د یونان د خپلواکۍ جګړه

د یونان د خپلواکۍ جګړه چې همدارنګه د یونان د ۱۸۲۱ زکال د انقلاب او یا هم د یونان د انقلاب په نومونو پېژندل کېږي له ۱۸۲۱ زکال څخه تر ۱۸۲۹ زکال پورې د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د یوناني انقلابینونو بریالۍ جګړه وه. وروسته بیا بریتانوي سترواکۍ، د فرانسې پاچاهۍ او روسیې د یونانیانو ملاتړ وکړ؛ په داسې حال کې چې د عثماني سترواکۍ سره د افریقا په شمال په ځانګړې توګه د مصر په ایالت کې د هغوی لاس پوڅو مرسته کوله. دغه جګړه د معاصر یونان د رامنځته کېدو لامل وګرځېده. دغه انقلاب هر کال د مارچ په ۲۵ مه د یونانیانو له خوا په ټوله نړۍ کې د هغوی د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي. [۱][۲]

د یونان د خپلواکۍ جګړه
برخه دد عثماني سترواکۍ تاریخ، د یونان تاریخ
ځایعثماني سترواکي
د پيل موده۱ی جنوري ۱۸۲۱
د پاي موده۱ی جنوري ۱۸۲۹
Significant eventQ18415361
Participantعثماني سترواکي، يونانيان

یونان د پنځلسمې پېړۍ پر مهال د قسطنطنیې له سقوط په وړاندې او وروسته لسیزو کې د عثمانیانو په ولکه کې ورغی. په راتلونکو پېړیو کې د عثماني واکمنۍ پر ضد یو لړ پاڅونونه ترسره شول خو بریالي نه و. په ۱۸۱۴ زکال کې د فیلیکي ایتریا (Filiki Eteria) یا د دوستانو د ټولنې په نوم پټ سازمان د یونان د خپلواکۍ په موخه تاسیس شو چې هغه مهال په اروپا کې د شته انقلابي شور او ځوږ له خوا وهڅول شو. دغه بنسټ هوډ درلود په پلوپونز، ډانوبین شهزاده نشین او خپله قسطنطنیه کې یو لړ بغاوتونه ترسره کړي. دغه پاڅون د ۱۸۲۱ زکال د مارچ په ۲۵ مه (د جولین کلیزې پر بنسټ) د ارتودکس عیسویانو د بشارت په ورځ طراحي شوی و. له دې سره د فیلیکي اتریا نقشه د عثماني چارواکو لاس ته ورغله او هغوی اړ شول خپل انقلاب له دې وړاندې پیل کړي. لومړی بغاوت د ۱۸۲۱ زکال د مارچ په ۶مه/ د فبروري په ۲۱ مه د دانوب په پاچاهۍ کې پیل شو خو عثمانیانو ډېر ژر وځپه. د شمال پېښو پلوپونز (موریا) یونانیان راوپارول څو د ۱۸۲۱ زکال د مارچ په ۱۷ مه په عمل لاس پورې کړي، همدا و چې د لومړي ځل لپاره مانیوټس د جګړې اعلان وکړ. د ۱۸۲۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د تئودوروس کولوکوترونیس تر مشرۍ لاندې یونانیانو تریپولیستا ونیو. په کرت، مقدونیې او مرکزي یونان کې مقاومت پیل شو خو په پایله کې وځپل شو. ورته مهال د یونانیانو جنګي بېړیو په اژه سمندرګي کې د عثماني سمندریز ځواک پر وړاندې یو لړ لاسته راوړنې لرلې او د سمندر له لارې یې د کومکي عثماني ځواکونو د رسېدو مخه ونیوله. [۳][۴]

ډېر ژر د یونان د مختلفو ډلو ترمنځ شخړې رامنځته شوې چې د داخلي جګړې لامل وګرځېدې. عثماني سلطان خپل لاس پوڅی محمد علی له مصر څخه راوغوښت او هغه هوکړه وکړه چې زوی یې ابراهیم پاشا د یو پوځ په راس کې یونان ته ولېږي او د ځمکنیو لاسته راوړنو په بدل کې یوناني بغاوتونه وځپي. ابراهیم د ۱۸۲۵ زکال په فبروري میاشت کې پلوپونز ته ورسېد او د همدغه کال تر پایه یې د دغې ټاپو وزمې ډېره برخه د مصر تر کنټرول لاندې راوسته. د میسلونګي ښار د ۱۸۲۶ زکال په اپرېل میاشت کې د ترکانو له خوا له یو کال محاصرې وروسته سقوط وکړ. په ماني باندې له ناکامه برید سربېره آتن هم سقوط وکړ او انقلاب په بشپړه توګه له لاسه وتلی وبرېښېد.

