جېمز بوکانن

جېمز بوکانن (اپریل ۲۳ مه، ۱۷۹۱ – د جون ۱، ۱۸۶۸ ز) یو امریکایی حقوقپوه او سیاستوال دی، چې له ۱۸۵۷ څخه ۱۸۶۱ز پورې د امریکا ولسمشر پاتې شوی دی. هغه وړاندې له دې د ۱۸۴۵ ز څخه تر ۱۸۴۹ پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی او په د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو کې د پنسلوانیا د خلکو استازی و. هغه د ایالتونو د حقوقو حق غوښتونکی و او د ولس د غلامۍ په وروستیو کلونو کې يې د فډرال حکومت نقش تر ټولو ټېټې کچې ته راووست. 

جېمز بوکانن
(انګلیسي: James Buchanan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز بوکانن
جېمز بوکانن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Buchanan, Jr. د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ اپرېل ۱۷۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 1 جون 1868 (77 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]
لاتين ژبه
يوناني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ۱۸۱۲م کال جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جېمز بوکانن
جېمز بوکانن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بوکانن د پنسلوانیا ایالت یو مخکښ وکیل و، چې د یوه فډرالیسټ په توګه يې د استازو جرګې ته ایالتي ټاکنې وګټلې. هغه په ۱۸۲۰ز کال کې د امریکا د استازو جرګې ته وټاکل شو او دا چوکۍ يې د ۱۱ کلونو لپاره وساتله او د دموګراټ ګوند له انډریو جکسون سره په یوه لیکه کې و. بوکانن د جکسون د روسيې سفیر په توګه خدمت وکړ (۱۸۳۲). هغه د امریکا د مشرانو جرګې (سنا) لپاره له پنسلوانیا څخه د ۱۸۳۴ز کال ټاکنې وګټلې او دا چوکۍ يې هم د ۱۱ کلونو لپاره وساتله. بوکانن په ۱۸۴۵ط کال کې د ولسمشر جېمز کې پالک د بهرنیو چارو وزیر مقرر شو او اته کاله وروسته د بریتانیې لپاره د ولسمشر فرانکلین پییرس سفیر وټاکل شو. په ۱۸۴۶ز کال کې، بوکانن د امریکا د فیلسوفانو د ټولنې غړی وټاکل شو. [۱۱]

په ۱۸۴۴ز کال کې او له هغه راوروسته بوکانن د دموکراټ ګوند د ولسمشریزو نوماندنو پر سر په ناندریو کې منظم ګډون درلود، چې بالاخره په ۱۸۵۶م کال کې يې د دموګراتانو په ملي غونډه کې د فرانکلین پییرس او سناتور سټېفن اې ډګلاس په ماتولو سره د خپل ګوند لخوا د ولسمشرۍ نوماندي ترلاسه کړه. له هېواده بهر اوسېدلو (په لندن کې د سفیر په توګه کار کولو) ګټه ورته وکړه او هغه دا چې، دی د غلامي په مسئلو کې ښکېل نه و. بوکانن او له کېنټاکي څخه د هغه مرستیال جان سي برېکېنرېج د مارلینډ څخه پرته د غلامۍ پلوي هر ایالت څخه رایه واخیسته او په دې توګه يې، د غلامۍ ضد جمهوري غوښتونکي جان سي فرېمونټ او د  Know-Nothing ګوند پخواني مشر ولسمشر میلارد فیلمورد په ماتولو سره، د ۱۸۵۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

د ولسمشر په توګه، بوکانن د رېډسکاټ په قضیه کې د سترې محکمې په چارو کې لاسوهنه وکړه، تر څو د غلامۍ په پلوۍ او د تورپوستو پر ضد پریکړې لپاره اکثریت ملاتړ راخپل کړي. بوکانن هغه څه ترسره کړل، چې د جنوب مشرانو يې غوښتنه کوله ،ځکه دوی د لېکومپتون اساسي قانون له مخې اتحاد ته د غلامۍ پلوي ایالت په توګه د کانساس ایالت په راګډولو کار کاوه. بوکانن یواځې یوه دوره خدمت وکړ او د ۱۸۶۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د برېکېنرېج له نوماندۍ ملاتړ وکړ، خو بریالی نه شو. بوکانن له سټېفن ډاګلاس سره د کینې له امله ونه شو کولای، چې ټوټې شوی دموکراټیک ګوند سره راپخلا کړي، نو ځکه د دوی رايې په څلورو برخو ووېشل شوې او د جمهوري غوښتونکي او د کانګرس پخواني غړي ابراهام لینکلن بریالي کېدو ته یې لاره پرانیسته.

