سر[1] جان مېجر کې جي سي اېچ (Sir John Major KG CH ) چې د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۲۹ زېږېدلی یو بریتانوی سیاستوال دی چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۷ پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر او د محافظه کار ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. هغه له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د ټاچر په دولت کې د خزانه دارۍ د لوی وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د مالیې وزیر په توګه خدمت وکړ، له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۰۱ د هانتیګدون/ Huntingdon (پخوانی هانتینګونشایر) د پارلمان غړی و.  

جان مېجر
(انګلیسي: John Major د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان مېجر
جان مېجر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ مارچ ۱۹۴۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.83 متر [۹]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (72  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۸ نومبر ۱۹۹۰  – ۲ مې ۱۹۹۷ 
مارگريت تاچر  
توني بلیر  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مېجر د لندن په سېنټ هېلر (St Helier,) کې زېږېدلی. په ۱۹۵۹م کال کې يې ښوونځی له درې اوو سطحې (three O-levels) سره پرېښود. د بیلابیلو کارونو له ترسره کولو وروسته او د بې روزګارۍ د یوې دروې له تېرولو سره مېجر په یو معیاري بانک کې دنده ترلاسه کړه. هغه په لمبېث (Lambeth) کې د شورا غړی وټاکل شو او وروسته په د ۱۹۷۹م کال په عمومي ټاکنو کې د پارلمان غړی شو. هغه په لومړیو کې د خصوصي پارلماني منشي او د ګوند د غړیو  د څارونکي په توګه خدمت وکړ وروسته د وزیر په توګه له دولت سره یو ځای شو. د ۱۹۸۷ د ټاکنو په دوام یې د مارګاریټ ټاتچر (Margaret Thatcher) له خوا په کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه ارتقاع وکړه. وروسته د ۱۹۸۸ کال په جولای میاشت کې د مالیې تر وزیر کېدو د مخه د نېګل لاوسون (Nigel Lawson) د ناڅاپي استفا په دوام یوازې درې میاشتې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته منصوب شو. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د لومړي وزیر په توګه  بودیجه وړاندې کړه او دا لومړنۍ بودیجه وه چې پر تلویزون خپره شوه.

د ۱۹۹۰کال  په نوامبر کې د مایکل هېزلټاین له خوا د ټاچر د مشرۍ پر وړاندې د ننګونې په دوام دهغې تر استعفا وروسته، مېجر د لوبې دویم پړاو ته د ننه او بریالی شو. هغه د نومبر په ۲۸ د لومړي وزیر موقف ته منصوب شو. د خپل کار په لومړنیو میاشتو کې یې د ښاروندۍ میثاق پر لار واچوه، د ټولنې غیرعام مالیات (چې د ټول پوښتنې د مالیاتو په نوم پېژندل کېږي) یې د شورا له مالیاتو سره بدل کړل. بریتانوي سرتېري يې د خلیج جګړې ته ژمن کړل او د اوروپايي اتحادیې د ماسټرېچ تړون Maastricht)) مذاکره یې وکړه. مېجر د ۱۹۹۲م کال په ټاکنو کې د سخت کړکېچ سره سره د محافظه کار ګوند په مشرۍ څلورمې پرلپسې بریا ته لار هواره کړه او له څوارلس میلیون څخه ډېرې رايې يې وګټلې، چې تر نن ورځې د بریتانیا د سیاسي ګوند لپاره په عوام مجلس کې له لږ اکثریت سره، یو ریکارډ دی. یوازې څو میاشتې وروسته مېجر د ۱۹۹۲ د سپټمبر په ۱۶مجبور شو د استرلېنګ پونډ د اروپا د اسعارو د تبادلې د نرخ له میکانیزم څخه وباسي چې یاده ورځ په توره چهارشنبې مشهوره شوه. دا د میجر د اقتصادي اعتبار د باور بایللو لامل شو او هغه هېڅکله ونه شو کولی په ټول‌پوښتنو کې غوره‌والي ته ورسېږي. مېجر د اکثریت له لږ محبوبیت سره سره د تعلیم او جرمي عدالت په برخه کې نور اصلاحت/سمونې منظور کړل، د بریتانیا د ډبرو د سکرو او اورګاډي صنعت یې خصوصي کړ، د ډاونېنګ سټرېټ (Downing Street) اعلامیه یې لاسلیک کړه، د شمالي ایرلنډ د سولې پروسه يې بیا غښتلي کړه چې په پای کې د ښې جمعې (Good Friday Agreement) د توافق لامل شو.[۱۳]

