جیورج هوسټن ریډ (۱۸۴۵ز کال د فبرورۍ ۲۵مه- ۱۹۱۸ز کال د سپټمبر ۱۲مه) یو اسټرالیایي سیاستوال و، چې له ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۰۵ز کال پورې یې د اسټرالیا د څلورم لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. مخکې تر دې له ۱۸۹۴ز کال نه تر ۱۸۹۹ز کال پورې د نوي سویلي ویلز مشر و. هغه له ۱۸۹۱ز کال تر ۱۹۰۸ز کال پورې د آزادې سوداګرۍ ګوند مشري وکړه. [۴]

جیورج ریډ
(انګلیسي: George Houstoun Reid د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیورج ریډ
جیورج ریډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ فبروري ۱۸۴۵[۱][۲]
مړینه 12 سپټمبر 1918 (73 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (4  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۸ اگسټ ۱۹۰۴  – ۵ جولای ۱۹۰۵ 
کریس واټسن  
الفریډ ډیکین  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ [۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج [۳]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ریډ د سکاټلنډ د جانسټون په رینفریوشایر کې زېږېدلی و. هغه په ځوانۍ کې له کورنۍ سره اسټرالیا ته کډوال شوی و. لومړی په میلبورن کې مېشت شول، خو کله چې ریډ ۱۳ کلن شو ،نو سیډني ته لاړل، دلته ریډ ښوونځی پرېښود او د منشي په توګه یې کار پیل کړ. هغه وروسته په نوي سویلي ویلز کې ملکي دنده واخیسته او خپلې درجې یې لوړې کړې، ترڅو د لویې څارنوالۍ منشي شي. ریډ هم یو عمومي روڼاندی و، چې د آزادې سوداګرۍ او د لیبرالیزم په دفاع کې یې څو آثاره لیکلي دي. په ۱۸۷۶ز کال کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل کړې او په ۱۸۷۹ز کال کې د وکالت لپاره غوره شو. په ۱۸۸۰ز کال کې یې له ملکي دندې استعفا ورکړه، ترڅو پارلمان ته ځان کاندید کړي همدا و، چې د نوي سویلي ویلز د مقننه مجلس په ټاکنو کې بریالی شو.

ریډ د الکساندر سټوارټ په حکومت کې، له ۱۸۸۳ز کال نه تر ۱۸۸۴ز کال پورې د عمومي لارښوونو وزیر و. هغه په ۱۸۸۷ز کال کې د هینري پارکس د آزادې سوداګرۍ له ګوند سره یوځای شو، خو د شخصي دښمنۍ له امله یې د پارکس په حکومت کې له خدمت کولو دډه وکړه. کله چې پارکس په ۱۸۹۱ز کال کې د ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه، نو ریډ یې پر ځای وټاکل شو. هغه د ۱۸۹۴ز کال په ټاکنو کې لومړی وزیر وټاکل شو او شاوخوا پینځه کاله یې دنده ترسره کړه. سره له دې چې ریډ هېڅکله ونه توانید، چې د حکومت اکثریت وګټي، خو ویې کولای شو، چې د ملکي خدمتونو او عمومي مالي چارو په اړه ځینې داخلي اصلاحات تصویب کړي. هغه د فدراسیون پلوی و او د اساسي قانون د مسودې په جوړولو کې یې ونډه لرله، دلته د خپلو استعماري ګټو د پیاوړي مدافع په توګه وپېژندل شو او په ۱۹۰۱ز کال کې د سیډني د ختیځې برخې په استازیتوب، نوي فډرالي پارلمان ته وټاکل شو.

ریډ له فدراسیون وروسته د ازادې سوداګرۍ د ګوند مشر شو او په پایله کې د اسټرالیا د اپوزیسیون لومړی مشر شو. په لومړیو څو کلونو کې محافظه کار ګوند د کارګر ګوند په ملاتړ اداره کېده. د الفرید ډیکین محافظه کار اقلیت حکومت په ۱۹۰۴ز کال کې ړنګ شو او د کارګر له ګونده کریس واټسن د لنډې مودې لپاره د هغه ځایناستی شو. واټسن وښوده، چې د حکومت کولو توان نه لري او له څلورو میاشتو وروسته یې استعفا ورکړه. په پایله کې، ریډ د ۱۹۰۴ز کال په اګسټ کې لومړی وزیر شو او د یوه بل اقلیت حکومت مشري یې پر غاړه واخیسته. هغه په خپل حکومت کې څلور محافظه کاران ځای پر ځای کړل، خو د حکومت تر ړنګېدو مخکې یې په ۱۹۰۵ز کال کې ونه شو کولای، چې ډېرې لاسته راوړنې ولري. په هغه مهال کې یوه مهمه استثنا د مشترک المنافع د مصالحې او د منځګړیتوب قانون تصویب و، چې صنعتي اړیکې یې جوړولې.

