جوزف رابنيټ بايډن جونير (د ۱۹۴۲ز کال د نومبر په شلمه زېږېدلی) يو امريکايي سياستوال دی چې د متحده ايالاتو اوسنی او شپږ څلوېښتم ولسمشر دی. نوموړی د ديموکراتيک ګوند غړی دی، له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې يې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د مرستيال ولسمشر په توګه او له ۱۹۷۳ز څخه تر ۲۰۰۹ز کال پورې يې د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کې د ډالوير د استازي په توګه دنده تر سره کړې.

جو بایډن
د جو بایډن عکس
د جو بایډن عکس
د جو بایډن عکس

واک
د متحده ایالاتو ولسمشر [۱][۲][۳][۴][۵][۶] (46  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰ جنوري ۲۰۲۱  – ۲۰ جنوري ۲۰۲۵ 
ډونلډ ټرمپ  
ډونلډ ټرمپ  
د امريکا د متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر
ډونالډ ټرمپ
 
د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۰ نومبر ۱۹۴۲[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
استوګنځی سپينه ماڼۍ (۲۰ جنوري ۲۰۲۱–)[۱۳]  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 1.83 متر [۱۴]،  183 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند [۱۴][۱۵]  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
طبی کیفیت کویډ–19 [۱۴]

کویډ–19 [۱۶]  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه [۱۴]  ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګرېزي ژبه [۱۷][۱۸]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۹]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
ټوله شتمني 9000000 امريکايي ډالر (۲۰۱۹)[۲۰]  ويکيډاټا کې (P2218) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جو بایډن
جو بایډن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۱۴]،  د تاييدولو سرچينه[۱۴]،  د تاييدولو سرچينه[۱۴]  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

بايډ د پنسیلوانیا په سکرانټون کې زېږېدلی او لوی شوی دی، په ۱۹۵۳ز کال کې کله چې هغه لس کلن و له خپلې کورنۍ سره د ډالوير نيوکاسيل ولسوالۍ ته وکوچېد. په ۱۹۶۸ز کال کې د سيراکيوز پوهنتون څخه په حقوقو کې د سند له تر لاسه کولو مخکې يې د ډالوير په پوهنتون کې زده کړې کړي دي. په ۱۹۷۰ز کال کې د نيوکاسيل ولسوالۍ شورا ته وټاکل شو، په ۱۹۷۲ز کال کې کله چې نهه ويشت کلن و له ډالوير څخه د متحده ايالاتو سنا مجلس ته وټاکل شو او په دې توګه د متحده ايالاتو په تاريخ کې شپږم تر ټولو کشر سناتور وګرځېد. بايډن د دولسو کلونو لپاره د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د پلاوي مشر يا لوړ پوړی غړی و او د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په بهرنيو چارو کې اغېزناک کس و. هغه همدا راز له ۱۹۸۷ز څخه تر ۱۹۹۵ز کال پورې د سنا مجلس د قضايي پلاوي مشري وکړه، د نشه يې توکو د تګلارې، جرم د مخنيوي او مدني ازاديو مسائلو سره يې سروکار و؛ له تاوتريخوالي څخه د ډګو جرمونو د مخنيوي قانون او د قانون د عملي کېدو قانون او همداراز د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د قانون د تصويب لپاره يې د هڅو مشري کوله، د متحده ايالاتو د سترې محکمې د تاييد د اورېدو شپږو ناستو څآرنه يې وکړه، په دې ناستو کې د «رابرټ بورک» او «کلارنس توماس» لانجمنې ناستې هم شاملې وې. هغه په ۱۹۸۸ز او ۲۰۰۸ز کال کې د ډيموکراتيګ ګوند د نوماند په توګه د ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخسته؛ خو ناکام شو. بايډ د شپږو دورو لپاره د سنا مجلس ته وټاکل شو، هغه څلورم تر ټولو عمر خوړلی سناتور و، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ز کال کې د ټاکنو په ګټلو سره د ولسمشر اوباما مرستيال شو، دوی نوماند جان ميککين او د هغه مرستيالې نوماندې ساراپالين ته ماتې ورکړه. په ۲۰۱۲ز کال کې اوباما او بايډن بيا انتخاب شول، دا ځل يې ميټ رومني او په سيالۍ کې د هغه ملګري پاول رايان ته ماتې ورکړه.

