جولیا وارډ هاو

جولیا وارډ هاو (د ۱۸۱۹ ز کال د مې ۲۷مه – د ۱۹۱۰ ز کال د اکتوبر ۱۷مه) یوه امریکايۍ شاعره او لیکواله وه چې د «جمهوریت د جګړې سندرې» د لیکلو او په ۱۸۷۰ ز کال کې د مور د ورځې لپاره د سولې غوښتنې د اصلي اعلامیې د لیکلو له امله مشهوره شوه. اغلې هاو د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوۍ او ټولنیزه فعاله هم وه، په ځانګړې توګه د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره. [۱۵]

جولیا وارډ هاو
(انګلیسي: Julia Ward Howe د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جولیا وارډ هاو
جولیا وارډ هاو

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Julia Ward د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ مې ۱۸۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
نيويارک   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 17 اکتوبر 1910 (91 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۱۰][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه سامويل ګريډلي هاو   د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
ليکوال [۱۱][۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جولیا وارډ هاو
جولیا وارډ هاو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۴]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړې سمول

هاو په نیویارک ښار کې وزېږېده. د مور او پلار د ۷ بچیانو په ډله کې ۴مه بچۍ وه. پلار یې «ساموېل وارډ» نومېده، چې د «وال سټرېټ» ونډه‌وال، بانکوال او کلک کالوينېست و. مور یې «جولیا راش کاټلر وارډ» هم شاعره وه. کله چې هاو پنځه کلنه وه، مور یې د زېږون پر مهال مړه شوه.[۱۶]

هاو تر شپاړس کلنۍ پورې، د خصوصي ښوونکو په مرسته او د ځوانو نجونو په ښوونځیو کې زده‌کړې وکړې. مشر ورور یې «ساموېل کاټلر وارډ» اروپا ته سفر وکړ او کور ته یې یو خصوصي کتابتون راوړ. هاو په دغه کتابتون کې، هغو کتابونو ته لاسرسی درلود چې ډېری یې له کالوېنېستي نظریو سره په ټکر کې وو. دا یوه ښه لوستونکې شوه، ټولنیز او علمي کتابونه یې ولوستل. پلار یې یو بریالی بانکوال و او هاو هم له همدې امله له چارلېز ډېکنز، چارلېز سامنر او مارګرېټ فولر سره ولیدل.[۱۷][۱۸][۱۹]

ورور یې «سام» له اسټور کورنۍ سره واده وکړ [په متحدو ایالتونو او بریتانیا کې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې په سوداګرۍ، ټولنه او سیاست کې مشهوره کورنۍ وه]، ده ته یې ډېره ټولنیزه آزادي ورکړه او دا آزادي یې له خور سره شریکه کړه. وروڼه او خویندې یې په ۱۸۳۹ ز کال کې د پلار، ورور «هنري»، د ساموېل د مېرمنې «امیلي» او نوي زېږېدلي ماشوم په مړینه ډېر غمجن شول. [۲۰]

شخصي ژوند سمول

که څه هم جولیا د پروټسټانټ کلیسا پلوۍ وه، خو په ۱۸۴۱ز کال کې توحیدپاله شوه. دې په بوسټون کې له «ساموېل ګرېډلي هاو» سره ولیدل چې ډاکتر او اصلاح‌غوښتونکی و او د «پرکینز» په نامه یې د ړندو لپاره ښوونځی جوړ کړی و. هاو له دې نه د واده غوښتنه وکړه. په ۱۸۴۳ ز کال کې دوی پر اتلس کاله سني توپیر سربېره واده وکړ. د اروپا په چکر کې يې لومړنی بچی وشو. د دوی وروستی بچی، په ۱۸۵۹ ز کال کې وزیږېد او دا مهال اغلې هاو څلوېښت کلنه وه. دوی شپږ بچیان لرل: «جولیا رومانا هاو»، «فلورانس ماریون هاو»، «هنري ماریون هاو»، «لورا الیزابېت هاو»، «موډ هاو» او «ساموېل ګرېډلي هاو». هاو د ناول‌لیکوال «فرانسیس ماریون کرافورډ» عمه وه. اغلې هاو ته واده په سر خوږي بدل شو. ځکه مېړه یې د دې لیکوالي نه منله او هر څه یې چې له لاسه کېدل ویې کړل، تر څو یې د پنځونو مخه ونیسي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۸۵۲ ز کال کې یې د «روډ ایسلنډ» په پورتسموت سیمه کې له ۴.۷ هکتاره ځمکې سره یو «کلیوالي کور» واخیست، چې هغه یې «اوک ګلن» ونوماوه. دوی په بوسټون او نیوپورت کې د کورونو ساتلو ته دوام ورکړ، خو هر کال یې په «اوک ګلن» کې څو میاشتې تېرولې. [۲۵][۲۶][۲۷]

