دولتي کپیټالیزم یا دولتي سرمایه داري

دولتي کپیټالیزم یو اقتصادي سیسټم دی، چې په دې سیسټم کې دولت سوداګرۍ او سوداګریز اقتصادي (یعنې انتفاعي) فعالیتونه ترسره کوي او تولیدي توکي یا ابزار د دولتي تصدیو یا دولتي شرکتونو (لکه د سرمایې د راټولو بهیر، متمرکزه مدیریت او د اجورې یا د کار مزد په ګډون) په توګه ملي کېږي. همدارنګه په دې تعریف کې د دولتي شرکتونو پر څانګو د دولت تسلط (هغه سازمانونه چې د سوداګریز مدیریت د کړنلارو پر بنسټ تنظیم او جوړ شوي دي) یا یو شمېر عمومي شرکتونه لکه عمومي سهامي یا د ونډو شرکتونه چې په هغو کې دولت کنټرولي ونډې لري هم په کې شاملېدای شي.[۱]

مارکسیستي ادبیات دولتي کپیټالیزم یا سرمایه داري د داسې یو ټولنیز سیسټم په توګه تعریفوي، چې سرمایه داري د یو دولت له مالکیت یا کنټرول سره یوځای کوي. په دې تعریف سره یو دولتي کپیټالیزم هېواد، هغه هېواد دی، چې هغه کې اقتصاد د دولت له خوا کنټرولېږي او په اساسي توګه د یو لوی شرکت په څېر عمل کوي او له کاري ځواک نه اضافي ارزښتونه لیرې کوي ترڅو هغه د لا ډېر تولید په برخه کې پانګه اچونه وکړي. دا نوم ایښودنه د دولت سیاسي موخو ته له پاملرنې پرته عملي کېږي، ان تر دې که دولت په اسمي توګه سوسیالیستي دولت هم وي. یوشمېر څېړونکي داسې استدلال کوي، چې د شوروي اتحاد او دغه راز شرقي بلاک هېوادونو لکه د مائویستي چین اقتصاد، چې له شوروي اتحاد نه یې الګو یا نمونه اخیستې ده ټول یې د دولتي کپیټالیزم دولتونه دي او یو شمېر غربي مفسرین په دې باور دي، چې د چین او سنګاپور اوسني اقتصادونه هم د دولتي کپیټالیزم پر بنسټ رامنځته شوي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د بېلابېلو لیکوالانو له خوا د دولتي کاپیټالیزم یا سرمایه دارۍ اصطلاح د خصوصي سرمایه دارۍ د اقتصاد لپاره، چې د دولت له خوا کنټرولېږي، کارول کېږي، یعنی خصوصي اقتصاد د اقتصادي پلان جوړونې او دغه راز مداخله ګرایۍ تابع ده. همدارنګه دا اصطلاح د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د سترو ځواکونو تر کنټرول لاندې اقتصادونو د توصیف او بیان لپاره هم کارول شوې ده. له بل پلوه، ښایي دولتي کپیټالیزم داسې یو اقتصادي سیسټم ته اشاره وکړي، چې په هغه کې د تولید توکي په خصوصي مالکیت کې وي؛ خو دولت د پورونو د تخصیص په برخې باندې د پام وړ کنټرول لري. کپیټالیزم یا سرمایه داري د غربي اروپا په هېوادونو کې تر جګړې وروسته اجماع او دغه راز د فرانسې په هکله له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته دورو د پام وړ موضوع وه. د دې سیسټم نورې بېلګې د لي کوان یو په مشرۍ د سنګاپور او دغه راز ترکیې او د سړې جګړې نظامي ډیکټاتوریو او یو شمېر فاشیستي رژیمونو لکه نازي المان او فاشیست ایټالیا دي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