د مرستيال ولسمشر په توګه د اتو کالو په اوږدو کې، بايډن د سنا مجلس په تجربو تکيه درلوده او ډېر ځله يې د کانګريس د جمهوري غوښتونکو سره د ادارې د استازي په توګه مذاکرات هم کړي دي، د دولت په استازيتوب يې د ۲۰۱۱ز کال د  بوديجې د سمبالښت قانون پر سر مذاکرات وکړل، کوم چې د پورونو د کړکېچ حل کړ، په ۲۰۱۲ز کال کې يې د امريکا د ماليه ورکوونکو د بښنې قانون پر سر مذاکرات تر سره کړل چې د ګړنګ پر غاړه نژدې پېښېدونکې مالي ستونزه يې حل کړه. هغه همدا راز په ۲۰۰۹ز کال کې د زېربنايي لګښتونو څارنه وکړه، تر څو له ستر اقتصادي رکود سره مبارزه وکړي. بايډن په بهرنيو تګلارو کې د ولسمشر نژدې سلاکار و او په ۲۰۱۱ز کال کې يې له عراق څخه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په طرحه کې مخکښ نقش درلود. اوباما په ۲۰۱۷ز کال کې بايډن ته د وياړلې ولسمشرۍ د ازادۍ نښان ورکړ.

د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې بايډن او د هغه ملګرې کامالا هريس،  ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستيال مايک پنس ته ماتې ورکړه. بايډن تر ټولو زوړ ولسمشر دی، لومړی ولسمشر دی چې ښځينه مرستياله لري، له ډالوير څخه لومړی ولسمشر دی او له جان ايف کنيډي څخه وروسته دويم کاتوليک ولسمشر دی. د هغه د ولسمشرۍ لومړي فعاليتونه د ۲۰۲۱ز کال د امريکا د ژغورنې طرحې قانون په وړانديز، د هغې لپاره تبليغاتو او د دې قانون پر لاسليک متمرکزه وه، تر څو له متحده ايالاتو سره مرسته وکړي چې له کوويډ-۱۹ وبا او اقتصادي ځوړندتیا او تر څنګ يې له ځينو اجرائيوي لارښوونو څخه بېرته خپل ځای ته راشي. د بايډن لارښوونو د وبا مخنيوی وکړ او د ټرمپ د ادارې ډېرې تګلارې يې بېرته راوګرځولې، په دې تګلارو کې د اقليم د بدلون په اړه د پاريس له تړون سره بېرته يوځای کېدل او د کوچنيانو د راتګ لپاره د ځنډېدلو اجرأتو د نویو عريضو منل (DACA) شامل دي، که څه هم يو فدرالي قاضي دویمه موضوع بنده کړه. بايډن د ۲۰۲۱ز کال تر سپتمبر پورې له افغانستان نه د ټولو امريکايي سرتېرو د انخلاء پروسه بشپړه کړه؛ په دې موده کې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو واک په لاس کې واخيست، د تخليې د بڼې او د کمزوري طراحۍ د ادعاوو پر سر بايډن له نيوکو سره مخ شو. بايډن د غوره طرحې د بيا جوړولو وړانديز وکړ چې د دې طرحې اړخونه د دوه ګونديزو تر لاس لاندې پانګونې او دندو په قانون کې ځای پر ځای کړای شوي دي، همدا طرحه د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې د بايډن په لاسليک په قانون بدله شوه.

