جورج برکلي

جورج برکلي (انګلیسي: George Berkeley) (/ˈbɑːrkli/؛ ۱۶۸۵ مارچ ۱۲مه - ۱۷۵۳ جنوري ۱۴مه) – چې د اسقف برکلي (د آیرلنډ د انګلیسي کلیسا د کلوین اسقف یا سرکشیش) په نوم مشهور دی – یو انګلیسي-آیرلنډي فیلسوف و، چې لومړنۍ لاسته راوړنه یې د یوې تیورۍ پراختیا وه، چې نوموړي "غیر مادیالیزم" immaterialism وبلله (او وروسته د نورو لخوا د "ذاتي ایډیالیزم" په نوم یاده شوه). دا نظریه له مادي جوهر او ماهیت څخه انکار کوي او پرځای یې ادعا کوي چې پېژندل شوي او اشنا څیزونه لکه مېزونه او څوکۍ د ذهنونو له لوري درک شوي نظرونه دي او له درک کولو پرته نه شي موجودېدای. برکلي پر ذهني تجرید یا انتزاع (abstraction) د هغه د انتقاد له کبله هم مشهور دی، چې د عدم مادیالیزم لپاره د هغه د ​​استدلال بنسټ هم جوړوي.[۱۷][۱۸][۱۹]

جورج برکلي
(انګلیسي: George Berkeley)[۱][۲]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج برکلي
جورج برکلي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ مارچ ۱۶۸۵[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 14 جنوري 1753 (68 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال [۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
فرانسوي
انگليسي [۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
دينپوهنه
زده کړه
پوهنپوهنه
مېتافزیک
د ساینس فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جان لاک   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک تجربهپالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج برکلي
جورج برکلي

برکلي په ۱۷۰۹م کال کې خپل لومړی مهم اثر، "د لید د یوې نوې تیورۍ په اړه یوه مقاله" خپره کړه، چې هغه پکې د انسان د لید د محدودیتونو په اړه بحث وکړ او دا تیوري یې پراخه کړه چې د لید وړ شیان مادي توکي نه دي، بلکې رڼا او رنګ دي. دا مقاله د هغه د اصلي فلسفي اثر لپاره یو بنسټ هم شو، چې په ۱۷۱۰م کال کې "د بشري پوهې د اصولو په اړه بحث" تر نوم لاندې خپور شو او له کمزوري هرکلي وروسته نوموړي بیاځلې د ډیالوګ په بڼه ولیکه او په ۱۷۱۳م کال کې د "هیلاس او فیلونوس ترمنځ درې ډیالوګونه" تر سرلیک لاندې خپور شو. په دغه کتاب کې د برکلي نظریات د فیلونوس (یوناني معنا یې: "د ذهن مینه‌وال") له لوري وړاندې شوي وو، او هیلاس ("hyle"، یوناني معنا یې: "ماده") د آیرلنډي مفکر د مخالفینو، په ځانګړې توګه جان لاک، په توګه مجسم شوی و.[۲۰][۲۱]

برکلي بیا د ډي موټو De Motu (د خوځښت په اړه) تر نوم لاندې مقاله کې، چې په ۱۷۲۱م کال کې خپره شوه، د مطلقې فضا یا ځای، وخت او حرکت په اړه د اسحاق نیوټن د نظریې پر ضد استدلال وکړ. د هغه استدلال بیا د ارنست ماخ او انشټاین د نظرونو مخکېنی یا سلف نظر (precursor) هم شو. په ۱۷۳۲م کال کې هغه بیا خپل السیفرون (Alciphron) یا کوچنی فیلسوف نومی اثر خپور کړ، چې د آزادخیالو یا آزاد فکر کوونکو پر وړاندې یوه عیسوي دفاع وه، او په ۱۷۳۴م کال کې هغه خپل تحلیلګر (The Analyst) نومی اثر خپور کړ، چې د تفاضل او تکامل حساب یا ډیفرانشیل او انټګرال پر بنسټونو یو انتقاد و، او د ریاضیاتو په پراختیا کې خورا اغېزناک ثابت شو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د برکلي له اثارو سره لېوالتیا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته زیاته شوه ځکه هغه د ​​۲۰مې پېړۍ د فلسفې پر ډېری مهمو مسایلو بحث کړی و، د بېلګې په توګه د درک او فهم مسایل، د لومړنیو او ثانوي ځانګړتیاو یا څرنګوالیو ترمنځ توپیر، او د ژبې اهمیت.[۲۶]

