د ستالینګراد جګړه

د دوهمې نړۍ والې جګړې پرېکنده جګړه ۱۹۴۲ زېږديز

د ستالینګراد جګړه د دویمې نړیوالې جګړې یو له مهمو او پرېکنده جګړو څخه ګڼل کیږي. دا جګړه د شوروي اتحاد په وړاندي د آلمان د پوځي یرغل په ترڅ کي د سټالینګراد (اوسني وولګوګراد ) په ښار کي ترسره سوه، او د 1942 کال د اګسټ له 21 نیولې بیا د 1943 کال د فبروري تر 2 نېټې پوري روانه وه. [۱] [۲] [۳] [۴]

ستالينګراد جګړه
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
موخه
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۲۳ اگسټ ۱۹۴۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲ فبروري ۱۹۴۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۴۸°۴۲′۰۰″شمال ۴۴°۳۱′۰۰″ختیځ / 48.7°شمال 44.516666666667°ختيځ / 48.7; 44.516666666667 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پر سټالینګراد برید د ۱۹۴۲ کال په دوبي کې پیل سو، او د آلمان هوايي ځواک د ځمکنیو سرتیرو له رسیدو مخکي د پرله پسې هوايي بمباریو بریدونو په ترسره کولو سره ښار ټول په کنډوالو بدل کړ.

د سټالینګراد د جګړې په جریان کي که څه هم جرمني ځواکونه وتوانېدل ترڅو د شورويانو د سخت مقاومت سره سره ټول ښار لاندي کړي، خو د سره پوځ د وروستۍ دفاعي کرښي په ماتولو کي دوی پاته راغلل، او یاده کرښه د ولګا سیند لویدیځي غاړي ته پرته وه.

د ۱۹۴۲ کال د نوامبر په ۱۹ نېټه شورويانو یو پوځي یرغل چي نوم یې " د یورانیس عملیات " وو، پیل کړ او په ښار کي یې د جرمني د شپږم پوځ [۵] د ښې او چپ اړخونو له ملاتړه برخمن رومانیايي فوځ تر اور لاندي ونیوی. د رومانیا یاد ځواکونه د دوی د جرمني سیالانو په پرتله ناتوانه وه، او له شورويانو سره تر سختي جګړې وروسته یې نه یوازي ماته وخوړه، بلکي په ښار کي دننه یې د جرمني ځواکونو د شپږم فوځ اړوند د څلورمي قول اردو شاوخوا 250,000 ځواکونه هم د شورویانو محاصرې ته پرېښودل. د رومانیايي ځواکونو داسي یو دم پرځېدل او په ژمي کي د محاصرې پرله پسې دوام د جرمنيانو مقاومت کمزوری کړ، او د یخنۍ او لوږې له امله د عسکرو په منځ کي ستړیا هم رامنځ ته سوه. ددې ترڅنګ د وسلو او مهماتو کمښت او د شورویانو خونړي بریدونو د ټول فوځ حالت خراب کړ. خبره هغه وخت ډېره خرابه سوه کله چي هټلر له جرمني څخه د شپږم فوځ سرتیرو ته امر وکړ چي سیمه پرېنږدي، بلکي د نورو جرمني سرتیرو تر راتګه پوري جګړې ته همداسي دوام ورکړي. د هټلر دې پریکړي د جرمني شپږم پوځ د بریالیتوب پرځای بشپړ وپرځاوه، او قومندان فریدریش پاولوس د فبروري په 2، 1943 کي د ټولو هغه ځواکونو سره چي ژوندي پاته وه تسلیم سو. [۶] :p.932

د تاریخونو پر بنسټ د ستالینګراد په جګړه کي د انسانانو تلفات شاوخوا دوه ملیونه قربانیان وه، چۍ دا د جګړې په تاریخ کي ترټولو خونړي او ناولې نښته وګڼل سوه.

  1. McDougal Littell, (2006)
  2. Roberts (2006: 143)
  3. Biesinger (2006: 699): "في 23 أغسطس, 1942, بدأ الألمان هجومهم"
  4. "Battle of Stalingrad". Encyclopædia Britannica. في نهاية شهر أغسطس, … الجنرال فريدريك باولوس, مع 330,000 من خيرة قوات الجيش الألماني… اقتربوا من ستالينغراد. في 23 أغسطس مقدمة الألمان اقتحمت ضواحي المدينة الشمالية, وأمطرتها لوفتفافه بالقنابل الحارقة التي دمرت أغلب بيوت المدينة الخشبية.
  5. Beevor (1998: 239)
  6. Shirer (1990)