سامويل ګريډلي هاو

سامويل ګريډلي هاو
سامويل ګريډلي هاو
سامويل ګريډلي هاو

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ نومبر ۱۸۰۱[۱][۲][۳]
مړینه 9 جنوري 1876 (75 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه جولیا وارډ هاو  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده طبیب  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د یونان د خپلواکۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سامويل ګريلي هاو (۱۰ نومبر ۱۸۰۱ – ۹ جنوري ۱۸۷۶) يو امریکايي ډاکټر، د مريتوب د ختمولو پلوی او د ړندو لپاره د زده کړې يو ملاتړی و. هغه د «پرکينز انسټيټوټ» جوړونکی او لومړی مدير و. په ۱۸۲۴ز کال کې هغه یونان ته ولاړ، څو په انقلاب کې د جراح په توګه کار وکړي؛ هغه همدا راز د سرتېرو مشري هم وکړه. نوموړي د کډوالۍ د سمبالښت د ملاتړ لپاره کار وکړ او ګڼ يوناني ماشومان يې د زده کړې لپاره له ځانه سره بوسټن ته راوستل.[۴]

هغه چې د مريتوب يو مخالف و، يو له هغو درې کسانو و چې په ۱۸۶۳ز کال کې د جګړې وزير د امريکا د خپلواکۍ د پلټنې کميسیون لپاره ټاکل شوي وو، څو د ازادۍ له اعلان وروسته په سويل کې د ازادو شويو شرايطو پلټنه وکړي، او دا سپارښتنه وکړي چې له دوی سره د خپلواکۍ پر لور لېږد کې څه ډول مرسته وشي. سويل ته پر سفر سربېره، «هاو» کاناډا لويديځ (اوسنۍ اونټيريو، کاناډا) ته هم سفر وکړ، چېرته چې زرګونه پخواني مريان د ازادۍ لپاره تښتېدلي او هلته يې له سره نوی ژوند پيل کړی و. هغه په کاناډا کې له ازادو خلکو او تر څنګ يې له حکومتي مسئولينو سره مرکې وکړې.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه سمول

«هاو» د ماساچوسټس د بوسټن ښار په «پيرل» سرک د ۱۸۰۱ز کال د نومبر په لسمه زېږېدلی و. د هغه پلار «جوزف نيلس هاو» د بېړۍ څښتن او په بوسټن کې د سنۍ جوړولو مالک و. تر هغه وخته دا سوداګري بريالۍ روانه وه، تر څو د ۱۸۱۲ز کال د جګړې پر مهال هغه د متحده ايالاتو حکومت ته سنۍ (رسۍ) مهيا کړې، خو هغه ته کله هم د هغې قيمت ورنه کړل شو. د نوموړي مور «پيټي (ګريډلي) هاو» نومېده، څوک چې د خپل وخت يوه تر ټولو ښکلې ښځه بلل کېده. د «سمويل ګريډلي هاو» نېکه «ايډوارډ کامپټن هاو» د بوسټن په «ټي پارټي» کې له هندوستانيانو څخه يو و.[۵][۶][۷]

هاو د بوسټن په لاتين ښوونځي کې زده کړې کړې وې، د هغه د لور په وينا له نوموړي سره په دې ښوونځي کې سخت چلند کېدو ان وهل شوی و. لورا (هاو) ريچارډ وروسته وليکل: «تر هغه ځايه چې زما ياد دي، زما پلار د هغه د ښوونځي له ورځو څخه ښه يادښتونه نه درلودل».[۸]

د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې بوسټن د سياسي خوځښت سرچينه وه. د هاو پلار ديموکرات و، چا چې د هاورډ پوهنتون د فدراليانو مرکز باله او په دې پوهنتون کې يې د خپلو زامنو له داخلې سره مخالفت وکړ. په همدې ډول، په ۱۸۱۸ز کال کې، د هاو پلار هغه په «براون» پوهنتون کې داخل ک. هغه په ډېرو عملي ټوکو ټکالو او نورو ډېرو لوړو ژورو کې ښکېل پاتې شو او کلونه وروسته هاو خپلو بچیانو ته وويل چې هغه له دې امله افسوس کوي چې ولې يې په لوست کې په ډېر جديت سره ځان عملي نه کړ. د هغه يو ټولګيوال «اليکسيس کاسويل» ډاکتر او بيا وروسته د براون پوهنتون رئيس شو، نوموړي هاو دا ډول تشریح کړی دی: «هاو د ذهني وړتياوو ښوده وکړه، کوم چې په طبيعي ډول د هغه د زده کړې لپاره تر ټولو مناسب و. د هغه ذهن تېز، هر اړخيز او مخترع و. زه فکر نه کوم چې هغه د منطقي ځواک په برخه کې د کمښت ښکار و، خو د هغه لپاره سخته مطالعه د هغه له ذوق سره برابره نه وه». په ۱۸۲۱ز کال کې له «براون» څخه تر فراغت وروسته، هاو د هارورډ طبي پونځي ته ولاړ او له هغه ځايه يې په ۱۸۲۴ز کال کې سند تر لاسه کړ.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د يونان انقلاب سمول

