جک کربی (د جیکوب کورتزبرګ په نوم وزېږېد؛ زوکړه: د ۱۹۱۷ زکال د اګست ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د فبروري ۶ مه) د کارتوني کتابونو امریکايي هنرمند، لیکوال او اېډېټور و چې په پراخه کچه د کارتون جوړونې له اصلي نوښتګرو او همدارنګه په دغه برخه کې د پریمانه اغېزمنو اثارو د رامنځته کوونکي په توګه پېژندل کېږي. هغه په نیویارک ښار کې را لوی شو او د کمیډي شخصیتونو څخه په تقلید او په نشریاتو کې د خپرو شوو کارتونونو څخه یې زده کړل څه ډول کارتوني رسامي وکړي. نوموړي په ۱۹۳۰ زکال کې د کارتون نوي رامنځته شوي صنعت ته مخه کړه او د هغو مختلفې ځانګړنې یې په مختلفو نومونو ترسیم کړي هغه وړاندې له دې چې د جک کربي کارتوني شخصیت په نوم کارتونونه جوړ کړي خپل کارتونونه یې د جک کورتیس د شخصیت په نوم جوړول. په ۱۹۴۰ زکال کې نوموړي او لیکوال – اېډیټور جو سایمون وکولای شول د ټایملي کامیکس لپاره چې د مارویل کامیکس شرکت مخکښ شرکت و د کپتان امریکا په نوم ډېر بریالی کارتوني شخصیت جوړ کړي. د ۱۹۴۰ مې لسیزې پر مهال کربي په مرتب ډول له سایمون سره همکارۍ ته مخه کړه چې د یاد شرکت او نیشنل کامیکس خپروندی شرکت لپاره یې چې بیا په ډي سي کامیکس واوښت؛ ګڼ شمېر کارتوني شخصیتونه جوړ کړل. [۲۲]

جک کربی
(انګلیسي: Jack Kirby د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جک کربی
جک کربی

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Jacob Kurtzberg د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۸ اگسټ ۱۹۱۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
نيويارک [۱۴][۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 فبروري 1994 (77 کاله)[۱][۱۵][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری [۱۶]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای منهټن [۱۷]
نيويارک [۱۷]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل یہودی [۱۸][۱۹]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه [۱۳]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په اروپايي تیاتر کې له خدمت کولو وروسته کربي د ډي سي کامیکس، هاروی کامیکس، هیلمن پریوډیکال او نورو خپروندویو شرکتونو لپاره آثار تولید کړل. په کریسټ وډ خپروندی شرکت هغه او سایمون د عاشقانه کارتون ژانر جوړ کړ او بیا یې د مېنلاین خپروندی شرکت په نامه خپل شرکت جوړ کړ چې د ډېرې لږ مودې لپاره یې دوام وکړ. کربي په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې د ټایملي د بېرته تکرار شوي اطلس کامیکس په نامه کتاب کې مرسته وکړه چې بیا دغه شرکت په مارویل واوښت. دلته په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې کربي د دغه شرکت تر ټولو پام وړ شخصیتونه له دې ډلې څلور حیرانونکي، ایکس من، ثور، هالک، وسپنیز سړی او تور پړانګ جوړ کړل. د کربي له خوا ټاکل کېدونو عناوینو ښه بازار درلود او آن منتقدینو به یې هم ساتینه کوله، خو په ۱۹۷۰ زکال کې هغه مهال چې کربي احساس وکړ له هغه سره په ځانګړې توګه د لیکوال او نوښتګر د حقونو په برخه کې ناعادلانه چلن شوی دغه شرکت یې د هغه د سیال ډي سي کمیکس په مقصد پرېښود.

