طبیعي ټاکنه
طبیعي ټاکنه د فینوټایپ د توپیرونو له امله د بېلابېلو کسانو پایښت او تکثیر دی. د نسلونو په اوږدو کې د خلکو د ارثي ځانګړتیاوو بدلون د هغوی د ودې یو کلیدي میکانیزم دی. چارلېز ډاروین د «طبیعي ټاکنې» اصطلاح مشهوره کړه چې دا له مصنوعي ټاکنې سره توپیر لري، چې د هغه په اند دا یو قصدي عمل دی، په داسې حال کې چې طبیعي ټاکنه نه ده.
تغییرات د ژوندیو موجوداتو په ټولو ډلو کې شته. دا په دې دلیل پېښيږي چې ناڅاپيبدلونونه د یوه شخص په جینوم کې رامنځته کېږي او ددوی بچیان کولای شي دا بدلونونه په میراث یوسي. د کسانو د ژوند په اوږدو کې، د دوی جینومونه له چاپېریال سره تعامل کوي او د هغوی په ځانګړتیاوو کې د بدلون لامل ګرځي. د یوه جینوم په چاپېریال کې د حجرو بیولوژیکي مالیکول، نورې حجرې، نور کسان، نفوس، ډولونه او همدارنګه مړ چاپېریال شامل دی.
طبیعي ټاکنه پر فینوټایپ باندې عمل کوي، د ارګانیزم هغه ځانګړتیاوې چې واقعاً له چاپېریال سره اړیکه لري ، خو د هر فینوټايپ جنتیکي (ارثي) اساس چې هغه فینوټایپ ته د زېږون ګټه ورکوي کېدای شي په یوه نفوس کې ډېر عام شي.
طبیعي ټاکنه د عصري بیولوژۍ بنسټ دی. دا مفکوره د ډاروین او الفریډ رسل والیس له خوا په ۱۸۵۸ ز کال کې د ګډو مقالو په وړاندې کولو سره خپره شوې. په ۱۸۵۹ ز کال کې د ډاروین په اغېزناکه کتاب کې د نوعو (ډولونو) د اصل په هکله او د طبیعي ټاکنې په وسیله یا د ژوند لپاره مبارزه کې د غوره نسلونو ساتنه تشرېح شوي دي. هغه طبیعي ټاکنه له مصنوعي ټاکنې سره یوشان وګڼله، یو داسې بهیر چې له مخې یې ژوي او نباتات د هغو ځانګړتیاوو له مخې چې د انساني نسلونو له خوا مطلوب ګڼل کېږي په سیسټماټیک ډول د تکثیر لپاره غوره کېږي.
له ډاروین څخه د مخه تیورۍ
سمولد کلاسیک دور ډېری فیلسوفانو، د امپیدوکلس او د هغه فکري ځای ناستی رومي شاعر لوکریتوس په ګډون دا نظرڅرګند کړ چې طبیعت په تصادفي توګه ډېری مخلوقات تولیدوي او دا یوازې هغه مخلوقات دي چې کولای شي خپل ژوند اداره کړي او بیا تولید ته په بریالیتوب سره دوام ورکړي. د امپیدوکلس نظر چې ژوندي موجودات په بشپړ ډول د تودوخې او یخنۍ په څېر د علتونو د پېښېدلو له امله رامنځته شوي د ارستو له خوا د فزیک په دویم کتاب کې پرې نیوکه شوې ده. هغه ددې پر ځای طبیعي ټیلولوژۍ وټاکله او په دې باور و چې دا بڼه د یوې موخې لپاره ترلاسه شوی، او د دلیل په توګه یې په نوعو کې د وراثت نظم بیان کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د نولسمې پېړۍ تر لومړیو پورې، په لوېدیځو ټولنو کې غالب نظر دا و چې د یوې نوعې د افرادو د ډولونو تر منځ توپیرونه، د اپلاتوني ارمانونو (یا ټایپس) له رامنځته شویو ډولونو څخه یو ډول انحراف و. په هر صورت په جیولوژۍ کې د یو ډول والي تیورۍ دې نظریې ته وده ورکړې چې ساده او کمزوري ځواکونه کولای شي د اوږدې مودې لپاره په پرله پسې توګه عمل وکړي تر څو د ځمکې په منظره کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.د دې تیورۍ بریالیتوب په پراخه کچه د جیولوژیکي وخت په اړه پوهاوی لوړ کړ او دا مفکوره یې د منلو وړ کړه چې په پرله پسې نسلونو کې کوچني او په حقیقت کې د نه منلو وړ بدلونونه کولای شي د انواعو تر منځ توپیرونه رامنځته کړي. [۷]
