ویلیام موریس

ویلیام موریس (۲۴ مارچ ۱۸۳۴ – ۳ اکتوبر ۱۸۹۶ زکال) بریتانوی د ټوکرو طراح، شاعر، هنرمند، ناول لیکونکی، د معمارۍ محافظه کار، چاپګر، ژباړن او سوسیالیست فعال و چې د بریتانیا د هنر او لاسي صنایعو خوځښت ته اړوند و. هغه د بریتانیا د سنتي نساجي هنرونو او د هغو د تولید د میتودونو احیاکوونکی و. په ادبیاتو کې یې ونډې د معاصر فانتزي ژانر سره مرسته وکړه، دا هغه مهال و چې نوموړی د پېړۍ د بدلون پر مهال په لویه بریتانیا کې سوسیالېزم ته واوښت.[۲۶]

ویلیام موریس
ویلیام موریس
ویلیام موریس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ مارچ ۱۸۳۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
لندن [۱۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 3 اکتوبر 1896 (62 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۸][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۹][۱۲][۱۴][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۲۰][۲۱][۱۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا [۲۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۱۶]
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۳][۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د دندې او هنر خوځښت
سمبوليزم [۲۵]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

موریس د اسکس(Essex) په والتهامستو(Walthamstow) کې د منځنۍ طبقې په یوه بډایه کورنۍ کې وزېږېد. هغه مهال چې نوموړي په اکسفورډ پوهنتون کې په کلاسیک څانګه کې زده کړې کولې، د مېډولېزم تر شدید اغېز لاندې راغی او د بېرمنګهم له ټولګې سره یوځای شو. له پوهنتون څخه له فراغت وروسته ، هغه له جین باردن سره وداه وکړ او له رافائلي وړاندې (Pre-Raphaelite) هنرمندانو لکه اډوارد بورن جونز، دانټه ګابریل روسیټي او همدارنګه له نیوګوتیک هنرمند فیلیپ وب سره یې نږدې ملګرتیا جوړه کړه. وب او موریس په کنټ کې سور کور (Red House) طراحي کړ، هغه ځای چې د لندن مرکز بلومزبري ته له کډه کولو وړاندې موریس له ۱۸۵۹ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې هلته ژوند وکړ. په ۱۸۶۱ زکال کې موریس له بورن جونز، روسیټي، وب او نورو سره په ګډه د Morris, Marshall, Faulkner & Co په نامه د ښکلو هنرونو شرکت جوړ کړ چې د ورځې په سټایل برابر و او په پریمانه کچه تقاضا ورته شتون درلود. دغه شرکت په کلکه توګه د ویکتوریا دورې پر مهال په داخلي ډیزاین اغېز وکړ او موریس هم نقش لرونکې پردې، دیوالي کاغذونه/منظرې، فرنیچر، او رنګي ښیښه یي کړکۍ طراحي کړې. په ۱۸۷۵ زکال نوموړي د شرکت بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست او د هغو نوم یې Morris & Co ته واړوه.

موریس له ۱۸۷۱ زکال ورسته د اکسفورډ شایر په کلمسکاټ منور کې ځانته یو آرام ځای په کرایه کړ، په داسې حال کې چې په لندن کې یې هم خپل اصلي کور وساته. ایسلنډ ته به له Eiríkr Magnússon سره تګ په هغه ډېر اغېز کاوه او د آیسلنډي حماسو د انګلیسي ژباړو ټولګه یې جوړه کړه. هغه همدارنګه د خپلو اشعارو او حماسي ناولونو په خپرولو بریا ته لاسرسی وموند چې The Earthly Paradise (۱۸۶۸ – ۱۸۷۰ زکال)، A Dream of John Ball (۱۸۸۸ زکال)، the Utopian News from Nowhere (۱۸۹۰ زکال) او فانتزي ناول The Well at the World's End (۱۸۹۶ زکال) وو. په ۱۸۷۷ زکال کې نوموړي د لرغونو ودانیو د ساتنې بنسټ، د معمارۍ د بیارغنیزو چارو د زیانونو څخه د مخنیوي په موخه تاسیس کړ.

