د سيانا کاترين

د سيانا کاترين (۲۵ مارچ ۱۳۴۷ – ۲۹ اپريل ۱۳۸۰ز کلونه) د ډومينيکي نظام غیر روحاني غړې، يوه صوفۍ، فعاله او لیکواله وه، چا چې په ايټالوي ادبياتو او کاتولیکه کليسا زيات اغېز درلود. په ۱۴۶۱ز کال کې سپېڅلې (سپېڅلې کول په مسيحي مذهب کې يو مړ تن د روحاني مشر په توګه اعلانول دي) کړای شوه، هغه همدا راز د کليسا ډاکټره هم وه.

د سيانا کاترين
د سيانا کاترين

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۵ مارچ ۱۳۴۷[۱]
مړینه 29 اپرېل 1380 (33 کاله)[۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
روم [۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه اېټاليايي ژبه [۳]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

په سيانا کې زېږېدلې او لويه شوې وه، د خپل پلار او مور د غوښتنې په خلاف، نوموړې له کم عمرۍ څخه غوښتل چې خپل ځان خدای ته وقف کړي. هغه له «مانټيليټ» سره يو ځای شوه چې د پرهېزګاره ښځو يوه ډله وه، تر ډېره بريده کونډې وې او په غیر رسمي ډول دومينيکي روحانيت ته وقف شوې وې. په پاپ ګریګوري يوولسم د هغې اغېز د نوموړې د ۱۳۷۶ ز کال په پرېکړه کې مهمه ونډه درلوده چې له «اويګونن» څخه روم ته ولاړه شي. وروسته پاپ کاترين له فلورانس سره د سولې د مذاکراتو لپاره واستوله. د يوولسم ګريګوري له مړينې (۱۳۷۸ ز کال په مارچ کې) او د سولې له تر سره کېدو وروسته (۱۳۷۸ ز کال جولای کې) هغه بېرته سيانا ته ستنه شوه. هغې د «خدای د پيرزوينې خبرې اترې» په نوم د خپلو روحاني رسالو ټولګه منشيانو ته ولوستله. د لويديځ ستر انشاعب (بېلتون) د سيانا کاترين اړ کړه چې له پاپ سره روم ته ولاړه شي. هغې شهزاده ګانواو کاردينالانو ته ګڼ لیکونه واستول، تر څو د پاپ اربن شپږم تابعدارۍ ته وده ورکړي او له هغه څه څخه دفاع وکړي چې هغې د «د کليسا لوښی» باله. هغه د ۱۳۸۰ز کال د اپريل په نهه ويشتمه نېټه د خپلې سختې روژې څخه ستړې او مړه شوه. اربن شپږم د هغې د جنازې او خښولو مراسم د روم په «سانتا ماريا سوپرا مينروا» په کليسا کې ترسره کړل. [۴]

د سيانا د کاترين له مړينې وروسته د هغې په اړه د خلکو عقيدت په چټکۍ سره زيات شو. پاپ پيوس دويم به ۱۴۶۱ز کال کې هغه مقدسه وګرځوله؛ په ۱۸۶۶ز کال کې د پاپ پيوس نهم له خوا د روم د پلوې روحاني په توګه اعلان شوه او په ۱۹۳۹ز کال کې پاپ پيوس دولسم هغه د ایټاليې پلوې روحانۍ په توګه اعلان کړه (له فرانسس اسيزي سره يو ځای). هغه دویمه ښځه وه چې د ۱۹۷۰ز کال د اکتوبر په څلورمه نېټه د پاپ پال شپږم له خوا د «کليسا ډاکټرې» په توګه اعلان شوې وه – د اويلا د تريسا څخه يواځې څو ورځې وروسته. په ۱۹۹۹ز کال کې پاپ جان پال دويم هغه د اروپا پلوې قديسې په ډول اعلان کړه.[۵][۶][۷][۸][۹]

د پاپ په تاريخ کې د پیاوړي اغېز لرلو او زياتو ليکلو له امله د سيانا کاترين د منځنيو پېړيو يوه له نومياليو څېرو څخه وه. نوموړې له «اويګنن» څخه روم ته د پام په ستنيدو کې لاس درلود او بيا يې ډېر ماموريتونه تر سره کړل چې پاپ ورته سپارلي وو، کوم کار چې په منځينو  پېړيو کې د ښځو لپاره نادر و. د سلګونو ليکونو او لسګونو دعاوو په نوم د هغې مکالمې هم هغې ته د ايټاليې په ادبياتو کې يو پیاوړی ځای ورکړ.