له فراغت وروسته هاو په ماساچوسټس کې د ډېرې مودې لپاره پاتې نه شو. په ۱۸۲۴ز کال کې، له هغه ډېر ژر وروسته چې د طبابت د کولو سند ورکړل شو، هغه د یونان د اوښتون لپاره د خپلې لېوالتيا او د خپل بت «لارډ بايرن» له امله و ايستل شو. هغه د يوې ناخوښې مينې له يادښتونو څخه وتښتېد او یونان ته ولاړ او هلته د جراح په توګه له يوناني پوځ سره يو ځای شو.[۸][۱۲]

په يونان کې د هغه دندې یواځې تر يو جراح پورې نه وې محدودې، بلکې تر ډېره بريده د پوځي طبيعيت لرونکې وې. د هاو زړورتيا، لېوالتيا (شوق) او د قوماندان په توګه د هغه وړتيا، تر څنګ يې د هغه بشپړپالنه هغه ته د «د يوناني اوښتون لافايټ» لقب وګاټه (لافايټ يو فرانسوي پوځي افسر و). هاو په ۱۸۲۷ز کال کې متحده ايالاتو ته راستون شو، څو په یونان کې د قحط او ستونزو د پای ته رسولو په برخه کې د مرستې لپاره بسپنه او توکي راټول کړي. د هاو لېوالو غوښتنو هغه ته نږدې ۶۰۰۰۰ ډالر راټول کړل، کوم چې هغه په توکو، لسابونو او له «ايجينا» سره نژدې د کډوالو لپاره د مرستېد زېرمه ځای په جوړولو ولګول. هغه وروسته د «کورنيت» په «استمس» کې د شړل شويو لپاره يو بل استوګنځای جوړ کړ. وروسته هاو د «د يونان د اوښتون یوه تاریخي ډانچه» په نوم د دې بغاوت يو روايت ولیکه، کوم چې په ۱۸۲۸ز کال کې خپور شو.[۱۳][۱۴][۱۵]

سمويل ګريډلي هاو له يونان څخه ډېر ماشومان له ځانه سره متحده ايالاتو ته راوستل، څو هغوی ته زده کړې ورکړي. د دوی له منځه  دوه هغه چې وروسته يې نوم وويست يو يې «جان سيليورګوس زاکوس» و، څوک چې د مريتوب د ختمولو پلوی او د ښځو د حقوقو فعال شو او دويم يې «کرسټوفورس پي. کاسټانيس» و. «کاسټانيس» د «چيوس» له ټول وژنې ژوندی پاتې شوی و. هغه وروسته د دې پېښو په اړه د «يوناني جلاوطني» یا «کرسټوفورس اپلاتون کاسټانيس بند او د تېښتې داستان(۱۸۵۱) په نوم خپل يادښتونه وليکل. هغه په خپل کتاب کې د دواړو هم د ډاکټر هاو او هم د «جان سيليورګوس زاکوس» يادونه کړې ده.[۱۶][۱۷]

هاو په پاريس کې خپلو طبي زده کړو ته دوام ورکړ. د حکومت له جمهوري بڼې سره د هغه لېوالتيا هغه  د ولای په اوښتون کې د برخې اخستو پر لور بوت.[۱۸]

