دارالامان ماڼۍ
د دارالامان ماڼۍ د افغانستان له تاریخي یادګارو له جملی څخه ده چې د کابل ښار له مرکز نه تقریبا اته کیلومتره سوېل لویدیځ لوري ته د چهاردهی په ساحه کي د دارلامان د عمومی جادې په پای، د قورغ د غره په لمنو کي د « تاج بیګ » ماڼۍ ته نژدی د مرحوم غازی امان الله خان په وخت کي جوړه سویده . د دارلامان د ماڼۍ د جوړیدو په وخت کي د افغانستان او آلمان ترمنځ ښو سياسي اړیکو وجود درلود . د «جوزف برکس» په ابتکار د ښارونو او کورجوړولو په برخه کي د آلمان د دولت 22 تنه مهندسان او انجنیران کابل ته راغلل او د دې قصر په جوړولو کي 700 افغان کارګرانوبرخه درلوده. د دې ماڼۍ د جوړولو کار د « والتر هارتن » په نوم آلمانی انجنیر په 1304 هجری لمریز کال کې پیل کړ او په 1306 کال کي یې کار تکمیل سو. نوموړی قصر له 150 وړو او لویو اتاقو نه تشکیل سوی وو چي د اماني دورې ټولي دولتي دستګاه له هغه نه استفاده کوله.[۱]
حالت | |
---|---|
ټوليز مالومات | |
ځای |
افغانستان |
ادرس |
د کابل دارالامان ماڼۍ د ښار په لس کیلومیتری کی |
اداري سیمه | |
هېواد | |
اوسېدونکي |
په اینده کی به موزیم او د افغانستان کلتوري مرکز سي |
د ودانولو د کار پیل |
۱۳ فبروري، ۱۹۱۹ |
---|
د معماري سټایل | |
---|---|
معمار | |
بنسټګر |
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
تارېخچه
سمولد دارلامان ماڼۍ د1347 د قوس په 22 چي د 1968 میلادی کال سره برابردی او دوخت د فواید عامی یا ټولګټو وزارت پکې واقع وو، د برښنا د شارتی له امله یی دریم منزل وسوځېدی، چي بیرته ترمیم سو، او وروسته د وخت د عدلیې وزارت ترې استفاده کوله. د سردار محمد داود خان د 1355 کال د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه پدې قصر کي جوړه سوې وه . د حفيظ الله امين په واکمنۍ کي د هیواد د جمهوری ریاست دستګاه یوځل بیا د دارلامان قصر ته ولیږدول سوه ، څو چي د 1358 د جدي په 6 د شورویانو د یرغل په وخت کې ماڼۍ اور واخیست .
د هجری لمریزي د شپیتمي لسیزي په کلونو کي د افغانستان د دفاع وزارت له همدې ماڼۍ نه استفاده کوله او د 1368 کال د حوت د میاشتی د 16 مي ورځي کودتا کوم چي د دکتور نجیب الله پروړاندی د جنرال شهنواز تڼي له خوا پیل سوې وه ډیره تاوانی سوه مګر ژر بیرته ترمیم سول.
د اویایمې هجري لمریزي لسیزي په لومړیو کې چې مجاهدینو له خوا د قدرت په سر کورنی جنګونه وسول ، د افغانستان دغه تاریخی بنا یوځل بیا ډیره سخته زیانمنه سوه او کله چي د وخت د دفاع وزارت (چې احمد شاه مسعود د دفاع وزیر وو.) د گلبدين حکمتيار او عبدالعلي مزاري له ګډې غونډی نه اطلاع حاصل کړه په دې قصر باندی یې دوه ځلي بمباری وکړه چي په پایله کي یې قصر په کنډوالو بدل کړ. پاته دې نه وي چې حکمتیار او مزاری یوازی لس دقیقی مخکی له نوموړی ځای نه وتلی ول. له 1373 – تر 1395 پوری پورته یاده سوې ماڼۍ متروکه او د استفادې وړ نه وه.
د 1395 کال د غبرګولی په لسمه ورځ د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر اشرف غني احمدزی د افغانستان له بودجی نه د شپاړس میلیونه امریکایی دالرو په مصرف سره رسما پیل کړ او د افغانستان د ښاري پراختیا د عالی کمیسیون لومړنۍ غونډه یې د نوموړي ودانۍ په کنډوالو کي جوړه کړه.[۲]
انځورتون
سمول-
دارلامان په 1986 کي
-
دارالامان د روس تر جګړي وروسته
-
په کابل کې د دارالامان پر ماڼۍ باندي درنې واورې
-
د دارالامان ماڼۍ کتنه د لویدیځ څخه
-
د امریکا د ځانګړو ځواکونو سرتېري د کابل په دارلامان کي د دباندي څخه شمال ته کتنه.
-
د امریکا کومانډو په 2002 کال کې د دارلامان تر يوي درني بمباري وروسته د ارګ په کوټه کي ګزمې.
-
د ارګ دننه په ډېر بد شکل کي، د 2010 کال د جولای په توګه.
-
په کابل کې د دارالامان ماڼۍ کتنه د نوي ارګ څخه په ۲۰۱۵ کي
سرچينې
سمول- ↑ "آرشیف کاپي".
{{cite web}}
:|access-date=
requires|url=
(help); External link in
(help); Missing or empty|خونديځ تړی=
|url=
(help); Unknown parameter|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|عنوان=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|نښلېدنه=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "آرشیف کاپي".
{{cite web}}
:|access-date=
requires|url=
(help); External link in
(help); Missing or empty|خونديځ تړی=
|url=
(help); Unknown parameter|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|عنوان=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|نښلېدنه=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)