ریچارډ میلهوس نیکسون

ریچارډ میلهوس نیکسون (۱۹۱۳ز کال نه تر ۱۹۹۴ز کال)، له ۱۹۶۹ز کال نه تر ۱۹۷۴ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۳۷م ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله. هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و، چې له ۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې د ۳۶م مرستیال ولسمشر په توګه هم پاتې شوی و.په سپینه ماڼۍ کې د هغه پنځه کلنه دوره، د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو د ښکېلتیا پای ته رسېدو، له شوروي اتحاد او چین سره د تاوتریخوالي کمېدو،په سپوږمۍ کې دلومړي ځل لپاره د انسان ښکته کېدو او د چاپېریال ساتنې ادارې د جوړېدو لامل شوه. د نیکسون دویمه دوره ډېر ژر پای ته ورسېده، ځکه د واټرګیټ قضیې تر سپړلو وروسته، هغه د امریکا یوازینی ولسمشر شو ،چې له خپلې دندې نه یې استعفا ورکړه.

ریچارډ میلهوس نیکسون
(انګلیسي: Richard Nixon د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ریچارډ میلهوس نیکسون
ریچارډ میلهوس نیکسون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Richard Milhous Nixon د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ جنوري ۱۹۱۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
مړینه 22 اپرېل 1994 (81 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
منهټن [۱۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک (۳۱ جولای ۱۹۴۲–۳۱ ډيسمبر ۱۹۴۵)[۱۹]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه [۱۹]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ریچارډ میلهوس نیکسون
ریچارډ میلهوس نیکسون

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نیکسون د سویلي کلیفورنیا په یوه کوچني ښار کې د کوکرانو په یوه غریبه کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په ۱۹۳۷ز کال کې د حقوقو له پوهنځي نه فارغ شو او  په کلیفورنیا کې یې وکالت پیل کړ، چې وروسته له خپلې مېرمن پیټ سره په ۱۹۴۲ز کال کې واشنګټن ته ولاړ، چې د فدرالي حکومت لپاره کار وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، په سمندري ځواکونو کې له فعالې دندې وروسته، هغه په ​​۱۹۴۶ز کال کې ولسی جرګې ته وټاکل شو.

د الجرهیسقضیې(Alger Hiss Case ) تر څېړنې وروسته، نیکسون د یوه مخکښ کمونیست ضد څېرې په توګه وپېژندل شو، چې له امله نوموړي ملي شهرت وموند، چې وروسته بیا په ۱۹۵۰ز کال کې مشرانو جرګې ته هم وټاکل شو. نیکسون د ۱۹۵۲ز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند ډوایټ ډي ایزن هاور مرستیال و او اته کاله یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. نیکسون په ۱۹۶۰ز کال کې د ولسمشرۍ لپاره ودرېد، خو په ډېر لږ توپیر یې د جان ایف کینیډي پر وړاندې ماته وخوړه. نوموړي د کلیفورنیا د ایالت لپاره د ۱۹۶۲ز کال په سیالۍ کې هم ماته وخوړه.  په ۱۹۶۸ز کال کې د دویم ځل لپاره  ولسمشرۍ ته نوماند شو، چې هوبرټ همفري او جورج والیس ته له ماتې ورکولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

نیکسون په ۱۹۷۳ز کال کې په ویتنام کې د امریکا ښکېلتیااو له ویتنام سره یې نظامي مسوده پای ته ورسوله. په ۱۹۷۲ز کال کې، چین ته د نوموړي د سفر په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکو اړیکو ته لار هواره شوه او بیا یې له شوروي اتحاد سره د بالیسټیک توغندیو ضد تړون هم لاسلیک کړ. د هغه ادارې په تدریجي ډول له فدرالي حکومت نه ایالتونو ته واک ولېږداوه. د چاپېریال ساتنې اداره یې جوړه کړه او د نري رنځ(سرطان) ناروغي پر وړاندې یې مبارزه پیل کړه. هغه په ​​​​سپوږمۍ کې د اپولو ۱۱د ښکته کېدو مشري هم په غاړه درلوده.  د ۱۹۷۲ز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې جورج مک ګورن ته په ماتې ورکولو سره د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ۱۹۷۴ز کال په وروستیو کې، د واټرګیټ په قضیه کې د نیکسن د ادارې ښکېلتیا ډېره شوه او په دې توګه هغه خپل سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړ، چې د ۱۹۷۴ز کال د اګسټ په ۹مه له استیضاح او په غوڅه توګه د دندې له ګوښه کېدو سره مخامخ شو، خو هغه مخکې له ګوښه کېدو لومړی امریکایې ولسمشر شو، چې له خپلې دندې یې استعفا ورکړه. وروسته د هغه د ځایناستي جیرالډ فورډ له خوا ورته بښنه وشوه.نوموړی د ۱۹۹۴ز کال د اپریل په ۱۸مه مغزي سکته وکړه او څلور ورځې وروسته، د ۸۱کلونو په عمر مړ شو.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ریچارډ میلهوس نیکسون لومړی ژوند سمول