همدارنګه دولتي کپیټالیزم (کله وخت د انحصاري دولتي کپیټالیزم پرځای) د داسې یو سیسټم د تشریح او بیان لپاره کارول شوی، چې په هغه کې دولت په اقتصاد کې مداخله کوي، ترڅو د لویو او سترو کارونو له سود او ګټې نه ملاتړ وکړي. نوام چامسکي ازادۍ غوښتونکی سوسیالیست د «دولتي کپیټالیزم» اصطلاح د امریکې متحده ایالتونو د اقتصاد لپاره کاروله، هغه لوی شرکتونه چې «د ماتې لپاره ډېر لوی شرکتونه» بلل کېږي، دا شرکتونه مالي دولتي مرستې ترلاسه کوي، چې د شرکتونو له خطر پورې تړلې انګیرنې راکموي او د بازار قوانین کمزوري کوي، او همدا راز د خصوصي تولید برخې د دولت له خوا  د عمومي لګښتونو په وسیله تمویل کېږي؛ خو خصوصي مالکان ترې ګټه اخلي. دا ډول عمل د سوسیالیزم او دغه راز د ازاد اقتصادي کپیټالیزم له نظریاتو سره په ټکر یا تضاد کې دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د دولتي کپیټالیزم په هکله بېلابېلې نظریې او نیوکې شتون لري، چې څینو یې د اکتوبر له انقلاب نه مخکې هم شتون درلود. د هغو تر منځ ګډ موضوعات دا په ډاګه کوي، چې کارګران تولیدي توکي او وسایل په سمه او معنی داره توګه نه کنټرولوي او د سود لپاره د سرمایه دارۍ او تولید اړوند ټولنیزې اړیکې لا هم په دولتي کپیټالیزم کې واقع کېږي، چې په اساسي توګه د سرمایه دارۍ د تولید طریقه او بڼه ساتي. د سوسیالیزم په برخې کې: فردریش انګلس په خیالي او علمي یا اتوپیایي او علمي (۱۸۸۰ ز) کتاب کې داسې استدلال وکړ، چې دولتي مالکیت په خپلسرې توګه سرمایه داري یا کپیټالیزم له منځه نه وړي، بلکې د سرمایه دارۍ په وروستي پړاو کې د تولید مالکیت او مدیریت او دغه راز په لویه کچه د بورژوازي سرمایه دارۍ حالت په وسیله اړیکې شاملېږي. هغه داسې استدلال وکړ، چې د سرمایه دارۍ د ختمولو توکي او وسایل په دولتي کپیټالیزم یا سرمایه دارۍ کې موندل کېږي. لېنین (۱۹۱۶ ز) په امپریالیزم کې د سرمایه دارۍ یا کپیټالیزم د تر ټولو لوړې درجې ادعا وکړه، چې لومړۍ نړیوالې جګړې د ازاد اقتصاد کپیټالیزم یا سرمایه داري په انحصاري دولتي کپیټالیزم یا سرمایه دارۍ باندې بدله کړه.[۲۵][۲۶]

سرچینې او لومړنۍ کارونه

سمول

په سوسیالیزم کې: فردریش انګلس په خیالي او علمي یا ایتیوپیان او علمي (۱۸۸۰ ز) کتاب کې دولتي مالکیت یعنې دولتي کپیټالیزم یا سرمایه داري په لاندې توګه توضیح او بیان کړ:  

که چېرې ناورین د معاصرو تولیدي ځواکونو په کنټرول کې د بورژوازي یا شتمنې ډلې کمزروي څرګنده کړه، نو د تولید او اړیکو لپاره په سهامي شرکتونو او دولتي شتمنیو باندې د لویو سازمانونو بدلېدل به دا څرګندوي، چې د دې موخې لپاره له بورژوازي سیسټم نه صرف نظر کولای شو. اوسمهال د سرمایه دارانو ټول ټولنیز فعالیتونه د یو شمېر حق الزحمه اخیستونکو کاریګرانو په وسیله ترسره کېږي. سرمایه دار نور هیڅ ډول ټولنیز فعالیت نه لري، پرته له دې چې عواید جېب ته کړي، کوپونونه قطع کړي او په صرافیو کې قماروهنه وکړي، چېرته چې بېلابېل سرمایه داران خپله شتمني او سرمایه له یو بل نه جلا کوي. لکه څنګه چې په لومړیو کې به سرمایه دارانو د تولید برخې کې کاریګران ځای پر ځای کول، اوسمهال یې هم ځای پر ځای کوي او هغه بیا د اړتیا وړ نفوس ته تسلیموي، ان که په لومړیو کې د صنعتي زیرمو پوځ ته هم ونه رسېږي. [۲۷]

