توماس وولسی

توماس وولسی
(انګلیسي: Thomas Wolsey د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس وولسی
توماس وولسی

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴۷۳
مړینه 29 نومبر 1530 (56–57 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لسټر[۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا[۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
کارډينال[۳][۴]   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واک اخيستنه
۱۰ سپټمبر ۱۵۱۵ 
عملي ژوند
دنده قاضي
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه کاتولیکه کلیسا[۶]
سياست[۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس وولسي (زوکړه: د ۱۴۷۳ زکال د مارچ میاشتې شاوخوا – مړینه: د ۱۵۳۰ زکال د نومبر ۲۹ مه) انګلیسي سیاستوال او کاتولیک کشیش و. هغه مهال چې په ۱۵۰۹ زکال کې اتم هنري د انګلستان پاچا شو؛ وولسي د پاچا روحاني لارښود شو. د وولسي چارو وده وکړه او تر ۱۵۱۴ زکال پورې د ټولو دولتي چارو په کنټرول کوونکي واوښت. نوموړی همدارنګه په مذهبي چارو کې په مهمو دندو وټاکل شو چې په کې د یورک د لوی کشیش په توګه ټاکل کېدل – د انګلستان په کلیسا کې دویم مهم ځایګی و – او همدرانګه د بهرنیو هېوادونو لپاره د پاپ استازیتوب په کې شامل و. په ۱۵۱۵ زکال کې د پاپ لسم لئو له خوا د کاردینال په توګه وټاکل شو چې په دې سره یې د ټولو انګلیسي روحانیونو څخه برترۍ ته لاسرسی وموند. [۷][۸]

تر ټولو لوړ سیاسي ځایګي چې وولسي ورته لاسرسی وموند د لومړي وزارت او د پاچا د ستر سلاکارۍ څوکۍ وې. په دغو څوکیو کې هغه له زیاتې آزادۍ برخمن و او تر ډېره پورې  د آلتر رکس («بل پاچا») په توګه ګڼل کېده. د آراګون له کاترین سره د هنري د واده د لغو کولو په برخه کې د هغه د مذاکرې له ماتې خوړولو وروسته د پاچا له علاقې ولوېد او خپل ټول دولتي ځایګي یې له لاسه ورکړل. هغه یورک ته وګرځېد څو د لوی کشیش په توګه خپلې کلیسايي دندې مخته یوسي. هغه دنده چې له وړاندې یې لرله خو د حکومت پر مهال یې له پامه غورځولې وه. نوموړی لندن ته وغوښتل شو څو د خیانت د تورونو ځواب ورکړي – هغه تورونه چې هنري به معمولا په هغو وزیرانو لګول چې نور به یې ښه نه ترې راتلل – خو لندن ته د تلو په لار کې د طبیعي لاملونو له امله ومړ. [۹]

لومړنی ژوند سمول

توماس وولسي د ۱۴۷۳ زکال په شاوخوا کې د ایپسویچ د رابرټ ولسي او د هغه د مېرمنې جوآن داوندي په کورنۍ کې وزېږېد. د ګڼ شمېر روایاتو له مخې د هغه پلار قصاب و. د هغه ساده ریښه وروسته د انتقاد په موضوع واوښته، هغه مهال چې هغه د شتمنۍ او واک په اوج کې و او منتقدینو یې بیا دا هر څه د عالي اشرافو لپاره غوره بلل. وولسي د اکسفورډ په مګدلان کالج کې د الهیاتو له زده کړو وړاندې په ایپسوېچ ښوونځي او د مګدلان کالج په ښوونځي کې زده کړې وکړې. د ۱۴۹۸ زکال د مارچ په ۱۰ مه نوموړي د ویلتشایر په مارلبورو کې د کشیش په توګه وټاکل شو او په اکسفورډ کې پاتې شو، په پیل کې د مګدلان کالج د ښوونځي د ښوونکي په توګه او وروسته ډېر ژر د الهیاتو د څانګې مشر شو. له ۱۵۰۰ زکال څخه تر ۱۵۰۹ زکال پورې ولسي د سنت ماري کلیسا د مشر په توګه د سامرست په لیمینګټون کې ژوند وکړ. په ۱۵۰۲ زکال کې هغه د کانټربري د لوی کشیش هنري ډین د باورونو څرګندونی شو چې راتلونکی کال ومړ. وروسته له دې نوموړی د ریچارډ نانفان کورنۍ ته بوتلل شو او هغوی وولسي د خپلو مالکیتونو اجرایوي مسئول وټاکه. په ۱۵۰۷ زکال کې د نانفان له مړینې وروسته ولسي د پاچا اووم هنري دربار ته لار ومونده. [۷]