دغه مهال دریو لویو ځواکمنو هېوادونو – روسیې، بریتانیا او فرانسې - د مداخلې پرېکړه وکړه او په ۱۸۲۷ زکال کې یې خپلې سمندري بېړۍ یونان ته ولېږلې. وروسته له هغه چې د دې خبر خپور شو چې د عثمانیانو او مصر بېړۍ په هیدرا ټاپو برید کوي، د اروپايي متحدینو بېړیو د عثماني سمندریز ځواک مخه په ناوارینو کې ونیوله. له یوې اونۍ کړکېچن حالت وروسته، د ناوارینو جګړه د مصر او عثماني سترواکۍ د بېړیو د له منځه تلو لامل وګرځېده او د انقلابینو په ګټه یې وضعیت بدل کړ. په ۱۸۲۸ زکال کې مصر د فرانسې له خوا د لېږل شوي پوځ د فشار له امله په شا شو. په پلوپونز کې عثماني بېړۍ تسلیم شوې او یوناني انقلابیونو د مرکزي یونان بېرته نیولو ته مخه کړه. روسیې په عثماني سترواکۍ برید وکړ او د آدریانوپل هوکړې (۱۸۲۹) په ترسره کولو یې د یونان خودمختاري پرې ومنله. له ۹ کاله جګړې وروسته بالاخره یونان د یو خپلواک هېواد په توګه د لندن د پروتوکل له مخې د ۱۸۳۰ زکال په فبروري میاشت کې په رسمیت وپېژندل شو. په ۱۸۳۲ زکال کې نورې خبرې اترې د لندن د کنفرانس او د قسطنطنیې د معاهدې لامل وګرځېدې؛ چې د دغه نوي دولت پولې یې وټاکلې او د باواریا شاهزاده اوټو یې د یونان د لومړي پاچا په توګه معرفي کړ.

مخینه سمول

عثماني واکمني سمول

د ۱۴۵۳ زکال د مۍ په ۲۹مه نېټه د قسطنطنیې سقوط او له هغو وروسته د بیزانسي سترواکۍ د ځای ناستو دولتونو سقوط د بیزانسي حاکمیت د پای ټکی و. له هغو وروسته عثماني سترواکۍ له ډېرو لږ استثناآتو پرته په بالکان او اناټولیا (کوچنۍ اسیا) واکمني وکړه. ارتدکس عیسویان د عثماني حکومت تر واکمنۍ لاندې له یو شمېر سیاسي حقونو برخمن و خو هغوی سپک وګړي بلل کېدل. ترکانو یونانیانو ته تر ډېره د رعیه کلمه کاروله هغه نوم چې د عثماني واکمنې طبقې له خوا په ټولیزه توګه غیر مسلمانو وګړو ته کارول کېده. [۵][۶]

ورته مهال هغه یوناني روڼ آندو او انسان پالونکو چې د عثمانیانو له برید وړاندې او یا هم د هغو پر مهال لویدیځ ته کډه شوي و؛ لکه دمتریوس چالکوکوندیلز او لئوناردوس فیلارس د خپل خاورې د آزادولو په موخه غږ اوچت کړ. دمتریوس په ونیز او «ټولو لاتین وګړو» غږ وکړ څو له یونانیانو سره د «وحشي، منفورو او ظالمو ترکانو» پر ضد مرسته وکړي. له دې سره بیا هم یونان د څو پېړیو لپاره د عثمانیانو تر ولکې لاندې و. [۷][۸]

د یونان انقلاب یوازنۍ ګام نه و؛ بلکه د عثماني دورې د تاریخ په اوږدو کې د خپلواکۍ تر لاسه کولو په موخه یونانیانو ګڼې هڅې وکړې. د اوولسمې پېړۍ پر مهال د عثمانیانو پر ضد په موریا او نورو سیمو کې ګڼ شمېر مقاومتونه شوي چې د فیلسوف دیونیسیوس پر مشری بغاوت یې څرګندوی دی. له مورین جګړې وروسته پلوپونز د ۳۰ کلونو لپاره د ونیزي واکمنۍ لاندې راغی او له هغه مهال وروسته یې د اوولسمې پېړۍ په اوږدو کې کړکېچن حالت درلود ځکه د کلفتانو (klephts) ډلې په کې زیاتې شوې. [۹][۱۰]

