جورج برنارد شاو
جورج برنارد شاو ( زوکړه: د ۱۸۵۶ زکال د جولای ۲۶ مه – مړینه: د ۱۹۵۰ زکال د نومبر ۲ مه) چې د هغه په خپل ټینګار د برنارد شاو په ساده نوم پېژندل کېږي؛ ایرلنډي ډرامه لیکونکی، منتقد، بحث کوونکی او سیاسي فعال و. په لویدیځ تئاتر، کلتور او سیاست باندې د هغه اغېز له ۱۸۸۰ مې لسیزې څخه د هغه د مړینې تر مهاله پراختیا ومونده. نوموړي له ۶۰ زیاتې ډرامې/نمایشنامې لیکلې چې پکې د هغه تر ټولې مشهورې ډرامې؛ من او سوپرمن (Man and Superman؛ ۱۹۹۲ زکال)، پیګمالیون (Pygmalion؛ ۱۹۱۳ زکال) او سینټ جوان (Saint Joan؛ ۱۹۲۳ زکال) شاملېږي. شاو د معاصر طنز او تاریخي تمثیل په پراخه کارولو سره د خپل نسل تر ټولو مخکښ ډرامه لیکونکی شو او په ۱۹۲۵ زکال کې یې د ادبیاتو د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
جورج برنارد شاو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ښکلي هنرونه |
مؤثر | هنري ډېوېډ تورو ، ویلیام موریس ، هنرېک ايبسن ، چارلېز ډيکېنز |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
شاو په دوبلین کې وزېږېد او په ۱۸۷۶ زکال کې یې لندن ته کډه وکړه؛ نوموړي هلته هڅه وکړه څو ځان د لیکوال او ناول لیکونکي په توګه ثابت کړي، همدا و چې له ځان سره یې د زده کړو سختو هڅو ته مخه کړه. د ۱۸۸۰ مې لسیزې په نیمايي کې نوموړی د تئاتر او موسیقي په معتبر منتقد واوښت. د سیاسي بیدارۍ راوروسته نوموړی له تدریج پالونکې فابیان ټولنې سره مل شو او د دغه ټولنې په مخکښ رساله لیکونکي واوښت. شاو له کلونو وړاندې څخه ډرامې لیکلې، خو هغه په عامه ډګر کې خپله لومړنۍ بریالۍ کمیډي ډرامه د سړي او اسلحې (Arms and the Man) تر عنوان لاندې په ۱۸۹۴ زکال کې ولیکله. نوموړی د هنریک ایبسن تر اغېز لاندې د انګلیسي ژبې د ډرامو په برخه کې د نوي ریالېزم د رامنځته کېدو په هڅه کې و او له خپلو ډرامو څخه یې د سیاسي، ټولنیزو او مذهبي باورونو د خپرولو د وسیلې په توګه کار اخیست. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ډرامه لیکونکی په توګه د هغه شهرت د یو شمېر منتقدانه او وګړیزو ډرامو پر مټ چې مېجر بارابارا (Major Barbara)، د ډاکټر ستونزه (The Doctor's Dilemma) او سیزار او کلئوپاترا (Caesar and Cleopatra) په کې شاملېدې؛ تضمین شو.
د شاو له خوا بیان شوې نظریې تر ډېره پورې بحث پارونکې وې. هغه د نژادي ودې (یوژنیک) او الفبايي اصلاحاتو ترویج ته کار وکړ او د واکسیناسیون او تنظیم شوو مذهبي چارو سره یې مخالفت څرګند کړ. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې دواړې ښکېلې غاړې یو ډول مقصرې وګڼلې او په داسې حال چې جمهوري غوښتونکی نه و له جګړې په وروسته مهال کې یې د ایرلنډ پر وړاندې د بریتانیا پر سیاستونو نیوکې وکړې. دغه دریځ نیولو د نوموړي په ځایګي او یا هم د هغه د ډرامو پر موثریت هېڅ تل پاتې اغېز نه درلود. د دواړو جګړو ترمنځ په مهال کې د هغه ډرامې تر ډېره جاه طلبانه وې چې عمومي بریا ته یې په بېلابېلو کچو لار ومونده. په ۱۹۳۸ زکال کې نوموړي د پیګمالیون فیلمبرادري شوې نسخه جوړه کړه چې پر مټ یې د اوسکار جایزه ترلاسه کړه. د سیاست او مباحثې اړوند د هغه لیوالتیا پر خپل ځای وه او د ۱۹۲۰ مې لسیزې په وروستیو کې یې تر ډېره بریده پورې د فابیان ټولنې د تدریج پالنې په پالیسیو سترګې پټولې او د ښي او کیڼ اړخو دیکتاتوریو په ګټه یې لیکنې کولې – نوموړي هم د موسولیني او هم د ستالین ستاینه کوله. شاو د خپل ژوند په وروستۍ لسیزه کې په ډېره کمه کچه په عامه ډګرونو کې ویناوې کولې، خو د ۹۴ کلنۍ پر عمر د مړینې تر مهاله پورې یې خپلو ارزښتمنو لیکنو ته دوام وکړ او د هر ډول دولتي ویاړونو له دې ډلې په ۱۹۶۴ زکال کې یې د مېرېټ یا غوره توب د عالي نښان له اخیستو ډډه وکړه.