ریچارډ میلهوس نیکسون د ۱۹۱۳ز کال د جنورۍ په ۹مه د کالیفورنیا په یوربا لینډا کې زېږېدلی. د هغه مور حنا می لهوس نیکسون او پلار یې فرانسیس اې نیکسون و. د هغه مور یوه کوکره وه او پلار یې له مېتودیزم نه کوکر مذهب ته بدل شوی و. د نیکسون پالنه د هغه وخت د کوکر له دودونو نه اغېزمنه شوې وه، لکه: د الکولو، نڅا او قسم خوړلو نه ډډه کول. نیکسون څلور وروڼه لرل: هارولډ، ډونالډ، ارتور او اډوارډ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د ۱۹۶۸ز کال ولسمشریزې ټاکنې سمول

د ۱۹۶۷ز کال په پای کې، نیکسون، خپلې کورنۍ ته د دویم ځلي ولسمشرۍ پلان وویل. نیکسون په دې باور و چې د ویتنام جګړې په مسئله کې ډیموکراټان له ‌ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي او جمهوري غوښتونکي، د ګټلو ښه چانس لري. نیکسون د کمپاینونو په لړ کې د ویتنام په جګړه کې د "باعزته سولې"ژمنه وکړه او اعلان یې وکړ چې: "نوی مشرتابه به جګړه پای ته ورسوي او په ارام سمندر کې به سوله راولي". هغه د دې په اړه نورتوضیحات ورنه کړل، چې هغه څنګه د جګړې د پای ته رسېدو هیله لري او د هغه شعار " نیکسون یو دی" اغېزمن ثابت شو.[۳۳][۳۴]

د نیکسون، همفري او د امریکا د خپلواک ګوند نوماند جورج والیس تر منځ په درې اړخیزه سیالۍ کې نیکسون، همفري ته د نږدې  ۵۰۰۰۰۰رایو په توپیرماته ورکړه، چې نیکسون د ۳۰۱ټاکنیزو رایو په لرلو سره همفري ته د۱۹۱او والیس ته د ۴۶چوکیو په توپیر ماته ورکړه. نیکسون د ۱۹۶۹ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي د خپلې بریا په وینا کې ژمنه وکړه چې: د هغه اداره به هڅه وکړي، چېوېشل شوی ملت سره یوځای کړي. [۳۵]