انګلس داسې استدلال وکړ، چې د سرمایه دارۍ د ختمولو اړوند توکي او وسایل په دولتي سرمایه دارۍ کې موندل کېږي، د دې ترڅنګ یې ولیکل چې:

خو په سهامي شرکتونو یا دولتي مالکیتونو باندې بدلېدل، تولیدي ځواکونه د هغوی له شخصیت نه د سرمایې په توګه نه محروموي. دا برخه د سهامي شرکتونو په هکله سمه او لازمي ده او دغه راز معاصره یا موډرن دولت هم هغه سازمان ده، چې بورژوازي ټولنه خپل ځان ورسره برابروي، ترڅو د منفرده سرمایه دارانو یا کاریګرانو د یرغلونو پر وړاندې د سرمایه دارۍ د تولید طریقې عمومي بهرني شرایط وساتي. موډرن یا عصري دولت په هر شکل او هره بڼه چې وي، بیا هم د سرمایه دارانو دولت او د ټولو سرمایه دارانو د موخې وړ ټولیزه ډله ده. څومره چې ډېر تولیدي ځواکونه د خپلې شتمنۍ په توګه په واک کې ولري، په همغې کچې د سرمایه دارانو په ریښتینې ډله ییزې ټولګې باندې بدلېږي او لا ډېرو وګړو نه ګټه پورته کوي، په دې توګه کاریګران بیا هم یوازې تنخوا یا مزد اخیستونکي پاتې کېږي، د سرمایه دارۍ اړیکې نه ختمېږي؛ بلکې د افراط تر حده پورې رسېږي؛ خو په دې افراطي حد کې په خپل مقابل لوري باندې بدلېږي. په تولیدي ځواکونو باندې دولتي مالکیت د شخړې حل لاره نه ده، بلکې په خپله دننه کې د حل لارې رسمي توکي یا ابزار له ځانه سره لري. [۲۸]

انګلس دولتي کپیټالیزم یا سرمایه داري د سرمایه دارۍ یوې نوې بڼې په توګه بیان کړه. په ۱۸۹۶ ز کال کې د ویلیام لیبکنشت په نامه الماني سوسیال دیموکرات د انګلس په پیروۍ سره داسې وویل چې: «له موږ الماني سوسیالیستانو نه زیات هیڅ چا هم له دولتي کپیټالیزم سره مبارزه نه ده کړې؛ هیڅ چا هم نه ده څرګنده کړې، چې دولتي سوسیالیزم رښتیا هم دولتي سرمایه داري یا کپیټالیزم دی».[۲۹][۳۰]

داسې وړاندیز شوی، چې د دولتي سرمایه دارۍ مفهوم له مارکسیزم نه د الهام اخیستونکي سوسیالیزم د نظریې په اډانه کې د دولتي استثمار د احتمال په هکله د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د میخائیل باکونین په نیوکهې یا هم د فکري کارګر (۱۹۰۵ ز) په نامه کتاب کې د یان واچاو ماچایسکي استدلال ته رسېدلی شي، چې هغه سوسیالیزم د یوې ډلې په توګه بیان کړ او ویې ویل چې د روښانفکرو د یوې ډلې غورځنګ دی چې د ټولنې د نوې بڼې د رامنځته کېدو لامل شو، چې هغه یې د دولتي کپیټالیزم یا سرمایه دارۍ په نامه یادوي. د انارشیستانو لپاره دولتي سوسیالیزم د دولتي پانګوالۍ یا سرمایه دارۍ په معنا ده، له همدې امله یې په ظالمانه توګه او یوازې له خصوصي سرمایه دارانو نه دولتي سرمایه دارانو ته بدلون ګڼي، چې یوازې سرمایه داران او کارګومارونکي پکې شامل دي. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

