د تاجيکستان ولايتونه

تاجیکستان

تاجيکستان د هېوادني وېش د قانون له مخې تاجکستان په لاندې واحدونو وېشل شوی دی:

  • د بدخشان خپلواک غرنی ولايت چې مرکز يې خاروغ دی.
  • د سغد ولایت چې مرکز يې خجند دی.
  • د ختلان ولایت مرکز په قرغانتپه ده.

د جمهوریت واک لاندې ولسوالۍ چې یو اداري واحد تشکیلوي او هیڅ ولایت پورې تړلې نه وي او په مستقیم ډول د هېواد له پلازمېنې څخه اداره کیږي.

په تاجيکستان کې، هر ولایت (لکه د افغانستان د یوه ولایت سره مساوي) په څو ولسوالیو وېشل شوی او هره ولسوالۍ په څو کلیو وېشل شوې ده.

د 2008 کال په پسرلي کې د وروستیو ملي وېشونو له مخې، د تاجيکستان هېواد یو خپلواکه ولایت، دوه ولایتونه، 17 ښارونه، 58 ولسوالۍ (د پلازمینې لاندې د 13 ولسواليو په ګډون) او 54 ښارګي لري:

شمېر پښتو نوم تاجيکي آيسو پلازمېنه مساحت (کیلومتر مربع) نفوس (2000) سرشمېرنه (۲۰۱۰)
1 سغد ولایت Script error: The function "Lang" does not exist. TJ-SU خوجند 25,400 1,872,000 2,233,500
2 جمهوریت واک لاندې ولسوالۍ Script error: The function "Lang" does not exist. TJ-RR دوشنبه ۲۸۶۰۰ 1,337,500 1,722,900
3 ختلان ولايت Script error: The function "Lang" does not exist. TJ-KT قرغانتپه 24,800 2,150,100 2,677,300
4 بدخشان ګورنو خپلواک ولایت Script error: The function "Lang" does not exist. * TJ-GB خاروغ 64,200 206,000 206,000
دوشنبه Script error: The function "Lang" does not exist. دوشنبه 100 561,900 724,800

حوالې

سمول