د چین کمونیست ګوند

د چين کمونست ګوند (CCP)، په رسمي توګه: Communist Party of China (CPC)، د چين د ولسي جمهوريت (PRC) بنسټ ايښودونکی او يوازينی واکمن ګوند دی. دا ګوند د ماو زیډونګ تر مشرۍ لاندې د کومینتانګ په وړاندې د چین په کورنۍ جګړه کې بریالی شو او په ۱۹۴۹ کال کې ماو د چین د ولسي جمهوریت تاسیس اعلان کړ. له هغه وخت راهیسې، CCP د مشر په توګه د اتو نورو ګوندونو سره د متحده جبهې د ایتلاف په توګه په چین واکمن دی، او په د آزادۍ په ولسي پوځ (PLA) انحصاري کنټرول لري. د چين د کمونست ګوند هر ځایناستي مشر د ګوند په اساسي قانون کې خپل نظریات وړاندې کړې چې د ګوند ايډيالوژيک لیدلوری طرحه کوي او په ټولیزه توګه، د چینايي ځانګړتیاوو پر بنسټ سوسیالیزم بلل کېږي. تر ۲۰۲۲ کال پورې، CCP له ۹۶ میلیونو څخه زیات غړي لري، چې د عضویت پر بنسټ د هند د بهارتیا جنتا ګوند څخه وروسته په نړۍ کې دوهم لوی سیاسي ګوند ګڼل کېږي د چین خلک عموما CCP ته په ساده ډول "ګوند" وایي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

چن دوژو او لي داژاو د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د لرې ختيځ د بیرو او د نړیوال کمونست د لرې ختيځ د دارالانشاء په مرسته په ۱۹۲۱ کال کې د CCP بنسټ کېښود. د خپل تاریخ په لومړیو شپږو کلونو کې، CCP د لوی ملتپال غورځنګ د منظم کیڼ اړخ په توګه د کیوومینتنګ (KMT) سره په یوه لیکه کې ودرېد. خو کله چې د KMT ښی اړخ، چې د چیانګ کای شیک تر مشرۍ لاندې و، د CCP په وړاندې ودرېد او د ګوند لسګونه زره غړي یې قتل عام کړل، دواړه ګوندونه جلا شول او اوږده کورنۍ جګړه یې پیل کړه. راتلونکو لسو کلونو په چريکي جګړو کې، ماو زيدونګ د CCP تر ټولو اغېزمنه څېره شوه او د ځمکې د اصلاحاتو د سیاست پر بنسټ، ګوند د کليوالو بزګرانو تر منځ يو قوي بنسټ جوړ کړ. د چین-جاپان د دوهمې جګړې په اوږدو کې د CCP ملاتړ وده وکړه، او په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان له تسلیمېدو وروسته، CCP د KMT د حکومت په وړاندې په کمونیستي انقلاب کې بریالیتوب راڅرګند شو. تايوان ته د KMT له شاتګ وروسته، CCP د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين ولسي جمهوريت تاسیس کړ.

ماو زیډونګ په ۱۹۷۶ کال کې تر خپلې مړینې پورې د CCP ترټولو اغېزمن غړی پاتې شو، که څه هم نوموړی څو وار د خپلې روغتیا د خرابېدو له امله له ولسي مشرتابه څخه لاس واخیست. د ماو په مشرۍ، ګوند د ځمکې د اصلاحاتو پروګرام بشپړ کړ، د پنځه کلنو پلانونو لړۍ یې پیل کړه، او بالآخره له شوروي اتحاد څخه جلا شو. که څه هم ماو د کلتوري انقلاب په اوږدو کې هڅه وکړه چې ګوند له کپیتالیست او مخالفو عناصرو پاک کړي، د هغه له مړینې وروسته دا سیاستونه یوازې د څلورـډلې له لوري په مختصره توګه پر مخ یوړل شول چې ور پسې لږ سخت دریځه ډلې کنټرول ترلاسه کړي. د ۱۹۸۰ کلونو په اوږدوکې، دینګ ژیاوپینګ CCP د ماویست رښتین-دینۍ څخه واړو او د اقتصادي آزادۍ د سیاست په لور یې لارښوونه کړ. د دې اصلاحاتو رسمي وضاحت دا و چې چین لا هم د سوسیالیزم په لومړني پړاو کې دی، چې د کپیتالیست تولیدي تګلاري په څېر، د پرمختیا یو پړاو دی. د ختيځ بلاک له ړنګېدو او په ١٩٩١ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهيسې، CCP د پاتې سوسياليستي دولتونو له واکمنو ګوندونو سره په خپلو اړيکو ټينگار کړی او هر کال د کمونست او کارگر گوندونو په نړيواله غونډه کې گډون ته دوام ورکوي. CCP د افريقا، اسيا او لاتينې امريکا د ډېرو د پرمختګ په لور هېوادونو د برلاسو ملتپالو ګوندونو او د اروپا د سوسيال ډيموکراتيکو ګوندونو په ګډون له څو غير کمونستي ګوندونو سره هم اړيکې ټينګې کړې دي.

د چين کمونست ګوند د ديموکراتیک مرکزيت پالنې پر بنسټ تنظيم شوی دی. دا يو داسې اصل دی چې د هوکړه شوو پرېکړو په ساتلو کې، د ګوند د غړو ترمنځ د يووالي د شرايطو په اړه د سیاست په آزاد بحث ټینګار کوي. د CCP تر ټولو لوړ ارګان ملي کانګرس دی چې هر پنځه کاله را ټولېږي. کله چې ملي کانګرس غونډه نه کوي، مرکزي کمیټه تر ټولو لوړ ارګان دی، خو دا چې دا اداره معمولا په کال کې یوازې یو ځل غونډه کوي، زیاتره دندې او مسؤلیتونه سیاسي بیورو او د هغې دایمي کمیټې ته سپارل کېږي. د داریمي کمېټې غړو ته د ګوند او دولت د لوړ پوړو مشرانو په سترګه کتل کېږي. اوس مهال د ګوند مشر د عمومي منشي (چې د ګوند د ملکي دندو مسؤلیت لري)، د مرکزي نظامي کمیسیون (CMC) د ریاست (چې د نظامي چارو مسؤلیت لري)، او د دولت د مشرۍ (چې په لویه کچه رسمي موقف دی) دندې په غاړه لري. د دې دندو پر بنسټ، د ګوند مشر د هېواد د ستر مشر په توګه لیدل کېږي. اوسنی مشر شي جين پينګ دی چې د ۲۰۱۲ کال د نوامبر په ۱۵مه نېټه په ۱۸م ملي کانګرس کې وټاکل شو او د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په ۱۹م ملي کانګرس کې يې خپله چوکی وساتله.  [۶]

سرچينې سمول

  1. "Chinese Communist Party". Encyclopædia Britannica. 
  2. "Style Guide: PRC, China, CCP or Chinese?". Asia Media Centre – New Zealand. Asia New Zealand Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۲. Chinese Communist Party (CCP): May also refer to Communist Party of China (CPC) ... CPC is used officially in China and by China's media, whereas English-language media outside of Chinese conventionally use CCP. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Truex, Rory (2016). Making Autocracy Work (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. doi:10.1017/CBO9781316771785. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-17243-2. مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mattingly, Daniel C. (2019). The Art of Political Control in China (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. doi:10.1017/9781108662536. S2CID 213618572. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-99791-8. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 30 June 2021 باندې). 最新!中国共产党党员总数为9514.8万名. 央视新闻.
  6. McGregor, Richard (8 June 2010). The Party : the secret world of China's communist rulers. New York, NY. OCLC 630262666. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-170877-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)