سمول
  1. Williams, Raymond (1985) [1976]. "Capitalism". Keywords: A Vocabulary of Society. Oxford paperbacks (revisd ed.). New York: Oxford University Press. p. 52. ISBN 9780195204698. بياځلي په 26 June 2020 – via Google Books. A new phrase, state-capitalism, has been widely used in mC20, with precedents from eC20, to describe forms of state ownership in which the original conditions of the definition – centralized ownership of the means of production, leading to a system of wage-labour – have not really changed.
  2. Dossani, Sameer (10 February 2009). "Chomsky: Understanding the Crisis — Markets, the State and Hypocrisy". Foreign Policy In Focus. Institute for Policy Studies. خوندي شوی له the original on 12 October 2009. بياځلي په 26 June 2020.
  3. Binns, Peter (March 1986). "State Capitalism". Education for Socialists (1). Socialist Party of Great Britain. بياځلي په 26 June 2020 – via Marxists Internet Archive.
  4. Howard, M. C.; King, J. E. (2001). "'State Capitalism' in the Soviet Union" Archived 2019-07-28 at the Wayback Machine.. History of Economics Review. 34 (1): 110–126. doi:10.1080/10370196.2001.11733360. Retrieved 26 June 2020 via – History of Economic Thought Society of Australia.
  5. Epstein, Gady (31 August 2010). "The Winners And Losers In Chinese Capitalism". Forbes. بياځلي په 26 June 2020.
  6. "The rise of state capitalism". The Economist. 21 January 2012. ISSN 0013-0613. بياځلي په 26 June 2020.
  7. Ferguson, Niall (9 February 2012). "We're All State Capitalists Now". Foreign Policy. بياځلي په 28 October 2015.
  8. Araújo, Heriberto; Cardenal, Juan Pablo (1 June 2013). "China's Economic Empire". The New York Times. ISSN 0362-4331. بياځلي په 26 June 2020.
  9. Wolff, Richard D. (27 June 2015). "Socialism Means Abolishing the Distinction Between Bosses and Employees". Truthout. بياځلي په 28 October 2015.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  10. Coleman, Janet; Conolly, Willam; Miller, David; Ryan, Alan, eds. (1991). The Blackwell Encyclopaedia of Political Thought (reprinted ed.). Wifey/Blackwell Publishing. ISBN 9780631179443
  11. Bakunin, Mikhail (1971) [1873]. Statism and Anarchy. "Critique of the Marxist Theory of the State". In Dolgoff, Sam, ed. Bakunin on Anarchy: Selected Works by the Activist-Founder of World Anarchism. London: George Allen and Unwin. ISBN 978-0394717838.
  12. Schmidt, Vivien A. (November 2004). "French capitalism transformed, yet still a third variety of capitalism". Economy and Society. 32 (4): 526–554. doi:10.1080/0308514032000141693. S2CID 145716949.
  13. Berger, Mark T. (August 1997). "Singapore's Authoritarian Capitalism: Asian Values, Free Market Illusions, and Political Dependency by Christopher Lingle". "Book Reviews". The Journal of Asian Studies. Cambridge University Press. 56 (3) 853–854. doi:10.1017/S0021911800035129. کينډۍ:Jstor.
  14. Lingle, Christopher; Owens, Amanda J.; Rowley, Charles K., eds. (Summer 1998). "Singapore and Authoritarian Capitalism". The Locke Luminary. I (1).
  15. Budhwar, Pawan S., ed. (2004). Managing Human Resources in Asia-Pacific. Psychology Press. p. 221. ISBN 9780415300063.
  16. Bhasin, Balbir B. (2007). "Fostering Entrepreneurship: Developing a Risktaking Culture in Singapore". New England Journal of Entrepreneurship. 10 (2): 39–50. کينډۍ:ISSN. Retrieved 23 April 2020.
  17. Bel, Germà (April 2006). "Against the mainstream: Nazi privatization in 1930s Germany" (PDF). Economic History Review. 63 (1). University of Barcelona: 34–55. doi:10.1111/j.1468-0289.2009.00473.x. hdl:2445/11716. S2CID 154486694. بياځلي په 8 July 2020.
  18. Gat, Azar (August 2007). "The Return of Authoritarian Great Powers". Foreign Affairs. 86 (4). Council on Foreign Relations: 59–69. JSTOR 20032415.
  19. Fuchs, Christian (29 June 2017). "The Relevance of Franz L. Neumann's Critical Theory in 2017: Anxiety and Politics in the New Age of Authoritarian Capitalism" (PDF). Media, Culture & Society. 40 (5): 779–791. doi:10.1177/0163443718772147. S2CID 149705789. بياځلي په 8 July 2020.
