جیرالد رودولف فورډ

جیرالد رودولف فورډ (د ۱۹۱۳ز کال جولای ۱۴مې نه تر د ۲۰۰۶ز کال د ډسمبر۲۶مې) یو امریکایيسیاستوال و، چې له ۱۹۷۴ز کال نه تر ۱۹۷۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۸م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. تر دې مخکې یې په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د مشر په توګه او بیا له ۱۹۷۳ز نه تر ۱۹۷۴ز کال پورې د امریکا د ۴۰م مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. کله چې  پخواني ولسمشر ریچارډ نیکسن په ۱۹۷۴ز کال کې استعفا وکړه، فورډ د نیکسون پر ځای د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۳]

جیرالد رودولف فورډ
جیرالد رودولف فورډ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
هديره میشیګان   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 183 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی سینه بغل   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر (38  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۹ اگسټ ۱۹۷۴  – ۲۰ جنوري ۱۹۷۷ 
ریچارډ میلهوس نیکسون  
جیمس ایرل کارټر  
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون ،  کولمبيا پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
برخه
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه ،  د ویتنام جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جیرالد رودولف فورډ

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فورډ د نبراسکا په اوماها کې زېږېدلی او د میشیګان په ګرینډ ریپډز کې ستر شوی و. فورډ د میشیګان په پوهنتون کې زده کړې وکړې او هلته د ښوونځي د فوټبال ډلې ​​​​غړی شو، چې دوه ملي اتلولۍ یې هم وګټلې. فورډ خپل سیاسي فعالیت په ۱۹۴۹ز کال کې د متحده ایالاتو د میشیګان د کانګرس له پینځمې ناحیې نه د استازي په توګه پیل کړ، چې د ۲۵کلونو لپاره یې د استازي په توګه دنده ترسره کړه او وروستي نهه کاله د ولسي جرګې د اقلیت مشر په توګه پاتې شو. د ۱۹۷۴ز کال په اګست کې د ولسمشر نیکسون له استعفا وروسته، فورډ سملاسي ولسمشر شو.[۴]

فوړډ د ولسمشر په توګه د هیلسینکي تړون لاسلیک کړ، چې په سړه جګړه کې د کړکېچ کمولو پر لور یو حرکت وبلل شو. د فورډ له ولسمشرۍ نه ۹میاشتې وروسته سویلي ویتنام سقوط وکړ او د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو ښکېلتیا په اساسي ډول پای ته ورسېده. په هېواد دننه، فورډ په خپلو څلورو لسیزو کې د مخ پر زیاتېدوونکي انفلاسیون او اقتصادي کړکېچ په شتون کې د ډېر خراب اقتصاد مشري وکړه. هغه په خپل ​​یوخورا جنجالي عمل کې، د واټر ګیټ په قضیه کې د ریچارډ نیکسون د ونډې لپاره هغه ته بښنه وکړه. په ۱۹۷۶ز کال د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ د ټاکنوپه لومړي کمپاین کې، فورډ د جمهوري غوښتونکو نوماندۍ لپاره د کالیفورنیا پخوانی والي رونالډ ریګن ته ماته ورکړه. هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند سیال جیمي کارټر پر وړاندې، چې د جورجیا پخواني والي و، د لږو رایو په توپیر ماته ومنله. د تاریخپوهانو او سیاست پوهانو سروې فورډ د ټیټ اوسط ولسمشر په توګه درجه بندي کړې.[۵][۶][۷][۸][۹]

لومړنی ژوند

سمول

فورډ د ۱۹۱۳ز کال د جولای په ۱۴مه د نیبراسکا  په اوماها کې وزېږېد. هغه د ډوروتي ایر ګارډنر او لیسلي لینچ کینګ سینیر یوازینی بچی و، چې پلار یې د وړیو سوداګري کوله. ګارډنر د خپل زوی له زېږون نه  شپاړس ورځې وروسته له کینګ نه جلا شوه. ګارډنر او کینګ د ډسمبر په ۱۹۱۳ز کال کې طلاق واخېست او هغې د خپل زوی بشپړه پالنه وکړه. د فورډ پلرنی نيکه چارلس هنري کینګ تر ۱۹۳۰ز کال پورې د هغه له مرګ نه لږ وخت دمخه هم د فوړډ ملاتړ کاوه.[۱۰]

فورډ وروسته وویل چې: پلار یې خپله مېرمن وهله. جیمز ایم کینن د فورډ د ژوندلیک په اړه لیکلي دي چې: د فورډ د مور او پلار جلا کېدل او طلاق هغه وخت رامنځته شو ،کله چې د فورډ له زېږون نه څو ورځې وروسته، د هغه پلار لیسلي کینګ د قصابي چاړه واخیسته او د خپلې مېرمنې، زوی او د فورډ نرسې د وژلو ګواښ یې وکړ. د ۱۹۱۷ز کال د  فبروري په لومړۍ د فورډ مور ګارډنر له ګیرالډ روډولف فورډ سره واده وکړ.[۱۱][۱۲]

