د اطریش لومړی چارلز

لومړی چارلز یا لومړی کارل (بشپړ نوم: کارل فرانتس یوزف لودویګ هوبرت ګئورګ اتو ماری؛ زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د اګست ۱۷ مه – مړینه: د ۱۹۲۲ زکال د اپرېل لومړی نېټه) د اطریش سترواک، د هنګري پاچا (د څلورم چارلز په توګه، په هنګري ژبه: IV. Károly)، د کرواسیا پاچا، د بوهمیا پاچا (د دریم چارلز په توګه) او همدارنګه د هابسبورګ – لورن کورنۍ وروستۍ پاچا و چې په ټول اطریش- هنګري یې واکمني وکړه. د اطریش د ارشیدوک اوتو او د ساکسوني د ملکې ماریا یوزفا د زوی په توګه چارلز هغه مهال د سترواک فرانتس یوزف احتمالي وارث شو کله چې د نوموړي تره آرشیدونک فرانز فردیناند په ۱۹۱۴ زکال کې ترور کړای شو. نوموړي په ۱۹۱۱ زکال کې د بوربون – پارما له شاهزادګۍ زیتا سره واده وکړ. هغه په کاتولیک کلیسا کې د درناوي وړ کس ځایګی درلود او د ۲۰۰۴ زکال د اکتوبر په دریمه د دویم پاپ ژان پل له خوا د سعادتمند کس په توګه وبلل شو او اوس په کاتولیک کلیسا کې د اطریش د متبرک کارل په توګه پېژندل کېږي. [۱۷][۱۸]

د اطریش لومړی چارلز
(الماني: Karl I. د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اطریش لومړی چارلز
د اطریش لومړی چارلز

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Karl Franz Josef Ludwig Hubert Georg Maria von Österreich د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ اگسټ ۱۸۸۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 1 اپرېل 1922 (35 کاله)[۱][۹][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فونشال [۱۰][۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اتريش [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کارل پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک پوځي افسر [۱۳]
سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۴][۱۵]
چيکی ژبه [۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
د اطریش لومړی چارلز
د اطریش لومړی چارلز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چارلز د ۱۹۱۶ زکال په نومبر میاشت کې د خپل مشر تره فرانتس یوزف له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه له متفقینو سره پټ مذاکرات پیل کړل او تمه یې لرله چې لومړۍ نړیوالې جګړې ته په سوله ئیزه توګه پای ټکی کېږدي، خو بریالی نه شو. فدرالېزم ته په مخ اړولو او له اطریشي سلاوېزم څخه په ملاتړ کولو سره نوموړي د خپلې سترواکۍ د ساتلو هڅه وکړه خو بیا هم دغه سترواکي وپاشل شوه؛ د چکسلواکیا، سلوانیا، کرواسیا او سربیا دولتونو د خپل موجودیت اعلان وکړ او هنګري هم له اطریش سره خپلې سلطنتي اړیکې د ۱۹۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې پای ته ورسولې. د ۱۹۱۸ زکال د نومبر د ۱۱ مې نېټې له اوربند وروسته چارلز په ایالتي چارو کې له خپلې مداخلې لاس پر سر شو خو سلطنت یې پرېنښود. راتلونکې ورځ د جرمني- اطریش جمهوریت اعلان شو او د ۱۹۱۹ زکال په اپرېل میاشت کې د اطریش پارلمان په رسمي توګه د هابسبورګ کورنۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود او چارلز یې د ټول عمر لپاره د جرمني- اطریش له جمهوریت څخه تبعید کړ.

چارلز د خپل تبعید لومړي کلونه په سویس کې تېر کړل. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د سلطنت د بېرته را ژوندي کولو په هڅو تېر کړل. نوموړي په ۱۹۲۱زکال کې دوه ځله د هنګري د تاج او تخت د بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو د هنګري د کالوینست واکمن ادمیرال میکلوش هورثي له خوا یې ماته وخوړه. چارلز د دویم ځل لپاره د پرتګال مادیرا ټاپو ته تبعید شو، چېرې چې له تبعید ډېر ژر وروسته ناروغ او په ۱۹۲۲ زکال کې د تنفسي ستونزو له امله ومړ.

