د انګلستان دریم هنري

د انګلستان دریم هنري
(انګلیسي: Henry III د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دریم هنري
د انګلستان دریم هنري

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ اکتوبر ۱۲۰۷
مړینه 16 نومبر 1272 (65 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د انګلستان پاچا، جان[۱]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دریم هنري (زوکړه: د ۱۲۰۷ زکال د اکتوبر لومړۍ – مړینه: د ۱۲۷۲ زکال د نومبر ۱۶ مه) چې د وینچسټر د هنري په توګه هم پېژندل کېږي له ۱۲۱۶ زکال څخه په ۱۲۷۲ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا، د ایرلنډ لارډ/ارباب او د آکیتن دوک و. د پاچا جان او د انګولم د ایزابلا د زوی په توګه هنري هغه مهال چې یوازې ۹ کاله عمر یې درلود د بارونانو د لومړۍ جګړې په نیمايي کې واک ته ورسېد. کارډینال ګوآلا بیچیري (Guala Bicchieri) د یاغي بارونانو پر وړاندې جګړه مذهبي صلیبي جګړه اعلان کړه او د هنري ځواکونو د ویلیام مارشال تر قوماندې لاندې د ۱۲۱۷ زکال پر مهال په لیکولن او ساندوېچ جګړو کې هغوی ته ماته ورکړه. هنري ژمنه وکړه چې د ۱۲۲۵ زکال له ستر منشور څخه پیروي کوي؛ دغه منشور د ۱۲۱۵ زکال د ستر منشور وروستۍ نسخه وه چې سلطنتي واک یې محدود کاوه او د اصلي بارونانو حقونه یې خوندي کول. د نوموړي د حکومت لومړني کلونه په پیل کې د هوبرت دوبورګ او وروسته د پیټر دز روچس په واکمنۍ سره ځانګړي کېږي چې له جګړې وروسته یې سلطنتي اقدار بیاځلي رامنځته کړ. په ۱۲۳۰ زکال کې پاچا هڅه وکړه څو هغه فرانسوي قلمرونه چې یو مهال یې پلار ته اړوند و بېرته ونیسي، خو په دې موخه برید د هغه ماته وه. په ۱۲۳۲ زکال کې د ویلیام مارشال د زوی ریچارډ په رهبرۍ پاڅون وشو، خو د کلیسا په منځګړیتوب د سولې په هوکړې پای ته ورسېد. [۴]

له دغه پاڅون وروسته هنري د لومړیو وزیرانو له خوا د حکومت کولو پر ځای شخصا په انګلستان حکومت وکړ. هغه د نورو پاچاهانو په پرتله ډېر لږ سفر کاوه او د ګوتو په شمېر خپلې خوښې وړ ماڼیو او قلا ګانو باندې یې په پریمانه کچه پانګونه وکړه. نوموړي د پروونس له ایلیانور سره واده وکړ او له هغې د پنځو ماشومانو څښتن شو. هنري په پرهېزګارۍ، د مجللو مذهبي مراسمو په جوړولو او له مرستندویه بنسټونو سره په سخاوتمندانه مرستو مشهور و؛ پاچا ځان معترف اډوارډ ته ژمن باله، هغه چې ده خپل ملاتړی قدیس/لارښود باله. نوموړي په انګلستان کې له مېشتو یهودیانو څخه په پام وړ کچه شتمني راغونډه کړه او بالاخره یې د سوداګرۍ کولو په برخه کې د هغوی وړتیاوې فلج کړې؛ له دې سربېره یې د یهودیانو پر ضد د سخت دریځ لرلو له مخې یې د یهودیت قانون معرفي کړ او هڅه یې وکړه څو هغوی له ټولنې لرې کړي. په فرانسه کې یې د خپلې کورنۍ د ځمکو د بیرته خپلولو په تازه هڅه کې د ۱۲۴۲ زکال پر مهال په پوآتو برید وکړ چې د ټایلبورګ فاجعه جوړونکې جګړې لامل وګرځېد. له دې وروسته هنري دیپلماسۍ ته مخه کړه او د روم له سترواک دویم فریدریک سره یې اتحاد جوړ کړ. هنري په ۱۲۵۶ زکال کې د رومیانو د پاچاهۍ ترلاسه کولو په موخه له خپل ورور، د کورنوال له ریچارډ څخه ملاتړ وکړ. خو وه یې نشو کړای څو خپل زوی اډمونډ کورچبک د سیسیل واکمن کړي؛ په داسې حال کې چې په پریمانه کچه پیسې یې هم ولګولې. هغه هوډ وکړ د صلیبي جګړې په موخه شام ته لاړ شي، خو په ګاسکوني کې پاڅون د دغې چارې مخه ونیوله. 