تر ټولو لوی پاڅون په ۱۷۷۰ مه لسیزه کې د روسیې په ملاتړ د اورلوف بغاوت و چې له ډېرې کمې بریا وروسته د عثمانیانو له خوا وځپل شو. د پاڅون له ځپلو وروسته مسلمانو البانیایانو د یونان په اصلي سیمو کې ډېری برخې ویجاړې کړې. له دې سره مانیوټس په دوامداره توګه د عثماني واکمنۍ پر وړاندې مقاومت کاوه او په خپله سیمه باندې یې څو عثماني بریدونو ته ماتې ورکړه چې تر ټولو مشهور یې د ۱۷۷۰ زکال برید و. د روسیې – ترکیې د دویمې جګړې پر مهال تریسټي یوناني ټولنې د لامبروس کاتسونیس تر قوماندې لاندې د کوچنیو جنګي بېړیو لپاره چې د عثماني سمندریز ځواک لپاره به یې مزاحمت کاوه؛ بودیجه برابروله؛ د جګړې پر مهال کلفتان او ارموتولویان (په غرنیو سیمو کې چریکي جنګیالي) بیاځلي را پورته شول. [۱۱][۱۲][۱۳]

ورته مهال یو شمېر یونانیانو د عثماني بروکراسۍ د غړو په توګه په عثماني دولت کې مخکښ ځایګی درلود. یونانیانو د ارتودکس کلیسا چارې د قسطنطنیې له نړیوال پاتریاک نشین څخه اداره کولې ځکه د ارتودوکس عالی کلیسا روحانیون تر ډېره یوناني الاصله و. له همدې امله د عثماني سترواکۍ په قضایي نظام کې کې د ارتدوکس رعیت (رومي ملت) پر وړاندې له پاتریاک سلسله مراتبو کار اخیستل کېده.[۱۴][۱۵]

د یونان ارتودکس کلیسا د ملي هویت د ساتلو، یوناني ټولنې د ودې او یوناني ملت پالنې په بیا را ژوندي کولو کې اساسي رول لوباوه. له همدې امله د اتلسمې پېړۍ په لومړیو او له هغو څخه وروسته په قسطنطنیه کې د فاناریوتانو په نوم د یوناني مخکښو کورنیوغړو د عثماني سترواکۍ په بهرني سیاست او بالاخره د هغو په بشپړې بروکراسۍ پام وړ رول درلود. [۱۶]

سرچينې سمول

                                                                                                                                           

  1. (يوناني: Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist., Elliniki Epanastasi; referred to by Greeks in the 19th century as simply the Αγώνας, Agonas, "Struggle"; کينډۍ:Lang-ota, Yunan İsyanı, "Greek Rebellion")
  2. "War of Greek Independence | History, Facts, & Combatants". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Finkel, Caroline (2007). Osman's Dream: The History of the Ottoman Empire. Basic Books. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780465008506. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Woodhouse, A Story of Modern Greece, 'The Dark Age of Greece (1453–1800)', p. 113, Faber and Faber (1968)
  5. Barker, Religious Nationalism in Modern Europe, p. 118
  6. The American Heritage Dictionary of the English Language, Fourth Edition, Houghton Mifflin Company, (2004)
  7. Bisaha, Creating East and West, 114–115
    • Milton (& Diekhoff), Milton on himself, 267
  8. Bisaha, Nancy (2004). Creating East and West: Renaissance humanists and the Ottoman Turks. University of Pennsylvania Press کينډۍ:ISBN. p. 114.
  9. Kassis, Mani's History, p. 29.
  10. Kassis, Mani's History, pp. 31–33.
  11. Svoronos, History of Modern Greece, p. 59
    • Vacalopoulos, History of Macedonia, p. 336
  12. Kassis, Mani's History, p. 35.
  13. Svoronos, History of Modern Greece, p. 59
  14. Georgiadis–Arnakis, The Greek Church of Constantinople, p. 238
  15. Barker, Religious Nationalism in Modern Europe, p. 118
  16. Paparrigopoulos, History of the Hellenic Nation, Eb, p. 108
    • Svoronos, The Greek Nation, p. 89
    • Trudgill, "Greece and European Turkey", p. 241