د ژوند لومړي کلونه (۱۹۴۲-۱۹۶۵)

سمول

جوزف رابنيټ بايډن جونير د ۱۹۴۲ز کال د نومبر په شلمه نېټه د پنسیلوانیا د سکرانټون سنټ ماريا په روغتون کې زېږېدلی، د (فينيګان کورنۍ) کې چې د مور نوم يې کاترين يوجنيا «جين» بايډن او د پلار نوم يې جوزف رابينيټ بايډن سينیر و. هغه په خپله کاتوليکه کورنۍ کې ترټولو مشر اولاد و، د واليريا په نوم يوه خور او فرانسيس او جيمز په نوم دوه وروڼه يې لرل. جين ايرلنډي توکمه وه، مشر جوزف انګريزي، فرانسوي او ايرلنډي اصل درلود.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د بايډن پلار يو شتمن سړی و،خو د بايډن د زېږېدو پر مهال له مالي ستونزو سره مخ شو او د څو کلونو لپاره دا کورنۍ د بايډن له مورني نيا او نېکه سره و اوسېدل. په ۱۹۵۰ز کلونو کې سکرانټون له اقتصادي شاتګ سره مخ شو او د بايډن پلار ونه شول کولای يو ثابت کار پيدا کړي. د ۱۹۵۳ز کلونو په پيل کې کله چې بايډن لس کلن و، دا کورنۍ د ډالوير د کلايمونټ په يو اپارتمان کې اوسېده او وروسته يې له ميفيلډ سره نژدې يو بل کور ته کوچ وکړ. پلار يې وروسته د دوهم لاس موټرو يو بريالی خرڅوونکی شو او خپله کورنۍ يې د يوې منځنۍ کورنۍ په څېر پر مخ وړله.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د کلايمونټ په ارچيمير اکاډمۍ کې بايډن بيس بال لوبه کوله او په لېسه کې د فوټبال د لوبډلې پياوړی لوبغاړی او بال اخستونکی و. که څه هم يو کمزوری زده کوونکی و، هغه د ښوونځي په ټيټو او لوړو ټولګيو کې د خپل ټولګي مشر و. هغه په ۱۹۶۱ز کال کې فارغ التحصيل شو. په نيويارک کې د ډالوير په پوهنتون کې بايډن د لنډې مودې لپاره د فوټبال د نوي لوبغاړي په توګه لوبه وکړه او د يو استثنايي زده کوونکي په توګه يې په ۱۹۶۵ز کال کې د تاريخ او سياسي علومو په دوه څانګو او په انګليسي ژبه کې د يوې فرعي څانګې په توګه د ليسانس سند ترلاسه کړ.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

بايډن د خبرو پر مهال د ژبې بنديدو ستونزه درلودله چې د هغه شل کلنۍ کې زياته شوې وه. هغه وايي دا ستونزه يې د اينې په وړاندې د شعرونو په لوستلو سره راکمه کړې وه، خو ځينې څارونکي په دې باور دي چې د ۲۰۲۰ز کال د ديموکراتيک ګوند د ولسمشرۍ په مناظرو کې دې ستونزې د هغه فعاليت اغېزمن کړی و. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

ودونه، د حقوقو ښوونځی او لومړۍ دنده (۱۹۶۶-۱۹۷۲)

سمول

د ۱۹۶۶ز کال د اګست مياشتې په اوه ويشتمه نېټه، بايډن له نيليا هانتر (۱۹۴۲-۱۹۷۲) سره واده وکړ، هغه د سايراکوز په پوهنتون کې محصله وه، سره له دې چې د هغې مور او پلار هيله درلوده چې هغه له يو رومي کاتوليک سره واده وکړي، خو په خپلو والدينو غالبه شوه؛ د واده مراسم د نيويارک د سکينيټليس په يوه کاتوليکه کليسا کې تر سره شول. دوی درې بچيان درلودل چې دا دي: جوزف ار. «بيو» بايډن درېيم (۱۹۶۹-۲۰۱۵)، رابرټ هنټر بايډن (په ۱۹۷۰ز کې زېږېدلی) او ناومي کرسټينا «امي » بايډن (۱۹۷۱-۱۹۷۲).[۵۳][۵۴][۵۵]

په ۱۹۶۸ز کال کې بايډن له سيراکيوز پوهنتون څخه په حقوقو کې دوکتورا تر لاسه کړه او په خپل ټولګي کې له ۸۵ څخه يې ۷۶ يمه درجه خپله کړه، وروسته له دې چې د يوې پېژندل شوې «تېروتنې» له امله په يو پړاو کې ناکام شو او دا له هغه وروسته چې په لومړي کال کې د يوې لېکنې لپاره د قانون د کتنې پر مهال يې له يوې مقالې څخه ادبي غلا کړې وه. هغه په ۱۹۶۹ز کال کې د ډالوير د وکيلانو ټولنه کې داخل شو.

