عبدالعلي مزاري (په انگرېزي: Abdul Ali Mazari) د اسلامي حزب وحدت مشر دی و چې د روسانو په وړاندې جگړه يې د ايران په مالي او پوځي مرستو پرمخ بووله او وروسته له دې چې په افغانستان کې جهادي حکومت رامېنځ ته شو او په کابل ښار کې د بېلابېلو تنظيمونو تر مېنځ جگړې کېدلې، نو مزاري هم په دغه جگړه کې ښکېل و او د ده تر مشرۍ لاندې د حزب وحدت جنگياليو گڼ شمېر بې گناه افغانان زورولي او وژلي دي.

عبدالعلي مزاري د وحدت ډلې بنسټگر

مخينه

مزاري په کال ۱۹۴۶ ز کې د نانوای په کلي کې د بلخ ولايت په چارکنت ولسوالئ کې زېږېدلی .عبدالعلي يو عام سړی و خو کله چې ايرانيانو سره ېې تماس ونيو نو دی ېې د شيعه ايزم په ولولو کې د سنيانو په مقابل کې ودراوه . دی د مزار شريف په ولایت کې کال ۱۹۴۶م زېږيز زېږېدلی. عبدالعلي مزاري د سخت دريځو شيعه هزاره گانو مشر و چې ېې د حزب وحدت په نامه ېې ډله جوړه کړه . دغه ډله برسېره پر ۸و نورو د ايران د استخباراتو په مرسته خپل فعاليتونه په افغانستان کې کول. د افغانستان په کورنيو جگړو کې يو تر ټولو بې پرنسيپه کړنو بنسټگره ډله حزب وحدت ، او حزب جنبش ملي چې د اوزبک جنگسالار رشید دوستم وه او د احمد شاه مسعود په مرسته د عبدالرب رسول سياف حزب شمېرل کېږي . ددې ډلو په مقابل د عبدالرب رسول سياف ، برهانالدين رباني او احمد شاه مسعود غړو د بې شمېره افغانانو کورونه ړنگاو زورواکيو ته ېې لاره اواره کړه .ددې برسېره حزب اسلامي د حکمتيار د سخت دريځه اوزبکانو د ډلې مشر رشيد دوستم او مزاري ترمنځ منځگړی شو او سره يولاس په کابل کې د دريو نورو ډلگيو په مقابل وجنگېدل .

زده کړې

مزاري خپلې زده کړې له مدرسې پیل کړې وې او بيا وروسته ېې د ايران هېواد په قُم ولایت کې ترسره کړي دي . وروسته د ۱۹۷۹ز د روسيې د اشغال څخه عبدالعلي مزاري د النصر ډلې په نامه ېې بنسټ کېښود . وروسته بيا د ايران په مرسته د نهو شيعه گانو ډلې يوځای شوې او د وحدت ډلگۍ په چوکاټ کې راټولې شوې چې د مشر په توگه ېې عبدالعلي مزاري ونوماوه .

مړينه

مزاري د مارچ په ۱۲مه کال ۱۹۹۵ زېږيز په چاراسيا سيمه کې چې د کابل څخه ۲۵ کيلو مټرئ کې پروت دی د طالبانو لخوا اله ونيول شو کله چې مزاري غوښتل د رباني د جنگياليو څخه د لوېديځې سيمې خوا وتښتي . دی د رباني په پلوئ جگړه مارو تر هغه په جگړه کې وساته تر څو طالبان پرې راورسېدل او دی ېې ژوندی ونيو.

 
عبدالعلي مزاري

دندې

د افغانستان د کورنيو جگړو پر مهال د حزب وحدت ډلگئ مشر

سياسي نظر

د مزاري ټينگار پدې و چې هزاره گان ۲۵ سلنه د افغانستان د وگړو شمېره جوړوي ، او حزب وحدت د دوی د حقوقو ملاتړې ډلگۍ بلل کېږي . مزاري پدې هم ټينگار لاره چې يو په څلورو د ولسي جرگې سيټونو څخه دې د دوی هزاره ډلو ته ورکړل شي . کله چې برهان الدين رباني په کال ۱۹۹۲ ز کې د افغانستان د جهادي ډلو په مشرئ ولسمشر شو نو ېې د کورنيو چارو وزارت د امنيت څانگه ېې د وحدت ډلې ته ورنه کړه او داېې رده کړه چې مزاري د هغه مرستيال خدایداد هزاره ېې په هغه پوسټ گوماره . نو په همدې باندې د مزاري ډلې غړو او د رباني خوا د ډلې غړو کابل کې اخ و ډب پیل کړ چې نورې اووه چوراو چپاول پیل کړ او کابل کې د ۵۰۰۰۰ څخه زیاتو وگړو په مرگ ژوبلو تمامه شوه.

باندنۍ تړنې

سرچينې