شهاب الدين محمد غوري
لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
دا ليکنه د خپلې موضوع اړونده د يوه کارپوه لخوا د کره کتنې او پرمختلنې لارې څاري. د نورو مالوماتو لپاره د خبرو اترو مخ وگورئ. همداراز په نورو ويکي پروژو کې هم د دې سکالو په اړه د شوې غوښتنې پلي کول په پام کې ونيسي. |
شهاب الدین محمد غوري د افغانستان دپاچايانو په لړ کې يو تر ټولو ډېر دینپاله او د سوري پښتنو له ټبر څخه مېړنی پاچا و . د اسلامي نړۍ په تاريخونو کې دی تر ټولو نوموتی مسلمان حاکم ياد شوی او په هند کې یې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او پخپله یې هندي توکمنو ته هم د انساني کراماتو د لوست سرلاری و .
معزالدين محمد بن سام | |
![]() شهاب الدين غوري | |
واکمني | ۱۲۰۲ ز. -۱۲۰۶ ز. |
---|---|
زېږون | ۱۱۵۰ ز. |
زېږونځای | غور، افغانستان |
مړينه | ۱۵ د مارچ، ۱۲۰۶ ز. |
د مړينې ځای | دامياک، جهلم, پاکستان |
هديره | دامياک، جهلم, پاکستان |
مخکنی پاچا | غياث الدين غوري |
وروستنی پاچا | قطب الدين آيبک |
پاچايي ماڼۍ | غوري واکمنۍ |
پلار | ملک بهاالدين سام بن حسين |
مذهبي گروهې | سُني مسلمان |
مخينه
د شهاب الدین غوري په وخت کې د هند په لويې وچې د وگړو تر منځ توپیري پوړیزه بې عدالته گروهې وې چې له مخې یې د هندو مذهب په گروهو کې شامل و . يوه ډله انسانان پاک انسانان او تر ټولو ښه گڼل کېدل بله ډله جگړه مار او د ټولنې د واک هر اختيار ورکړل شوی و ، درېيمه بيا تر ټولو پلید بلل کېدل چې آن ورسره هندوانو خبرې کول گناه بلله او هغوی يې د ټولنې د دواړو يادو ډلو فرضي او فطرتي نوکران گڼل . د همدې ډول تبعیضونو په خلاف شهاب الدین غوري راپاڅېد او په هند کې د ټيټو پوړونو گڼل شويو خلکو تر منځ مسلمانان هم ناولي گڼل چې شاه غوري ورپسې خپل پوځ ورمخته کړ.