د سوسیالیستي سوداګرۍ اقتصاد

د سوسیالیستي بازار اقتصاد یا سوسیالیستي سوداګرۍ اقتصاد ( SME ) د اقتصادي سیسټم او د اقتصادي پرمختګ بڼه ده چي د چین په ولسي جمهوریت کي کارول کیږي. یاد سیسټم د بازار اقتصاد دی چي پر عامه ملکیت او دولتي تصدیو برلاسئ لري. [۱] د سوسياليستي بازار اقتصادي اصطلاح په ١٩٩٢ کال کي د چين د کمونست ګوند د څوارلسم ملي کانګرس په ترڅ کي د جيانګ زيمن له خوا د چين د اقتصادي اصلاحاتو د موخي د بيانولو پر مهال وړاندي سوه. [۲]

په 1978 کي د چین د اقتصادي اصلاحاتو په پیل کي چي چین یې د نړیوال بازار په اقتصاد کي ګډونوال کړ، د سوسیالیستي بازار اقتصاد د سوسیالیزم د پراختیا "لومړنۍ مرحلې" استازیتوب په غاړه واخیست. [۳] ځینې مبصرین دا سیسټم د " دولتي پانګوالیزم " بڼه بولي، [۴] په داسي حال کي چي نور یې بیا د مارکسیزم د اصلي تکامل په توګه تشریح کوي، او د مارکسیزم – لینینیزم سره په ورته والي چي د شوروي اتحاد د " نوې اقتصادي پالیسۍ " سره سمون خوري، د نړیوال شوي پانګوالي سیسټم سره ګډ څېز ګڼل کیږي. [۵]

  1. . 1 April 2009. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  2. Vogel, Ezra (2011). Deng Xiaoping and the Transformation of China. Belknap Press. p. 682. ISBN 978-0-674-72586-7.
  3. . 25 June 2004. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. . 2012. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  5. . 2021-10-02. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)