په ۱۹۹۵ کال کې د اروپایي اتحادیې وېش او د یو  لړ جنسي او مالي فسادونو (چې په پراخ ډول د سلیز/"sleaze" په نوم پېژندل کېږي) له امله د پارلمان د لوی شمېر غړو له لاسه ورکولو میجر د ګوند د مشر په توګه په جون میاشت کې استعفا ته اړ کړ، خپل منتقیدین/ نیوکه کوونکي یې وننګول چې یا یې ملاتړ وکړي یا دی وننګوي; هغه د جان رېډووډ له خوا په مناسب ډول وننګول شو، خو په اسانۍ سره بیا وټاکل شو. دا چاره د هغه په سیاسي موقف کې د پرمختګ لامل نه شوه. او د ۱۹۹۶ کال تر ډېسمبر پورې دولت خپل اکثریت په عوام مجلس/ ولسي جرګه کې له لاسه ورکړ. د ۱۹۹۷ په ټاکنو کې د محافظه کارانو له اتلس کلنې واکمنۍ وروسته د ۱۸۳۲م کال د لویو سمونو/ اصلاحاتو د قانون راهیسې مېجر د کارګر ګوند د ټوني بېلر له خوا له  تر ټولو سختې ماتې سره مخ شو. مېجر تر ماتې وروسته د محافظه کار ګوند د مشر په توګه استعفا وکړه او وېلیم هګو (William Hague) یې ځای ناستی وټاکل شو. [۱۴]

مېجر د ۲۰۰۱ کال په ټاکنو کې له عوام مجلس/ ولسي جرګې څخه تقاعد شو او له هغه مهال وروسته په خیریه او سوداګریزو چارو کې د خپلو ګټو په لټه کې شو. په داسې حال کې چې د هغه د واکمنۍ د مهال یوې لومړنۍ ارزونې هغه یو ضعیف او بې باوره مشر بللی و. په دوام یې په نورو وروستیو کلونو کې نوې ارزونې د شمالي ایرلنډ د سولې په پروسه کې د هغه بریالیتوب، د اقتصادي ودې بیارغونه، د عمومي سېکتور سمونه، د هنرونو او سپورتونو د پروفایل وده او په نړیواله کچه د بریتانیا د نفوذ ساتل د هغه د لاسته راوړنو په توګه په ګوته کړل. په ۲۰۱۳م کال کې د ټاچر تر مړینې وروسته هغه د بریتانیا د ژوندیو پخوانیو لومړي وزیرانو تر ټولو زوړ او تر ټولو  لومړی خدمت کوونکی و.

لومړنۍ ژوند او زدکړې (۱۹۴۳-۱۹۵۹) سمول

جان مېجر د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۲۹ د  سېنټ هېلر په ساري (Surrey) کې د سېنت هېلر روغتون او د ماشومانو لپاره د کوین مري په روغتون کې زېږېدلی، د ګوین مېجر (د ګوتس له کورني نوم سره، ۱۹۰۵ -۱۹۷۰) او د موسیقي په سالون کې د نڅاګر ټام مېجور - بال (۱۸۷۹ - ۱۹۶۲) زوی دی چې د مېجر د زېږېدلو پر مهال ۶۳ کلن و. په هغه یې  جان روی مېجر (John Roy Major) نوم کېښود خو د زېږون په کارت/ پېژندپاڼه کې یوازې جان مېجر ثبت شو. هغه د ۱۹۷۰ لسیزې تر لومړیو پورې له خپل منځنی نوم څخه کار اخیست. د هغه زېږون یو له ستونزمنو څخه و، مور یې د پېلیوریسې/pleurisy  (یو دول تنفسي ناروغي) او سینه بغل په رنځ اخته وه او جان مېجر د عفونت له امله څو ځله د وینې لېږد ته اړتیا لرله، چې دا د هغه په پښو کې د دایمي داغونو لامل شو. د مېجر کورنۍ (جان, مور, پلار او مشران ورڼه یې ټيري او پیټ) د لانګفیلو په ۲۶۰ سړک، وورسېسټر پارک، ساري کې ژوند کاوه، دا یو د منځنۍ کچې سیمه وه او د مېجر پلار په کې د باغ د ښکلاګانو کاروبار کاوه او مور یې په یو سیمه‌ییز کتابوتون کې د نڅا د ښوونکي په توګه نیمه ورځې کار کاوه. جان مېجر وروسته په دغه وخت کې د خپلې کورنۍ وضعیت "هوسا وباله خو ښه نه " په سیمه کې د الماني وي یوهوایي بم (V-1 flying bomb) تر برید وروسته په ۱۹۴۴م  کال کې چې څو کسان په کې ووژل شول، د مېجر کورنۍ د جنګ له دوام څخه سهام ټوني، نارفولک (Norfolk ) ته ولاړه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۱۹][۲۲]

