د مينې فلسفه
د مينې فلسفه د ټولنيزې فلسفې او اخلاقو په ډګر کې د مينې د ماهيت د بيانولو هڅو ته وايي. [۱] ټولنيز ليدلوریسمولد مينې د ماهيت او د مينې د دندو او وظايفو توصيف په اړه بېلابېل نظريات وړاندې شوي دي. د هغه چا لپاره به دا ستونزمنه وي چې د مينې ماهيت بيان کړي، چې نه په چا مين شوی وي او نه هم پرې څوک مين شوی وي، په حقيقت کې د داسې خلکو لپاره د مينې مانا او حقيقت يو غيرمعموملي او غيرعاقلانه کار برېښي،د نظریو د مهمو ډولونو څخه چې موخه یې د مینې طبیعت او شتون بیانول دي، موږ کولی شو د رواني تیوریو یادونه وکړو، چې ډېری یې مینه د صحي چلند په توګه ګڼي. په عین حال کې، د تکامل تیوري هم شتون لري چې مینه د طبیعي انتخاب پروسې یوه برخه ګڼي. په روحاني تیوریو کې، مینه د خدای لخوا ډالۍ ګڼل کيږي. داسې تیورۍ هم شته چې په هغه کې مینه [مړه لينکونه] د یو نه تشریح کېدونکي صوفیانه تجربې د راز په توګه لیدل کیږي. غربي دودونهسمولدامپېدوکلېس له نظره اروس د یو ځواک په توګه چې وجود ته همغږي ورکوي،[۲] په لویدیځه نړۍ کې د مینې د فلسفې کلاسیکي ریښې د معاهدې لپاره د افلاطون د ضیافت په توګه بيانيږي.[۳] له دې نظريې څخه د اغېزمنېدو له کبله په راروانو پېړيو کې د مينې د فلسفې درې جريانونه رامنځته شوي دي.
سرچينېسمول
|