د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه

آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن

د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه
د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه
د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه

ليکوال بېلابېل
ژبه پښتو
هېواد پاکستان، پېښور
د خپريدو نيټه په پښتو ۱۳۸۹ لمريز/۲۰۱۰ زېږدي کال
د کتاب موضوع
تاريخي اثر
 

د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه يو تاریخي اثر دی چې د ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي له خوا له روسي نه پښتو ژبې ته راژباړل شوی دی .

د کتاب د منځپانگې په اړه

په دې کتاب کې له بېلا بېلو سرچينو نه د نولسمې پېړۍ مستند لاسوندونه راټول شوي دی . دغه لاسوندونه د نولسمې پېړۍ په سر کې د فرانسې د واکمن ناپليون بوناپارت او د روسيې د ټولواکمن لومړي پاول تر منځ د افغانستان له لارې هند ته د گډې لښکرکشۍ پټ پلان بيانوي . وروسته پکې بيا د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د روسي جگپوړيو جنرالانو له خوا هند ته د لښکرکشۍ په اړه جوړ شوي پلانونه بيان شوي دي . دغو حنرالانو پخپلو پلانونو کې کلکه گروهه ښودلې چې هند ته د روسي پوځونو لښکرکشي له هيڅ ډول ستونزو سره نه شي مخامخېدای . روسانو د خپلې لښکرکشۍ په ترسره کولو کې د افغانانو مرسته هم په پام کې نيولې وه ، يانې دوی پتېيلې وه چې افغانان هم بايد له دوی سره هند ته په لښکرکشۍ کې برخه واخلی او په دې صورت کې به یې د هند له نيمې وچې نه د انگرېزانو د شړلو په جگړه کې بری هرو مرو په برخه شي . ددې په څنگ کې يې دا ځېلونه هم څېړلي چې که چيرې افغانان د خپلې خاورې له لارې دوی ته د لښکرکشۍ اجازه ور نه کړي نو بيا به روسان افغانانو ته کورنۍ ستونزې راپيدا کړي او ایران به هم دې ته راولمسوي چې پر هرات باندې يرغل وکړي او افغانستان ورسره په جگړه کې ښکېل کړي او دوی به بيا له دغه جگړه ييز حالت نه په کار اخیستلو سره خپلو موخو ته د ځان رسولو هڅې وکړي .

د کتاب د چاپ چارې

دغه اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی . د کتاب د چاپ چارې پر ۱۳۸۹ لمريز (۲۰۱۰) ز کال د اسد دانش چاپخونې له خوا ترسره شوې دي . کتاب په ښه سپين کاغذ کې چاپ شوی چې ۱۶۱ مخه لري او په پای کې ۹ انځورونه هم ورسره مله دي . د کتاب کمپوز پخپله ژباړن کړی دی .

اخځونه

  1. د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسیې د لښکرکشيو پلانونه ، ژباړن محمد طاهر کاڼی ، د ۱۳۸۹ لمريز کال چاپ .