جیمز ابرام ګارفیلډ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر (په ۱۸۸۱ کې)
جیمز ابرام ګارفیلډ
(انګلیسي: James Abram Garfield د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیمز ابرام ګارفیلډ
جیمز ابرام ګارفیلډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Abram Garfield د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ نومبر ۱۸۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 19 سپټمبر 1881 (50 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم[۱۲]
سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 7   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۳]
پوځي افسر
ليکوال[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲]
لاتين ژبه
يوناني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام تورن جنرال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جیمز ابرام ګارفیلډ
جیمز ابرام ګارفیلډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمزابرام ګارفیلډ (د نومبر ۱۹ مه،۱۸۳۱ – د سپتمبر ۱۹مه، ۱۸۸۱ ز) د امریکا د متحده ایالاتو شلم ولسمشر و، چې د ۱۸۸۱ ز کال له مارچ میاشتې څخه یې تر سپټمبر میاشتې پورې خدمت وکړ. ګارفیلډ د یوه وژونکي له خوا د ده له ولسمشرۍ څخه د څلورو میاشتو په تېرېدوسره په ډزو وویشتل شو او دوه میاشتې وروسته مړ شو. نوموړی یوازنی ولسمشر و چې د ټاکل کېدو پر مهال یې د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس غړیتوب درلود.

ګارفیلډ د لرګیو په یوه خونه کې په غربت سره وزېږېد او د اوهایو په شمال ختیځ کې را لوی شو. له ویلیامز کالج څخه په فراغت، ګارفیلډ قانون ولوست او وړاندې له دې چې په ۱۸۵۷ ز کال کې د جمهوري غوښتونکي په توګه سیاست ته دننه شي، د وکیل په توګه یې دنده ترسره کړه. هغه د اوهایو ایالت د سنا جرګه ګۍ د غړي په توګه له ۱۸۵۹ز کال څخه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې خدمت وکړ. ګارفیلډ د کنفدریشن د بېلوالي مخالف و او د کورنۍ جګړې پر مهال یې د اتحادیې په ځواکونو کې د تورن جنرال په توګه خدمت وکړ، په مېډیل کریک (Middle Creek)،شیلو (Shiloh) او چیکاماګا (Chickamauga) نښتو کې یې جګړه وکړه. د لومړي ځل لپاره نوموړي په ۱۸۶۲ ز کال کې کانګرس ته لار ومونده چې د اوهایو ایالت د ۱۹ مې حوزې استازولي وکړي. له جګړې وروسته په کانګرس کې ګارفیلډ د خپل خدمت پر مهال د سروزرو له معیار څخه په کلکه ملاتړ وکړ او د یوه پیاوړي ویناوال په توګه مشهور شو. په لومړیو کې هغه له راډیکالو جمهوري غوښتونکو سره د بیارغونې په برخه کې موافق و، خو وروسته یې د خپلواکو کسانو لپاره د مدني حقونو د ورکړې څخه په ملاتړ د اعتدال لار غوره کړه.

په ۱۸۸۰ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې استازو ګارفلیډ، هغه کس چې سپینې ماڼۍ ته د لار موندنې په لټه کې نه و، په ناڅاپي ډول په خپله ۳۶ مه رای اچونه کې د ګوند د نوماند په توګه وټاکه. د ۱۸۸۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوموړي، په ډېره کمه کچه د ځان لپاره ټاکنیز کمپاین ترسره کړ او په ډېرې سختۍ یې د دیموکرات نوماند وینفیلډ سکاټ هانکوک (Winfield Scott Hancock) ته ماته ورکړه. د ولسمشر په توګه د ګارفیلډ لاسته راوړنې، په اجرائیوي ګومارنو کې د سنا جرګې د واک پر ځای د ولسمشریزې ماڼۍ د واکونو بېرته ترلاسه کول، د پوسټ په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د سترې محکمې لپاره د قاضي القضات ګومارل و.

د ۱۸۸۱ ز کال د جولای په دویمه، د دندې له لټون څخه ستړي شوي چارلس جی. ګیوتیو (Charles J. Guiteau) په واشنګټن کې د بالتیمور او پوتوماک د اوسپنۍ پټلۍ په تم ځای کې په ګارفیلډ ډزې وکړې. ټپونه یې داسې نه وو چې د مړینې لامل یې وګرځي، خو د ډاکټرانو د ناسمې درملنې له امله یې زخمونه مکروبي شول او د ۱۸۸۱ ز کال د سپټمبر په ۱۹ مه مړشو. ګیوتیو د ۱۸۸۲ ز کال په جون میاشت کې اعدام شو.