جان په ۱۹۴۸م کال کې د چېم کامن (Cheam Common) په ابتدايي ښوونځی کې زدکړې پیل کړې. په ټوله کې د هغه د ماشومتوب دروان خوښ و، هغه د لوستلو، سپورټ (په ځانګړي ډول فوټبال او کرېکټ) او د کورنیو ژویو لکه سویې له ساتلو څخه خوند اخیست. په ۱۹۵۴م کال کې جان په یوولس پلس (11+) ازموینه کې ګډون وکړ، چې ویې کولی شوی په وېمبلډون (Wimbledon) کې د روټلېش Rutlish)) ګرامري  ښوونځي ته لار ومومي. د جان له اندېښنې سره د هغه پلار ټنګار وکړ چې د جان مېجر بال په نوم ورته نوم‌لیکنه وکړي. د پلار د روغتیايي حالت له خرابوالي سره یې د کورنۍ مالي حالت مخ په خرابېدو شو او سوداګري يې له شدیدو مالي ستونزو سره مخ شوه. یو سوداګریز پور چې کورنۍ یې د بېرته ادا کولو توان نه درلود ټام مېجر دې ته اړ کړ چې د ۱۹۵۵ کال په مې مياشت کې په وورسیسټر پارک کې خپل کور خرڅ کړي، کورنۍ یې د کولډهربرلین، برېکسټون ۱۴۴ بلاک کې یو تنګ کرایي اپارتمان ته کډه شوه او په پورتني پوړ کې مېشت شول. دا چې مور او پلار یې د خپل ژوند د ناسمو شرایطو له امله له ذهني ناکرارۍ سره مخ شول نو په روټلېش کې د جان ستونزې له پامه وغورځول شوې. جان چې د نورو زده‌کوونکو په پرتله له خپلو ستونزو څخه خبر و، یو منزوي شخص و او له سپورټ  پرته یې نور دایماً ډېر لږ کار کاوه او ښوونځي ته يې «د هغې توبې په سترګه کتل چې باید یې وزغمي». مېجر په ۱۹۵۹ کال کې د خپلې ۱۶ کلنۍ له کلیزې څخه مخکې په درې مضمونونو تاريخ، انګلیسي ژبې او انګلیسي ادبیاتو کې د درې اوو لیول (O-level) له تېرولو سره ښوونځی پرېښود او مور او پلار یې ناهیلي شول.   [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچینې سمول


[1] په انګلستان کې تر ټولو لوړه ټولنیزه درجه یا نښان دی، چې له نوم څخه مخکې کارول کېږي د ښاغلي په معنا هم دی  سر/sir 

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v2n9q — subject named as: John Major — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Major — subject named as: John Major — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/major-john — subject named as: John Major — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=majorj — subject named as: John Major
  5. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=major — subject named as: John Major
  6. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000019190 — subject named as: Sir John Major — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/FAnd5djo
  8. http://www.nytimes.com/1990/10/13/world/hoping-to-rebound-tories-end-parley.html
  9. https://www.imdb.com/name/nm0538196/bio
  10. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-john-major — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb125681880 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20231188105 — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۳
  13. "European Council (Maastricht)". Hansard. 11 December 1991. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Major minority". The Independent. 13 December 1996. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Ex Prime Minister Sir John Major and his Sewell Ancestors". Sole.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Index entry". FreeBMD. ONS. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "John Major". History and Tour. 10 Downing Street. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "John Major". History and Tour. 10 Downing Street. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Seldon 1998، ص. 9.
  20. Seldon 1998، ص. 8.
  21. Major 2000، ص. 8.
  22. Major 2000، صص. 8-9.
  23. Seldon 1998، ص. 14.
  24. Major 2000، ص. 25.
  25. Seldon 1998، صص. 13, 16.
  26. Major 2000، صص. 20-21.
  27. Major 2000، صص. 16-17.
  28. Seldon 1998، ص. 13.
  29. Major 2000، ص. 15.
  30. Seldon 1998، صص. 12-13.
  31. Major 2000، ص. 14.
  32. Seldon 1998، صص. 11, 15.
  33. Major 2000، صص. 10-12.
  34. Seldon 1998، ص. 11.
  35. Major 2000، ص. 10.