د نولسمې پېړۍ په پيل کې ژوپوه ژان بپتیسټ لامارک، په ارثي ډول ترلاسه شوې ځانګړتیاوې د یو میکانیزم په توګه د ودې د بدلون لپاره وړاندیز کړې. د یوه ژوندي موجود له خوا د ژوند په اوږدو کې ترلاسه شوې کارېدونکې ځانګړتیاوې کېدای شي د هغه ژوندي موجود له خوا په میراث پاتې شي، چې په پای کې د نوعو د بدلون لامل کېږي. د لامارکیزم دغه تیوري، د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې د اصلي جنتیکي نظریې له مخې د شوروي بیولوژیست تروفیم لیسینکو پر مخالفت اغېز درلود.[۸][۹]
د ۱۸۳۵ او ۱۸۳۷مو کلونو ترمنځ ژوپوه اډوارډ بلیټ د توپیر پر ساحې، مصنوعي ټاکنې او دا چې څنګه په طبیعت کې ورته عمل پېښېږي کار وکړ. ډاروین د بلیټ نظریې د خپل کتاب (د نوعو د اصل په اړه) په لومړي څپرکي کې د توپیر په هکله ومنلې.[۱۰]
د ډاروین نظریه
سمولپه ۱۸۵۹ ز کال کې، چارلس ډاروین د طبیعي ټاکنې له لارې د ودې نظریه د تطبیق او ځانګړتیا لپاره د توضیح په توګه وړاندې کړه. هغه طبیعي ټاکنه داسې تعریف کړه: «هغه اصول چې له امله یې هر کوچنی بدلون [د ځانګړتیاوو]، د ګټورتیا له امله وساتل شي» طبیعي ټاکنه ګڼل کېږي. دا تعریف ساده خو ځواکمن و: هغه کسان چې وکولای شي له خپل چاپېریال سره په ښه توګه سمون پیدا کړي، د ژوندي پاتې کېدو او تولید لپاره یې احتمال ډېرېږي. تر څو چې د دوی تر منځ یو څه توپیر وي او دا توپیر د وراثت وړ وي، نو دا به له ډېرو ګټورو بدلونو سره د اشخاصو هرومرو ټاکنه وي.[۱۱][۱۲][۱۳]
د ډاروین نظریاتو د هغه د دویم سفر ایج ام اس بیګل (۱۸۳۱-۱۸۳۶) له کتنو څخه الهام اخیستی و او د سیاسي اقتصاد پوه توماس رابرټ مالتوس مقاله (۱۷۹۸)، چې د نفوسو د اصولو په هکله وه یادونه وکړه چې ویلي یې و چې که نفوس (کنټرول نه شي) په چټکۍ سره ډېرېږي، په داسې حال کې چې د خوړو عرضه یوازې په حسابي ډول وده کوي. په دې توګه، د منابعو محدودیتونه هرومرو پر نفوس اغېزې لري، چې د «وجود لپاره د مبارزې» لامل کېږي.[۱۴][۱۵]
عصري ترکیب
سمولطبیعي ټاکنه په اساسي توګه د وراثت پر مفکورې ولاړه ده، خو د جنتیک له بنسټیزو مفکورو څخه یې مخکې وده کړې ده. که څه هم موراویایي راهب ګریګور منډل، د معاصر جنتیک پلار د ډاروین معاصر و، خو د ده کار په پټه توګه و چې بیا په ۱۹۰۰م کال کې کشف شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
اصطلاح پېژندنه
سمولد طبیعي ټاکنې اصطلاح ډېری وخت د ارثي ځانګړتیاوو د تعریف لپاره کارول کېږي. ځکه چې دا ځانګړتیاوې په مستقیم ډول د ودې په بهیر کې برخه اخلي. په هر حال طبیعی ټاکنه (ړنده) ده، دا په دې معنا چې په فینوټایپ کې بدلونونه کولای شي د تکثیر ګټې ورکړي پرته له دې چې دا په پام کې ونیسي چې دا ځانګړتیا ارثي ده او که نه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