یو څو اونۍ وروسته له هغه چې لینکلن د بوکانن ځایناستی شو، جنوبي ایالتونو له اتحاد څخه په وتلو پیل وکړ، چې د امریکا کورنۍ جګړې ته يې چټکه مخه پرانیسته. د بوکانن د دورې په وروستیو کلونو کې د هغه د ګډوډې مشرۍ له امله، پر هغه ډېرې نیوکې وشوې. هغه هممهاله شمال په دې په غوصه کړ، چې ولې د جنوب بېلتون نه ودروي او جنوب يې بیا په دې په قهر کړ، چې ولې د دوی له بېلتون سره نه یوځای کېږي. هغه د کاروین له سپېره تعدیل څخه په دې هیله ملاتړ وکړ، چې هېواد سره پخلا کړم، خو دا کار ډېر کوچنی او ډېر ناوخته وشو. هغه همدا ډول یوه ناکامه هڅه وکړه چې، د فورټ سمټر دفاع کوونکي تقویه کړي، خو هغه بیا په بل ډول د پوځ د چمتوکولو لپاره له هر دول اقدام څخه ډډه وکړه. د کورنۍ جګړې په اړه د ژر ګام نه اخیستلو له امله، هغه بې کفایته بلل کېږي او یا هم دا چې په غیرفعال ډول يې جنوب منلی و. هغه خپل وروستي کلونه له خپل اعتبار څخه په دفاع کې تېر کړل. په شخصي ژوند کې، بوکانن هېڅکله واده ونه کړه او دا دی په ۲۰۲۱ ز کې هم، دی یواځینی ولسمشر دی چې ټول عمر مجرد پاتې شو. د هغه ژوندلیکونه بیانوي چې، دی یو مجرد، همجنسپاله یا وچ (عقیم) و. بوکانن په ۱۸۶۸ز کال کې د تنفسي سیستم د خرابۍ له امله مړ شو او د پنسلوانیا ایالت په لانکسټر سیمې کې خاورو ته وسپارل شو. ده په یاده سیمه کې نږدې ۶۰ کاله وړاندې ژوند کړی و. ننني تاریخپوهان او منتقدین، هغه په دې غندي چې، ولې يې د غلامۍ مسئله نه حل کوله او یا يې ولې د جنوبي ایالتونو بېلتون نه دراوه. تاریخپوهان او علما په توافق سره بوکانن د امریکا یو له تر ټولو ناوړه ولسمشرانو په کتار کې راولي.

ماشومتوب او ځواني سمول

کشر جیمز بوکانن د ۱۷۹۱ز کال د اپریل میاشتې په ۲۳مه نېټه د پنلسوانیا ایالت د کوګپ سیمې په یوه کنډواله کې د مشر جېمز بوکانن (۱۷۶۱-۱۸۲۱) او الیزابیت سپییر (۱۷۶۷-۱۸۳۳ ز) پلار او مور څخه زېږېدلی دی. د هغه مور او پلار دواړه په خټه اولسټرسکاټ دي او پلار يې په ۱۷۸۳ز کال د ایرلنډ له رامېلټون سیمې څخه کډه کړې وه. د بوکانن له زوکړې څخه لږ وروسته، د دوی کورنۍ د پنسلوانیا ایالت په مېرسېرزبرګ سیمې نږدې فارم ته کډه شول او په ۱۷۹۴م کال کې دې کورنۍ ښار ته کډه وکړه. هلته يې پلار تر ټولو شتمن سړی و ځکه هم تجار و، هم ځمکوال او هم د ځمکو او کورونو پانګه اچوونکی. [۱۲][۱۳]