د ۱۸۸۰ ز.کال ولسمشریزې ټاکنې سمول

ګارفیلډ چې په وروستیو کې د شېرمن په ملاتړ سنا ته لار موندلې وه، د ۱۸۸۰ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو د مبارزو په فصل کې ژمن و چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا په نوماندۍ کې به له شرمن څخه ملاتړ کوي، خو له دې سره د کنوانسیون له پیل وړاندې، یو شمېر جمهوري غوښتونکو ، لکه:  له فیلادلفیا څخه وارټن بارکر، په دې نظر و چې ګارفیلډ د نوماندۍ لپاره غوره ټاکنه ده. ګارفیلډ له دغې څوکۍ سره خپله هر ډول لېوالتیا رد کړه، خو ده ته ډېر پام د دې لامل شو، څو شرمن د خپل جنرال (lieutenant's)په هیلو شکمن کړي. د شرمن په خوا کې نوماندۍ ته مخکښ کسان بلېن او پخوانی ولسمشر ګرانټ و، خو یو شمېر نورو نوماندانو هم یو شمېر استازي له ځان سره لرل.[۱۵][۱۶][۱۷]

په همدغه مهال کې جمهوري غوښتونکی ګوند په دوه برخو ووېشل شو: سټالوارټس (Stalwarts )، چې د شته فدرال دولت له ملاتړیز سیستم څخه یې ملاتړ کاوه او هاپ بریډس (Half-Breeds) چې په مدني خدمتونو کې یې اصلاحات غوښتل. د کنوانسیون په پیل کې د نیویارک سناتور روسکو کانکلېنګ (Roscoe Conkling) چې د سټالوارټس ډلې مشر او د پخواني ولسمشر یولیسیز اس ګرانټ پلوی و) وړاندیز وکړ چې، ټول استازي باید ژمنه وکړي چې په عمومي ټاکنو کې له خپل وروستي نوماند نه ملاتړ وکړي. کله چې د لویدیځې وریجینیا درې استازو له دغه ډول ژمنې انکار وکړ، کانکلېنګ هڅه وکړه، څو دوی له کنوانسیون څخه وباسي. ګارفیلډ د هغوی په دفاع کې اوچت شو او د قضاوت په برخه کې د دوی د حق د خوندیتوب څخه په ملاتړ یې خپله له احساساتو ډکه وینا وکړه. ټولو له کانکلېګ سره مخالف وکړ او هغه هم له خپل درېځ  څخه واوښت. دغې وینا، د ګارفیلډ ملاتړي خوښ کړل، هغو چې باور درلود، چې د بل هر وخت په پرتله هغه یوازنی کس دی چې کولای شي، د ډېرو استازو رایې خپلې کړي.[۱۸][۱۹]

د مخکښو نوماندانو په اړه له ویناوو وروسته، ګارفیلډ پورته شو، څو د شرمن نوم هم د نوماندانو په نوملړ کې راولي. د شرمن د نوماندۍ لپاره د هغه وینا د هرکلي وړ وګرځېده، خو استازو د راتلونکي ولسمشر په توګه د شرمن لپاره په ډېره کمه کچه لېوالتیا وښوده. په لومړي پړاو رایه اچونه کې ګرانټ د ۳۰۴ رایو په ګټلو تر ټولو مخکښ او بلېن د ۲۸۴ رایو په لرلوسره دویم ځایګی خپل کړ. شرمن د ۹۳ رایو په لرلو درېیم ځایګی ونیو. په راتلونکو رایه اچونو کې ډېر ژر د بلېن او ګرانټ د پلویانو ترمنځ کړکېچ رامنځته شو، ځکه یوه هم نه شو کولای، د نوماندۍ لپاره ۳۷۹ رایې خپلې کړي. د ویسکانسین د پلاوي غړي جرمیا مکلېن رسک (Jeremiah McLain Rusk) او د انډیانا استازي بنجامین هاریسون(Benjamin Harrison) د کړکېچ د هواري په موخه تور آس لرونکي – ګارفیلډ ته د ګرانټ ضد رایو د لېږد په لټه کې و. ګارفیلډ د رایو په ۳۵ پړاو کې ۵۰ رایې ترلاسه کړې. ګارفیلډ خپل د اوهایو پلاوي ته اعتراض وکړ او څرګنده یې کړه، چې دی د نوماندۍ په لټه کې نه دی او هېڅکله یې له شرمن سره د خیانت نیت نه دی لرلی، خو استازو د ده مخالفت رد او ده ته یې رایه ورکړه. د رایې ورکوونې په بل پړاو کې د شرمن او بلېن نږدې ټولو پلویانو خپله رایه د ګارفیلډ په ملاتړ وکاروله او د جمهوري غوښتونکو د نوماندۍ لپاره یې ۳۹۹ رایې خپلې کړې. د پخواني ولسمشر ګرانټ ډېری پلویانو تر پایه پورې د هغه ملاتړ وکړ او په ګوند کې د سټلوارټ کوچنۍ ناراضه ډله رامنځته شوه. د دې لپاره چې د ټاکنیز ټکټ لپاره د دغې ناخوښې ډلې ملاتړ هم ترلاسه شي، د نیویارک د ګمرک پخوانی عاید ټولوونکی او د کانکلینګ سیاسي ډلې غړی چسټر اې آرتور، (Chester A. Arthur) د ولسمشر د مرستیال په توګه نوماند کړای شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ولسمشري ( ۱۸۸۱ ز) سمول

