حفيظ الله هميم جلالزى

حفيظ الله هميم جلالزى (د ۱۳۶۳ لمريز لېږدي کال، مرغومی، د غزني ولايت) (په انگرېزي: Hafizullah Hameem Jalalzai) د افغانستان د پښتو ژبې شاعر، لیکوال، د پژواک خبري اژانس پخوانی او د بي بي سي راډیو د پښتو څانگې اوسنی خبريال دی.

مخينه

حفيظ الله هميم جلالزى په خټه پښتون او د ۱۳۶۳ ل ل کال په مرغومي مياشت کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د حاجي معلم په کلي کې زېږېدلى دی.

زده کړې

حفیظ الله همیم جلازي لومړنۍ زدکړې په سيمه کې د ملا نوح بابا په لېسه کې پاى ته ورسولې او منځنۍ زده کړې يې د اندړو د سلطان شهاب الدين غوري په عالي لېسه کې ترسره کړې. دغه راز يې په دينې زده کړو کې هم د هېواد له تر ټولو نامتو مدرسې (د نورالمدارس فاروقي له عربي دارالعلوم) څخه د بکلوريا معادل سند تر لاسه کړى دى. په ۱۳۸۴ لمریز کال کې یې د سلطان شهاب الدین غوري لیسه پای ته ورسوله د ۱۲ ټولگې سند يې تر لاسه کړ. وروسته له دې يې په بري سره د کانکور ازموینه ورکړه او د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانگه کې شامل شو. څه موده مخکې يې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په بري سره پای ته ورساوه. ه

میم جلالزي له کوشنیتوبه په شعر لیکلو پیل کړی او اوسمهال زموږ د هېواد د ځوان پښت یو له نوښتگرو او ښو شاعرانو څخه گڼل کېږي.

دندې

نږدې څلور کاله یې له پژواک خبري اژانس سره کار کړی او دا دی اوس هم څو کاله کېږي چې له بې بې سې راډیو سره کار کوي. د خبريالي دندو تر څنگ خپل فرهنگي کارونه هم پر مخ وړي او يو شمېر شعرونه او نورې علمي لیکنې يې په بېلابېلو وېبځايونو کې خپاره شوي هم دي.

د شعر بېلگې يې

تياره او نور

زه د تيارې زړه کې او يار نور زماپه زړه کې دى - زه لکه هېنداره، دى انځور زما په زړه کې دى

نن لاهم د حسن کاينات راته غوږ نه نېسي - پټ يم په نغمو کې درست زبور زما په زړه کې دى

ښکلې! که ښکاره يې کړم مين به شې په خپل حسن - داسي زړه راښکونکى تصور زما په زړه کې دى

اوس مې نو جانانه په سره لاس نيول بې گټې دي - هغه اور چې سوى و منصور، زما په زړه کې دى

اوس مې لا هم ياد ته ستا کاږه، کاږه باڼه راځي - اوس هم يو اغزى پاتې ضرور زما په زړه کې دى

چاپ شوي نښيرونه يې

اخځونه

  1. http://bulhar.blogfa.com/post-22.aspx
  2. http://lekwal.com/fullstory.php?id=292