واکمني سمول

چارلز د ۱۹۱۶ زکال د نومبر په ۲۱ مه د خپل مشر تره، سترواک فرانتس یوزف له مړینې وروسته واک ته ورسېد. نوموړي د ۱۹۱۶ زکال د ډسمبر په ۲ مه نېټه د ارشیدوک فریدریش پر ځای د اتریش – هنګري د پوځ د اعلی سرقوماندانۍ مسئولیت پر غاړه واخیست. د هنګري د پاچا په توګه د هغه د تاج اېښودو مراسم د ډسمبر په ۳۰ مه ترسره شول. په ۱۹۱۷ زکال کې چارلز په پټه توګه د فرانسې له دریم جمهوریت سره د سولې مذاکرات پیل کړل. هغه خپل اوښی چې د بلجیم د پوځ افسر او د بوربون – پارما شهزاده سیکستوس و د منځګړي په توګه استخدام کړ. له دې سره متفقینو د اطریش له خوا د ایټالیا د ځمکنیو ادعاو د منلو ټینګار کاوه، خو چارلز دغه ادعاوې نه منلې همدا و چې هېڅ پرمختګ ترلاسه نه شو. د بهرنیو چارو وزیر ګراف چرنین بیا یوازې له عمومي سولې سره لیوالتیا لرله چې جرمني هم په کې شاملېده. خپله چارلز بیا د جلا سولې له رامنځته کېدو سره ډېره لېوالتیا څرګندوله. هغه مهال چې د ۱۹۱۸ زکال په اپریل میاشت کې د هغه پټې خبرې افشا شوې، چارلز په کې خپل دخالت رد کړ، خو د فرانسې لومړي وزیر ژرژ کلمانسو د هغه په لاسلیک لیکونه خپاره کړل. دغه چاره لامل وګرځېده چرنین استعفا ورکړي او اطریش – هنګري یې اړ کړ څو برلین ته د وسله وال پوځ، کارخونو او اوسپنې پټلۍ جوړولو بشپړ کنټرول ورکړي.[۱۹][۲۰][۲۱]

د اطریش – هنګري سترواکي د جګړې په وروستیو کلونو کې د قومي ډلو ترمنځ د ستونزو له امله په کورني کړکېچ کې ښکېل شوه. د متحده ایالاتو ولسمشر ووډرو ویلسون د خپلو څوارلس ماده یي اصولو په لړ کې د دې غوښتنه لرله څو دغه سترواکي اجازه ورکړي وګړي خپلواک وي او خپل برخلیک خپله وټاکي. د دغې غوښتنې په غبرګون کې چارلز هوکړه وکړه چې د سترواکۍ پارلمان بیا ځلي جوړ کړي او همدارنګه یې د خپلواکو ملي ډلو د یو کنفدراسیون د جوړولو اجازه هم ورکړه. له دې سره قومي ډلو د جلا ملتونو په توګه د خپلې بشپړې خپلواکۍ په موخه مبارزه وکړه، ځکه هوډ یې کړی و چې په ممکن لومړي حالت کې له وین څخه خپلواکي ترلاسه کړي.

د بهرنیو چارو نوي وزیر بارون ایسټوان بوریان د اکتوبر په ۱۴ مه د ۱۴ ګونو اصولو له مخې د اوربند غوښتنه وکړه او دوه ورځې وروسته چارلز داسې اعلامیه صادره کړه چې د اطریش د دولت ماهیت یې تر ډېره بریده بدل کړ. پولنډیانو ته اجازه ورکړل شوه څو په روسیه او جرمني کې له خپلو قومي وروڼو سره د یو ځای کېدو په موخه د پولنډ دویم خپلواک جمهوریت رامنځته کړي. د اطریش پاتې نورې برخې په یوه فدرال اتحادیه بدلې شوې چې له جرمني، چکي، سویلي سلاوي او اوکرایني څلورو برخه څخه جوړه وه. د دغو څلورو برخو هره یوه د یوې فدرال شورا له خوا اداره کېدله او تریستي هم ځانته ځانګړی ځایګی درلود. له دې سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رابرت لنسینګ څلور ورځې وروسته څرګنده کړه چې متفقین د چک، سلواک او سویلي سلاو سیاسي خپلواکۍ ته ژمن دي او د یوې سترواکۍ په اډانه کې دغو برخو ته د خپلواکو حکومتونو جوړول کفایت نه کوي. ورته مهال د چکسلواکیا لنډ مهالی دولت د اکتوبر په ۱۴ مه له متفقینو سره یوځای شو او د سویلي سلاو ملي شورا د ۱۹۱۸ زکال د اکتوبر په ۲۹ مه د سویلي سلاو د خپلواک هېواد اعلان وکړ.