جنتیکي بدلون
سمولطبیعي بدلون د ژوندیو موجوداتو د هرې ټولنې د افرادو ترمنځ پېښېږي. ځینې بدلونونه کېدای شی د یوه کس د ژوندي پاتې کېدو او بیا زېږون چانس ډېر کړي، په دې معنا چې ډېر بچیان وزېږوي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
بدني تناسب (بیولوژي)
سمولفیټنس یا بدني تناسب د طبیعي ټاکنې لپاره مرکزي رول لوبوي. په پراخو اصطلاحاتو کې هغه کسان چې ډېر «متناسب» وي د بقا لپاره غوره ظرفیت لري، لکه څنګه چې په مشهورې جملې کې «د متناسبو کسانو پایښت» ده، د دې اصطلاح ډېره پرځای معنا ده. د ودې عصري تیوري فیټنس د یوه ژوندي موجود د ژوند له اړخه نه، بلکې هغه له دې اړخه تعریفوي چې د بیا تولید په برخه کې څومره بریالی دی.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سیالي (بیولوژي)
سمولپه بیولوژۍ کې سیالي د ژوندیو موجوداتو ترمنځ متقابل عمل دی چې په هغه کې د یوه فیټڼس د بل د شتون له امله زیانمن شوی وي، دا کېدای شي د دې په وجه وي چې دواړه پر یوې محدودې سرچینې، لکه: خواړه، اوبه یا سیمې باندې ولاړ وي. سیالي کېدای شي د ډولونو دننه یا د باندې وي او کېدای شي مستقیم او یا په نامستقیم ډول وي.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
ډلبندي
سمولطبیعي ټاکنه کولای شي پر هرې ارثي فینوټایپي ځانګړتیا عمل وکړي او ټاکنیز فشار د چاپېریال د هر اړخ له خوا لکه جنسي ټاکنه او د ورته یا نورو نوعو له غړو سره سیالي رامنځته کېدای شي. په هر حال دا په دې معنا نه ده چې طبیعي ټاکنه تل سمتي وي او د تطبیقي ودې پایله وي. طبیعي ټاکنه ډېری د لږ وړ ډولونو له منځه وړلو سره د وضعیت د ساتلو لامل کېږي.
ټاکنه په بېلابېلو لارو ډلبندي کېدای شي، لکه پر ځانګړتیاو باندې یې اغېزې، پر جنتیکي بدلون، د ژوند د بېلابېلو مرحلو له مخې چېرته چې دا پېښېږي، د ټاکنې واحد او یا د هغو منابعوو پر اساس د کومو چې د هغو لپاره سیالۍ کېږي.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
پر ځانګړتیا یې اغېزې
سمولټاکنه پر ځانګړتیاوو بېلابېلې اغېزې لري. تثبیتوونکې ټاکنه د یوې ځانګړتیا د مطلوب باثباته ساتلو لپاره عمل کوي او په ساده حالت کې له دې مطلوب څخه ټول انحرافونه په ټاکنیز ډول زیانمنونکي دي. جهتي ټاکنه د ځانګړتیاوو زیاتو ارزښتونو ته وده ورکوي.[۵۳]
پر جنتیکي تنوع یې اغېزې
سمولله بل پلوه، ټاکنه د جنتیکي تنوع له مخې د هغو له اغېزو سره سم وېشل کېدای شي. تصفیه کول یا منفي ټاکنه له نفوس څخه د جنتیکي بدلونونو د لرې کولو لپاره عمل کوي (او د de novo بدلون سره مخالفت کوي، کوم چې یو نوی بدلون معرفي کوي).[۵۴][۵۵][۵۶]
د ژوند د دوارن د پړاونو له مخې
سمولد ډلبندۍ بله لاره دا ده چې ټاکنه دې د ژوند د دوارن د پړاونو له مخې ډلبندي شي. ځینې بیولوژي پوهان یوازې دوه ډوله پېژندلي: د ژوندي پاتې کېدو یا (پایښت) ټاکنه، چې د ژوندي پاتې کېدو د احتمال د زیاتولو لپاره عمل کوي او د امېندوارتیا (یا زرغونتیا یا زېږون) ټاکنه چې د ژوندي پاتې کېدو په صورت کې د زېږون کچه لوړوي. ځینې نور پوهان بیا د ژوند دوران د ټاکنې په نورو برخو وېشي.[۵۷]