تر ۱۲۵۸ زکال پورې د هنري حکومت په مخ پر زیاتېدوني ډول د لګښتمن بهرني سیاست په برخه کې د ناکامۍ، د هغه د پواتیايي اوښیانو یا لوزینیانو د بدنامۍ او همدارنګه د مالیاتو او پورونو په راغونډولو کې د هغه د محلي چارواکو د واک لرلو له امله منفور و. د بارونانو یو ائتلاف چې په پیل کې په ډېر احتمال سره د ایلیانور له خوا یې ملاتړ کېده د یوې کودتا په ترڅ کې یې واک ونیو چې پواتیایان یې له انګلستان څخه وشړل او د اکسفورډ د مقرراتو ترنامه لاندې بهیر په ترڅ کې یې سلطنتي دولت اصلاح کړ. هنري او باروني دولت په ۱۲۵۹ زکال کې له فرانسې سره سوله وکړه چې له مخې یې هنري هوکړه وکړه د ګاسکوني د برحقه حاکم په توګه د پاچا نهم لویي له خوا د رسمیت پېژندلو په بدل کې به په فرانسه کې د خپلو نورو ملکیتونو څخه تېرېږي. باروني رژیم ونړېد خو هنري وه نشو کولای یو باثباته دولت رامنځته کړي او په دې سره په ټول انګلستان کې بې ثباتۍ دوام وموند.

په ۱۲۶۳ زکال کې تر ټولو راډیکال بارون، سیمون دو مونتفورت واک ته ورسېد چې له امله یې د بارونانو دویمه جګړه رامنځته شوه. هنري لویي متقاعد کړ چې له هغه ملاتړ وکړي او پوځ یې چمتو کړ. په ۱۲۶۴ زکال کې د لوس جګړه رامنځته شوه؛ هنري ماته وخوړه او ونیول شو. د هنري مشر زوی اډوارډ راتلونکی کال له بند څخه وتښتېد؛ مونتفورت ته یې په اوشام جګړه کې ماته ورکړه او خپل پلار یې را خلاص کړ. هنري په پیل کې له پاتې یاغیانو څخه کلک غچ واخیست، خو کلیسا اړ کړ څو خپل سیاستونه د کنیل وورث حکم له مخې برابر کړي. د بیارغونې بهیر چټک مخکې نه تله او هنري اړ و څو د بارونانو او وګړیز ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه په بېلابېلو اقداماتو له دې جملې د یهودیانو په لا ځپلو لاس پورې کړي. هنري په ۱۲۷۲ زکال ومړ او اډوارډ د هغه ځای ناستی شو. نوموړی په ویسټ منېسټر کلیسا کې چې د خپل سلطنت په دویمه نیمايي کې یې رغولې وه خښ کړای شو او په ۱۲۹۰ زکال کې یې مړی خپلې اوسنۍ مقبرې ته راولېږدول شو. د هغه له مړینې وروسته د نوموړي د یو شمېر خارق العاده چارو وویل شول، خو له دې سره بیا هم له پاکانو وه نه ګڼل شو. د هنري ۵۶ کلنه دوره د انګلستان د منځنیو پېړیو په تاریخ کې د واکمنۍ تر ټولو اوږده دوره وه چې په ۱۹ مه پېړۍ کې د دریم جورج تر مهاله هېڅ انګلیسي او یا هم وروسته بریتانوي پاچا له هغه څخه زیات د واک پر ګدۍ نه دی پاتې شوې.

