حکمت ښادمن

افغان سوداګر، د ښادمن ګام، او ښادمن ګام خیریه بنسټ مشر او بنياد ایښودونکي

حکمت الله ښادمن ۲۷ کاله ترمخه په کندهار ښار کي زېږېدلی دی. خپلي زده کړي يې د کندهار په ظاهرشاهي لېسه کي کړي دي. پر مورنۍ ژبه پښتو سربیره په دري، اردو او انګریزي ژبو رواني خبري کولای سي. ښادمن د «ښادمن ګام خیریه بنسټ» په نوم یوه ټولنه لري، چي د اړتیا پر وخت په بېلا بېلو برخو کي د هیوادوالو لاسنیوی کوي.له دي نه وروسته هغه چې د کندهار يو پياوړى ځوان دي او په ٢٠١۵ کال کې د افغانستان تر ټولو مالداره مرسته کوونکى وو [۲] .

حکمت الله
ښادمن
حکمت الله ښادمن په داسې حال کې چې د يو کوشني سره د کاغذ د ورکې د ځای پر ځای کولو کوښښ کوي
حکمت الله ښادمن په داسې حال کې چې د يو کوشني سره د کاغذ د ورکې د ځای پر ځای کولو کوښښ کوي
حکمت الله ښادمن په داسې حال کې چې د يو کوشني سره د کاغذ د ورکې د ځای پر ځای کولو کوښښ کوي

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ مارچ ۱۹۸۹(1989-03-07) ‏(عمر: ۳۵ کاله)
کندهار ښار
یادگارونه د افغانستان جګړه ځپلو لسګونو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي مرستي او سرپناوي برابرول
استوګنځای کندهار افغانستان
هيواد غړيتوب افغان پښتون
پلرنی ټاټوبی کندهار ښار
عملي ژوند
تعلیم د کابل پوهنتون
کار/مسلک سوداګر
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت ۲۰۰۵م- تر اوسه
تنظیم ښادمن ګام
تحریک ۲۰۰۵

دنده سمول

  • ښادمن په لومړي ځل په کال ٢٠٠٤ کي له اسدالله خالد سره کار پيل کړ
  • او په کال ٢٠٠٦ کي يې د ملاصاحب په سرای کي د امریکايې ځانګړو ځواکونو سره کار شروع کړ
  • په کال ٢٠٠٨ کي يې د کندهار په هوايې ډګر کي د تیلو، سمیټو، غټو خښتو (امنیتي دیوالونو) پر قراردادونو سربېره د کابل آوکندهار،هیرتان اوکابل،بدخشان او کابل پرلویو لارو باندی د قطارونو تیرولو قراردادونه هم وکړل.
  • له دې هر څه وړاندي حکمت الله ښادمن په کال ٢٠٠٣ کي د کندهار ښار په جاده کي د مخابراتو څنګ ته د ایسکریمو دوکان درلود، وړاندي يې په کندهار کي داحمد شابابا عالی لیسه کی زدکړه کول، ښادمن څلور وروڼه لري، مشر ورور يې په لندن کي دی، دویم مشر يې دکندهار ولایت په مرکز چوڼی سیمه کی یو شخصی روغتون لري، دریم ورور خپله ښادمن د امریکايې ځواکو سره کار کوي، او یو بل کشر ورور هم لري.

