ثاني عبيدالله جان

ثاني عبيدالله جان (انگرېزي : Sani Ubaidullah Jan) د افغانستان د مشهوره سندرغاړو څخه دي، نوموړی د کندهار ولايت يو خوږ غږ لرونکی سندرغاړی دي، هغه په زرگونو سندرې يې ويلي او تر ډېره حده په ميلو او وادو کې سندرې وايي.

ثاني عبيدالله جان
د شخص معلومات
اصلي نوم عبيدالله
پيدايښت کندهار ولایت
تابعیت  افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک سندرغاړی

نوم سمول

د هغه نوم عبيدالله جان دي، خو د عبيدالله جان په نامه سره د کندهار تر ټولو مشهوره سندرغاړی عبيد الله جان کندهاری چې کندهاريان ورسره زياته مينه لري او په کندهار کې يې ډېر قدر کېږي د پخوا څخه مشهور وو.. خو دده اواز که څه هم د عبيد الله جان کندهاري په څېر ښکلی نه دی خو د کندهار د زياتو سندرغاړو په پرتله ښه اواز لري نو د همدې وجهي ورته د کندهاریانو لخوا د عربي ژبې د ثاني (يعنې دوهم) عبيدالله جان نوم وټاکل سو.

سرچینې سمول