واده سمول

هنري په خپله ځوانۍ کې د خپل ژوندانه د شریک موندلو په موخه په پراخه کچه لټون وکړ، خو ټولې هغه د داخلي او اروپايي سیاستونو له مخې ده ته مناسبې نه وې. بالاخره نوموړي په ۱۲۳۶ زکال کې د د پروونس د کنټ څلورم رامون بېرېنګر او د ساوي د بتریس له لور ایلیانور پروونس سره واده وکړ. ایلیانور د ښو اخلاقو څښتنه، با فرهنګه او ښه بیان لرونکې وه، خو د دوی د واده اصلي لامل سیاسي و ځکه چې هنري غوښتل د فرانسې د سویل او سویل ختیځ له حاکمانو سره ارزښتمن اتحادونه رامنځته کړي. په راتلونکو کلونو کې ایلیانور د یوې پیاوړې سیاستوالې په توګه راڅرګنده شوه. تاریخ پوهان مارګاریت هووېل او ډېوېډ کارپینټر نوموړې له خپل مېړه څخه «ډېره مبارزه» او «په پریمانه کچه کلکه او هوډمنه» بللې ده. [۵][۶][۷][۸]

د دوی د واده هوکړه په ۱۲۳۵ زکال کې تائید شوه او ایلیانور د لومړي ځل لپاره انګلستان ته سفر وکړ څو له هنري سره وویني. دغې جوړې د ۱۲۳۶ زکال په جولای میاشت کې د کانټربري په لویه کلیسا کې واده وکړ چې بیا له لږ مودې وروسته په ویسټ منېسټر کلیسا کې د هنري له خوا په مجللو پلان شوو مراسمو کې د ملکې په توګه تاج ور په سر کړای شو. د دغې جوړې ترمنځ د عمر له پلوه پام وړ توپیر شتون درلود - هنري ۲۸ کلن و او ایلیانور یوازې ۱۲ کاله عمر درلود – خو تاریخ پوهې مارګاریت هووېل څرګنده کړې چې پاچا «سخاوتمند او خون ګرمه و چې د خپلې مېرمنې څخه یې زیاته پالنه کوله او له هغې سره یې زیاته مینه لرله». هنري، ایلیانور ته په پریمانه کچه ډالۍ ورکولې او د هغې د کورنۍ په جوړښت او تجهیز باندې یې شخصي پام درلود. نوموړي همدارنګه خپله مېرمن په بشپړه توګه په خپل مذهبي ژوند، له دې ډلې معترف آډوارډ ته په ارادت لرلو کې شریکه کړه. یوه ثبت شوې پېښه څرګندوي چې په ۱۲۳۸ زکال کې هغه مهال چې هنري او مېرمن یې په ووډسټاک ماڼۍ کې استوګن و دریم هنري د ترور له یوې هڅې ژوندی پاتې شو، ځکه هغه له ایلیانور سره په جنسي اړیکه بوخت و او هغه مهال چې بریدګر د هغه خونې ته ننوتی و په خپله خونه کې نه و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. سرليک: Kindred Britain
  2. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20201076772 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. Carpenter 1990, p. 262
  5. Weiler 1999, p. 173
  6. Howell 2001, pp. 1–2
  7. Howell 2001, pp. 4–7, 11–12
  8. Carpenter 2004, p. 341; Howell 2001, p. 168
  9. Howell 2001, p. 14
  10. Howell 2001, pp. 15–17
  11. Howell 2001, p. 15
  12. Howell 2001, pp. 23–24
  13. Howell 2001, p. 24
  14. "Lucy Worsley's Tales From The Royal Bedchamber". YouTube. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)