د امریکایې محکمې لخوا يې د نیول کیدو حکم سمول

نور ولولی سمول

 
و حکمت ښادمن ته ورکول سوی ستاينليک

ښادمن ويلي، له ډېر کوچنیوالي څخه يې د ارواښاد پلار داخبره په غوږ کي ده، چي ورته ویل به يې باید خپل وس له خوارانو څخه ونه سپموې، ځکه د اړو کسانو لاسنیوي سترخدمت دی. د حکمت الله ښادمن سره بخت یاري وکړه، سوداګرۍ ته يې مخه او په دې ډګر کي يې اقتصادي زېرمه قوي سوه، له نېکمرغه د پلار خبره يې هیره نه کړه او د اړو کسانو عملي لاسنیوي ته يې لستوڼي راپورته کړل. په ښار او ولسوالیو کي يې بیلا بیل روغتیايي کتنځي، ښوونځي او مدرسې فعالي کړي دي. دغه ځوان د نورو مرستو ترڅنګ په بدخشان کي له زلزله ځپلو او په کندوز او د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د جګړه ځپلو په لسګونو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي مرستي او سرپناوي هم برابري کړي دي. د دوی په قول، مرستي يې یوازي تر یو ولایت یا یو قوم پوري محدودي دي نه دي، بلکي هر چیري چي افغانان له ستونزو سره مخامخ او د دوی په توان پوري ځان ورسوي، څو نړیوال پوه سي، چي افغانان یو وجود او بېلول يې اسان کار نه دی ښادمن د ادب او کلتور د بډایني په لار کي هم د یو شمیر کتابونو چاپ ته په ورین تندي اوږه ورکړه. همدااوس يې په کندهار کي د ښځينه ډاکټرانو د نه ستوالي ستونزي د حل له پاره ۲۸ ځوانو نجونو ته د طب په پوهنځیو کي د لوړو زده کړو زمینه چمتو کړې ده: «تقریباً ۲۸ تنې مو یوازي نجوني په بېلا بېلو شخصي پوهنتونو کي د طب پوهنځيو ته معرفي کړي دي، څو په کندهار کي د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه کمه سي. په پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار په ځينو برخو کي مو مسجدونه، مکاتب، مدرسې او صحي کلینکونه په وړیا ډول جوړ کړي او خلکو ته وړیا خدمتونه وړاندي کوي. همدارنګه مو د لیکولانو کتابونه هم خپاره کړي دي.» د ښادمن ګام خیریه بنسټ مشر حکمت الله ښادمن وايي، د دوی دروازې د هر افغان پرمخ پرانیستی دي. هرڅوک، چي د روغتیا، ښووني روزني، د افغان ځوانانو د ذهن جوړوني، د ادب او کلتور د بډایني له پاره ورڅخه مرسته وغواړي، نو یو ګړی هم ځان ورڅخه نه سپموي. هغه له هیوادوالو غواړي، چي په دې لارکي دوی په نیکو مشورو او لارښوونو ونازوي، چي کارونه يې نورهم د اړو کسانو په ښه ورسي: «د تعلیم، صحت، د ځوانانو د ذهني روښانتیا او ادب په برخه کي موږ هروخت حاضر یو، چي له خپلو خلکو سره په ورین تندي مرسته وکړو. زموږ دروازې د دوی پرمخ خلاصي دي، هر څوک دي په دې اړه خدای راولي.» په اوسمهال کي دغسي اتلان خورا لږ دي، چي خپله ګټلې سرمایه په وړیا ډول د خپلو خلکو او خاوري په خدمت کي مصرفوي. څوک، چي بېله غرضه د خدای له مخلوقه سره ښه کوي، داسي کسان په رښتیا سره اتلان او د خلکو په زړونو کي ځای لري.

ناټو او سي آی اې سمول

ښادمن د امریکايې ځانګړو ځواکونو یو ډیر باوري، او اعتمادي ملګری وو، ښادمن د براین مایرز (دځانګړو ځواکونو ډلګۍ مشر)، او مایک وال (د سپيشل فورس جګړن، او له اګسټ ۲۰۱۰ څخه بیا تر اپریل ۲۰۱۱ پوري په جنوب کي د امریکایې فوځ د ځانګړو عملیاتو د کاري قوې د لوژیستک د څانګي نظارت کونکی) د دواړو نږدي ملګری پاته سوی وو [سرچينه پکارده] . د وډال له قوله، هغه وخت چي به ځانکړي ځواکونه افغان کلیو ته ورتلل نو کلي ته د رسېدو ترمخه به د ائتلافي ځواکونو لخوا تري سامانونه لوټ، نو دي امریکايي ځواکونو به نظامي اډې په ډېر تکلیف سره جوړولې خو ښادمن کولای سوای چي دغو کلیو ته سامان الات پرخپل وخت ور ورسوي. وډال وویل چي موږ ځکه دحمکت ښادمن لوجسیتیکي کمپنۍ سره دیوزانی منبع په توګه قراردادونه کول چي یو خاص اندازه باور او متکیتوب ته ضرورت وو چي هغه یوازي ښاغلي ښادمن وړاندي کولای سوای.

امریکايې سپيشل فورس ته ښادمن یو منل سوی او باوري کس وو [سرچينه پکارده]، ځانګړو ځواکونو د لوژیستیک په برخه کي تر بل هر چا ډیر پر ښادمن باور کاوو، نو پر همدې اساس یې ښادمن په سیمه کي د جاسوسانو په استخدام وګماری، ښادمن د امریکا پټي ادارې سي ای اې لپاره جاسوسان هم استخدامول، هغه په سیمه کي د رهبري کونکو چيپونو (سیمکارټونو، یا غمیانو) د ویش چار هم پر غاړه لرله، امریکا وتوانیدل د نوموړي په توسط د کندهار، هلمند، او روزګان ملکان، سپين روبي، او متنفذه خلګ د سي ای اې لپاره د جاسوسانو په توګه استخدام کړي، او دا کار ډیره کامیابه نتیجه ورکړل، د نوموړي په دې کړنه په سیمو کي امریکايې چاپي ډيري او دقیقي سوی، د بمبار اهداف يې ډير او تر یوحده دقیق سول، او وتوانید چي د همدغو ملکانو په مټ په سیمه کي اربکیان جوړ کړي.

ښادمن د ملیونونو روپو په قیمت پانګه په دوبۍ کي لري، هغه د خپلي شتمنی ملیونونه روپي په۲۰۱۳ کي دوبی ته انتقال کړي، د ښادمن یو بل نږدي خو افغانی ملګری حاجي عتیق نوميږي [سرچينه پکارده].

سرچينې سمول

  1. د حکمت الله ښادمن پر تجارت او پيسو باندې مقاله. "د نيويارکرز.کام څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.[مړه لينکونه]