د جیرالډ فورډ ولسمشرۍ (۱۹۷۴ز کال نه تر ۱۹۷۷ز کال پورې)

سمول

بهرنۍ تګلاره

سمول

فورډ له شوروي اتحاد او چین سره د کړکېچ کمولو تګلارې ته دوام ورکړ او د سړې جګړې کړکېچونه یې هم لږ کړل. د نیکسون د ولسمشرۍ د وخت د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت تړون (SALT) لا هم شتون درلود. د چین او امریکا ترمنځ ترینګلې اړیکې چې د نیکسون د سفر له امله منځته راغلې وې، د۱۹۷۵ز کال په ډسمبر کې  فورډ د خپل سفر له لارې بیا پیاوړې کړې.  نوموړي په ۱۹۷۵ز کال کې له شوروي اتحاد سره د هیلسینکي تړونونه لاسلیک کړل، دا یو خپلواک نا دولتي سازمان و چې د اطاعت او نظارت لپاره رامنځته شوی و، چې وروسته د بشري حقونو څار ادارې ته بدله شوه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

فورډ په ۱۹۷۵ز کال کې د (G7) صنعتي هېوادونو (په پیل کېG5 ) په پرانست غونډه کې ګډون وکړ او د کاناډا غړیتوب یې تضمین کړ. هغه په ​​۱۹۷۴ز کال کې په یوه وینا کې وویل: «مونږ په یوه تړلې نړۍ کې ژوند کوو، نوباید د ګډو اقتصادي ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړو».[۱۷]

ویتنام

سمول

د فورډ د ولسمشرۍ پر مهال د ویتنام اوږده جګړه  یوه له سترو ګواښونو نه وه. د شمالي ویتنام پر وړاندې د امریکا یرغلیز عملیات د پاریس د سولې تړون سره سم،چې د ۱۹۷۳ز کال د جنوري په ۲۷مه لاسلیک شو، پای ته ورسېدل. دغه تړون په شمالي او سویلي ویتنام کې اوربند اعلان کړ او د امریکا د جنګي بندیانو خوشې کولو غوښتنه یې کوله. همداراز دغه تړون د ویتنام ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړه او د ۱۹۵۴ز کال د جنیوا کنفرانس په څېر، په شمال او سویل کې د ملي ټاکنو غوښتنه وشوه. د پاریس د سولې تړون له ویتنام نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره شپېته ورځې وخت وټاکه. دغه تړون د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار هنري کیسنجر او د شمالي ویتنام د پولیټ بیورو د غړي لی دیک تو له خوا لاسلیک شو. [۱۸]

کله چې د شمالي ویتنام ځواکونو د پرمختګ تګلاره غوره کړه، په دغه وخت کې فورډ د امریکا له کانګرس نه غوښتنه وکړه، چې د سویلي ویتنام لپاره د ۷۲۲میلیونه ډالرو مرستې کڅوړه تصویب کړي دا هغه فنډونه وو، چې د نیکسون دولت یې ژمنه کړې وه، خوکانګرس په پراخه کچه د دغې مرستې پر ضد منفي رایه ورکړې وه. د شمالي ویتنام ولسمشر، تیو د۱۹۷۵ز کال د اپریل په ۲۱مه استعفا ورکړه او د خپل هېواد د سقوط لامل یې د متحده ایالاتو د ملاتړ نشتوالی په ګوته کړ. فورډ دوه ورځې وروسته د اپریل په ۲۳مه په ټیولاني پوهنتون کې وینا وکړه. په دې وینا کې هغه اعلان وکړ،چې: «د ویتنام جګړه تر هغه ځایه، چې په امریکا پورې تړلې وه، پای ته رسېدلې ده». [۱۹]

د یو لړ نظامي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۷۳ امریکايي اتباع او۵۵۹۵ ویتنامي او د نورو هېوادونو اتباع د سویلي ویتنام پلازمېنې سیګون نه وایستل شول. په دې عملیاتو کې د امریکا پوځي او هوايي چورلکو د سیګون له سقوط سره سمدلاسه د اپرېل له ۲۹نه تر ۳۰پورې د شاوخوا ۲۴ساعتونو په موده کې د متحده ایالاتو سمندري بېړیو ته د ساحل نه بهر وایستل شو. د عملیاتو په لړ کې د سویلي ویتنام ډېرې چورلکې په بېړیو کې راښکته شوې او خلک یې واېستل، تر څو په بېړیو کې د نورو خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره هم ځای پیدا شي.[۲۰]