د ریچارډ نیکسون د ادارې بهرنۍ تګلاره سمول

چین سمول

مخکې له دې چې، نیکسن ولسمشر شي، چین ته یې د خپل تګ زمینه برابره کړه، په دې کار کې له هغه سره د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو راتلونکی وزیر هینري کیسنجر مرسته وکړه. په داسې وخت کې، چې د شوروي اتحاد او چین ترمنځ اړیکې خرابې وې، د نیکسون د ولسمشرۍ په لومړي کال کې د دواړو ترمنځ سرحدي نښتې رامنځته شوې، نیکسون چینایانو ته پیغام واستاوه، چې د نږدې اړیکو غوښتونکی دی. د ۱۹۷۱ز کال په لومړیو کې د امریکا او چین په اړیکو کې، هغه وخت پرمختګ رامنځته شو، چې د چین د کمونست ګوند (سي سي پي) مشر ماو زیدونګ، د امریکا د  ټینس لوبغاړو یوې ډلې ته بلنه ورکړه، چې چین ته سفر وکړي او د چینایي لوبغاړو پر وړاندې لوبې وکړي. نیکسون له چینایي چارواکو سره د پټو غونډو لپاره کیسنجر چین ته ولېږه. د ۱۹۷۱ز کال د جولای په ۱۵مه د واشنګټن او بېجينګ اعلامیو چې نړۍ يې حيرانه کړه دا وې، چې ولسمشر نیکسون به په راتلونکې فبرورۍ کې چين ته سفر وکړي. د امریکا او چین تر منځ پټو غونډو دواړو مشرانو ته وخت ورکړ، چې د لیدنې لپاره په خپلو هېوادونو کې سیاسي فضا چمتو کړي.د ۱۹۷۲ز کال په فبروري کې، نیکسون او د هغه مېرمنې چین ته سفر وکړ او د چین د لومړي وزیر ژو اینلای له خوا ورته ښه راغلاست وویل شو. [۳۶][۳۷]

نیکسون او کیسنجر د یوه ساعت لپاره د ماو په رسمي شخصي استوګنځي کې د (سي سي پي) ګوند له رئیس ماو زیډونګ او لومړي وزیر ژو سره وکتل، چې هلته دوی پر یو لړ مسئلو خبرې وکړې. ماو وویل چې: هغه د کیڼ اړخو او شورویانو په پرتله د نیکسون له صداقت نه متاثره شوی و. له دغې غونډې وروسته، په ګډه اعلاميه کې ټايوان د چين د يوې برخې په توګه په رسميت وپيژندل شو. نیکسون د چین د معمارۍ له عجایبو، لکه: د منع شوي ښار، مینګ قبرونو او د لوی دېوال نه لیدنه وکړه. دغه سفر د امریکا او چین د اړیکو نوی پړاو پیل کړ. د متحده ایالاتو او چین د احتمالي اتحاد له ډاره، شوروي اتحاد له امریکا سره د کړکېچ کمولو ته اړ شو، چې دا د مثلثي ډیپلوماسۍ یوه برخه وه.[۳۸][۳۹]

د نیکسون دورې په لړ کې د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو ونډه سمول

کله چې نیکسون واک ته ورسېد، په ویتنام کې هره اونۍ شاوخوا ۳۰۰امریکایي سرتیري وژل کېدل او جګړه په متحده ایالاتو کې په پراخه کچه نامنلې وه. پخوانۍ ادارې د جانسن په مشرۍ وړاندیز کړی و، چې د خبرو اترو له لارې، پرته له کوم شرطه بمباري وځنډوي، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. نیکسون واک ته تر رسېدو وروسته دې نتیجې ته ورسېد، چې د ویتنام جګړه نه شي ګټلی او هوډ یې درلود، چې ژر تر ژره دا جګړه پای ته ورسوي. [۴۰][۴۱][۴۲]

د ۱۹۶۹ز کال په نیمایي کې، نیکسون له شمالي ویتنام سره د سولې د خبرو اترو هڅې پیل کړې، د دوی مشرانو ته یې یو شخصي لیک واستاوه او په پاریس کې د ویتنام اړوند سولې خبرې پیل شوې. لومړنیو خبرو اترو نتیجه ورنه کړه او د ۱۹۶۹ز کال د مې په میاشت کې یې  له جنوبي ویتنام نه د ټولو امریکايي پوځیانو د اېستلو وړاندیز وکړ. د ۱۹۶۹ز کال د جولای په میاشت کې، نیکسون سویلي ویتنام ته سفر وکړ او هلته یې د متحده ایالاتو د نظامي قوماندانانو او د ویتنام له ولسمشر (NguyễnVănThiệu) سره هم وکتل.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۳][۴۶][۴۷]

د جګړې د کمولو لپاره د نیکسون د کمپاین ژمنه، د هغه د وخت له زیاتېدونکو بمباریو سره توپیر درلود او د نیکسون «د اعتبار تشي» لامل شو. اټکل کېږي، چې د ۱۹۷۰ز کال او ۱۹۷۳ز کال ترمنځ په کمبوډیا کې د بمباریو په ترڅ کې، له ۵۰۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰۰پورې وګړي وژل شوي دي. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

