داور خان داوود

داور خان داوود (د ۱۹۴۰ زېږدي کال د فبرورۍ ۱۴ يا ۱۶، پېښور - د ۲۰۱۸ ز کال د جون ۳، پېښور) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، لیکوال، څېړونکی او فلکلور پوه وو.

مخینه سمول

د پښتو ژبې وتلی څیړنکار،شاعر، لیکوال او فولکلورپوه پروفیسر داورخان داود د ۱۹۴۰ زېږدي کال د فبروروۍ پر ۱۶ یا ۱۴ نېټه د پېښور په ارباب لنډۍ سیمه کې د عبدالمجید خان کره زیږیدلی وو. لومړنۍ زده کړې یې د پېښور لنډي ارباب په ښوونځي کې تر ۶ ټولگی پورې وکړې. پر ۱۹۴۵ ز کال د پېښور ښار د ۳ شمېرې گورنمنټ های سکول په اووم ټولگي مې شامل شو او پر ۱۹۵۷ ز کال يې د دغه ښوونځي ۱۰ ټولگی پای ته ورساوه. هغه پر همدغه ۱۹۵۷ ز کال د پېښور په گورنمنټ کالج کې شامل شو او په يوولسم دولسم کې يې د انټر ارټس مضامين رياضي او اکنامکس يې وويل۔ د هغه د وېنا له مخې، هغه له رياضي سره ډېره لېوالتيا درلوده او غوښتل يې چې په رياضۍ کې ماسټري وکړي، خو الله پاک ته دا منظوره وه چې د هغه نه د ادب خدمت واخلي۔

داورخان داود د دولسم تر پای ته رسولو وروسته په اکاونټنټ جنرل افس کې د جونر اډيټر په توگه پر دنده وگومارل شو. په دې دوران کې يې پر ۱۹۵۹ ز کال کې د پښتو انرز ازموينه (امتحان) هم ورکړه۔ پر ۱۹۶۱ کې يې په انگرېزۍ کې پرائېوېټ گريجويشن وکړه او پر همدغه کال يې د پېښور پوهنتون په پښتو څانگه کې په ماسټر کې داخله واخسته۔ دا د پښتو د ماسټرۍ لومړنی ټولگی وو. په دغه وخت کې مولانا عبدالقادر د پښتو څانگې مشر وو۔ په هغه وخت کې پرېشان خټک، قاضي هدايت الله او مولوي اسرائيل د پښتو څانگې اعزازي پروفېسران ول، ځکه چې په هغه مهال د پښتو د اېم اے پاس استاذان نه ول۔ مولانا عبدالقادر په هغه وخت کې د پښتو اکېډمۍ له لوري په پښتو ټپه او متل کار پيل کړی وو۔ مولانا عبدالقادر د ټپو راټولولو لپاره خلکو ته دا هم ويل چې پر يوه نوې ټپه به پېنځه انې ورکوي. داور خان داود صېب پر ۱۹۶۳ ز کال کې د پښتو څانگې په پښتو کې د ماسټرۍ بری ليک تر لاسه کړه۔

ليکوال داور خان پر ۱۹۶۴ ز کال واده وکړ۔ د تعليم لړۍ يې لا هغه شان جاري وه او پر ۱۹۶۶ او ۱۹۶۸ کلونو يې په ترتيب سره په اردو او انگرېزي کې د ماسټرۍ سندونه تر لاسه کړل۔ هغه مهال به د انگرېزۍ د زده کړيالو او ښوندانو (استادانو) څانگې د کوټ پېنټ ډېر اهتمام کولو، نو کله چې د داور خان داود د ژبې ازموینه (زباني امتحان) وه، نو هغه په اشنغرۍ کې د خپل يو دوست نه کوټ پېنټ قرض اخستي وو۔ په انگرېزۍ کې د ماسټرۍ له تر لاسه کولو وروسته په هغه وخت کې په کالجونو کې د انگرېزۍ د لېکچرارانو اووه پوسټونه راووتل او دوی شپږ کسان ول چې په انگرېزۍ کې يې ماسټري لرله۔ پر ۱۹۶۹ کال په سوابۍ کالج کې د انگرېزي لېکچرار منتخب شه او پر همدغه کال د نوښار کالج ته تبديل شو۔ د داور خان داود د وېنا له مخې، په هغه وخت کې په نوښار کالج کې کوايجوکېشن وو او هلکانو او جينکو به له يوولسمه تر څوارلسمه پورې په کالج کې يو ځای درس وايه، خو وروسته د څه وجوهاتو په وجه په يوولسم او دولسم کې جينکو ته د داخلې اجازت نه وو، هرگوره په ډگري لېول کې بيا هم کو ايجوکېشن وو۔ په نوښار کالج کې يې ۵ کاله نوکري وکړه او بيا پر ۱۹۷۴ ز کال د دره ادم خېل کالج ته تبديل شو.

نوموړي پر ۱۹۷۹ کال خپل لومړنی نښير «پښتو ټپه» وليکه۔ د دې کتاب تحريک څنگه پېدا شو؟ هغه په دې اړه دا وويل چې هغه وخت کې محمد اسلام ارماني د "«مهوراسلام» ايډيتر وو او هغه هغه ته د اخبار لپاره په ټپه د يو مضمون ليکلو وېنا کړې وه۔ هغه چې کله په ټپه يو مضمون وليکلو نو پته ورته ولگېده چې دا خو د ټپې په يو اړخ خبرې وشوې او دغه رنگ هغه د ټپې په بېللابېلو اړخونو ۱۲ مضمونونه وليکل۔ په دې ډول هغه دانگېر (احساس) کړه چې يو کتاب چاپ کړي او بيا دغه کتاب چاپ شو۔ هغه چې به کله دره ادم خېل کالج ته په بسونو کښې تللو نو په بسونو کې به ټېپونه غږېدل او د هغوي نه يې هم ډېرې ټپې اورېدلې وې۔ هغه به دا ټپې په ذهن ښې کښېنولې او کالج ته په رسېدلو به يې دا نوټ کولې او دغه شان دا ټولې ټپې د دغه لومړني کتاب برخه جوړه شوه۔ کله چې د داور خان داود يوه ملگري د ټپو د کتاب دغه مسوده حمزه شينواري ته يووړه، نو هغه يې ډېره ستاينه وکړه او سريزه يې پرې وليکله. د ۲۰۱۲ ز کاله پورې د دې کتاب ۱۸ ايډيشنز چاپ شوي دي.