ژوند

سمول

« Caterina di Jacopo di Benincasa» د ۱۳۴۷ز کال د مارچ په ۲۵ نېټه د سيانا جمهوريت (اوسنۍ ايټاليې) په سيانا کې زېږېدلې وه (له تور مرګ لږ مخکې چې اروپا يې ويجاړه کړه)، مور يې « Lapa Piagenti » نومېده چې د يو سيمه ييز شاعر لور وه، پلار يې « Jacopo di Benincasa» نومېده چې د کاليو رنګريز و او خپل کاروبار يې د خپلو زامنو په مرسته پر مخ وړ. هغه کور اوس هم شته چې کاترين پکې ستره شوې وه. لاپا نږدې څلوېښت کلنه وه چې له وخت مخکې يې دوه غبرګونې لوڼې هره يوه کاترين او جيوانا وزېږولې. هغې له دې وړاندې ه دوه ويشت بچيان زېږولي وو، خو نيمايي مړه شوي وو. جيوانا يې يوې دايي ته وسپارله خو ډېره ژر مړه شوه. د کاترینه پالنه يې خپلې مور وکړه او ډېره ژر يوه صحتمنده ماشومه شوه. هغه دوه کلنه وه چې د لوپا پنځه ويشتم بچی وزېږېد، هغه هم لور وه چې جيوانا نوم يې پرې کېښود. په ماشوموالي کې کاترين ډېره خوشاله وه له همدې امله هغې ته کورنۍ د مينې نوم  « Euphrosyne » ورکړ، دا د «خوشالۍ» په معنا يو يوناني ټکی دی، همدا راز دا د الکساندريا د خوشالۍ يوه ښځینه اله هم وه.[۱۰][۱۱][۱۲]

د «کپوا» «ريمونډ»، هغه لومړی عيسوي ملا چې د کاترین اعترافات يې اوريدلي او ژوندليک ليکونکی و، ويلي چې نوموړې په لومړي ځل په پنځه يا شپږ کلنۍ کې عيسی مسيح ليدلی دی: هغه او يو ورور يې د يوې واده شوې له ليدلو وروسته کور ته روان وو چې د هغې په اړه ويل کېږي چې د مسيح لیدل تجربه کړل چې د پطرس، پولس او يو حنا رسولانو سره په جلال کې ناست و. ريمنډ زياتوي چې په اووه کلنۍ کې کاترین ژمنه وکړه چې خپل ټول ژوند به خدای ته ورکوو.[۱۳]

کله چې کاترين شپاړس کلنه وه، د هغې خور «بوناوينچورا» د ماشوم د زېږون پر مهال مړه شوه؛ هغه لا په دې غم خپه وه چې خبره شوه، مور او پلار يې غواړي د خپلې خور له کوند شوي مېړه سره واده وکړي. هغه له دې سره په پرېکنده ډول مخالفه وه او سخته روژه يې پيل کړه. هغې له بوناوينچورا څخه دا زد ه کړي و، د چا مېړه چې هېڅ پاملرنه نه کوله، خو هغې تر هغه وخته له خوراک څخه په انکار کولو سره خپله چلند بدل کړ، تر څو هغه ښه اخلاق وښودل. د روژې تر څنګ، کاترين خپله مور نوره هم ناهيلي کړه چې خپل اوږده ويښتان يې د اعتراض په ډول لنډ کړل، ځکه چې هغه ډېره زياته هڅول کېده، تر څو خپله ظاهري بڼه ښه کړي او وکولای شي د يو مېړه پام راواړوي.[۱۴]