ډېری ویتنامي اېستل شوو اتباعو ته اجازه ورکړل شوه، چې د اندوچین د کډوالۍ او پناه غوښتونکو د مرستې قانون له مخې متحده ایالاتو ته داخل شي. د ۱۹۷۵زکال قانون ۴۵۵میلیونه ډالره د اندوچینی کډوالو د ځای پر ځای کولو د لګښتونو لپاره اختصاص کړل. په ټولیز ډول په۱۹۷۵زکال کې ۱۳۰۰۰۰ویتنامیان امریکا ته ولاړل.[۲۱][۲۲]

د فوړډ مړینه

سمول

فورډ د ۲۰۰۶ز کال د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د کالیفورنیا په رانچو میراج سیمه کې په خپل کور کې د ۹۳کلونو او ۱۶۵ورځو په عمر د شریانونو د بندښت له امله مړ شو او په دې ډول فورډ د متحده ایالاتو تر ټولو د اوږد عمر لرونکيولسمشر په توګه وپېژندل شو. هغه د ولسمشر هیري ایس ټرومن د۳۴م تلین پر مهال مړ شو.[۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118534297  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2006/12/26/AR2006122601257.html
  3. "President Ford Inaugural Ceremony". C-SPAN.org (په انګليسي). C-SPAN. August 9, 1974. نه اخيستل شوی January 25, 2021.
  4. "9 Things You May Not Know About Gerald Ford". History.com.
  5. Frum, David (2000). How We Got Here: The '70s. New York City: Basic Books. pp. xxiii, 301. ISBN 978-0-465-04195-4.
  6. George Lenczowski (1990). American Presidents, and the Middle East. Duke University Press. pp. 142–143. ISBN 978-0-8223-0972-7.
  7. "Lincoln Wins: Honest Abe tops new presidential survey". CNN. February 16, 2009. نه اخيستل شوی December 2, 2020.
  8. "Presidential Historians Survey 2017". C-SPAN. نه اخيستل شوی December 2, 2020.
  9. "Presidents 2018 Rank by Category" (PDF). نه اخيستل شوی December 2, 2020.
  10. Young, Jeff C. (1997). The Fathers of American Presidents. Jefferson, NC: McFarland & Co. ISBN 978-0-7864-0182-6.
  11. Funk, Josh (December 27, 2006). "Nebraska-born Ford Left State as Infant". Fox News. Associated Press. Archived from the original on April 29, 2011. نه اخيستل شوی September 2, 2009.
  12. Cannon, James. "Gerald R. Ford". Character Above All. Public Broadcasting System. Archived from the original on January 26, 2011. نه اخيستل شوی December 28, 2006. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. Mieczkowski, Yanek (2005). Gerald Ford and the Challenges of the 1970s. Lexington, Kentucky: University Press of Kentucky. pp. 283–284, 290–294. ISBN 978-0-8131-2349-3.
  14. "Trip To China". Gerald R. Ford Presidential Library. University of Texas. Archived from the original on September 24, 2015. نه اخيستل شوی December 31, 2006. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  15. "About Human Rights Watch". Human Rights Watch. نه اخيستل شوی December 31, 2006.
  16. "President Gerald R. Ford's Address in Helsinki Before the Conference on Security and Cooperation in Europe". USA-presidents.info. Archived from the original on October 10, 2007. نه اخيستل شوی April 4, 2007.
  17. "President Ford got Canada into G7". Canadian Broadcasting Company. December 27, 2006. نه اخيستل شوی December 31, 2006.
  18. Church, Peter, ed. (2006). A Short History of South-East Asia. Singapore: John Wiley & Sons. pp. 193–194. ISBN 978-0-470-82181-7.
  19. Brinkley, Douglas (2007). Gerald R. Ford. New York, NY: Times Books. pp. 89–98. ISBN 978-0-8050-6909-9.
  20. Bowman, John S. (1985). The Vietnam War: An Almanac. Pharos Books. p. 434. ISBN 978-0-911818-85-7.
  21. Plummer Alston Jones (2004). "Still struggling for equality: American public library services with minorities". Libraries Unlimited. p.84. ISBN 1-59158-243-1
  22. Robinson, William Courtland (1998). Terms of refuge: the Indochinese exodus & the international response. Zed Books. p. 127. ISBN 978-1-85649-610-0.
  23. Stout, David (January 2, 2007). "Bush and ex-presidents eulogize Gerald R. Ford". The New York Times. نه اخيستل شوی September 3, 2009.
  24. Naughton, James M.; Clymer, Adam (December 27, 2006). "Gerald Ford, 38th President, Dies at 93". The New York Times. نه اخيستل شوی October 19, 2009.
  25. DeFrank T: Write It When I'm Gone, G. Putnam & Sons, New York, NY, 2007.