د ټاکنې د واحد له مخې
سمولکولای شو ټاکنه د ټاکنې د واحد یا کچې له مخې ډلبندي کړو. انفرادي ټاکنه پر کس عمل کوي، په دې معنا چې سمون یا توافق «د کس» په ګټه دی او دا د افرادو تر منځ د ټاکنې پایله ده. د جین ټاکنه په مستقیم ډول د جین پر کچه عمل کوي. [۵۸]
جنسي ټاکنه
سمولپه پای کې، کولای شو ټاکنه د هغې سرچینې له مخې ډلبندي کړو چې د هغې لپاره سیالۍ کېږي. جنسي ټاکنه د جوړې لپاره د سیالۍ پایله ده. جنسي ټاکنه عموماً د جنسي تکثیر له لارې کېږي، چې ځینې وخت د ژوندي پاتې کېدو په بیه تمامېږي. ایکولوژیکي ټاکنه د جنسي ټاکنې پرته له هرې لارې طبیعي ټاکنه ده، لکه: د خپلوانو ټاکنه، سیالي، او د ماشوم وژنه. [۵۹]
وده (تکامل) او ډاروینیزم
سمولد طبیعي ټاکنې لپاره یو شرط چې د تطبیقي ودې، نویو ځانګړتیاوو او د زېږون لامل کېږي د جنتیکي بدلون شتون دی چې په پای کې د فیټنس د توپيرونو لامل کېږي. جنتیکي بدلون د توپیرونو، د جنتیک بیا رغونې او په کاریوټایپ کې د بدلونونو (د کوروموزومونو شمېر، شکل، اندازه او دننني ترکیب) پایله ده.
د جینوټایپ – فینوټایپ توپیر
سمولطبیعي ټاکنه د یو ژوندي موجود پر فینوټایپ یا فزیکي ځانګړتیاوو باندې اغېز کوي. فینوټایپ د یو ژوندي موجود د جنتیکي جوړښت (جینوټایپ) او هغه چاپېریال له خوا ټاکل کېږي چې دا موجود پکې ژوند کوي. کله چې په نفوس کې بېلابېل ژوندي موجودات د یوې ځانګړې ځانګړتیا لپاره د جین بېلابېلې نسخې ولري د دې نسخو هر یو یې د ایلیل په نوم پېژندل کېږي.
نړیوال ډاروینیزم
سمولد ډاروین نظریات او د اډم سمیټ او کارل مارکس نظریاتو د ۱۹ پېړۍ پر افکارو ژور اغېز درلود، له هغې ډلې د هغه دا راډیکال ادعا چې «په دقیقه توګه جوړ شوي شکلونه، یو له بل څخه ډېر توپير لري او په پېچلې توګه په یو بل پورې تړلې) د ژوند له څو ساده ډولونو څخه د څو ساده اصولو په مټ وده کړې ده.
د حجرو او مالیکول بیولوژي
سمولپه ۱۸۸۱ کې، جنین پوه، ویلهلم روکس (Der Kampf der Theile im Organismus) (په ارګانیزم کې د برخو مبارزه) خپره کړه چې هغه کې یې وړاندیز وکړ چې د یوه ژوندي موجود وده د جنین د برخو تر منځ د ډاروینین سیالۍ پایله ده چې په ټولو برخو کې پېښېږي او همداسې له مالیکول څخه ارګانونو ته.
ټولنیز او اروایي تیوري
سمولد طبیعي ټاکنې په مټ د ودې تیورۍ ټولنیزې اغېزې هم د تلپاتي تناقض سرچینه وګرځېده. د جرمني سیاسي فیلسوف او د کمونیزم د ایډیالوژۍ بنسټګر فریدریش انګلس په ۱۸۷۲ز کال کې لیکلي و چې «ډاروین پر دې نه پوهېده چې د بشریت او په ځانګړې توګه یې د خپلو هېوادوالو په اړه څه ترخې ملنډې لیکلي دي، کله چې یې د ازادي سیالۍ مبارزه بیان کړه، چې دا بیا اقتصاد پوهان د لوړې تاریخي لاسته راوړنې په توګه لمانځي، دا د حیواناتو د پاچاهۍ یو عادي حالت دی».