ژوندلیک سمول

ایرلنډ سمول

برکلي په خپل کورني کور ډیسارټ کلا (Dysart Castle) کې زیږېدلی و، چې د ایرلنډ د کیلکني ولایت توماسټاون ښارګوټي ته نږدې پرته ده. نوموړی د ویلیم برکلي مشر زوی و، او د برکلي د اشرافي کورنۍ کېډېټ یا کشری (cadet) و، چې ریښه یې د انګلو-ساکسون دورې ته رسېږي، چا چې د انګلستان په ګلوسټر کې د فیوډال اشرافو او اربابانو په توګه خدمت کړی و. د هغه د مور په اړه ډېر لږ معلومات شته دي. نوموړي په ​​کیلکني ثانوي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او بیا یې په ډوبلین ښار کې د تثلیث یا ټرینیټي کالج لوستی، چېرته چې نوموړی په ​​​​۱۷۰۲م کال کې د دغه کالج د سکالرانو په نوملړ کې هم شامل کړای شو. نوموړي په ۱۷۰۴م کال کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۷۰۷م کال کې یې د ماسټرۍ او فیلوشپ سندونه ترلاسه کړل. نوموړی د خپلو زده‌کړو تر بشپړولو وروسته هم د استاد او یوناني ژبې د لیکچرر په توګه په دغه کالج کې پاتې شو.

د هغه لومړنۍ خپرونه د ریاضیاتو په اړه وه، مګر کوم چې لومړی یې هغه ته پام راوګرځاوه "د لید یوې نوې تیورۍ په اړه مقاله" وه، چې په لومړي ځل په ۱۷۰۹م کال کې خپره شوه. په دې مقاله کې برکلي د لید پر واټن، پراخوالي، موقعیت او د لیدلو او لمس پر ستونزو بحث کړی و. په داسې حال کې چې دغه اثر هغه مهال ډېر اختلافات او بحثونه هم راوټوکول، خو پایلې یې اوسمهال د بصریاتو یا د لیدو د پوهې د تیورۍ د یوې ثابتې برخې په توګه منل شوې دي.

بله خپرونه یې په ۱۷۱۰م کال کې "د بشر د پوهې د اصولو په اړه بحث" و، چې په پراخه کچه یو بریالی اثر و او هغه ته یې تلپاتې شهرت ورکړ، که څه هم کمو خلکو د هغه دا نظریه ومنله چې له ذهن څخه بهر هېڅ شی نشته. له هغه وروسته یې بیا په ۱۷۱۳م کال کې "د هایلاس او فیلونوس ترمنځ درې ډیالوګونه" اثر خپور شو، چې هغه پکې خپل فلسفي سیستم مطرح کړ او بنسټیز اصل یې دا دی چې شاوخوا نړۍ، هماغسې چې زموږ حواس یې ښيي، شتون یې له درک کېدو یا پوهېدو سره تړاو لري.

د "انساني پوهې د اصولو په اړه بحث"د دغې تیورۍ تشرېح وړاندې کوي او "د هیلاس او فیلونوس ترمنځ درې محاورې یا ډیالوګونه" یې بیا دفاع کوي. د هغه یو بنسټیز هدف د هغه وخت له موجوده ماديزم سره مبارزه وه. دا تیوري تر ډېره حده له تمسخر سره مخ شوه، په داسې حال کې چې حتی هغه کسان لکه سامویل کلارک او ویلیم ویسټون، چې د هغه "فوق العاده استعداد" یې هم منلی و، بیا هم په دې اند وو چې د هغه لومړني اصول غلط او ناسم دي.

