بی بی سی،BBC : British Broadcasting Corporation د برتانيې همغاړه خپرندويه ټولنه (بي بي سي)په بریتانیا کې يوه عمده خپرندویه رسنۍ ده. همدا رنگه بي بي سي په نړۍ کې تر ټولو لويه خپرندويه رسنۍ گڼل کېږي .دا ټولنه د ۲۳۰۰۰ شاوخوا کارکوونکي لري .د دې تولنې مرکزي ودانۍ په لنډن ښار کې شتون لري . د بي بي سي تر ټولو غټ مسولیت د عامه خلکو لپاره په بریتانيا , د چاینل ټاپو او د مېن ټاپو کې خپرنیز چوپړ دی. بي بي سي يوه (خپل پېيلې (Autonomous ) عامه خپرنيزه رسنۍ ده ، چې د شاهي قانون تر تګلارې پورې نښتې اداره ده .

بي بي سي



BBC (پښتو)