د ړندو لپاره کار سمول

په ۱۸۳۱ز کال کې هغه بېرته متحده ايالاتو ته ولاړ. د خپل ملګري «جان ډکس فشر» په مرسته، د بوسټن يو ډاکټر، چا چې له دې مخکې په ۱۸۲۶ز کال کې هلته د ړندو خلکو لپاره د يو ښونځي د جوړولو خوځښت پيل کړی و، هغه په پاريس کې د «ويلنټن های» له خوا جوړ شوي همدا ډول ښونځي په اړه معلومات تر لاسه کړي وو. د «فيشر» له خوا يوې جوړې شوې کميټې هاو ته وړانديز وکړ چې په بوسټن کې د ړندو لپاره نوي انګلستان پناه ځای د جوړولو مشري وکړي. هغه په ځانګړې لېوالتيا دا پروژه واخسته او سملاسي يې د اروپا پر لور تګ انتظام وکړ، ټر څو د دې ستونزې په اړه څېړنې وکړي.[۱۹]

په امریکا کې هغه د پولنډي اوښتون له ملاتړو سره وليدل او د دې لپاره غوره شو چې په اورپا کې انقلابيانو ته پيسې ورسوي. په دې بنسټ هغه دوه ماموريتونه درلودل، يو دا چې د ړندو لپاره د ښوونځيو په اړوند معلومات راټول کړي او دويم په پاريس کېد امريکاي-پولنډي کميټې د مشر به توګه، تر څو پولنډي انقلابيانو ملاتړ وکړي. د پارس کميټه د «جی.فينمور کوپر، ايۍ.ايف.بي.مورسي» او ګڼورو امریکايانو له خوا جوړه شوې وه چې په هغه ښار کې يې ژوند کاوه. ت رهغه وخته، پولنډيانو د روسانو له خوا ماتې خوړلې وه او هاو بايد ډېرو خلکو ته، په ځانګړي ډول افسرانو ته پيسې ورکړې وای، چا چې نه غوښتل کورونو ته ستانه شي. د ګاونډيو هيوادونو ځینو خلکو دوی ځورولي وو، خو سياسي پناه ورکړل شوې وه او د پروشيا پولې څخه تېر شوي پروشيا ته تللي وو. هاو په خپله د دې مرستو او پيسو د وېشلو مسئوليت په غاړه واخيست. په برلين کې ونيول شو او زنداني شي، خو ويې کولای شول چې پولنډي افسرانو ته ليکل شوي هغه ليکونه له منځه يوسي يا يې پټ کړي، چې دا يې مجرم ثابتولای شو. په پاريس کې د متحده ايالاتو د وزير د څېړنو له امله پنځه اونۍ وروسته خوشې شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Samuel-Gridley-Howe — subject named as: Samuel Gridley Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60c4v65 — subject named as: Samuel Gridley Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1760 — subject named as: Samuel Gridley Howe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Mitchell, Martha. Encyclopedia Brunoniana , https://www.brown.edu/Administration/News_Bureau/Databases/Encyclopedia/search.php?serial=H0280 Archived 2020-05-17 at the Wayback Machine. Accessed January 24, 2009.
  5. Richards, Laura E. (Howe). Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, p. 13. Boston: Dana Estes & Company, 1909
  6. "Maud Howe Elliott" Three Generations with Illustrations, Boston: Little, Brown, And Company, 1923: p. 35
  7. Richards, Laura E. (Howe). Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, p. 14. Boston: Dana Estes & Company, 1909.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Richards, Laura E. (Howe). Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, page 14. Boston: Dana Estes & Company, 1909.
  9. Richards (1909), Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, p. 17
  10. Richards (1909), Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, pp. 19-20
  11. Richards (1909), Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, page 15
  12. Richards (1909), Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, pages 21-26.
  13. New International Encyclopedia
  14. Richards (1909), Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, p. 279
  15. Richards (1909), Letters and Journals of Samuel Gridley Howe, p. 278
  16. "Biography of John C. Zachos" Beta Theta Pi 25(April 1898): p. 381-382.
  17. Castanis, Christophorus P. , 2018, p. 109
  18. Schwartz, Harold. Samuel Gridley Howe, Social Reformer, 1801-1876, p. 38. Cambridge, MA: Harvard Univ. Press, 1956.
  19. Hall, Emily M. Dr. Samuel Gridley Howe, Graduate Student, Center on Philanthropy at Indiana University. http://learningtogive.org/papers/paper105.html Accessed January 25, 2008.
  20. The manliest man pg 55-57
  21. Richards, Laura E. Two Noble Lives, Page 23. Boston: Dana Estes & Company, 1911.
  22. The manliest man Samuel Howe, pages 55-57
  23. Richards, Laura E. Two Noble Lives, Page 24-29. Boston: Dana Estes & Company, 1911.