه جوړ شوی دی. په ډي این اې کې د (2-deoxyribose) قند دی، چې يو پنتوز (پينځه کاربنه) قند دی. قندونه د فاسفيټ ډلو په واسطه يو ځای شوي دي، چې د مجاور قند کړيو د درېيم او پينځم کاربن اتومونو تر منځ phasphodiester اړيکې جوړوي. دوی د 3′-end او 5′-end کاربنونو په توګه پېژندل کېږي. لومړني يا اعلی (prime) سمبول د دې لپاره کارېدلی دی، چې دا کاربن اتومونه، د قاعدې له هغو اتومونو نه بېل کړي، چې deoxyribose ورته يوه ګلايکوسايډي اړيکه تشکيلوي. د همدې له امله هر ډي این اې پوښ، په عادي ډول يو پای لري، چې يو فاسفيټ ډله يا ګروپ په کې د يو رايبوز (ribose) پينځه لومړني يا اعلی کاربن (5’) سره (5’ phosphoryl) ضميمه شوي دي او یو بل پای چې يو خلاص هايدوکسيل ګروپ په کې د يو رايبوز درې اعلی کاربن سره (3’ hydroxyl) ضميمه دی. د قند – فاسفيټ ستون فقرې په امتداد، د 3’ او 5’ کاربنونو د موقعيت ټاکنه په لوريز يا قطبي ډول د ډي این اې هر پوښ ته ورکول کېږي. د هستوي تېزابو په ډبل مارپېچ کې د نيکلوتايدونو لوری (جهت) په يوه پوښ کې د يو بل پوښ په پرتله برعکس دی: پوښونه غير موازي دي. د ډي این اې پوښونو نامتوازن پای په اړه ويل کېږي چې: د پينځه اعلی پای (5′) او درې اعلی پای (3′) لوريز يا قطبي والی لري، چې له پينځه اعلی پای سره يو وروستنی فاسفيټ ګروپ (ډله) او د 3’ پای يو وروستی هايدروکسيل ګروپ لري. د ډي این اې او آر این اې تر منځ يو ستر توپير دا دی، چې په ډي این اې کې 2-deoxyribose قند، په آر این اې کې د بديل پنتوز قند رايبوز سره معاوضه کېږي. [۱۳][۱۴]
سرچینې
- ↑ کينډۍ:MerriamWebsterDictionary
- ↑ Alberts B, Johnson A, Lewis J, Raff M, Roberts K, Walter P (2014). Molecular Biology of the Cell (6th ed.). Garland. p. Chapter 4: DNA, Chromosomes and Genomes. ISBN 978-0-8153-4432-2. Archived from the original on 14 July 2014.
- ↑ Purcell, Adam. "DNA". Basic Biology. Archived from the original on 5 January 2017.
- ↑ "Uracil". Genome.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-11-21.
- ↑ Russell, Peter (2001). iGenetics. New York: Benjamin Cummings. ISBN 0-8053-4553-1.
- ↑ Saenger, Wolfram (1984). Principles of Nucleic Acid Structure. New York: Springer-Verlag. ISBN 0-387-90762-9.
- ↑ Alberts, Bruce; Johnson, Alexander; Lewis, Julian; Raff, Martin; Roberts, Keith; Peter, Walters (2002). Molecular Biology of the Cell (Fourth ed.). New York and London: Garland Science. ISBN 0-8153-3218-1. OCLC 145080076. Archived from the original on 1 November 2016.
- ↑ Irobalieva RN, Fogg JM, Catanese DJ, Catanese DJ, Sutthibutpong T, Chen M, Barker AK, Ludtke SJ, Harris SA, Schmid MF, Chiu W, Zechiedrich L (October 2015). "Structural diversity of supercoiled DNA". Nature Communications. 6: 8440. Bibcode:2015NatCo...6.8440I. doi:10.1038/ncomms9440. ISSN 2041-1723. PMC 4608029. PMID 26455586.
- ↑ Watson JD, Crick FH (اپرېل 1953). "Molecular structure of nucleic acids; a structure for deoxyribose nucleic acid" (PDF). Nature. 171 (4356): 737–38. Bibcode:1953Natur.171..737W. doi:10.1038/171737a0. ISSN 0028-0836. PMID 13054692. S2CID 4253007. Archived (PDF) from the original on 4 فبروري 2007.
- ↑ Mandelkern M, Elias JG, Eden D, Crothers DM (October 1981). "The dimensions of DNA in solution". Journal of Molecular Biology. 152 (1): 153–61. doi:10.1016/0022-2836(81)90099-1. ISSN 0022-2836. PMID 7338906.
- ↑ Berg J, Tymoczko J, Stryer L (2002). Biochemistry. W.H. Freeman and Company. ISBN 0-7167-4955-6.
- ↑ IUPAC-IUB Commission on Biochemical Nomenclature (CBN) (December 1970). "Abbreviations and Symbols for Nucleic Acids, Polynucleotides and their Constituents. Recommendations 1970". The Biochemical Journal. 120 (3): 449–54. doi:10.1042/bj1200449. ISSN 0306-3283. PMC 1179624. PMID 5499957. Archived from the original on 2007-02-05.
- ↑ Ghosh A, Bansal M (April 2003). "A glossary of DNA structures from A to Z". Acta Crystallographica Section D. 59 (Pt 4): 620–26. doi:10.1107/S0907444903003251. ISSN 0907-4449. PMID 12657780.
- ↑ Berg J, Tymoczko J, Stryer L (2002). Biochemistry. W.H. Freeman and Company. ISBN 0-7167-4955-6.