د شاو له مړینې وروسته د هغه د اثارو اړوند علمي او انتقادي نظریاتو توپیرونه لرل، خو په منظمه توګه یې د بریتانوي ډرامه لیکونکو ترمنځ له شکسپیر وروسته دویم ځایګی ساتلی. تحلیل کوونکي د انګلیسي ژبو د ډرامه لیکونکو په نسلونو باندې د هغه د اغېز یادونه کوي. د شاویان کلمه د شاو د عقایدو په رانغاړلو سره د بیان د وسیلې په توګه ژبې ته لار موندلې.
سیاسي بیداري: مارکسېزم، سوسیالېزم، فابیان ټولنه
سمولد ۱۸۸۲ زکال د سپټمبر په ۵ مه شاو د لندن په فارنګډن میموریال صالون کې په جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ او د سیاسي اقتصاد پوه هنري جورج له خوا د وینا پر مهال یاد شو. شاو له دې وروسته د پراختیا او بې وزلۍ (Progress and Poverty) تر نامه لاندې د جورج اثر ولوست او د اقتصاد اړوند د هغه د لېوالتیا د رامنځته کولو لامل وګرځېد. نوموړي د سوسیال دیموکرات فدراسیون په ناستو کې ګډون کولو ته مخه کړه؛ هلته د کارل مارکس له اثارو سره بلد شو او د ۱۸۸۳ زکال ډیری ورځې یې د سرمایې په نوم د هغه د اثر په لوستلو تېرې کړې. نوموړی د دغه فدارسیون د بنسټګر هنري هینډمن تر اغېز لاندې رانغی او هغه یې مستبد، بدخویه او د رهبرۍ د ځانګړنو نه لرونکی معرفی کړ. شاو په یوه اغېزمن راډیکال خوځښت کې د کارګري طبقو د تنظیم اړوند د سوسیال دیموکرات فدراسیون په وړتیاو شک درلود او له همدې امله له دغه فدراسیون سره یوځای نه شو – هغه ویلي چې دا یې غوره وبلله څو له خپلو فکري سیالانو سره کار وکړي. [۳][۴][۵]
شاو د «ولې ډېری خلک بې وزله دي؟» (Why Are The Many Poor?) تر نامه لاندې رسالې له لوستلو وروسته چې د فابیان په نامه د نوې جوړې شوې ټولنې له خوا خپره شوې وه د ۱۸۸۴ زکال د مۍ په ۱۶ مه یې د دغې ټولنې په راتلونکې تبلیغاتي غونډه کې برخه واخیسته. هغه په سپټمبر میاشت کې د دغې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ چې د کال له بشپړېدو وړاندې یې خپل مانفیست (ارمان) د فابیان د دویمې ګڼې رسالې په نامه خپور کړ او ټولنې ته یې وړاندې کړ. نوموړی د ۱۸۸۵ زکال د جنوري په میاشت کې د دغې ټولنې له اجرایوي کمېټې سره یوځای شو او د همدغه کال په وروستیو کې یې وب او همدارنګه اني بیسانټ چې پیاوړی ویناواله وه؛ په دغه کمېټه کې وګمارل. [۶][۷]
له ۱۸۸۵ زکال څخه تر ۱۸۸۹ زکال پورې شاو د بریتانیا د اقتصادي ټولنې په دوه هفتنیو ناستو کې ګډون وکړ. هولروید ولیدل چې «شاو ورته یو له هغو نږدې کسانو څخه دی چې د پوهې کچه یې د پوهنتوني زده کړو کچې ته رسېدلې». دغه تجربې د هغه سیاسي لیدلوری بدل کړ؛ هغه له مارکسېزم څخه فاصله واخیسته او د تدریج پالنې مبلغ شو. د ۱۸۸۶ او ۱۸۸۷ زکلونو ترمنځ هغه مهال چې فابیانانو د انارشېزم د منلو اړوند بحث وکړ، شارلوټ ویلسون، بیسانټ او نورو ترې ملاتړ وکړ، خو شاو د دغې کړنلارې پر خلاف له اکثریت کړنلارې سره مل شو. وروسته له هغه چې د ۱۸۸۷ زکال د نومبر په ۱۳ مه (خونړۍ یکشنبه) په ترافالګار میدان کې د خلکو مظاهره د بیسانټ له خوا په تاوتریخوالي واوښته، شاو په دې باوري شو چې دا ډېر حماقت دی چې د پولیسو ځواک د وننګول شي. له دې وروسته هغه تر ډېره پورې د «نفوذ» اصل چې وب ترې ملاتړ کاوه ومانه: هغه مفهوم چې له مخې یې باور پر دې و چې سوسیالېزم په سیاسي ګوندونو او نظریاتو کې د خلکو په نفوذ ورکولو سره په ښه توګه ترلاسه کېدای شي. [۸][۹][۱۰]
