د عثماني سترواکۍ تاریخ

د عثماني سترواکۍ بنسټ، د کوچنۍ اسيا شمال لوېديځ لور ته د بيزانس د پلازمينې قسطنطنيې په جنوب کې د يو کوچني بيليک په توګه د 1299 په شا او خوا کې د عثمان اول له خوا اېښودل شوی و. په 1326ز کال کې، عثمانيانو نږدې د بورسا سيمه ونيوله، او په دې ډول يې د بيزانس له واک څخه کوچنۍ اسيا پرې کړه. عثمانيان په لومړي ځل اروپا ته په 1352ز کال کې واوښتل، په 1354ز کال کې يې په دردنيل د Cimpe په کلا (چيمپه کلا) کې دايمي استوګنځای جوړ کړ او خپله پلازمېنه يې په 1369ز کال کې Edrine (ادريانوپل) ته ولېږدوله. په ورته وخت کې په کوچنۍ اسيا کې ګڼ کوچني ترکي دولتونه په احتمالي عثماني سلطنت کې د فتحې يا اتحاد د اعلان له لارې ضم شول.

کله چې په 1453ز کال کې سلطان محمد دويم قسطنطنيه (اوسنی نوم استانبول) ونيوله، د عثمانيانو په نوې پلازمينه يې بدله کړه، دې دولت يوې تلپاتې سترواکۍ ته وده وکړه، د اروپا ژورو، شمالي افريقا او منځني ختيځ ته خپره شوه. په داسې حال کې چې د شپاړسمې پېړۍ تر نيمايي پورې د بالکان ډېرې سیمې د عثمانيانو تر واکمنۍ لاندې وې، د سلطان سليم دويم تر واکمنۍ لاندې، چا چې په 1517ز کال کې خلافت په لاس کې واخيست، د عثمانيانو په سيمه کې د پام وړ پراختيا راغله، ځکه چې عثمانيانو د ختيځ لور ته مخه کړه او د نورو تر څنګ يې، لوېدېځ عرب، مصر، بين النهرين، او شام هم ونيول. په راتلونکو څو لسيزو کې، د شمالي افريقا ساحل (له مراکش پرته) د عثماني قلمرو برخه وګرځېده.

په شپاړسمه پېړۍ کې د سليمان العظيم تر مشرۍ لاندې دا سترواکي خپل اوج ته ورسېده، چې په ختيځ کې د پارس له خليج څخه پيل شوې په لوېديځ کې تر الجزاير پورې، او په سويل کې له يمن څخه نيولې په شمال کې تر اوکراين پورې غزېدلې وه. د عثماني زوال د نظريې تر مخې، د سليمان واکمني د عثماني کلاسيکي پړاو عروج و، د کوم پر مهمال چې عثماني کلتور، هنرونه او سياسي اغېزې وغوړېدې. دا سترواکي په 1683ز کال کې د ويانا د جګړې په درشل کې خپلې وروستۍ ځمکنۍ پراختيا ته ورسېده.

له 1699ز کال راپدېخوا، د راتلوونکو دوه پېړيو په اوږدو کې د دې سترواکۍ د ګڼ توکميز رعيت له امله د داخلي رکود، د لوړ قيمت دفاعي جګړو، اروپايي استعمارګرۍ او ملتپالو بغاوتونو په پايله کې  عثماني سترواکۍ د خپلو سيمو له لاسه ورکول پيل کړل. په هر حال، د نولسممې پېړۍ تر لومړيو پورې د عصري کېدو اړتيا د سترواکۍ مشرانو ته روښانه شوې وه، او د سترواکۍ د زوال د مخنيوي په هڅه کې ګڼ اداري اصلاحات پلې شول، چې د برياليتوب کچو يې توپير درلود. د عثمانيانو سوکه سوکه کمزورۍ د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې ختيځه قضيه راپورته کړه.

په لومړۍ نړيواله جګړه کې د ماتې په توګه دا سترواکي هغه مهال پای ته ورسېده، کله چې متحدينو د هغې پاتې سيمې سره ووېشلې. د ترکيې د خپلواکۍ له جګړې وروسته، د 1922 ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه په انقره کې د ترکي لويې ملي اسامبلۍ د حکومت له خوا دا سلطنت په رسمي ډول ړنګ کړای شو. د خپل وجود د 600 څخه د زياتو کلونو په موده کې، عثماني سترواکۍ په منځني ختيځ او سويل ختيځه اروپا کې ژور ميراث پرېښې، لکه چې د ګڼو هغو هېوادونو په رواجونو، دودونو، او پخلي کې لېدل کېږي، چې يو وخت د دې سترواکۍ د قلمرو برخه وو. 

عثماني لامل پېژندنه سمول

د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو او د عثماني سترواکۍ په منحل کېدو سره، د عثمانيانو د عروج او زوال د دلايلو، د دوی د سترواکۍ د عروج او زوال د دلايلو او دا چې دا دواړه پېښې څه ډول تعريف شوې وې، په اړه په جيوپولتيکي او تاريخي سياق او سباق کې پوښتنې راپورته شوې. د دويمې نړيوالې جګړې په درشل کې، د ترکيې جيوپولتيکي موقعيت او جيوپولتيکي وزن، کوم چې د عثماني سترواکۍ ستر تاريخي وارث و، دې موضوعاتو ته د تبليغاتو په اړه وزن ورکړ.  د 1943ز کال په پای کې د تهران د کنفرانس په اجنډا کې لومړۍ موضوع په دويمه نړيواله جګړه کې د ترکيې ګډون و. [۱]

