د اصفهان فتحه

د اصفهان فتحه د هوتکيانو په مشرۍ د افغان لښکرو لخوا د ایران د صفوي سلطنت پلازمیني اصفهان شپږ میاشتنۍ اوږده محاصره وه. یادي محاصرې د مارچ څخه تر اکتوبر 1722 پوري دوام وکړ او د ښار په فتحه او صفوي سلطنت په پرځېدو سره پای ته ورسېده.

Siege of Isfahan
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
siege (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پېښې نېټه
۲۳ اکتوبر ۱۷۲۲ (۱۷۲۲) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۸ مارچ ۱۷۲۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲۳ اکتوبر ۱۷۲۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۳۸′۴۱″شمال ۵۱°۴۰′۰۳″ختیځ / 32.644722°شمال 51.6675°ختيځ / 32.644722; 51.6675 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

محاصره او نښته

سمول

اصفهان د ۱۷۲۲ کال د مارچ په اتمه نېټه د ګلن آباد تر جګړې وروسته د شاه محمود هوتکي په مشرۍ د افغان ځواکونو له خوا کلابند سو. سره ددې چي په یاده جګړه کي د جنګېدونکو سرتېرو کره شمېره څرګنده نه ده، خو د د محمود هوتک په خبره د اردو شمېر یې شاوخوا 18000 وو، په داسي حال کي چي د پارسي لښکر شمېر ددې دوه برابره یعني شاوخوا 40000 نفره کېدی. [۱] له جګړې وروسته صفوي ځواکونه د اصفهان په لور په بد حال کي وتښتېدل، او افغان ځواکونه وتوانېدل چي ایرانۍ پلازمېني ته ورسیږي. افغانانو که څه هم چي د ښار د دېوالونو ماتولو لپاره توپخانې نه درلودې، خو د سلطان حسین صفوي او د ښار د مدافعینو د تسلیمولو لپاره یې اصفهان کلابند کړ. د محاصرې د ختمولو لپاره ایرانیانو پرله پسې هڅې کولې، خو د افغانانو خونړۍ کلابندي ددوی حوصلې ماتي کړې، او له بلي خوا ګرجستاني واکمن کارتلي شپږم Vakhtang هم ددوی د ملاتړ لپاره چمتو نسو. د محاصرې په جریان کي د شاه حسین زوی طهماسپ د څه د پاسه ۶۰۰ ایراني پوځیانو سره له ښاره بهر وتښتېدی، او پسله 8 میاشتو کلابندۍ کله چي په ښار کي قحطي هم پیل سوه، ایراني شاه د اکتوبر په 23 د محمود په حق کي استعفا ورکړه، او افغانان په 25 اکتوبر 1722 کي ښار ته په بریالیتوب سره ننوتل. [۲] [۳] [۴] تر دې فتحي وروسته افغانان په ایران کي تر ۱۷۲۹ کال پوري پاته سول. [۵]

  1. Mikaberidze, Alexander, ed. (2011). Conflict and Conquest in the Islamic World: A Historical Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 352.
  2. . October 1952. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  3. Mikaberidze, Alexander, ed. (2011). Conflict and conquest in the Islamic world: a historical encyclopedia. Santa Barbara, Calif. ISBN 978-1-59884-337-8. OCLC 763161287.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  4. Spencer Tucker, ed. (2010). A global chronology of conflict: from the ancient world to the modern Middle East. Santa Barbara, Calif.: ABC-CLIO. ISBN 978-1-85109-672-5. OCLC 617650689.
  5. . 2002. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)