سرچینې
سمول- ↑ Empedocles 1898, On Nature, Book II
- ↑ Lucretius 1916, On the Nature of Things, Book V
- ↑ Aristotle, Physics, Book II, Chapters 4 and 8
- ↑ Lear 1988, p. 38
- ↑ Henry, Devin (September 2006). "Aristotle on the Mechanism of Inheritance". Journal of the History of Biology. 39 (3): 425–455. doi:10.1007/s10739-005-3058-y. S2CID 85671523.
- ↑ Ariew 2002
- ↑ Bowler, Peter J. (2003). Evolution: The History of an Idea (3rd ed.). Berkeley, CA: University of California Press. pp. 129–134. ISBN 978-0-520-23693-6. OCLC 43091892.
- ↑ Joravsky, David (January 1959). "Soviet Marxism and Biology before Lysenko". Journal of the History of Ideas. 20 (1): 85–104. doi:10.2307/2707968. JSTOR 2707968.
- ↑ Lamarck 1809
- ↑ Darwin 1859, p. 18
- ↑ Darwin 1859, p. 61
- ↑ Darwin 1859, p. 5
- ↑ Hall, Brian K.; Hallgrímsson, Benedikt (2008). Strickberger's Evolution (4th ed.). Jones and Bartlett. pp. 4–6. ISBN 978-0-7637-0066-9. OCLC 796450355.
- ↑ Malthus 1798
- ↑ Darwin 1958, p. 120
- ↑ Ambrose, Mike. "Mendel's Peas". Norwich, UK: Germplasm Resources Unit, John Innes Centre. Archived from the original on 14 June 2016. نه اخيستل شوی 2015-05-22.
- ↑ Huxley, Julian (1929–1930). "The A B C of Genetics". The Science of Life. Vol. 2. London: Amalgamated Press. OCLC 3171056.
- ↑ National Academy of Sciences (1999). Science and Creationism: A View from the National Academy of Sciences (2nd ed.). Washington, DC: National Academy Press. ISBN 978-0-309-06406-4. OCLC 43803228.
- ↑ Fisher 1930
- ↑ Haldane 1932
- ↑ Haldane, J. B. S. (December 1957). "The Cost of Natural Selection" (PDF). Journal of Genetics. 55 (3): 511–524. doi:10.1007/BF02984069. S2CID 32233460.
- ↑ Wright, Sewall (1932). "The roles of mutation, inbreeding, crossbreeding and selection in evolution". Proceedings of the VI International Congress of Genetrics. 1: 356–366.
- ↑ Dobzhansky 1937
- ↑ Dobzhansky 1951
- ↑ Darwin 1859
- ↑ Fisher 1930
- ↑ Williams 1966
- ↑ Endler 1986
- ↑ Haldane 1954
- ↑ Lande, Russell; Arnold, Stevan J. (November 1983). "The Measurement of Selection on Correlated Characters". Evolution. 37 (6): 1210–1226. doi:10.2307/2408842. JSTOR 2408842. PMID 28556011.
- ↑ Futuyma 2005
- ↑ Sober 1993
- ↑ Walton, Olivia; Stevens, Martin (2018). "Avian vision models and field experiments determine the survival value of peppered moth camouflage". Communications Biology. 1: 118. doi:10.1038/s42003-018-0126-3. PMC 6123793. PMID 30271998.
- ↑ van't Hof, Arjen E.; Campagne, Pascal; Rigden, Daniel J; et al. (June 2016). "The industrial melanism mutation in British peppered moths is a transposable element". Nature. 534 (7605): 102–105. Bibcode:2016Natur.534..102H. doi:10.1038/nature17951. PMID 27251284.
- ↑ "Evolution and Natural Selection". University of Michigan. 10 October 2010. نه اخيستل شوی 9 November 2016.
- ↑ "Teleological Notions in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 18 May 2003. نه اخيستل شوی 28 July 2016.