مسلکي مخینه سمول

لیکوالي سمول

اغلې هاو په ویناوو کې ګډون کاوه، بهرنۍ ژبې یې لوستې او نندارې او ډرامې یې لیکلې. هاو تر واده وړاندې په «نیویارک ریویو او تیولوجیکل ریویو» کې د «ګوته»، «شیلر» او «لامارټین» په اړه لیکنې خپرې کړې وې. د شعر لومړۍ ټولګه یې په مستعار ډول په ۱۸۵۳ ز کال کې خپره شوه. په دې شعري ټولګه کې شخصي شعرونه را ټول شوي وو او خاوند یې پرې خبر نه و، خاوند یې هغه مهال د «کامن وېلت» خپرنۍ اېډېټر و. دویمه مستعاره شعري ټولګه یې د (Words for the Hour) په نامه په ۱۸۵۷ ز کال کې خپره شوه. دې د «لینورا»، «ورلډ اون» او «هیپولیتوس» په څېر نندارو لیکلو ته دوام ورکړ. په دغو ټولو آثارو کې یې خپل ناوړه واده ته اشارې کړې دي.[۲۸][۲۹]

اغلې هاو د ماموریتونو په ګډون په ډېرو سفرونو لاړه. په ۱۸۶۰ز کال کې يې د «کوبا ته سفر» په نامه لیکنه خپره کړه، چې د ۱۸۵۹ ز کال د سفر په اړه یې وه. د تور پوستانو په اړه يې سپکې نظریې د «ویلیم لویډ ګریسون» غوصه را وپاروله، هغه د تور پوستانو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوی و. هاو د غلامانو پر آزادۍ باور درلود، خو پر نژادي برابرۍ یې باور نه درلود. په ۱۸۶۰ ز کال کې په نیویارک ټرېبیون کې د نیوپورت ټولنو په اړه څو لیکنې هم خپرې شوې دي.[۳۰]

د هاو لیکوالۍ او آثارو خپرولو یې خاوند ډېر ځوراوه، دلیل یې څو ځله د مېرمنې په توګه د ښځې پر رول، خپل واده او په ټولنه کې د ښځې پر رول نیوکه وه. د دوی د واده ستونزې داسې کچې ته ورسېدې، چې په ۱۸۵۲ ز کال کې جلا شول. ساموېل یې چې کله خاوند شو، د هغې د املاکو د عاید بشپړ کنترول یې واخیست. په ۱۸۷۶ ز کال کې يې د خاوند له مړینې وروسته پام شو چې پر ځینو ناوړه پانګونو یې ډېرې پیسې له منځه تللې دي. [۳۱][۳۲][۳۳]

د هاو لیکوالي او ټولنیز فعالیتونه تر ډېره له روزنې او د ښځې او خاوند له ګډ ژونده پیلېږي. د هاو د ستونزمن واده او د هغې پر کار يې د اغېز په اړه ډېرې څېړنې شوې دي. [۳۴]

سیاست سمول

هاو د ۱۸۷۰یمې ز لسیزې په لومړیو کې د «ماساچوسټ» د والي له‌خوا د سولې د قاضي په توګه معرفي شوه، خو له دې سره سره یې د ټاکل کېدو په اړه ګنګوسې موجودې وې، ځکه ډېری په دې باور وو چې، ښځه د دغه پوست لپاره مناسبه نه ده. په ۱۸۷۱ ز کال کې د ماساچوسټ سترې محکمې پرېکړه وکړه چې، ښځې د قانون جوړوونکي له څرګند جواز پرته هېڅ قضايي منصب نه شي لرلی، په پایله کې یې د سولې د قاضي په توګه د هاو انتصاب وځنډاوه. دغه کار د دې لامل شو، چې فعالان د داسې قانون د تصویب غوښتنه وکړي، چې ښځو ته د خپل مقام او منصبت د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.[۳۵]

مړینه او میراث سمول

هاو د ۱۹۱۰ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د سږو ناروغۍ له امله په خپل کور کې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه. د ماساچوسټ ایالت په کمبرېج سیمه کې د «مونټ اوبورن» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د یادګار په مراسمو کې یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو د «جمهوریت د جګړې سندره» دې ته د درناوي په توګه زمزمه کړله، کټ مټ، لکه: د هغې په هره وینا کې به یې چې زمزمه کوله. [۳۶][۳۷][۳۸]

تر مړینې وروسته یې بچیانو په ۱۹۱۶ ز کال کې د ژوندلیک په برخه کې همکاري وکړه. د بیوګرافۍ لپاره یې د پولیټرز جایزه وګټله.[۳۹][۴۰]

د دې په نامه څو ځایونه نومول شوي دي:[۴۱]

  • د شیکاګو په اسټین ټولنه کې د جولیا وارډ هاو په ویاړ یو ښوونځی نومول شوی.[۴۲]
  • په میناپولیس کې یو ځای د دې په ویاړ نومول شوی. [۴۳]
  • په ۱۹۱۳ ز کال کې د دې په ویاړ په فیلاډلفیا کې، د «جولیا وارډ هاو اکاډمیک پلس» ابتدايي ښوونځی هم د دې په نامه نومول شوی دي. [۴۴]
  • په ۱۹۷۸ ز کال کې په «اوک ګلن» کې د دې کور، د تاریخي ځایونو په ملي نوملړ کې اضافه شو.[۴۵][۴۶]