هغه پر ۱۹۶۹ ز کال له ادم خېل درې کالجه چارسدې کالج ته تبديل شو. په هغه وخت کې تقويم الحق کاکا خېل د چارسدې کالج سروال (ريس) وو. ليکوال داور خان پر ۱۹۸۱ ز کال د سپيرئر سائنس کالج ته تبديل شو او هلته يې يې ۵ کاله تېر کړل.

د داور خان داود د وېنا له مخې هغه پر ۱۹۸۶ ز کال د پښتو د نوې املا د هڅو په اړه پرائمري ټېکسټ بک پښتو ټرانسلېشن پروژه بيل ککړه. د دغې پروژې مشر تقويم الحق کاکا خېل وو. دا مهال د پښتو ډکشنرۍ پروژه هم بيل شوه چې مشر يې قلندر مومند وو. دا مهال د تعليم د سيکرټري محمد اعظم خان د سيوري لاندې د پښتو په نوي رسم الخط غونډې کيدلې. د غونډو له خوا نور توري ومنل شول خو د ڼ توري ربړه (مسئله) پاتې شوه، خو په پای کې دا هم حل شوه او دا توری ومنل شو.

د څیړونکو په نظر کې سمول

د پښتو ژبې د ادب لوی کره کتونکی، نقاد، شاعر او څیړونکی ښاغلی همېش خليل په خپل کتاب «پښتانه لیکوال» کې د داور خان داود د شاعرۍ په اړه خپله رايه داسې بیانوي: «د داور خان داود شاعري د نوي او قدیم رنگ یو سپیڅلی امتزاج دی چې د قدامت او روایت سره سره د جدت ائینه داره ده.»

ښاغلی همیش خلیل وړاندې لیکي: «داور خان داود د خپلې شاعرۍ داخلي او خارجي پېکر یانې مضمون او اسلوب دواړو ته یو شان پام گرځولی، ځکه یې شعر کې مقصدیت هم شته، رنگیني او ساده گي هم.»

د داور خان داود دا نظم د پرائمري په تعلمي نصاب کې شامل او په کروړونو پښتنو ته یاد دی:

راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره

سائېکله وفاداره

ته اس یې نه ټټو یې ، نه موټر یې نه جهاز یې

اؤ نه په هوا باز یې

یو څو ډڼډې وجود دې وي روان په لویه لاره

سائیکله وفاداره

ټلۍ شته ، نه دې یمپ شته، نه دې پمپ شته نه برېکونه

بې کاره دې پېچونه

نه زوړ لکه د ځوان زغلې په دوؤ ، دوؤ په هواره

سائېکله وفاداره

چې وران نه شې یو ځل اؤ په سړک شې ته روان

ملکونه کړې طوفان

دباد په شانتې سم یې ته په لوړه په هواره

سائېکله وفاداره

خفه چې شې د شلانټې په شان پریوځې په سړک

بیا نه وهې ته ړک

مړینه سمول

ښاغلی داور خان داود د ۲۰۱۸ ز کال د جون پر ۳ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له لامله د ۷۹ کالو په عمر په پېښور کې په حق ورسېد او په ارباب لنډۍ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

ارواښاد داور خان داود د خپل ادبي سفر پیل په کال ۱۹۵۶ کې د شعر وشاعرۍ څخه کړی وو، خو وروسته یې بیا په نثر لیکلو هم پیل وکړ او دا لاندې نښيرونه يې لیکلي او چاپ شوي دي:

۱- پښتو ټپه، د ۱۹۶۹ ز کال چاپ.

۲- د رحمان بابا ژوند، تعلیمات او شاعري، د ۱۹۸۳ ز کال چاپ.

۳- پښتو ادب کې متل، د ۱۹۹۰ ز کال چاپ.

۴- حمزه شینواري ایک مطالعه، د ۱۹۹۶ ز کال چاپ.

۵- پښتو فولکلور کې اړ، د ۱۹۹۷ ز کال چاب.

۶- خوشال او فولکلور، د ۲۰۰۶ ز کال چاپ.

۷- څېړنه او کره کتنه، د ۲۰۰۲ ز کال چاپ.

۸- محمد عظیم الشان دی، د ۲۰۰۲ ز کال چاپ.

۹- د محمد رسول الله څېره، د ۲۰۰۴ ز کال چاپ.

۱۰- د کابل سفرنامه او حمزه شنواری، د ۱۹۹۹ ز کال چاپ.

۱۱- په پښتو ادب د فارسۍ اثرات.

۱۲- ارباب هداېت الله شخصيت او فن.

۱۳- د محاورې لغت.

۱۴- سخنهای گفتني.

۱۵- د خوشال د فکر تنستې.

۱۶- د پرائمرۍ د استاذانو رهنما، د ۱۹۸۹ ز کال چاپ.



اخځليک سمول

۱- https://www.tolafghan.com/articles/35981

۲- http://www.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/7572

۳-‎