کابینه او لوړه سمول

ګارفیلډ د خپلې بریا او لوړې ترمنځ واټن کې، د داسې کابینې په جوړولو بوخت شو، چې د کانکلېنګ او بلېن د مخالفو ډلو ترمنځ د سولې فضا رامنځته کړي. د بلېن ملاتړو استازو د ګارفیلډ له نوماندۍ زیات ملاتړ کړی و، چې د مین ښار (Maine) سناتور په کې د بهرنیو چارو وزارت افتخاري ځایګی خپل کړ. بلین نه یوازې د ولسمشر نږدې سلاکار و، هغه هڅه کوله، په سپینه ماڼۍ کې په ټولو پېښېدونکو چارو باید خبر واوسي، ان داسې هم ویل کېږي چې، د هغه په غیاب کې به یې یو شمېر راپورچیان(جاسوسان) موجود وو. ګارفیلډ د مالیې وزارت لپاره له مینيسوټا څخه ویلیام وینډوم (William Windom)، له لویزیانا څخه د سمندري ځواکونو د وزارت لپاره ویلیام ایچ هنټ (William H. Hunt) ، د دفاع یا جنګ وزارت لپاره رابرټ ټوډ لېنکولن (Robert Todd Lincoln) او له لوا ایالت څخه ساموئل جی کرېک ووډ (Samuel J. Kirkwood) د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماندان کړل. له نیویارک څخه په استازولۍ یې توماس لیمویل جیمز(Thomas Lemuel James) د پوستي خدمتونو د عمومي مشر په توګه وټاکه. ګارفیلډ له پنسلوانیا څخه وین مک ویګ (Wayne MacVeagh) چې د بلېن کلک مخالف و، د لوی څارنوال په توګه وټاکه. بلین هڅه وکړه چې د دغې ګومارنې د سبوتاژ کولو په موخه، ګارفیلډ اړ کړي چې د مک وېګ مخالف، ویلیام ای چاندلر (William E. Chandler)، د هغه د مرستیال په توګه وټاکي، خو د سنا له خوا د چانلدر د ټاکل کېدو رد کېدل، د مک وېګ د استعفا مخه ونیوله.v[۲۶][۲۷][۲۸]

له دې امله چې د کابینې ټاکلو د ګارفیلډ فکر مغشوش کړی و، د هغه پیلنۍ (افتتاحیه) وینا، د تل په څېر د هغه د ویناوو په معیار برابره نه وه . ده په خپله وینا کې د افریقايي الاصله امریکایانو د مدني حقونو اړوند مهم ټکي ته اشاره وکړه او و یې ویل:" آزادي تر هغه مهاله خپل ټول برکات نه شي رامنځته کولای، تر هغو چې قانون او یا هم اداره، د هر غوره وګړي (تبعه) پر وړاندې کوچنی خنډ رامنځته کوي".[۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118716379  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11974061g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-A-Garfield — subject named as: James A. Garfield — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xw4php — subject named as: James A. Garfield — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/381 — subject named as: James Abram Garfield — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32338.htm#i323377 — subject named as: James Abram Garfield — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/garfield-james-abram — subject named as: James Abram Garfield — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jamesabramgarfieldj — subject named as: James A. Garfield
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22714 — subject named as: James Abram Garfield — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=21285 — subject named as: James Abram Garfield — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://cs.isabart.org/person/119995 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. دوتنه: Candice Millard — خپرونکی: Anchor Books — ISBN 978-0-7679-2971-4
  13. پیوستون : 118716379  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. Doenecke 1981، صص. 17–19.
  16. Peskin 1978، صص. 456–457.
  17. Peskin 1978، صص. 454–455.
  18. Peskin 1978، صص. 464–465.
  19. Ackerman 2003، صص. 81–83.
  20. Peskin 1978، صص. 480–481.
  21. Ackerman 2003، صص. 110–114.
  22. Peskin 1978، صص. 475–477.
  23. Peskin 1978، صص. 472–475.
  24. Ackerman 2003، صص. 96–101.
  25. Peskin 1978، صص. 466–469.
  26. Doenecke 1981، صص. 33–36.
  27. Peskin 1978، صص. 555–561.
  28. Peskin 1978، صص. 519–521.
  29. Peskin 1978، ص. 539.
  30. Peskin 1978، صص. 538–540.
  31. Caldwell 1965، ص. 330.