جایزې او ویاړونه سمول

  • اغلې هاو د ۱۹۰۸ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه، د ۸۸ کلونو په عمر لومړنۍ ښځه وه، چې د امریکا د هنر او ادبیاتو د اکاډمۍ غړیتوب ته ومنل شوه. [۴۷][۴۸]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13596300k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Julia-Ward-Howe — subject named as: Julia Ward Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64b3354 — subject named as: Julia Ward Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/516 — subject named as: Julia Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Julia Ward Howe — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Howe,_Julia_Ward — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Julia Ward Howe — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=13956 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=wardj — subject named as: Julia Ward Howe
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26917 — subject named as: Julia Ward Howe — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. https://mormonarts.lib.byu.edu/people/julia-ward-howe/
  10. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/840847 — subject named as: Julia Ward Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. سرليک: American Women Writers
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13596300k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/ed923caf-b8cc-4a37-8c1c-4ca94805e29a — د نشر نېټه: ۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  15. "Julia Ward Howe". Oxford Learner's Dictionaries.
  16. کينډۍ:Cite ANB
  17. "Howe, Julia Ward (1819–1910)", Encyclopedia of the American Civil War: A Political, Social, and Military History. Santa Barbara: ABC-CLIO, 2000. Credo Reference. Web. 07 November 2013.
  18. "Julia Ward Howe Biography". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Richards, Laura (1915). Celebration of Women Writers. Houghton Mifflin Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Joann, Goodman. "Julia Ward Howe". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Julia Ward Howe". National Women's History Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Biography Archived 2019-04-17 at the Wayback Machine. Dictionary of Unitarian & Universalist Biography
  23. Williams, Gary. Hungry Heart: The Literary Emergence of Julia Ward Howe. Amherst: University of Massachusetts Press, 1999: 33. کينډۍ:ISBN
  24. author., Showalter, Elaine (February 28, 2017). The civil wars of Julia Ward Howe : a biography. OCLC 952647568. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4516-4591-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Martyris, Nina (16 March 2016). "Battle Hymn at the Dining Table: A Famous Feminist Subjugated Through Food". NPR. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Gardiner Public Library, Gardiner, Maine". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Julia Ward Howe, Author of Battle Hymn, Spent Much of Her Life in Portsmouth". Zilian Commentary. March 24, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite ANB
  29. Williams, Gary. Hungry Heart: The Literary Emergence of Julia Ward Howe. Amherst: University of Massachusetts Press, 1999: 134–135. کينډۍ:ISBN
  30. "JULIA WARD HOWE (1819–1910)." Slavery in the United States: A Social, Political, and Historical Encyclopedia. Santa Barbara: ABC-CLIO, 2007. Credo Reference. Web. 14 November 2013.
  31. "Julia Ward Howe – National Women's Hall of Fame". National Women's Hall of Fame. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Open Collections Program: Women Working, Julia Ward Howe (1819–1910)". Women Working, 1800 – 1930. Harvard University Library. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Julia Ward Howe Biography". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lepore, Jill (29 February 2016). "'The Civil Wars of Julia Ward Howe,' by Elaine Showalter". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Katz, Elizabeth D. (2021-07-30). "Sex, Suffrage, and State Constitutional Law: Women's Legal Right to Hold Public Office" (په انګلیسي ژبه کي). Rochester, NY. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  36. Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 71. کينډۍ:ISBN
  37. Corbett, William. Literary New England: A History and Guide. Boston: Faber and Faber, 1993: 106. کينډۍ:ISBN
  38. Howe, Julia Ward (1819–1910)." Encyclopedia of the American Civil War: A Political, Social, and Military History. Santa Barbara: ABC-CLIO, 2000. Credo Reference. Web. 7 November 2013.
  39. Richards, Laura Elizabeth Howe; Elliott, Maud Howe; Hall, Florence Howe (1 January 1915). "Julia Ward Howe, 1819–1910". Houghton Mifflin – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Ziegler, Valarie H. Diva Julia: The Public Romance and Private Agony of Julia Ward Howe. Harrisburg, PA: Trinity Press International, 2003: 11. کينډۍ:ISBN
  41. (په 1987-01-23 باندې). Julia Ward Howe Stamp. Los Angeles Times.
  42. "About". Howe School of Excellence. Academy for Urban School Leadership. د اصلي آرشيف څخه پر مې 26, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه مې 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Howe". City of Minneapolis, Minnesota. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Moak, J.M. (May 1987). [[[:کينډۍ:NRHP-PA]] "Pennsylvania Historic Resource Survey Form: Julia Ward Howe School"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "NRHP nomination for Oak Glen" (PDF). Rhode Island Preservation. د لاسرسي‌نېټه نومبر 3, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Back Bay East". Boston Women's Heritage Trail. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Julia Ward Howe". Songwriters Hall of Fame. د لاسرسي‌نېټه مې 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. National Women's Hall of Fame, Julia Ward Howe