په ډي سي کې کربي د څلورمې نړۍ د حماسې په نوم کارتون جوړ کړ چې څو کارتوني عناوین یې لرل. په داسې حال کې چې دغه سریال له سوداګریز پلوه بریالی نه و او لغو شو، خو د څلورمې نړۍ د نویو خدایانو په عنوان د هغه کارتون د ډي سي د نړۍ د مهمې برخې په توګه دوام وموند. کربي د ۱۹۷۰ مې لسیزې له نیمايي څخه د هغو تر پای پورې د لنډ مهال لپاره بېرته مارول ته ولاړ او بیا د تلویزیوني انمیشن او خپلواک کمیک نړۍ ته ننوت. کربي د خپل عمر په پای کې چې هغه مهال ورته «د کمیک ویلیام بلیک» ویل کېدل د خپلو حرفوي لاسته راوړونو له امله د مطبوعاتو په اصلي جریان کې په رسمیت وپېژندل او په ۱۹۸۷ زکال کې یو له هغو دریو کسانو څخه و چې د هنر په برخه کې  مشاهیرو ته د ویل اسنر د جایزې د ورکولو د مراسمو په افتتاحیه کې د دغې جایزې د ګټونکو په نوملړ کې راغی. په ۲۰۱۷ زکال کې د کربي له مړینې وروسته نوموړی نه یوازې د خپرونو په برخه کې د هغه د نوښتونو له امله بلکه په دې دلیل چې د هغه نوښتونو د والټ ډیزني شرکت د څانګی یا مارویل سینمايي نړۍ د بریالي مالي او انتقادي رسنیز امتیاز بنسټ جوړاوه؛ د ډیزنی د اتل په نامه ونومول شو. [۲۳]

کربي په ۱۹۴۲ زکال کې له روزالینډ ګلډشټاین سره واده وکړ. دوی څلور ماشومان لرل او د واده اړیکې یې په ۱۹۹۴ زکال کې د ۷۶ کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله د هغه د مړینې تر مهاله دوام درلود. د هغه په ویاړ د جک کربي او Jack Kirby Hall of Fame جایزې رامنځته شوې. نوموړی د کارتون په برخه کې د خپلو اغېزمنو چارو له امله د هغه د پلویانو ترمنځ د «پاچا» په نوم پېژندل کېږي.

لومړنی ژوند (۱۹۱۷-۱۹۳۵ زکال) سمول

جک کربي د ۱۹۱۷ زکال د اګست په ۲۸ مه د جیکوب کورتزبرګ په نوم د نیویارک ښار منهتن ته اړوند د لوور ایسټ سایډ سیمې په ۱۴۷م ایسکس واټ کې وزېږېد. د هغه والدین روز (برنشټاین) او بنیامین کورتزبرګ یهودي اطریشي کډوال و چې پلار یې د کالیو په تولید کوونکي فابریکه کې په کارکولو سره د ژوند اړتیاوې پوره کولې. کربي په ځوانۍ کې غوښتل له خپلې سیمې څخه نږدې نورو سیمو ته وتښتي. د هغه نقاشي خوښېده او د داسې ځایونو په لټه کې و څو وکولای شي د هنر اړوند هلته زیات څه زده کړي. کربي اساسا هرڅه له ځان سره زده کړي و، خو تر ډېره پورې د انځوریزو داستانونو د هنرمندانو لکه میلټون کنف، هال فاسټر او الیکس ریمونډ او همدارنګه د نشریاتو لپاره د کارتون جوړونکو لکه چارلس هنري سایکس، «ډینګ» ډارلېنګ او رولین کربي څخه اغېزمن و. د کربي په خپله خبره هغه د روزنیزې اتحادیې له خوا رد شو ځکه چې کولای یې شول په «زغالو باندې ډېر ژر رسامي وکړي». [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کربي په څوارلس کلنۍ د بروکلین په پرت انستیتیوت کې نوم ثبت کړ خو له یوې اونۍ وروسته یې هغه ځای پرېېښود. د ده په خپله خبره «زه له داسې زده کوونکو څخه نه وم چې پرت یې تمه لرله. دوی داسې کسان غوښتل چې د تل لپاره په یو څه کار وکړي. ما نه غوښتل د تل لپاره په یوه پروژه کار وکړم. ما غوښتل ډېرې چارې ترسره کړم». [۲۹]