تر هغه وخته چې د سنا مجلس لپاره يې په ټاکنو کې برخه نه وه اخستې بايډن د ويټنام د جګړې نه ملاتړ کړی و او نه يې مخالفت کړی و، خو کله چې نوماند شو بيا يې د جګړې په اړوند د نيکسن د کارونو مخالفت څرګند کړ. د ډالوير او سيراکيوز په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال، په داسې حال کې چې ډېر سرتيري د ويتنام جګړې ته استول شوي وو، د بايډن د سرتيري نوماندي پنځه ځلې وځنډول شوه. په ۱۹۶۸ز کال کې، ديوې بدني ازموينې پر بنسټ هغه ته په نظامي برخه کې په مشروط ډول يو ځل بيا طبي ځنډ ورکړل شوی و؛ په ۲۰۰۸ز کال کې، د بايډن يو وياند وويل «په ځوانۍ کې د سابندۍ» له امله هغه ځنډول شوی و.[۵۶][۵۷]

شخصي ژوند

سمول

هغه يو انسان دی.

  1. https://www.nbcnews.com/politics/2020-election/live-blog/2020-11-07-trump-biden-election-results-n1246882 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  2. https://cartwright.house.gov/presidential-inauguration-ticket-request — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  3. https://www.risch.senate.gov/public/index.cfm/2021-inauguration — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  4. https://www.thune.senate.gov/public/index.cfm/inauguration-2021 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  5. https://apnews.com/article/joe-biden-wins-white-house-ap-fd58df73aa677acb74fce2a69adb71f9 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  6. Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۲۰ جنوري ۲۰۲۱ — خپروونکی: Common Dreams NewsCenter — خپرولونېټه: ۲۰ جنوري ۲۰۲۰
  7. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0081182/ — خپرېدونېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵
  8. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joe-Biden — subject named as: Joe Biden — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  9. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mp58st — subject named as: Joe Biden — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/biden-joseph-robinette — subject named as: Joseph Robinette Biden — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bidenj — subject named as: Joe Biden
  12. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023818 — subject named as: Joseph R. Biden jr. — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. https://www.whitehouse.gov/administration/president-biden
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ https://www.gala.fr/stars_et_gotha/joe_biden
  15. https://www.workwithdata.com/person/joe-biden-1942 — خپرېدونېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۴
  16. Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۱۸ جولای ۲۰۲۴ — خپرولونېټه: ۱۷ جولای ۲۰۲۴
  17. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb144622987 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  18. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266379 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266379 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  20. https://www.forbes.com/sites/michelatindera/2019/08/28/joe-bidens-net-worth-how-the-2020-presidential-candidate-built-a-9-million-fortune/#1ad6b999104d
  21. کينډۍ:CongBio
  22. Witcover (2010), p. 5.
  23. Chase, Randall (January 9, 2010). "Vice President Biden's mother, Jean, dies at 92". WITN-TV. Associated Press. خوندي شوی له the original on May 20, 2020. بياځلي په January 24, 2021.
  24. Smolenyak, Megan (September 3, 2002). "Joseph Biden Sr., 86, father of the senator". The Baltimore Sun. خوندي شوی له اصلي څخه په December 30, 2019. بياځلي په April 15, 2020.
  25. Witcover (2010), p. 9.
  26. Smolenyak, Megan (July 2, 2012). "Joe Biden's Irish Roots". HuffPost. خوندي شوی له اصلي څخه په April 28, 2019. بياځلي په December 6, 2012.
  27. "Number two Biden has a history over Irish debate". The Belfast Telegraph. November 9, 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په December 16, 2013. بياځلي په January 22, 2008.
  28. Witcover (2010), p. 8.