هغه مارکسېزم ومانه او په ۱۸۸۰ مه لسیزه کې د انارشېزم تر اغېز لاندې راغی او په یو فعال ژمن انقلابي سوسیالېست واوښت. نوموړي په سوسیال دیموکرات فدراسیون کې له ګډون وروسته په ۱۸۸۴ زکال کې سوسالیستي ډله تاسیس کړه، خو په ۱۸۹۰ زکال کې له هغو جلا شو. په ۱۸۹۱ زکال کې هغه کلیموسکات خپرندویه ټولنه د روښانه سټایل لرونکو کتابو د محدود چاپ په موخه رامنځته کړه او د خپل ژوند وروستي کلونه یې هغې ته ځانګړي کړل.

موریس د ویکتوریا بریتانوي دورې د مخکښې کلتوري څېرې په توګه پېژندل کېږي. هغه د خپل ژوند پر مهال د خپلې شاعرۍ له مخې ډېر پیژندل کېده خو له مړینې وروسته بیا هغه د خپلو طراحیو له مخې مشهور شو. د ویلیام موریس بنسټ چې په ۱۹۵۵ زکال کې تاسیس شو د هغه میراث ته ځانګړی دی په داسې حال کې چې د ده اړوند ګڼ شمېر ژوند لیکونه او د ده د آثارو په اړه ګڼ شمېر څېړنې خپرې شوي دي. د هغه ژوندانه ته اړوندې ودانۍ د لیدونکو پر مخ پرانیستې دي، ډېری آثار یې په هنري ګالریو او موزیمونو کې شتون لري او طرحې یې لا تر اوسه تولید کېږي.

لومړی ژوند سمول

ځواني: ۱۸۳۴ – ۱۸۵۲ زکال سمول

موریس د ۱۸۳۴ زکال د مارچ په ۲۴ مه نېټه د اسکس (Essex) په والتهامستو (Walthamstow) کې وزېږېد. د منځنۍ طبقې په بډایه کورنۍ کې رالوی شو، د هغه نوم د هغه د پلار د نوم څخه واخیستل شو، هغه مالي چارواکی چې د لندن په ښار کې یې له Sanderson & Co  شرکت سره د مالي چارو د لګښتونو د تصفیه کوونکي او شریک په توګه کار کاوه. د هغه مور ایما موریس (کورنی نوم یې شیلټون) وه چې د ورسسټر له بډایې بورژوازي کورنۍ څخه وه. موریس د خپلو والدینو د ژوندیو ماشومانو دریم و؛ د هغوی لومړی ماشوم، چارلس په ۱۸۲۷ زکال کې وزېږېد خو له زیږون څلور ورځې وروسته ومړ. له هغې وروسته د موریس له زیږون وړاندې د هغه دوه خویندې؛ ایما په ۱۸۲۹ زکال او هنریتا په ۱۸۳۳ زکال کې وزېږېدې. له دوی وروسته د هغوی نور خویندې او وروڼه ستانلی په ۱۸۳۷ زکال کې، رنډال په ۱۸۳۹ زکال، ارتور په ۱۸۴۰ زکال، ایزابیلا په ۱۸۴۲ زکال، ادګار په ۱۸۴۴ زکال او الیس په ۱۸۴۶ زکال کې وزېږېدل. د موریس کورنۍ د انجیلي پروتسانت ډول مسیحیت پیروان و او ویلیام ته یې د هغه له زیږون څلور میاشتې وروسته د والتهامستو په سنت مري کلیسا کې د تعمید غسل ورکړ.