شخصي ژوند او مړینه سمول

د ۱۹۴۰ مې لسیزې په لومړیو کې کربي او کورنۍ یې بروکلین ته کډه وکړه. په دغه ځای کې کربي له روزالینډ «روز» ګلډشټاین سره چې له دوی سره یې په یوه بلاک کې ژوند کاوه بلد شو. دوی دواړو ډېر ژر له یو بل سره لیدلو ته مخه کړه. کربي د ګلډشټاین د ۱۸ کلنۍ په کالیزه کې له هغې خواستګاري وکړه او دوی دواړه کوژده شول. هغوی د ۱۹۴۲ زکال د مۍ په ۲۳ مه واده وکړ. دغې جوړې څلور ماشومان لرل: سوزان (زیږون: د ۱۹۴۵ زکال د ډسمبر ۶ مه)، نیل (زیږون: د ۱۹۴۸ زکال د می میاشت)، باربرا (زیږون: د ۱۹۵۲ زکال نومبر میاشت) او لیزا (زیږون: د ۱۹۶۰ زکال سپټمبر میاشت). [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د متحده ایالاتو پوځ ته له وربللو وروسته او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د اروپا په تیاتر کې د خدمت کولو پر مهال هغه په منظم ډول له خپلې ښځې سره د وي مېل پر مټ مکاتبه کوله او روز هم چې د ښځینه لباس په یوه هټۍ کې یې کار کاوه او له خپلې مور سره اوسېده هره ورځ به یې ورته لیک لېږه. د ۱۹۴۴ زکال په ژمي کې کربي په شدید ډول یخ وواهه او د درملنې په موخه په لندن کې یوه روغتون ته ولېږل شو. ډاکټرانو پرېکړه وکړه د کربي پښې له دې امله چې تورې شوې وې غوڅې کړي؛ خو هغه بېرته ښه شو او وه یې شو کولای وګرځي. نوموړي د ۱۹۴۵ زکال په جنوري کې متحده ایالاتو ته راوګرځېد هغه د شمالي کارولینا په بوټنر کمپ کې وګمارل شو او د خپل خدمت وروستۍ شپږ میاشتې یې د دغه کمپ د انتقالاتو په برخه کې تېرې کړې. کربي د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۲۰ مه د لومړۍ درجې سرتېري په توګه د پیاده جګړه ئیز ځواک د نښان په اخیستو په ویاړمنه توګه خپل پوځي خدمت پای ته ورساوه. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

په ۱۹۴۹ زکال کې نوموړي د خپلې کورنۍ لپاره د لانګ ایلنډ په مینولا، نیویارک ښارګوټي کې کور واخیست. دغه ځای د راتلونکو ۲۰ کلونو لپاره د دوی کور و او کربی هم د دغه کور په ۱۰ فوټه (۳ متره) سور لرونکې تکوي کې د ځان لپاره کاري سټوډیو جوړه کړې وه چې کورنۍ به یې په ټوکو کې ورته «توره خونه» ویل. هغه په ۱۹۶۹ زکال کې خپله کورنۍ سویلي کالیفورنیا ته له دې امله یووړه چې لور یې لیزا په وچه آب وهوا کې ښه شي او همدارنګه خپله هالیووډي سټوډیو ګانو ته نږدې وي ځکه کربي باورمن و چې کېدای شي هلته کار ومومي.[۳۴][۴۴][۴۵]

د کربي لمسۍ یوځل په یوه مرکه کې وویل چې کربي یو «لیبرال دیموکرات» و.[۴۶]

