د فندوقستان خانقاه

يوه لرغونې بودايي استوګنځی او نمزدک چې د افغانستان پروان ولايت کې موقعيت لري او د منځنيو پېړيو اوايلو پورې اړه لري.

د فندوقستان خانقاه په افغانستان کي د بودایانو یوه لرغونې خانقاه ده چي د پروان ولایت د غوربند په دره کي د کابل شمال لویدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کي د یوې مخروطي غونډۍ پر سر باندي موقعیت لري.

د فندوکيستان خانقا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۵۷′۲۶″شمال ۶۸°۵۲′۵۴″ختیځ / 34.95719°شمال 68.88167°ختيځ / 34.95719; 68.88167 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

یاده خانقاه د یو شمېر شواهدو پر بنسټ د اتمي پیړۍ په پیل کي د ټرمینس پوسټ کویم سره اړه لري، او له همدې امله د خانقاه بودایي هنر شاوخوا 700 زیږدیزو کلونو ته ورګرځي. [۱] [۲] د فندوقستان خانقاه په هندوکوش غرونو کي د لرغوني افغانستان یو پخوانئ انځور وړاندي کوي. [۲]

چارلس میسن په ۱۸۳۶ کال کي د غوربند دره سیمي ته سفر کړی وو او هلته یې پخپل کتاب (د افغانستان، بلوچستان او پنجاب د بېلابېلو سفرونو داستانونه) کي د ګڼو کنډوالو شتون یاد کړی دی. [۳] [۴]

فندوقستان خانقاه په 1936 کي د افغانستان د لرغونپوه فرانسوي جوزف هاکین لخوا او په 1937 کي د جین کارل لخوا د کیندني په پایله کي معلومه سوه. په دې اړه د هنري اثارو ډیری برخه چي لاسته راغلې ده د میوزیم ګیمیټ، پاریس او د افغانستان ملي موزیم ترمنځ شریکه سول.

  1. . 2005. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . 1 January 2007. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  3. Naweed, Hamid (28 February 2013). Art Through The Ages in Afghanistan (in انګليسي). Author House. pp. 239–240. ISBN 978-1-4817-4275-7.
  4. Masson, Charles (1842). Narrative Of Various Journeys In Balochistan Afghanistan And The Panjab Vol III. p. 169. In the valley of Ghorband, separated from Koh Daman to the west by a high hill range stretching from the Hindu Kosh, are many and important remains of ancient times....