په مادیرا، پرتګال کې تبعید او مړینه سمول

په مجارستان کې د سلطنت د رامنځته کولو په موخه له دویمې ناکامې هڅې وروسته چارلز او د هغه امېدواره مېرمن زیتا ونیول شول او په تیهاني صومعه کې قرنطین کړای شول. د ۱۹۲۱ زکال د نومبر په لومړۍ نیټه دوی د هنګري د دانوب بندري ښار باجا ته یووړل شول، له دغه ځایه دوی په HMS Glowworm توپ لرونکې بېړۍ کې تور سمندر ته ولېږل شول او هلته په اچ. ام اس کاردیف بېړۍ کې کښېنول شول. له دغه ځای څخه د ۱۹۲۱ زکال د نومبر په ۱۹ مه دوی خپل وروستي تبعید ځای یا د پرتګال مادیرا ټاپو ته ورسېدل. د متفقینو هېوادونو شورا چې هوډ یې درلود د سلطنت د بیا رامنځته کولو په موخه د هغه له بیاځلي هڅې مخه ونیسي په مادیرا ټاپو کې یې د هغه پر ساتنې هوکړه وکړه ځکه په اطلس سمندر کې را ګیر و او کولای یې شو په اسانۍ سره پر هغو پام ولري. [۲۲]

دغې جوړې او د هغوی زوی چې د ۱۹۲۲ زکال د فبروري په ۲ مه وزېږېد په پیل کې ریډز هوټل ته څېرمه د فونچال په ویټوریا ویلا کې استوګن شول او وروسته یې د دومونته کوئینتا ته کډه وکړه. په دغه ځای کې د دوی د ژوندانه شرایط د وین په سترواکۍ او آن د اکارتسائو په پرتله ډېر ناوړه و. [۲۳]

چارلز په مادیرا کې پاتې شو او د ۱۹۲۲ زکال د مارچ په ۹ مه یخني وواهه چې له امله یې نوموړی په برونشیت ناروغۍ اخته شو او د ناورغۍ په پرمختګ سره یې سږو التهاب وکړ. له دې امله چې نوموړي دوه ځله د زړه سکته تجربه کړې وه د اپرېل په لومړۍ نېټه یې د سم تنفس نه لرلو له امله د خپلې مېرمنې (چې د هغه په اتم ماشوم امېدواره وه) او د هابسبورګ د پخوانۍ پاچاهۍ د ۹ کلن ولیعهد پر وړاندې په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ژوند تر وروستیو شیبو پورې په هوښ و. مېرمنې ته یې وروستۍ خبره دا وه چې «ډېره مینه درسره لرم». نوموړي د خپلې مړینې پر مهال ۳۴ کاله عمر درلود. د هغه جسد د هغه له زړه پرته تر اوسه پورې په همدغه ټاپو کې د Church of Our Lady of the Mount په نوم سترواک ته په اړونده کوچنۍ کلیسا کې خښ دی په داسې حال کې چې څو ځله هڅه شوې د هغه مړی په وین کې د هابسبورګ مقبرې ته راولېږدول شي. د هغه زړه او مېرمن یې د سویس په موري صومعه کې خښ دي. [۲۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118560077  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6596304 — subject named as: Karl Franz Joseph Habsburg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Charles-I-emperor-of-Austria — subject named as: Charles I emperor of Austria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10129.htm#i101288 — subject named as: Karl I Kaiser von Österreich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Karl I Franz Joseph — Ökumenisches Heiligenlexikon ID: https://www.heiligenlexikon.de/BiographienK/Karl_I_Franz_Joseph.html — سرليک: Ökumenisches Heiligenlexikon
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GCatholic person ID: http://www.gcatholic.org/p/68561 — subject named as: Charles of Austria
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015054.xml — subject named as: Carles I d’Àustria — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30205 — subject named as: Karlo I. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. پیوستون : 118560077  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Карл I — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. پیوستون : 118560077  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. پیوستون : 118560077  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Карл I — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  12. https://libris.kb.se/katalogisering/c9psx30w0rnzsgf — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲ جنوري ۲۰۱۳
  13. پیوستون : 118560077  — د نشر نېټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/62069859
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/91854691
  16. https://plus.rozhlas.cz/mel-posledni-habsbursky-cisar-karel-i-vztah-k-ceskym-zemim-ano-dokonce-vrely-8173281
  17. Encyclopædia Britannica. (2014). Encyclopædia Britannica Online. 
  18. "Blessed Karl of Austria". Emperorcharles.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Edward P. Keleher, "Emperor Karl and the Sixtus Affair: Politico-Nationalist Repercussions in the Reich German and Austro-German Camps, and the Disintegration of Habsburg Austria, 1916-1918." East European Quarterly 26.2 (1992): 163+.
  20. Geoffrey Wawro, A Mad Catastrophe: The Outbreak of World War I and the Collapse of the Habsburg Empire (2015) p. 371.
  21. David Stevenson, "The failure of peace by negotiation in 1917." Historical Journal 34#1 (1991): 65-86.
  22. (په 6 November 1921 باندې). Charles St. Helena Likely to be Funchal. The New York Times.
  23. Blessed Emperor Charles, Prince of Peace for a United Europe. Archdiocese of Vienna K1238/05. 6 July 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 2 April 1922 باندې). Charles of Austria Dies of Pneumonia in exile on Madera. The New York Times.