ریډ د ۱۹۰۶ز کال په ټاکنو کې د استازو په مجلس کې ډېرې رایې او مساوي چوکۍ ترلاسه کړې، خو اکثریت یې لږ و؛ نو ویې نه شو کولای، چې حکومت جوړ کړي. هغه په ۱۹۰۸ز کال کې د مشترک المنافع لیبرال ګوند (د محافظه کارانو په ګډون) له جوړېدلو سره مخالفت وښود او د ګوند له مشرتابه یې استعفا وکړه. ریډ په ۱۹۱۰ز کال کې په انګلستان کې د اسټرالیا لوړ رتبه استازی وټاکل شو او تر ۱۹۱۶ز کال پورې په همدغه دریځ پاتې شو. هغه وروسته د بریتانیا پارلماني ټاکنې وګټلې او د دوو کلونو له چوپړ وروسته په ناڅاپي ډول مړ شو.

د ژوند په لومړیو کې سمول

ریډ د ۱۸۴۵ز کال د فبرورۍ په ۲۵مه د سکاټلنډ د رنفروشایر په جانسټون کې زېږېدلی و. هغه د ماریون (کورنی نوم کریباس) او جان ریډ له اووو بچیانو نه پینځم و، چې څلور وروڼه یې مشران او دوه خویندې یې تر ده کوچنۍ وې. د هغه نوم جیورج هیوسټن د رنفریوشایر د ټاکنیزې حوزې د پخواني محافظه کار استازې نه چې څو کاله مخکې مړ شوی و، اخیستل شوی دی. د ریډ پلار د یو بزګر زوی و، چې د ایرشیر په تاربولټن کې زېږېدلی و. هغه د جیورج د زېږون پرمهال د سکاټلنډ په کلیسا کې دنده ترسره کوله، چې په ۱۸۳۹ز کال کې د بېلتون غوښتونکو پریسبیټیریانو په کلیسا کې له خدمت کولو نه وروسته له دوی سره یوځای شوی و. هغه د ۱۸۴۳ز کال په ګډوډۍ کې خپلې کلیسا ته وفادار پاتې شو. په ۱۸۳۴ز کال کې هغه د بل وزیر اډوارډ کریباس له لور سره واده وکړ، چې تر ده نهه کاله کشره وه.

ریډ او کورنۍ یې د ۱۸۴۵ز کال په اپرېل کې د انګلستان لیورپول ته لاړل، دلته یې پلار له هېواده بهر د پریسبیټیریان کلیسا وزیر ټاکل شوی و. د ریډ دوه کوچنۍ خویندې همدلته زېږېدلې وې. کورنۍ یې له مالي پلوه له ستونزو سره مخامخ وه، نو پلار یې پرېکړه وکړه، چې اسټرالیا ته کډوال شي. ریډ د ۱۸۵۲ز کال په می کې میلبورن ته راغی او وروسته یې پلار په ایسنډن او شمالي میلبورن کې د غونډو مشري کوله. هغه په ۱۸۵۸ز کال کې خپله کورنۍ سیډني ته ولېږدوله. ریډ خپلې رسمي زده کړې د میلبورن په اکاډمۍ کې وکړې، چې اوس دغه اکاډمي د سکاچ کالج په نامه یادېږي. کله یې چې کورنۍ په سیډني کې مېشته شوه، نو ریډ په ۱۳ کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او له یوه سوداګر سره یې د کوچني منشي په توګه کار پیل کړ. د ریډ پلار د سیډني په سکاټز کلیسا کې له جان ډنمور لنګ سره همکار شو، چې له ۱۸۶۲ز کال نه تر ۱۸۶۷ز کال پورې د جیورج سړک په مارینرز کلیسا کې وزیر و. د هغه مور د زړو ښوونځیو په خوځښت کې ونډه لرله، خو په ۱۸۸۵ز کال کې مړه شوه. ریډ د ژوند په وروستیو کې خپل مور و پلار د هغه د ښې روزنې له امله وستایل.  [۵][۶]

سیاسي مسلک سمول

د ریډ مسلک د هغه له چټک هوښ او وینا سره مرسته وکړه. هغه ښايي په سترواکۍ کې د پلیټ فورم غوره ویاند وي. وینا یې هم تفریحي او هم یې خپلو اورېدونکو ته د خبر رسولو وسیله وه. په هر حال د هغه طنز په نړیواله کچه د قدردانۍ وړ ونه ګرځېد. الفریډ ډيکین له ریډ نه کرکه وکړه او هغه یې بې حده بېکاره او سخت خپل چاری وباله، چې د دوی سړو اړیکو د دواړو پر راتلونکو دندو اغېز وکړ. [۷][۸][۹]