انګلستان او اروپا سمول

لږ وروسته، برکلي انګلستان ته ولاړ او د اډیسون، پوپ او سټیل په ټولنیزه حلقه کې یې هرکلی وشو. د ۱۷۱۴م او ۱۷۲۰م ترمنځ دوره کې هغه خپلې اکاډمیکې هڅې په اروپا کې د پراخو سفرونو له دورو سره یوځای کړې، چې په سراسر ایټالیا کې د هغه ترټولو پراخ سفرونه (Grand Tours) چې تر هغه وخته یې ساری نه لیدل کېده د یادولو وړ دي. په ۱۷۲۱م کې هغه د ایرلنډ په کلیسا کې کشیشي رتبې (Holy Orders) واخیستې او د الهیاتو په برخه کې یې خپله دوکتورا ترلاسه کړه، او یو ځل بیا یې د ډوبلین په تثلیث کالج (Trinity College Dublin) کې پاتې کېدل غوره کړل، خو دا ځل یې په الهیاتو او عبراني ژبه کې لیکچرونه ورکول. په ۲/۱۷۲۱ کې هغه د ډرومور کلیسا سرکشیش او په ۱۷۲۴م کال کې د ډیري کلیسا سرکشیش وټاکل شو.[۲۷]

په فلسفه کې یې ونډه سمول

د برکلي په وینا یوازې دوه ډوله څیزونه شته دي: روح او نظریه یا ایډیا. ارواح ساده، فعال موجودات دي چې نظریې تولیدوي او درک کوي. نظریې یا ایډیاوې بیا غیر فعال یا منفعل مخلوقات دي چې تولیدېږي او درک کېږي.

د "روح" او "ایډیا" د مفاهیمو کارول د برکلي په فلسفه کې محوري ځای لري. هغسې چې نوموړي دا مفاهیم کارولي، په عصري اصطلاحاتو یې ژباړل ستونزمن دي. د هغه د "روح" مفهوم د "شعوري موضوع" یا "ذهن" مفهوم ته نږدې دی، او د "ایډیا" مفهوم یې بیا د "احساس" یا "د ذهن حالت" یا د "شعوري تجربې" مفهوم ته نږدې دی.

په دې توګه برکلي د مادې موجودیت د میټافزیکي ماهیت په توګه رد کړ، مګر د فزیکي شیانو شتون لکه مڼې یا غرونه یې رد نه کړل ("زه د هېڅ هغه څیز د شتون پرضد استدلال نه کوم چې موږ یې د حواسو یا تأمل او تفکر له لارې درک کولی شو. دا چې هغه څیزونه چې زه یې په خپلو سترګو وینم او په خپلو لاسونو یې لمس کوم، شته دي، واقعا شته دي، او زه یې په اړه لږ تر لږه پوښتنه هم نه مطرح کوم. یوازینی شی چې موږ یې له شتون څخه انکار کوو، هغه څه دي چې فیلسوفان یې ماده یا جسماني جوهر بولي. او په دې کار سره، د نورو انسانانو لپاره هېڅ زیان نه دی رسېدلی، هغه چې زه یې په جرئت وایم، هېڅکله به یې له لاسه ورنه کړي."، اصول ۳۵# ګڼه). [۲۸][۲۹]

د برکلي د فکر دا بنسټیزه ادعا، یعني د هغه "ایډیالیزم یا خیال پردازي"، کله ناکله او څه نا څه د تمسخر په انداز "غیر ماديزم" یا هم کله ناکله ذاتي یا ذهني ایډیالیزم بلل کېږي. د هغه د اصولو په ۳مه ګڼه اصل کې هغه لیکي، د لاتیني او انګلیسي ترکیب په کارولو سره شتون یا بودن درک کېدل دي (esse is percipi) که په یو څه ناسم ډول برکلي ته د خالصې لاتیني جملې په توګه منسوبه شي نو (esse est percipi) به وي. دا جمله په معتبرو فلسفي سرچینو کې له هغه سره تړلې ښکاري، د بېلګې په توګه، "برکلي پر دې باور دی چې هېڅ داسې فکرا خپلواک شیان نشته چې دا مشهوره جمله یې راونه نغاړي esse est percipi (aut percipere) – شتون درک کېدل دي (یا درک شي)."[۳۰]