له کلونو جګړو وروسته، د پاریس د سولې تړون د ۱۹۷۳ز کال په پیل کې لاسلیک شو. تړون یو اوربند پلی کړ او د پاتې امریکایيسرتیرو وتلو ته اجازه ورکړل شوه. کله چې د امریکا جګړه ییز ملاتړ پای ته ورسېد، یو لنډ اوربند، مخکې له دې چې جګړه بیا پیل شي وشو، چې په دې توګه شمالي ویتنام په ۱۹۷۵ز کال کې سویلي ویتنام فتح کړ.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

شوروی اتحاد سمول

چین ته د نیکسون له سفر وروسته، د نیکسون ادارې د هغه لپاره د شوروي اتحاد د لیدو لپاره خبرې اترې پای ته ورسولې. ولسمشر نیکسون او لومړۍ مېرمن د ۱۹۷۲ز کال د مې په ۲۲مه مسکو ته ولاړل او د کمونست ګوند له عمومي منشي لیونید برژنیف، الکسي کوسیګین، د وزیرانو شورا رییس؛ نیکولای پوډګورني، د شوروي د صدارت رئیس او نورو مخکښو چارواکو سره وکتل. نیکسون له برژنیف سره په سختو خبرو بوخت و، چې د دې خبرو په پایله کې د سوداګرۍ د زیاتوالي او د وسلو د کنټرول دوه مهم تړونونه لاسلیک شول: سالټ I (SALT I)،د محدودیت لومړی جامع تړون، چې د دوو زبرځواکونو له خوا لاسلیک شو او دویم د بالستیک توغندیو ضد تړون و، چې د توغندیو د ډیزاین شویو سیسټمونو د پراختیا مخنیوی یې کاوه.[۵۶]

له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو د ټینګولو په لټه کې، چین او شوروي اتحاد دواړو د شمالي ویتنام لپاره خپل ډیپلوماتیک ملاتړ لږ کړ.په ۱۹۷۳ز کال کې، نیکسون د صادراتو او وارداتو بانک وهڅاوه، چې له شوروي اتحاد سره د یوې سوداګریزې معاملې تمویل وکړي، چې له مخې به یې د ارمند هامر اوکسیډنټ پټرولیم کمپنۍله فلوریډا نه شوروي اتحاد ته فاسفټ صادر کړي او له شوروي اتحاد نه امریکا ته امونیا وارده کړي. دغه تړون، چې د  ۲۰کلونو لپاره د ۲۰میلیارد ډالرو ارزښت درلود، په ۱۹۷۳ز کال کې د نیکسون له خوا اعلان شو.[۵۶][۵۷]