ریډ په ۱۸۸۰ز کال کې د ختیځ سیډني د څلورو غړو انتخابي ولسوالۍ لپاره د نوي سویلي ویلز د مقننه مجلس غړی وټاکل شو، چې د ټاکنو په لومړي کتار کې یې ځای ونیو. هغه په لومړيو وختونو کې ډېر فعال نه و، ځکه چې د خپلو حقوقي چارو پر جوړولو بوخت و، که څه هم هغه د رابرټسن د ځمکو د قوانینو د اصلاح کولو لپاره اندېښمن و، چې د ځمکو د ۹۶ خاوندانو ترمنځ یې د اته میلیون جریبه ځمکې (km2۳۲۰۰۰) د کنټرول مخه نه وه نیولې. هنري پارکس او جان رابرټسن هڅه وکړه، چې د ځمکو په قوانینو کې جزیي اصلاحات راولي، خو له ماتې سره مخ شول او د پارکس ګوند په راتلونکو ټاکنو کې ډېرې چوکۍ له لاسه ورکړې.[۱۰]

نوي لومړي وزیر، الکساندر سټوارټ ریډ ته د ۱۸۸۳ز کال په جنورۍ کې د استعماري خزانې د موقف وړاندیز وکړ، خو هغه دا غوره وګڼله، چې د عمومي لارښوونو وزیر شي. هغه په دغه دفتر کې ۱۴ میاشتې دنده ترسره کړه او بریالی شو، ترڅو د ښوونې او روزنې لپاره ښه قانون تصویب کړي، چې په کې د مخکښو ښارونو د لومړیو عالي دولتي ښوونځیو جوړول، تخنیکي ښوونځي (د مستعمرو لپاره الګو وو) او په پوهنتون کې د ماښامنیو لکچرونو چمتو کول شامل وو. [۱۱][۱۲]

لومړی وزیر (۱۹۰۴ز- ۱۹۰۵ز) سمول

د واټسن حکومت د ۱۹۰۴ز کال په اګسټ کې استعفا ورکړه او ریډ لومړی وزیر شو. هغه پخوانی ایالتي لومړی وزیر و، چې وروسته د هېواد په کچه لومړی وزیر شو (تر هغه مهاله بل لومړی وزیر جوزف لیونز و). ریډ په دواړو مجلسونو کې اکثریت نه درلود او پر دې پوهېده، چې له محافظه کار ګوند سره به یې د اختلافاتو حل یوازې د وخت مسئله وي؛ نو ترڅو یې چې کولای شوای، له خپل موقفه یې خوند اخیست. د ۱۹۰۵ز کال په جولای کې نورو دوو ګوندونو هغه ته مناسبه رایه ورکړه او وروسته یې په ډېرې مینې او مهربانۍ خپله دنده پرېښوده.

وروستی ژوند سمول

ریډ په ۱۹۱۰ز کال کې په لندن کې د اسټرالیا لوړ رتبه استازی وټاکل شو. ریډ په بریتانیا کې ډېر شهرت درلود، خو کله یې چې په لندن کې دنده پای ته ورسېده، نو پارلمان ته د اتحادیې د نوماند په توګه د سینټ جیورج د چوکۍ لپاره پرته له کوم مخالفته وټاکل شو. ریډ دلته د هغو خپلواکو هېوادونو ویاندویي کوله، چې له جګړه ییزو هڅو نه یې ملاتړ کاوه. هغه د ۱۹۱۸ز کال د سپټمبر په ۱۲مه د ۷۳ کلونو په عمر په ناڅاپي ډول په لندن کې مړ شو. د مړینې لامل یې دماغي ترومبوزی ښودل شوی و. له هغه نه یې مېرمن او دوه لوڼې او زامن پاتې شول. ریډ د پوتني ویل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cz3tqc — subject named as: George Reid (Australian politician) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8480595 — subject named as: George Houstoun Reid — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Australian Dictionary of Biography ID: https://adb.anu.edu.au/biography/reid-sir-george-houstoun-8173 — د نشر نېټه: ۵ اکتوبر ۲۰۲۱ — سرليک: Australian Dictionary of Biography — خپرونکی: Melbourne University Publishing
  4. "George Reid". Prime Ministers. National Archives of Australia. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite AuDB
  6. کينډۍ:Dictionary of Australian Biography
  7. McMinn, W. G. (1989). George Reid. Carlton, Vic: Melbourne University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-522-84373-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Abjorensen, Norman. George Reid, The Democrat as Equivocator: Piss and Wind, or Principles in Search of a Constituency?. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Grattan, Michelle (2000). Australian Prime Ministers. New Holland Publishers (Australia) Pty Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-86436-756-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite NSW Parliament
  11. کينډۍ:Cite AuDB
  12. کينډۍ:Dictionary of Australian Biography
  13. کينډۍ:Cite AuDB
  14. McMinn, W. G. (1989). George Reid. Carlton, Vic: Melbourne University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-522-84373-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 17 September 1918 باندې). Sir George Reid's Death.
  16. "Fast facts: George Reid". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)