د ریاضیاتو فلسفه سمول

په فلسفه کې د هغه پر ونډې سربېره، برکلي د ریاضیاتو په پراختیا کې هم اغېزناک رول لرلی دی. که څه هم په یو څه غیرمستقیم مفهوم سره. "برکلي د خپل فکري ژوند له لومړیو پړاوونو څخه له ریاضیاتو او د هغو له فلسفي تفسیر سره تړاو درلود." د برکلي "فلسفي تبصرې" (۱۷۰۷ – ۱۷۰۸)[۳۱]

په ریاضیاتو کې د هغه د لېوالتیا ښکارندويي کوي.

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.collinsdictionary.com/dictionary/english/berkeley
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://web.archive.org/web/20130703153456/http://people.hsc.edu/berkeleystudies/past_issues_pdf/no13-1993-94.pdf
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123285193 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123285193 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6g163x4 — subject named as: George Berkeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/23218 — subject named as: George Berkeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/46775 — subject named as: George Berkeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/berkeley-george — subject named as: George Berkeley
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: George Berkeley — سرليک: Berkeley, George — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T008141
  10. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_30025910/html — subject named as: George Berkeley — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2638 — subject named as: George Berkeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/11933 — subject named as: George Berkeley — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=7105 — subject named as: George Berkeley — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123285193 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/37112931
  17. Watson, Richard A. (1993–1994). "Berkeley Is Pronounced Barclay" (PDF). Berkeley Newsletter (13): 1–3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Berkeley" entry in Collins English Dictionary.
  19. Douglas M. Jesseph (2005). "Berkeley's philosophy of mathematics". In Kenneth P. Winkler (المحرر). The Cambridge Companion to Berkeley. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-45033-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. See Berkeley, George (1709). An Essay Towards a New Theory of Vision (الطبعة 2). Dublin: Jeremy Pepyat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Turbayne, C. M. (September 1959). "Berkeley's Two Concepts of Mind". Philosophy and Phenomenological Research. 20 (1): 85–92. doi:10.2307/2104957. JSTOR 2104957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Repr. in Engle, Gale; Taylor, Gabriele (1968). Berkeley's Principles of Human Knowledge: Critical Studies. Belmont, CA: Wadsworth. د کتاب پاڼي 24–33. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) In this collection of essays, Turbayne's work comprised two papers that had been published in Philosophy and Phenomenological Research:
  22. Berkeley's Philosophical Writings, New York: Collier, 1974, Library of Congress Catalog Card Number: 64-22680
  23. Popper, K.R. (1 May 1953). "A note on Berkeley as precursor of Mach". The British Journal for the Philosophy of Science. IV (13): 26–36. doi:10.1093/bjps/IV.13.26. S2CID 123072861. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Also published: Conjectures and Refutations, Volume I, "A note on Berkeley as precursor of Mach and Einstein", Routledge and Kegan Paul, 1969.
  25. jhollandtranslations.com
  26. Turbayne, Colin, المحرر (1982). Berkeley: critical and interpretive essays. Minneapolis, MN: University of Minnesota Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-1065-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Edward Chaney, 'George Berkeley's Grand Tours: The Immaterialist as Connoisseur of Art and Architecture', in E. Chaney, The Evolution of the Grand Tour: Anglo-Italian Cultural Relations since the Renaissance, 2nd ed. London, Routledge. 2000 کينډۍ:ISBN
  28. Fogelin, Robert Berkeley and the Principles of Human Knowledge. Routledge, 2001. p. 27.
  29. Downing, Lisa, "George Berkeley", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2013 Edition), Edward N. Zalta (ed.). Retrieved 21 August 2013.
  30. Fogelin, Robert Berkeley and the Principles of Human Knowledge. Routledge, 2001. pp. 74–75.
  31. Douglas M. Jesseph (2005). "Berkeley's philosophy of mathematics". In Kenneth P. Winkler (المحرر). The Cambridge Companion to Berkeley. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-45033-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)