  29. Smolenyak, Megan (April–May 2013). "Joey From Scranton—VP Biden's Irish Roots". Irish America. خوندي شوی له اصلي څخه په January 3, 2021. بياځلي په April 15, 2020.
  30. Russell, Katie (January 8, 2021). "Joe Biden's family tree: how tragedy shaped the US president-elect". The Telegraph. ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په January 8, 2021. بياځلي په December 1, 2020.
  31. Biden, Joe (2008). Promises to Keep: On Life and Politics. Random House. pp. 16–17. ISBN 978-0-8129-7621-2.
  32. Witcover (2010), pp. 7-8.
  33. Broder, John M. (October 23, 2008). "Father's Tough Life an Inspiration for Biden". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په November 8, 2020. بياځلي په October 24, 2008.
  34. Rubinkam, Michael (August 27, 2008). "Biden's Scranton childhood left lasting impression". Fox News. Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په January 15, 2021. بياځلي په September 7, 2008.
  35. Farzan, Antonia Noori (May 21, 2019). "Joe Biden, who left Scranton at 10, 'deserted' Pennsylvania". The Washington Post. بياځلي په November 7, 2021.
  36. Ebert, Jennifer (January 20, 2021). "Joe Biden's houses". Homes and Gardens. بياځلي په September 18, 2021.
  37. Newman, Meredith (June 24, 2019). "How Joe Biden went from 'Stutterhead' to senior class president". News Journal. بياځلي په September 18, 2021.
  38. Almanac of American Politics 2008, p. 364.
  39. Witcover (2010), pp. 27, 32.
  40. Frank, Martin (September 28, 2008). "Biden was the stuttering kid who wanted the ball". The News Journal. p. D.1. خوندي شوی له the original on June 1, 2013.
  41. Witcover (2010), pp. 40-41.
  42. Taylor (1990), p. 99.
  43. Biden, Promises to Keep, pp. 27, 32–33.
  44. Montanaro, Domenico. "Fact Check: Biden's Too Tall Football Tale". firstread.nbcnews.com. NBC News. خوندي شوی له the original on December 21, 2012.
  45. Dionne, E. J., Jr. (September 18, 1987). "Biden Admits Plagiarism in School But Says It Was Not 'Malevolent'". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په January 20, 2011. بياځلي په January 24, 2021.{{cite news}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  46. "A timeline of U.S. Sen. Joe Biden's life and career". San Francisco Chronicle. Associated Press. August 23, 2008. خوندي شوی له the original on September 25, 2008. بياځلي په September 6, 2008.
  47. Taylor (1990), p. 98.
  48. Biden, Jr., Joseph R. (July 9, 2009). "Letter to National Stuttering Association chairman" (PDF). National Stuttering Association. خوندي شوی له the original (PDF) on July 28, 2011. بياځلي په December 9, 2010.
  49. Hendrickson, John (January–February 2020). "What Joe Biden Can't Bring Himself to Say". The Atlantic. خوندي شوی له اصلي څخه په November 21, 2019. بياځلي په November 24, 2019.
  50. Bailey, Isaac J. (March 11, 2020). "Is Biden's Stutter Being Mistaken for "Cognitive Decline"?". Nieman Reports. Cambridge, MA: Nieman Foundation for Journalism. بياځلي په August 29, 2021.
  51. Carlisle, Madeleine (December 20, 2019). "Sarah Huckabee Sanders Apologizes To Joe Biden After Mocking Debate Response on Stuttering". Time. New York, NY. بياځلي په August 29, 2021.
  52. Hook, Janet (September 16, 2019). "Joe Biden's childhood struggle with a stutter: How he overcame it and how it shaped him". Los Angeles Times. خوندي شوی له اصلي څخه په September 16, 2019. بياځلي په July 24, 2020.
  53. "A timeline of U.S. Sen. Joe Biden's life and career". San Francisco Chronicle. Associated Press. August 23, 2008. خوندي شوی له the original on September 25, 2008. بياځلي په September 6, 2008.
  54. Biden, Promises to Keep, pp. 32, 36–37.
  55. "A timeline of U.S. Sen. Joe Biden's life and career". San Francisco Chronicle. Associated Press. August 23, 2008. خوندي شوی له the original on September 25, 2008. بياځلي په September 6, 2008.
  56. Caldera, Camille (September 16, 2020). "Fact check: Biden, like Trump, received multiple draft deferments from Vietnam". USA Today. بياځلي په April 3, 2021.
  57. Witcover (2010), pp. 50, 75.