کربي د ۱۹۹۴ زکال د فبروري په ۶ مه د ۷۶ کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله د کالیفورنیا په تاوزنډ اوکس سیمه کې په خپل کور کې ومړ. نوموړی د کالیفورنیا په ویسټ لیک کلي کې د اوکس درې په هدیره کې خښ کړای شو. [۴۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 130467928  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Jack Kirby
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jack-Kirby — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m066np — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20875 — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Jack Kirby — Lambiek Comiclopedia artist ID: https://www.lambiek.net/artists/k/kirby.htm — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Lambiek — پیدا کوونکی: Kees Kousemaker
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?12817 — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/13276 — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-2313-BD-.html — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kirby-jack — subject named as: Jack Kirby — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_40486008/html — subject named as: Jack Kirby — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/7406_artiste_KIRBY_Jack_ — subject named as: Jack, ( Jackob Kurtzberg, dit ) KIRBY — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ ۱۳٫۴ https://kirbymuseum.org/biography/ — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۲۱
  14. پیوستون : 130467928  — د نشر نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11909781s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. https://www.nytimes.com/1994/02/08/obituaries/jack-kirby-76-created-comic-book-superheroes.html — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۲۱
  17. https://kirbymuseum.org/blogs/effect/2012/09/25/120925kirbymap/ — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۲۱
  18. https://www.tabletmag.com/sections/news/articles/jewcy-kirby — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۲۱
  19. https://jewishjournal.com/culture/arts/4722/ — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۲۱
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11909781s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/95802211
  22. Video پر يوټيوب باندې
  23. (په July 23, 2011 باندې). My Supergods from the Age of the Superhero.
  24. Evanier, Mark; Sherman, Steve; et al. (March 20, 2008). "Jack Kirby Biography". Jack Kirby Museum & Research Center. مؤرشف من الأصل في September 17, 2013. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hamilton, Sue L. Jack Kirby. ABDO Group, 2006. کينډۍ:ISBN, p. 4
  26. Jones 2004، ص. 196.
  27. Evanier 2008، ص. 34.
  28. Jones 2004، صص. 195–196.
  29. "'I've Never Done Anything Halfheartedly'". The Comics Journal. Seattle, Washington: Fantagraphics Books (134). February 1990. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Reprinted in George 2002, p. 22
  30. Morrow, John (April 1996). "Roz Kirby Interview Excerpts". The Jack Kirby Collector. Raleigh, North Carolina: TwoMorrows Publishing (10). مؤرشف من الأصل في November 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Theakston, Greg (1991). The Jack Kirby Treasury Volume Two. Forestville, California: Eclipse Books. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56060-134-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Morrow, John (April 1996). "Roz Kirby Interview Excerpts". The Jack Kirby Collector. Raleigh, North Carolina: TwoMorrows Publishing (10). مؤرشف من الأصل في November 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په April 20, 2006 باندې). Lisa Kirby, Mike Thibodeaux, & Tom Brevoort on Galactic Bounty Hunters. Newsarama.
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ Ro 2004، ص. 46.
  35. Evanier 2008، ص. 57.
  36. Ro 2004، ص. 16.
  37. Ro 2004، ص. 14.
  38. Ro 2004, chapter 3
  39. World War II V-mail letter from Kirby to Rosalind, in George 2002, p. 117
  40. Ro 2004، ص. 42.
  41. Evanier 2008، ص. 69.
  42. Ro 2004، صص. 40–41.
  43. Ro 2004، ص. 40.
  44. Evanier, 2008, pp. 157, 160 (unnumbered): "... drove Jack to distraction, and from there to Southern California. In early 1969, the Kirbys moved west. The main reason was daughter Lisa's asthma and her need to live in a drier climate [than in New York State]. But Jack had another reason. ... Kirby had hopes that being close to Hollywood might bring hm entry to the movie business. ... Film seemed like the next logical outlet for his creativity. ...
  45. (په April 9, 2012 باندې). Growing Up Kirby: The Marvel memories of Jack Kirby's son. Los Angeles Times.
  46. Beard, Jim (August 25, 2015). "Jack Kirby Week: Kirby4Heroes". Marvel Comics. د اصلي آرشيف څخه پر July 23, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په February 8, 1994 باندې). Jack Kirby, 76; Created Comic-Book Superheroes.