جېن آسټن
جېن آسټن (په انگرېزي:Jane Austin) يوه انگرېزه ناول لیکونکې وه . د هغې ادبي ځېل د مينې په کړکیسه اییز بنسټ ولاړه وه . له همدې کبله ېې په انگرېزي ادبياتو کې تر ټولو ډېر لوستوال وموندل.. د هغې په لیکنو کې د ريښتینوالي او ټولنیزو تودو نیوکو برسېره په لیکنه کې ېې د کرکتر د شنلو اړخ په کنايه اییزه توگه او خندني طرز له کبله د خلکو ، نقادانو او پوهاندو ترمنځ يو ځانگړی او مهم ځای خپل کړ.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
Edward Austen Knight (en) [۱۸] — Francis Austen (mul) [۱۸] — Cassandra Austen (en) [۱۸] — Charles Austen (mul) [۱۸] — George Austen (en) [۱۸] — Henry Thomas Austen (en) [۱۸] — James Austen (en) [۱۸] |
ژانر | |
ژانر | |
دین |
د معماري سټایل |
---|
دناولونو ځېلونه
د نوموړې نالونه د هغې د خپل ژوند انعكاس او انځورونه جوړوي، دې خپل ټول ژوند د ټولنې له ځينو برخو څخه ليرې تېر كړ، د دې نژدې ملگري د خپلې کورنۍ غړي او يا هم د ورته ټولنيز موقف څښتنان وو، ځكه خو يې په ناولونو كې يوازې دوې يا درې منځنۍ او يا هم بډايه كورنۍ ليدلاى شو.
همدارنگه د نوموړې ناولونه زياتره د كليوال او له ښاره ليرې ژوند په اړه دي، كوم چې د جاني زړه ته ډېر نژدې و.
د جېن په ناولونو كې په خپل زړه او سم واده كولو موضوع هم ډېره تر سترگو كيږي، د هغې په وخت كې د نر او ښځو دواړو لپاره واده كول ډېره غټه مسله وه، زياتره مهال به د واده پر وخت د يو بل پيسې او شتمنې هم په پام كې نيول كېده.
د يوې ليكوالې په توگه هغې هر وخت دغه ټكي غندلې، د ساري په ډول په Pride and Prejudice (غرور او تعصب) نومي ناول كې په هغې مور ډېرې ټوكې او ملنډې وهل شوى چې غواړې خپلې لوڼې د شتمنۍ په بدل كې واده كړي.
جېن پخپله هيڅكله واده و نه كړ،بېله يو څو د مينې له اړيكيو نه ټول وخت همداسې يوازې پاته شوه، نوموړې د خپلو ناولونو د لوبغاړو برعكس په واده كې هيڅ دلچسپي نه لرله.
د جېن د ناولونو زور په دې كې هم دى چې نوموړې دا وړتيا لرله چې د خپل لوبغاړي، او انساني اړيكيو تل ته تلله، كه څه هم له دې دواړو لږ ليرې پاته شوې وه.
هغې په ځانگړې ډول د خپل ځان غوندې د منځنۍ طبقې د ښځو د رول او غوښتنو په اړه وليكل او په دې برخه كې يې مرسته وكړه، همدارنگه يې د ښځو پر وړاندې ټولنيزو بنديزونو ته په ډېر شوخ انداز پېغور وركړ، او د ښځو د آواز په جگولو كې يې مرسته وكړه.
د جېن آسټن د ژوند پر مهال هم د هغې ناولونه ډېر زيات مشهور و، د هغې د مرستندويانو څخه يو هم والټر سكاټ و چې د دې د ناولونو په اړه يې ويلي:
دغه ځوانه نجلۍ د دې پوره وړتيا او استعداد لري چې د عام وگړي احساسات بيان كړي، ما تر اوسه پورې داسې ليكنه نه ده ليدلې.
د برتانيې څلورم پاچا له نوموړې څخه غوښتنه وكړه چې د هغې يو ناول دې ده ته ډالۍ شي، يو ناول يې Emma هغه ته ډالۍ شوى خو پر دې سربېره جېن د پاچا خوا ته ډېر پام نه كوه او په هغه كې يې څه خاصه دلچسپې يې نه ښودله.
د جېن په اړه ادبي كره كتوونكى مارك ټوېن ويلې:
جېن آسټن؟ زه به يوازې دومره ووايم چې هر هغه كتابتون ښه دى چې د جېن يو اثر په كې پروت وي، كه څه هم په ټوله كتابتون كې بل كتاب نه وي.
جېن آسټن په ۱۸۱۶ كې د ۴۱ كلونو په عمر مړه شو، او په وينچسټر كې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړې په نوم دوه ميوزيمونه جوړ شوي دي، چې يو يې هغه ځاى دى چيرې چې دا اوسېدله.
په ۲۰۰۵ م كال كې د هغې Pride and Prejudice ناول د بي بي سي د رايې ټولونې له مخې د ټول وخت ښه ناول وټاكل شو.
جېن آسټن همدارنگه د خلكو د رايو له مخې په ۱۰۰ لويو برتانويانو او په ۵۰ هغه ښځو كې راغلې چې نړۍ ته يې بدلون وركړى.
ژوند او زده کړې
آسټن خپل ټول ژوند د يوې اشرافي کورنۍ د غرور دچتر لاندې په محرومه فضا کې تېر کړ. هغه د يوه پريسټ (عیسوي ملا) لور وه . هغې ته لومړنۍ زده کړې خپل له کوره پیل شوې . په لومړي سر کې ېې پلار پرې خپل لخوا لوست پیل کړ بیا ېې مشرانو وروڼو او په پای کې دې خپله د لوست سره د مینې لرلو له کبله ځان تر د لیکوالۍ کچې پورې ورساوه .
د جېن آسټن کورنۍ
جوېنیه (د يادښت لیکچه)
پېغلتوب
لومړني ناولونه
مړینه
سرچینې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ناجوت ارزښت. "Jane Austen". Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume II, 1890 (په روسي).
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Остин Джейн. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
- ↑ ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Quotation: 16.XII.1775. عنوان: Jane Austen. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "Jane Austen (1775-1817)". BnF authorities (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ "SNAC" (په انګرېزي ژبه). نه اخيستل شوی 9 October 2017.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Quotation: 18.VII.1817. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ "Jane Austen: A great English novelist - Winchester Cathedral".
- ↑ "Why did Jane Austen go to school in Reading?". Reading Museum. نه اخيستل شوی 21 January 2019.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn19990000321. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
- ↑ CONOR.SI ID: 8965475. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ذکر کېدنه: BeWeB. BeWeb person ID: 4586. Retrieved: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱.
- ↑ ISBN-13: 978-0-140-43334-0.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ ۱۸٫۵ ۱۸٫۶ ذکر کېدنه: Kindred Britain.