د ریچارډ نیکسون مړینه او جنازه سمول

نیکسون د ۱۹۹۴ز کال د اپریل په ۱۸مه په نیو جرسي کې په خپل کور کې مغزي سکته وکړه. په پیل کې بیدار و، خو د خبرو کولو او د ښي لاس او پښې د خوځولو توان یې نه درلود، د هغه مغزو ته زیان د مغزي اذیما لامل شو او ژورې کوما ته ولاړ. په دې ډول نیکسون په ۱۹۹۴ز کال د اپریل په ۲۲مه د شپې په ۹بجو، د ۸۱کلونو په عمر مړ شو. د نیکسون جنازه، د ۱۹۹۴ز کال د اپریل په ۲۷مه، د کلیفورنیا په یوریا لینډا کې تر سره شوه. ریچارډ نیکسون د نیکسون کتابتون په انګړ کې د خپلې مېرمن پیټ تر څنګ ښخ کړی شو. له هغه نه دوه لوڼې ټریسیا او جولي او څلور لمسیان پاتې شول.[۵۸][۵۹]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11858832X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119177538 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Richard-Nixon — subject named as: Richard Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w66hsr — subject named as: Richard Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1418 — subject named as: Richard Milhous Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Richard Milhous Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nixon, Richard Milhous (09 January 1913–22 April 1994), thirty-seventh president of the United States — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0700684
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/767151 — subject named as: Richard Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/72298 — subject named as: Richard Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Richard Milhous Nixon — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/c7baf69848bb4f8685f6355be21bac1e — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nixon-richard-milhous — subject named as: Richard Milhous Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0046171.xml — subject named as: Richard Milhous Nixon — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=nixon — subject named as: Richard Nixon
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=richard;n=nixon — subject named as: Richard Nixon
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=43933 — subject named as: Richard Milhous Nixon — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ https://cs.isabart.org/person/79138 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000004885 — subject named as: Richard M. Nixon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  17. پیوستون : 11858832X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/93483619
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/N000116 — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  20. (په February 16, 2009 باندې). Lincoln Wins: Honest Abe tops new presidential survey. CNN
  21. "Presidential Historians Survey 2017". C-SPAN. د لاسرسي‌نېټه December 2, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Presidents 2018 Rank by Category" (PDF). د لاسرسي‌نېټه December 2, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. NPS, Nixon Birthplace.
  24. Reitwiesner, William Addams. "The Ancestors of Senator John Forbes Kerry (b. 1943)". مؤرشف من الأصل في April 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه August 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ambrose 1987، صص. 56–57.
  26. Aitken، ص. 27.
  27. Aitken، ص. 21.
  28. Aitken، ص. 12.
  29. Ambrose 1987، ص. 41.
  30. Nixon Library, Childhood.
  31. Aitken، ص. 11.
  32. Ferris، ص. 209.
  33. Morris، صص. 410–411.
  34. Parmet، ص. 502.
  35. Parmet، ص. 509.
  36. Ambrose 1989، ص. 453.
  37. Miller Center.
  38. PBS, The Nixon Visit.
  39. Black، ص. 778.
  40. "Vietnam War Deaths and Casualties By Month". The American War Library. مؤرشف من الأصل في December 4, 2013. د لاسرسي‌نېټه June 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Black، ص. 569.
  42. Drew، ص. 65.
  43. ۴۳٫۰ ۴۳٫۱ Black، ص. 591.
  44. Owen, Taylor; Kiernan, Ben (October 2006). "Bombs Over Cambodia" (PDF). The Walrus. د کتاب پاڼي 32–36. مؤرشف (PDF) من الأصل في April 20, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 29, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Kiernan and Owen later revised their estimate of 2.7 million tons of U.S. bombs dropped on Cambodia down to the previously accepted figure of roughly 500,000 tons: See Kiernan, Ben; Owen, Taylor (April 26, 2015). "Making More Enemies than We Kill? Calculating U.S. Bomb Tonnages Dropped on Laos and Cambodia, and Weighing Their Implications". The Asia-Pacific Journal. مؤرشف (PDF) من الأصل في September 12, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Clymer, Kenton (2013). The United States and Cambodia, 1969–2000: A Troubled Relationship. Routledge. د کتاب پاڼي 14–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-34156-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Address to the Nation on Vietnam Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine. May 14, 1969
  47. Ambrose 1989، صص. 281–283.
  48. Owen, Taylor; Kiernan, Ben (October 2006). "Bombs Over Cambodia" (PDF). The Walrus. د کتاب پاڼي 32–36. مؤرشف (PDF) من الأصل في April 20, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 29, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Kiernan and Owen later revised their estimate of 2.7 million tons of U.S. bombs dropped on Cambodia down to the previously accepted figure of roughly 500,000 tons: See Kiernan, Ben; Owen, Taylor (April 26, 2015). "Making More Enemies than We Kill? Calculating U.S. Bomb Tonnages Dropped on Laos and Cambodia, and Weighing Their Implications". The Asia-Pacific Journal. مؤرشف (PDF) من الأصل في September 12, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Black، صص. 675–676.
  50. UPI/Beaver County Times او 1970-05-09.
  51. Time او 1971-04-05.
  52. Ambrose 1991، ص. 473.
  53. Ambrose 1991، صص. 53–55.
  54. Evans.
  55. Ambrose 1989، صص. 446–448.
  56. ۵۶٫۰ ۵۶٫۱ BBC او 1972-05-22.
  57. Nixon Library, President.
  58. (په April 24, 1994 باندې). THE 37TH PRESIDENT: THE LAST DAYS; Disabled, Yet Retaining Control Over His Care.
  59. Weil & Randolph او 1994-04-23.








3