- ↑ Good, B. H.; Rouzine, I. M.; Balick, D. J.; Hallatschek, O.; Desai, M. M. (27 February 2012). "Distribution of fixed beneficial mutations and the rate of adaptation in asexual populations". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (13): 4950–4955. doi:10.1073/pnas.1119910109. PMC 3323973. PMID 22371564.
- ↑ Blount, Zachary D.; Borland, Christina Z.; Lenski, Richard E. (2008). "Historical contingency and the evolution of a key innovation in an experimental population of Escherichia coli". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (23): 7899–906. Bibcode:2008PNAS..105.7899B. doi:10.1073/pnas.0803151105. JSTOR 25462703. PMC 2430337. PMID 18524956.
- ↑ Baym, M.; Lieberman, T. D.; Kelsic, E. D.; Chait, R.; Gross, R.; Yelin, I.; Kishony, R. (2016). "Spatiotemporal microbial evolution on antibiotic landscapes". Science. 353 (6304): 1147–51. Bibcode:2016Sci...353.1147B. doi:10.1126/science.aag0822. PMC 5534434. PMID 27609891.
- ↑ Kleinman, A. (2014). "The basic science and mathematics of random mutation and natural selection". Statistics in Medicine. 33 (29): 5074–5080. doi:10.1002/sim.6307. PMID 25244620.
- ↑ Haldane, J. B. S. (November 1992). "The Cost of Natural Selection". Current Science. 63 (9/10): 612–625.
- ↑ Orr, H. Allen (August 2009). "Fitness and its role in evolutionary genetics". Nat Rev Genet. 10 (8): 531–539. doi:10.1038/nrg2603. PMC 2753274. PMID 19546856.
- ↑ Sahney, Sarda; Benton, Michael J.; Ferry, Paul A. (23 August 2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–547. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856.
- ↑ Jardine, Phillip E.; Janis, Christine M.; Sahney, Sarda; Benton, Michael J. (1 December 2012). "Grit not grass: Concordant patterns of early origin of hypsodonty in Great Plains ungulates and Glires". Palaeogeography, Palaeoclimatology, Palaeoecology. 365–366: 1–10. Bibcode:2012PPP...365....1J. doi:10.1016/j.palaeo.2012.09.001.
- ↑ Begon, Townsend & Harper 1996
- ↑ Verhulst, Pierre François (1838). "Notice sur la loi que la population suit dans son accroissement". Correspondance Mathématique et Physique (په فرانسوي). Brussels, Belgium. 10: 113–121. OCLC 490225808.
- ↑ Pianka, Eric R. (November–December 1970). "On r- and K-Selection". The American Naturalist. 104 (940): 592–597. doi:10.1086/282697. JSTOR 2459020. S2CID 83933177.
- ↑ MacArthur & Wilson 2001
- ↑ Zimmer & Emlen 2013
- ↑ Miller 2000, p. 8
- ↑ Arnqvist, Göran; Rowe, Locke (2005). Sexual Conflict. Princeton University Press. pp. 14–43. ISBN 978-0-691-12218-2. OCLC 937342534.
- ↑ "Evolution and Natural Selection". University of Michigan. 10 October 2010. نه اخيستل شوی 9 November 2016.
- ↑ "Evolution and Natural Selection". University of Michigan. 10 October 2010. نه اخيستل شوی 9 November 2016.
- ↑ Lemey, Salemi & Vandamme 2009
- ↑ Loewe, Laurence (2008). "Negative Selection". Nature Education. Cambridge, MA: Nature Publishing Group. OCLC 310450541.
- ↑ Villanea, Fernando A.; Safi, Kristin N.; Busch, Jeremiah W. (May 2015). "A General Model of Negative Frequency Dependent Selection Explains Global Patterns of Human ABO Polymorphism". PLOS ONE. 10 (5): e0125003. Bibcode:2015PLoSO..1025003V. doi:10.1371/journal.pone.0125003. PMC 4422588. PMID 25946124.
- ↑ Christiansen 1984, pp. 65–79
- ↑ Wade, Michael J.; et al. (2010). "Multilevel and kin selection in a connected world". Nature. 463 (7283): E8–E9. Bibcode:2010Natur.463....8W. doi:10.1038/nature08809. PMC 3151728. PMID 20164866.
- ↑ Mayr 2006