په ماشومتوب کې موریس د هغې د مور له خوا ډېر وخت د هغوی د انارو د باغ په کور (Elm House) ساتل کېده، دلته به هغه ډېر وخت په لوستلو تیراوه او د والټر سکاټ له رومانونو سره یې لیوالتیا لرله. موریس په ۶ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره د اسکس د وودفورد په وودفورد هال سیمه کې ګرجي ایټالوي ماڼۍ ته لاړ چې د اپینګ ځنګل په خوا کې په۵۰ هکتاره ځمکه کې جوړه شوې وه. هغه له خپلو وروڼو سره د کب نیولو او د دغې ماڼۍ په هویلي کې له باغوانۍ سره لیوالتیا پیداکړه او په ځنګل کې یې ډېر وخت د شیانو په پلټلو تېر کاوه چېرې چې هغه په لوتون کمپ او امبرسبری بانک کې د اوسپنې د دورې له خاورینو جوړښتنو او همدانګه د چینګفور د ښکار په لوژ کې له لومړیو معاصرو چارو سره لیوالتیا پیدا کړه. هغه همدارنګه په خپل اس یا یابو باندې په سورلۍ د اسکس ښار په لرې پرتو سیمو وګرځېد او له ګڼ شمېر کلیساو او جامعو کلیساو څخه یې په ټول هېواد کې لیدنه وکړه او د هغو د معمارۍ ډول ته به حیران و. پلار یې هغه له ښاره بهر یو شمېر ځایونو لکه د کانتربري جامعې کلیسا، د چیزویک کلتوري باغ او د وایټ ټاپو Blackgang Chine پارک ته چې د هغو ستاینه یې ورته کړې وه بوتله. په ۹ کلنۍ کې همالته نږدې د هلکانو لپاره د میس آروندیل په ابتدايي ښوونځي کې شامل شو؛ په پیل کې به له یو آس چلونکي سره تله خو وروسته یې خپله په اس تګ پیل کړ خو په کلکه سره له دغې تجربې پښیمانه شو. [۲۷][۲۸][۲۹]

په ۱۸۴۷ زکال کې د موریس پلار په ناببره توګه ومړ. له دې ورځې وروسته د هغه کورنۍ په Devon Great Consols کې د مسو د کانونو څخه په عاید تکیه وکړه، وودفورد تالار یې وپېره او خپل کوچني واټر هاوس کورته لاړل. د ۱۸۴۸ زکال په فبروري میاشت کې موریس خپل تحصیلات د د ویلتشایر (Wiltshire) د مارلبروو (Marlborough) په مارلبروو کالج کې پیل کړل. چېرې چې هغه د یو عجیب او غریب کس په توګه د (خرچنګ) په مستعار نوم شهرت وموند. هغه مهال ده ځان هلته تحقیر کاوه او د ځان ځورونې، بې حوصلګئ او زړه تنګۍ سره به مخ و. هغه له دغه فرصت څخه په ګټنې د ولت شایر د تاریخ وړاندې ځایونو لکه Avebury او Silbury Hill څخه لیدنه کوله او دی یې ځانته جلب کړی و. دغه ښوونځی له اعتقادي پلوه انګلیکان و چې د ۱۸۴۹ زکال په مارچ میاشت کې موریس د سالزبری بایشاپ له خوا د کالج کوچنۍ کلیسا ته ومنل شو او د انګلیسي – کاتولیک او رمانتېزم ښکلا پېژندنې د خوځښت په لار کې یې مشتاقانه جذابیت رامنځته کړ. د ۱۸۵۱ زکال په کریسمیس کې موریس له ښوونځي وویستل شو او بېرته واټر هاوس ته راوګرځېد، چېرې چې هغه په خصوصي توګه په نږدې پورسټ ښوونځي کې د ریورانډ فریدریک بي. ګای په نامه مرستیال ښوونکي له خوا وروزل شو.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118584251  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916925b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ William Morris
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bp2zgf — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?305 — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11787 — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00126223 — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/931744 — subject named as: William Morris (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-52093 — subject named as: William MORRIS — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ MSBI person ID: https://sculpture.gla.ac.uk/mapping/public/view/person.php?id=msib4_1239099895 — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/morris-william — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: William Morris — سرليک: Morris, William — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T059724
  13. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_00118895/html — subject named as: William Morris — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0044501.xml — subject named as: William Morris — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=42003 — subject named as: William Morris — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ https://cs.isabart.org/person/32400 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ http://arch-pavouk.cz/index.php/architekti/1473-morris-william — د نشر نېټه: ۷ مې ۲۰۲۳
  18. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/78596 — subject named as: William Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  19. subject named as: William Morris — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF13784
  20. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Моррис Уильям — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  21. https://en.isabart.org/person/32400
  22. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/7061 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  23. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916925b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/23618659
  25. دوتنه: Jean Cassou ، Pierre Brunel ، Francis Claudon ، Georges Pillement او Lionel Richard — سرليک: Encyclopédie du symbolismeISBN 2-85056-129-0
  26. Tate. "William Morris 1834–1896". Tate (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. MacCarthy 1994، ص. 9, 18.
  28. MacCarthy 1994، صص. 8–9.
  29. MacCarthy 1994، صص. 5–6.