وولسي د اشرافو د ځواک د راکمولو اړوند د اووم هنري له چارو ګټه وکړه. پاچا لیوالتیا لرله، د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې بې وزله مخینه یې لرله. اووم هنري، وولسي د سلطنتي کشیش په توګه وټاکه. په دغه څوکۍ وولسي د ریچارډ فاکس د منشي په توګه کار وکړ؛ هغه وموندله چې وولسي د ستونزمنو چارو د مخته وړ وړتیا او شجاعت لري. په پام وړ توګه واکونو ته د وولسي د لاسرسي لامل د هغه له ساده مخینې، ځیرکتیا، اداري وړتیاوو، سختو هڅو، ځان غوښتنې او له پاچا سره د هغه له اړیکو سرچینه اخیسته. د ۱۵۰۸ زکال په اپرېل میاشت کې وولسي سکاټلنډ ته ولېږل شو څو له پاچا څلورم جیمز سره د الډ اتحاد (د انګلستان پر خلاف د فرانسې او سکاټلنډ اتحاد) اړوند خبرې وکړي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د وولسي شهرت ته رسېدل په ۱۵۰۹ زکال کې د اتم هنري له واک ته رسېدو سره هم مهاله و. ځکه چې د هغه شخصیت، سیاستونه او د دیپلماسۍ اړوند لیدلورو په پام وړ توګه د پلار له دریځ سره توپیر درلود. په ۱۵۰۹ زکال کې هنري، وولسي د مرستو د وېش مسئول وټاکه هغه ځایګی چې هغه ته یې د سلاکارانو په شورا کې ځای برابر کړ، لا زیات شهرت یې ورکړ او له پاچا سره یې شخصي اړیکه ومونده. د وولسي د شهرت بل لامل هم په لومړیو کلونو کې له حکومتي چارو سره د ځوان پاچا اتم هنري نسبي لیوالتیا وه. [۱۳][۱۵]

شهرت ته رسېدل سمول

هغه مخکښ سلاکاران چې پاچا اتم هنري ته له خپل پلار څخه ورپاتې و؛ ریچارډ فاکس (زوکړه: شاوخوا ۱۴۴۸- مړینه: ۱۵۲۸ زکال؛ له ۱۵۰۱ زکال څخه تر ۱۵۲۸ زکال پورې د وینچسټر کشیش و) او ویلیام وارهام (زوکړه: شاوخوا ۱۴۵۰ زکال – مړینه: ۱۵۳۲ زکال؛ له ۱۵۰۳ زکال څخه تر ۱۵۳۲ زکال پورې د کانټربري کشیش و) وو. دوی ډېری محتاط او محافظه کاره و او پاچا ته یې لارښوونه کوله څو د خپل پلار په څېر د محتاط مدیر په توګه چارې مخته یوسي. هنري ډېر ژر داسې کسان د خپلو سلاکارانو په ډله کې وګمارل چې د هغه له لیدلورو او غوښتنو سره یې سمه مشوره ورکوله. تر ۱۵۱۱ زکال پورې وولسي په شدیده توګه د جګړې مخالف و، خو هغه مهال چې پاچا له فرانسې سره د جګړې اړوند خپله لېوالتیا څرګنده کړه، وولسي خپل لیدلوري د پاچا له لیدلورو سره همغږی کړل او د سلاکارانو په خصوصي شورا کې یې د جګړې په ګټه قانع کوونکې وینا وکړه. وارهام او او فاکس چې په فرانسه باندې د برید اړوند د پاچا په لیوالتیا کې شریک نه و له واکه ګوښه کړای شول (۱۵۱۵/۱۵۱۶ زکال) او پر ځای یې وولسي د پاچا د باور وړ سلاکار او مدیر په توګه وټاکل شو. هغه مهال چې وارهام په ۱۵۱۵ زکال کې د لومړي وزارت (لارډ چانسلر) له څوکۍ استعفا ورکړه، هنري، وولسي د هغه ځای ناستی وټاکه. د دې احتمال هم شتون لري چې هغه دې د وولسي د فشار له امله استعفا ورکړې وي. [۱۶]