وروسته کاترين د کاپوا رايمنډ ته مشوره ورکوله چې د ستونزې پر مهال هغه څه وکړي، کوم څه چې دې په تنکۍ پېغلتوب کې کړي وو: «په خپلو مغزو کې یوه خونه جوړه کړه، له کوم څخه چې ته کله هم نه شې تښتېدای». په دې داخلي خونه کې هغې خپل پلار د مسيح د استازي، خپله مور يې د پېغلې مريم او خپل وروڼه يې د رسولانو په توګه جوړ کړل. به عاجزۍ سره د دوی خدمت کولو سره هغې د روحاني ودې فرصت تر لاسه کړ. کاترين له يوې خوا د واده منل شوی جريان او موروالي سره او له بلې خوا د راهبې د ټيکري سره مقاومت وکړ. هغې د ډامينيکن په پيروۍ سره د عبادتځای له ديوالو څه دباندې يو فعال او عبادت کوونکی ژوند غور ه کړ. بالاخره د هغې پلار ومنله او هغې ته يې اجازه ورکړه چې څنګه خوشحاله وي، هغسې ژوند وکړي.[۱۵]

د ملا ډومينک يو ليد کاترين ته ځواک وباښه، خو د هغه په نظم کې د داخلېدود هغې هيله د لاپا خوښه نه وه، چا چې خپله لور په «بګنو وګنوني» کې غسل ته بوتله، تر څو د هغې روغتیا ښه کړي. کاترين د پوستکي په سخت بخار، تبې او دردونو ناروغه شوه، کوم څه چې په اسانۍ سره د دې لامل وګرځېد چې مور يې ومني، تر څو هغه وکولای شي له «مينټيليټ» سره يو ځای شي، کوم چې د مذهبي عامو ښځو سيمه ييزه ټولنه وه.« مينټيليټ» کاترين ته وشودل چې څه ډول لوستل وکړي او هغه د خپلې کورنۍ په کور کې نږدې په بشپړ ډول چوپ او په يواځیوالي کې اوسېده.[۱۶]

له چا څخه له اجازې اخستلو پرته د لباس او خوراک د ورکړې د هغې د عادت له امله د هغې کورنۍ ته زیات زیان ورسېد، خو هغې هېڅکله د ځان لپاره څه ونه غوښتل. د هغوی په منځ کې په اوسېدلو سره، هغې کولای شول په زیاتې سختۍ سره هغوی رد کړای شي. هغې دسترخوان ته په اشارې سره چې په جنت کې د هغې د حقيقي کورنۍ سره ورته چمتو کړای شوی دی، د دوی خوراک يې نه غوښت.[۱۷]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/547/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  2. پیوستون : 11856059X  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/41882723
  4. Longo, F. Thomas (2006). "Cloistering Catherine: Religious Identity in Raymond of Capua's Legenda Maior of Catherine of Siena". Studies in Medieval and Renaissance History. 3: 25–69.
  5. Haegen, Anne Mueller von der; Strasser, Ruth F. (2013). "St. Catherine of Siena: Mystic, Politician, and Saint". Art & Architecture: Tuscany. Potsdam: H.F.Ullmann Publishing. p. 334. ISBN 978-3-8480-0321-1.
  6. کينډۍ:In lang Pope Pius XII, Pontifical Brief, 18 June 1939.
  7. کينډۍ:In lang Proclamation to Doctor of the Church, Homily, 4 October 1970.
  8. Proclamation of the Co-Patronesses of Europe, Apostolic Letter, 1 October 1999. Archived 20 November 2014 at the Wayback Machine.
  9. Liturgical Feast of St. Bridget, Homily, 13 November 1999.
  10. Edmund Garratt Gardner (1908). "St. Catherine of Siena". Catholic Encyclopedia. 3. New York: Robert Appleton Company. Archived from the original on 29 November 2009. نه اخيستل شوی 5 April 2021.
  11. Lives of Saints, John J. Crawley & Co., Inc.
  12. Skårderud 2008، م. 411.
  13. Raymond of Capua, Legenda Major I, iii.
  14. Foley O.F.M., Leonard. Saint of the Day, Lives, Lessons, and Feast, (revised by Pat McCloskey O.F.M.), Franciscan Media, ISBN 978-0-86716-887-7
  15. "CR Meyer Manpower Planner". manpower.webfittersstaging.com. Archived from the original on 13 January 2021. نه اخيستل شوی 1 December 2020.
  16. Catherine of Siena. Available Means. Ed. Joy Ritchie and Kate Ronald. Pittsburgh, Pa.: University of Pittsburgh Press, 2001. Print.
  17. Skårderud 2008، مم. 412–413.