په ټوله ۱۸۸۰ مه لسیزه کې د فابیان ټولنه کوچنۍ پاتې شوه، د هغو د اعتدال پیغام تر ډېره پورې د لوړو غږونو ترمنځ نه اورېدل کېده. دغې ټولنې په ۱۸۸۹ زکال کې د سوسیالېزم اړوند فابیان مقالاتو په نامه رسالې له خپرولو وروسته چې شاو یې مسئولیت پر غاړه درلود او خپله یې هم دوه مقالې په کې لیکلې وې؛ شهرت وموند. د «انتقال» تر نامه لاندې د دغې رسالې دویمه ګڼه چې په تفصیل سره یې تدریج پالنه او نفوذ تشرېح کول دا یې څرګندوله چې «د محتاطانه او تدریجي بدلون اړتیا باید ټولو ته څرګنده وي». په ۱۸۹۰ زکال کې شاو د «سوسیالېزم څه دی» تر نامه لاندې دیارلسمه رساله خپره کړه چې د هغې پخوانۍ رسالې اړوند په کې بیا کتنه شوې و چې شارلوټ ویلسون په کې سوسیالېزم د انارشېزم د عباراتو له مخې تعریف کړی و. شاو په دغه نوې نسخه کې لوستونکو ته دا څرګنده کړه چې «سوسیالېزم کېدای شي په بشپړه توګه د اساسي قانون له مخې د دیموکراتیکو بنسټونو پر مټ رامنځته شي». [۱۱][۶][۱۲][۱۳][۱۴]
سیاسي او ټولنیزې لیکنې
سمولد شاو سیاسي او ټولنیزې تبصرې په بېلابېلو ډولونو د فابیان په رسالو، مقالاتو، په دوه بشپړو کتابونو، بې شمېره اخبارونو او مجلو او همدارنګه د هغه د ډرامو په مقدمو کې خپرې شوې دي. په فابیان کې د شاو ډېری رسالې په نامعلومه توګه خپرې شوې چې د شاو د غږ پر ځای یې د ټولنې د غږ استازولي کوله، په داسې حال کې چې وروسته د دغې ټولنې منشي اډوارډ پیز د شاو له خوا د دغو رسالو لیکل ومنل. د هولروید په خبره د لومړنیو فابیانانو کار تر ډېره پورې د شاو تر اغېز لاندې د «هغوی د تاریخ بدلون او بېرته لیکنه» وه. د رساله لیکونکي په توګه د شاو له استعداد څخه ډېر ژر د ټولنې د مانیفیست په رامنځته کولو کې ګټنه وشوه – چې له دې وروسته د هولروید په خبره نور د هغه لیکنې د تېر په څېر تجملي نه وې. [۶][۱۵][۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118642375 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118642375 — د نشر نېټه: ۱۳ جولای ۲۰۲۴
- ↑ Holroyd 1990، مم. 129–131.
- ↑ Holroyd 1990، مم. 127–128.
- ↑ Pearson 1964، م. 68.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Fabian Tracts: 1884–1901.
- ↑ Cole 1961، مم. 7–8.
- ↑ Pelling 1965، م. 50.
- ↑ Preece 2011، م. 53.
- ↑ Holroyd 1990، مم. 178–180.
- ↑ Holroyd 1990، مم. 182–183.
- ↑ Shaw: What Socialism Is 1890، م. 3.
- ↑ Holroyd 1990، م. 182.
- ↑ Shaw: Fabian Essays in Socialism 1889، مم. 182–183.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Holroyd 1989، م. 132.