بوکانن اولډسټون اکاډمي ولوسته او وروسته د پنسلوانیا ایالت د کارلیسل سیمې ډېکېنسن کالج ته ولاړ. نږدې و، چې هغه د خپل ناوړه چلند له امله راوباسي، خو د دویمې موکې غوښتنه يې وکړه او په پای کې، د ۱۸۰۹ز کال د سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په ښو نمرو فارغ شو. په همدغه کال، دی بیا په لنکاسټر کې د ایالت پلازمېنې ته وکوچېد. جېمز هاپکینز، چې هلته یو مخکښ وکیل و، بوکانن د خپل شاګرد په توګه ومانه او په ۱۸۱۲ز کال کې، هغه د پنسلوانیا د مدافع وکیلانو او حقوقپوهانو ټولنې ته ومنل شو. ډېری وکیلان هغه مهال هارېسبورګ ته وکوچېدل، چې کله په ۱۸۱۲ز کال د ایالت پلازمېنه وټاکل شو، خو بوکانن د ټول عمر لپاره لنکاسټر خپل کور وباله. د خپل کاروبار په پیل کولو سره يې عاید په چټکۍ سره ډېر شو او په ز کال کې یې د کال ۱۱۰۰۰ ډالر ګټل (چې په ۲۰۲۰ز کال کې، د ۲۱۰۰۰۰ ډالرو معادل دي). هغه په بېلابېلو قضیو کار کاوه، یوه قضیه د جرم د اعلان محکمه ده، چې هلته يې په بریالۍ توګه د پنسلوانیا له قاضي والټر فرانکلین څخه دفاع کړې وه. [۱۴][۱۵][۱۶]

بکانن خپل سیاسي ژوند د فډرالیسټ ګوند د غړي په توګه پیل کړ، چې بیا وروسته د پنسلوانیا ایالت د استازو جرګې ته وټاکل شو (۱۸۱۴-۱۸۱۶ ز). جرګې به په کال کې یوازې درې میاشتې کار کاوه او د بوکانن خدمت له هغه سره مرسته وکړه، چې لا ډېر مراجعین پیداکړي. له سیاسي اړخه، هغه په فډرالي توګه تمویل کېدونکو داخلي پرمختګونو، لوړې تعرفې او ملي بانک څخه ملاتړ کاوه. هغه د ۱۸۱۲ز کال جګړې په بهیر کې د ډموکراټیک-جمهوري غوښتونکي ولسمشر جېمز ماډېسون یو سرسخت منتقد و. [۱۷][۱۸][۱۹]

هغه یو فراماسیوني و او لنکاسټر د ۴۳مې شمېرې ماسوني کډولې مشر و او د پنسلوانیا ایالت د سترې کډولې د ولسوالۍ مرستیال ستر مشر و. [۲۰]

پوځي خدمت سمول

کله چې بریتانویانو په ۱۸۱۴ز کال کې ګاونډی مریلنډ اشغال کړ، نو ده د هېنري شېپن په کمپني کې د یوه عادي سرتېري په توګه له بالتیمور څخه دفاع وکړه. دی د پنسلوانیا ملیشو د څلورمې فرقې په لومړي غونډ(غنډ) کې و. بوکانن یوازینی ولسمشر دی، چې پوځي خدمت یې د یوه عادي عسکر په توګه کړی او صاحب منصب نه و. هغه همدا ډول وروستی ولسمشر دی، چې د ۱۸۱۲ز کال په جګړه کې يې خدمت وکړ. [۲۱][۲۲]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11866784X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119512507 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65d8qxb — subject named as: James Buchanan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/143 — subject named as: James Buchanan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32330.htm#i323293 — subject named as: James Buchanan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/buchanan-james — subject named as: James Buchanan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012654.xml — subject named as: James Buchanan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jamesbuchananj — subject named as: James Buchanan
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=james;n=buchanan;oc=1 — subject named as: James Buchanan
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015860023 — د نشر نېټه: ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۳
  11. "American Philosophical Society Member History". American Philosophical Society. د لاسرسي‌نېټه April 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Buchanan Family 1430 – 1903". ancestry.com. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Baker 2004، صص. 9–12.
  14. Baker 2004، صص. 13–16.
  15. Klein 1962، صص. 9–12.
  16. Baker 2004، صص. 12.
  17. Baker 2004، صص. 17–18.
  18. Baker 2004، ص. 18.
  19. Curtis 1883، ص. 22.
  20. Klein 1962، ص. 27.
  21. Montgomery, Thomas Lynch (1907). Pennsylvania Archives: Sixth Series. VII. Harrisburg, PA: Harrisburg Publishing Company. د کتاب پاڼې 906. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. O'Brien, Marco. "Military trivia facts". Military.com. Military Advantage, a division of Monster Worldwide. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2016. Only one President (James Buchanan) served as an enlisted person in the military and did not go on to become an officer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)