د غوربند سیند

غوربند سیند د افغانستان په شمال کي یو سیند دی چي په پروان ولایت کي شتون لري. دا سیند د پنجشیر سیند یوه برخه ده، او ورپسې د اباسین او کابل سیند فرعي برخه ګڼل کیږي.

د غوربند سیند
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د اوبو ایستلو ډنډ
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۱۳۰ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۰۰′شمال ۶۹°۱۸′ختیځ / 35°شمال 69.3°ختيځ / 35; 69.3۳۵°۰۰′۵۸″شمال ۶۸°۱۱′۴۷″ختیځ / 35.0162°شمال 68.1965°ختيځ / 35.0162; 68.1965۳۴°۵۹′۵۹″شمال ۶۹°۱۸′۲۷″ختیځ / 34.9996°شمال 69.3076°ختيځ / 34.9996; 69.3076 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د غوربند سیند په بشپړه توګه په پروان ولایت کي تیریږي، چي د غوربند ولسوالۍ نوم هم ترې اخیستل سوی دی. یاد سیند د ختیځي شیبر درې (کوم چي د پروان او بامیان ولایتونه، یا د غوربند او کندز سیند اوبه سره نښلوي) څخه سرچینه اخلي او ختیځ لوري ته وربهیږي. غوربند سیند له جغرافیایي اړخه د هندوکش د سوېل او د هندوکش د مرکزي سلسلې په اوږدو کي واقع سوی دی، چي شمال ته یې د هندوکش او سویل ته یې د کوه بابا د غرونو لړۍ د یوې اوږدې درې په ډول پرته ده. تر درې وروسته دا سیند د چاریکارو ختیځ ته په 10 کیلومتره فاصله کي بهیږي.