د فارمول وړ نظريه سمول

د عثماني سترواکۍ د منځ ته راتګ په اړه سمول

  1. د غزا نظريه – دا تر ټولو لومړۍ جوړه شوې، خو تر ټولو زياته تر نيونکو لاندې نيول شوې او سياسي شوې ده. دا نظريه په ډېر واضح ډول د توکميزې ترکپالنې د اصل پلوی کوي. دا نظريه د Paul Wittek له خوا جوړه شوې وه؛[۲]
  2. د خيانت نظريه – د ګڼو ليکوالانو له خوا په مطالعاتو، ليکنو او کتابونو کې ښودل شوې ده. دا نظريه د ګڼو عيني شاهدانو په روايتونو ولاړه ده. د دې ملاتړ د جغرافيايي او تر يو بريده د ختيځې رومي سترواکۍ د ځای ناستي په توګه د عثماني سترواکۍ (روم) د تمدني ځای ناستي په فرضيو سره شوی دی؛
  3. ټولنيزه اقتصادي نظريه – نوې او تر ټورو عصري، چې د مارکسستي تاريخ ليکنې په دودونو کې ځای ورکول شوی دی. دا نظريه په ګڼو مضامينو او مطالعاتو کې موندل کېږي. دا د تور مرګ او د بيزانس کورنۍ جګړې پر ميراث ولاړه ده.

د عثماني سترواکۍ د زوال په اړه سمول

  1. کلاسیکه نظريه – د روسيې او ترکېې د جګړې (1768-1774) په پايله او له دې وروسته د Küçük Kaynarca د تړون په پايه کې. مخکې د سترې کاترين د واکمنۍ په پيل کېدو، د "Istoriya Slavyanobolgarskaya" په ليکل کېدو او د Koca Ragip Pasha په مړينې سره په نښه شوې وه؛
  2. د عثمانيانو د زوال نظريه – کومه چې اوس يوه لانجمنه نظريه ده او په 1958ز کال کې په څرګند ډول د Bernard Lewis له خوا جوړه شوې ده. د Koci Bey  د رسالت سره سمون لري، خو احتمالاً د اتلسمې پېړۍ پر لور د Köprülü پړاو او په عثماني دولت، اقتصاد او بحريه کې د هغه اصلاحات له پامه غورځوي؛ [۳]
  3. نوې کلاسيکي نظريه – د عثماني زوال په اړه تر يو بريده د پخوانيو نظريو سره شريکه ده، کومې چې د وخت له پلوه نږدې په دوه پېړيو کې په مساوي برخو وېشل شوې دي. د پای پيل د Karlowits د تړون، د Edirne  پېښې او احمد درېيم په پړاو سره په نښه شوی دی.

د عثماني سترواکۍ منځ ته راتګ سمول

له دولسمې څخه تر ديارلسمې پېړۍ پورې د روم د سلجوقي سلطنت په مړينې سره، اناتوليا په جلا جلا خپلواکو دولتونو ووېشل شوه، چې تش په نوم اناتوليايي بيليک بلل کېدل (بيليک ترکي قبيلوي نظام دی چې ملکۍ سره ورته والی لري). د راتلونکو څو لسيزو لپاره، دا بيليکان د مغولو او د هغوی د ايراني پاچايۍ د الخانيانو تر واک لاندې وو. تر 1300ز کال پورې، يوې کمزورې بيزانسي سترواکۍ خپل ډېر اناتوليايي ايالتونه د دې ترکي واکمنيو په وړاندې له لاسه ورکړي وو. د يو بيليک مشري عثمان اول (مړينه 1323/4) کوله، له چا څخه چې د عثماني نوم اخيستل شوی دی، هغه د ارتغرل زوی و، او د ختيځې اناتوليا په Eskisehir کې يې موقعيت درلود. د بنسټ اېښودلو په نکل کې چې د "د عثمان خوب" په نوم کيسه کې بيان شوی دی، ځوان عثمان د سترواکۍ په يو غيبي ليد سره فتوحاتو ته هڅول شوی و (د هغه د خوب تر مخې، دا سترواکي يوه لويه ونه ده، چې جرړې يې په درې لویو وچو کې خپرې شوې دي او څانګو يې اسمان پوښلی دی). د هغه د خوب تر مخې د دې ونې، چې د عثمان سترواکي وه، له جرړو څخه څلور سيندونه وبهېدل، چې هغه دجله، فرات، نيل او دانوب دي. سربېره پر دې، دې ونې په څلورو غره ييزو لړيو سيوری خپور کړ، چې هغه قفقاز، توروس، اطلس او بالکان لړۍ دي. د سلطان په توګه د هغه د واکمنۍ پر مهال، عثمان اول د ترکي استوګنځايونو پولې د بيزانس سترواکۍ تر څنډو پورې وغزولې.[۴]

سرچينې سمول

  1. McNeill, American, Britain and Russia (1953). p. 353.
  2. Wittek, Paul (1938). The Rise of the Ottoman Empire. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) It was Wittek's formulation which became generally (though not unanimously) accepted among Western historians of the Ottoman Empire for much of the twentieth century. Kafadar, Cemal (1995). Between Two Worlds: The Construction of the Ottoman State. د کتاب پاڼې 41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bernard Lewis, "Some Reflections on the Decline of the Ottoman Empire," Studia Islamica 1 (1958) 111–127.
  4. Lord Kinross, The Ottoman Centuries (Morrow Quill Publishers: New York, 1977) p. 24.