بهرنۍ پالیسي سمول

له فرانسې سره جګړه سمول

د انګلستان او فرانسې جګړې (۱۵۱۲- ۱۵۱۴ زکال) وولسي ته پام وړ فرصت برابر کړ څو د بهرني سیاست په برخه کې خپلې وړتیاوې څرګندې کړي. جګړې ته د مخې کولو سمه بهانه چې هغه پیدا کړه؛ په ۱۵۱۱ زکال کې له انګلستان څخه د پاپ دویم ژولیوس د مرستې غوښتنه وه چې د فرانسې له لوري یې د خطر احساس کاوه. انګلستان له ژولیوس، د هسپانیا له پاچا پنځم فردیناند او د روم د سپېڅلې سترواکۍ له سترواک لومړي مکسیمیلیان سره د فرانسې د پاچا دوولسم لوئي پر ضد اتحاد رامنځته کړ. [۱۷]

د فرانسې پر وړاندې د انګلیسانو لومړۍ لښکرکشي تر یوه بریده پورې له فردیناند سره د اتحاد د نه باوري توب له امله بریالۍ نه وه. هنري د دغو عملیاتو له تېروتنو درس واخیست او په ۱۵۱۳ زکال کې یې د پاپ په ملاتړ له مکسیمیلیان سره په ګډه په فرانسې برید وکړ؛ د فرانسې دوه ښارونه یې ونیول او فرانسوي ځواکونه یې پر شا وتمبول. د جګړې پر مهال د وولسي له خوا د انګلستان د ګڼ شمېر ځواکونو د اړتیاوو برابرول او هغوی ته یې رسول د انګلیسانو د بریا اصلي لامل و. نوموړي د ۱۵۱۴ زکال د اګست په اوومه د انګلستان او فرانسې ترمنځ د هوکړې په خبرو اترو کې مهمه ونډه لرله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې لنډ مهالې سوله تضمین کړه. د دغې هوکړې له مخې دوولسم لوئي د هنري له کوچنۍ خور ماري سره واده وکړ. له دې سربېره انګلستان د تورنای اشغال کړی ښار وساته او همدارنګه یې په فرانسه کې د تقاعد د کلني حقونو د کچې د لوړوالي ژمنه وکړه. [۱۸]

ورته مهال په اروپا کې د حاکمانو بدلون د انګلستان نفوذ د کمېدو له ګواښ سره مخ کړ. د هنري د خور په واده سره چې د ۱۵۱۴ زکال د اکتوبر په ۹ مه یې له لویي سره وکړ یو اتحاد رامنځته شو، خو د لویي روغتیايي وضعیت چندان ښه نه و. لا درې میاشتې پوره نه وې چې لویي ومړ او ځان غوښتونکی ځوان لومړی فرانسېس د هغه ځای ناستی شو.

ملکې ماري چې په ښکاره توګه یې له هنري څخه ژمنه اخیستې وه چې که چېرې لویي ومري کولای شي له هر چا سره چې غواړي واده وکړي. د لوئي له مړینې وروسته هغې په پټه د لومړي فرانسېس په مرسته له سافولک سره واده وکړ او په دې سره د واده کولو پر مټ له بل اتحاد څخه مخه ونیول شوه. له دې امله چې ماري یوازنۍ شهزادګۍ وه چې هنري کولای شول له هغې څخه د اتحاد د تضمین په موخه کار واخلي دا یوه شدیده ضربه وه. وروسته وولسي د فرانسې پر ضد له هسپانیا او د روم له مقدسې سترواکۍ سره د اتحاد وړاندیز وکړ. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 118807811  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bwolsey.html — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
  3. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bwolsey.html — د نشر نېټه: ۵ فبروري ۲۰۲۱ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0281160 — د نشر نېټه: ۷ مارچ ۲۰۲۳
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0281160 — د نشر نېټه: ۹ فبروري ۲۰۲۳
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0281160 — د نشر نېټه: ۱ فبروري ۲۰۲۳
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Jack 2012.
  8. Armstrong 2008.
  9. "Tudor Times". Tudor Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Macdougall 1989، ص. 254.
  11. Mackie او Spillman 1953، صص. xlii, 107–111.
  12. Davies 2010.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Williams n.d.، ص. 26.
  14. Gunn 2008.
  15. Ives 2009.
  16. Scarisbrick 2015.
  17. Scarisbrick 1968، صص. 31–36.
  18. Mackie 1952، صص. 271–277.
  19. Harris 1989، صص. 59–88.