  20. Fuchs, Christian (27 April 2018). "Authoritarian Capitalism, Authoritarian Movements, Authoritarian Communication" (PDF). TripleC. 15 (2): 637–650. doi:10.1177/0163443718772147. S2CID 149705789. خوندي شوی له the original (PDF) on 13 October 2019. بياځلي په 8 July 2020.
  21. Chomsky, Noam (18 May 2005). "State and Corp. Noam Chomsky interviewed by uncredited interviewer". Znet Germany. بياځلي په 26 June 2020 – via Chomsky.info.
  22. کينډۍ:Cite speech
  23. Chomsky, Noam; Segantini, Tommaso (22 September 2015). "History Doesn't Go In a Straight Line". Jacobin. بياځلي په 26 June 2020.
  24. Johnson, Allan G. (2000). The Blackwell Dictionary of Sociology. Blackwell Publishing. p. 306. ISBN 0-631-21681-2. In 2008, the U.S. National Intelligence Council used the term in Global Trends 2025: A World Transformed to describe the development of China, India and Russia.
  25. Engels, Friedrich (1970) [1880]. Socialism: Utopian and Scientific. "Historical Materialism". Marx/Engels Selected Works. 3. Moscow: Progress Publishers. pp. 95–151 – via Marxists Internet Archive.
  26. Lenin, Vladimir (1963) [1916]. Imperialism, the Highest Stage of Capitalism. "Concentration of Production and Monopolies". Lenin Selected Works. 1. Moscow: Progress Publishers. pp. 667–776. ISBN 9780141192567 – via Marxists Internet Archive.
  27. Engels, Friedrich (1970) [1880]. Socialism: Utopian and Scientific. "Historical Materialism". Marx/Engels Selected Works. 3. Moscow: Progress Publishers. pp. 95–151 – via Marxists Internet Archive.
  28. Engels, Friedrich (1970) [1880]. Socialism: Utopian and Scientific. "Historical Materialism". Marx/Engels Selected Works. 3. Moscow: Progress Publishers. pp. 95–151 – via Marxists Internet Archive.
  29. Liebknecht, Wilhelm (August 1986). "Our Recent Congress". Justice: 4. بياځلي په 26 June 2020 – via Marxists Internet Archive.
  30. Engels (1976). Herr Eugen Dührings omvälvning av vetenskapen (Anti-Dühring) (2nd ed.). Lund: Arbetarkultur. pp. 382–385. ISBN 91-7014-078-2.
  31. McKay, Iain, ed. (2012). "Why is state socialism just state capitalism?". An Anarchist FAQ. Vol. II. Stirling: AK Press. ISBN 9781849351225. خوندي شوی له the original on 19 December 2009. بياځلي په 26 June 2020 – via Infoshop.
  32. Bottomore, T. B. (1961). Elites and Society. London: Watts. p. 54.
  33. Fox, Michael S. (Spring 1991). "Ante Ciliga, Trotskii, and State Capitalism: Theory, Tactics, and Reevaluation during the Purge Era, 1935–1939" (PDF). Slavic Review. 50 (1). Cambridge University Press: 127–143. doi:10.2307/2500604. JSTOR 2500604. S2CID 155654843. له اصلي څخه خوندي شوی په 27 October 2009. بياځلي په 26 June 2020 – via GeoCities.{{cite journal}}: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link)
  34. Gouldner, A. W. (November 1982). "Marx's Last Battle: Bakunin and the First International". Theory and Society. Springer. 11 (6): pp. 853–884. کينډۍ:Jstor Gouldner argues that Bakunin formulated an original critique of Marxism as "the ideology, not of the working class, but of a new class of scientific intelligentsia—who would corrupt socialism, make themselves a new elite, and impose their rule on the majority" (pp. 860–861).
  35. Shatz, Marshall S. (1989). Jan Waclaw Machajski: A Radical Critic of the Russian Intelligentsia and Socialism. Russian and East European Studies. Pittsburgh: University of Pittsburgh Press. ISBN 978-0822985143. له اصلي څخه خوندي شوی په 26 October 2009. بياځلي په 26 October 2009 – via GeoCities.{{cite book}}: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link)
  36. Slavic Review (Spring 1991). Cambridge University Press. 50 (1): 127–143. کينډۍ:Jstor Published in Croatian translation in Časopis za suvremenu povijest [Journal of Contemporary History] (1994). Zagreb. (3): 427–450.