تجويد

(له تجوید نه مخ گرځېدلی)

د یوې لړۍ برخه ده
قرآن

مصحف

سوره · ایت

قرآن لوستل

تجوید · حزب · ترتیل · د قرآن حافظ · منزل · قاري · جزء · رسم · رکوع · سجده

ژباړه

آر لړ  · پښتو ژباړه

د قرآن مخینه

مکي سورتونه · مدني سورتونه

تفسیر

د کسانو په اړه ایتونه · عدالت · د نزول لاملونه · نسخ · کتابي روایتونه · تحریف · بکه · مقطعات · Esoteric interpretation

قرآن او سنت

Literalism · معجزه · ساینس · ښځې

د قرآن په اړوند اندونه

شیعه · نقد · Desecration · سورت النورين او سورت الولاية · تنزیل · قصص الانبیا · بیت القرآن


قرانکريم چي د الله جل جلاله ستر او عظيم کتاب دئ او د انسانانو د لارښووني لپاره يې رالېږلی دئ، نو د هر مسلمان د پاره پکار ده چي په صحيح توګه يې زده کړي، ترڅو د يوې خوا يې خپل مسئوليت ادا کړی وي او د بلي خوا د هغو سترو امتيازاتو څخه برخمن سوی وي چي د قرآنکريم په زده کولو، ښودلو او تلاوت کولو کي موجود دي.

الله جل جلاله فرمايې: ﴿ ژباړه : او قرآنکریم په ترتیل سره تلاوت کړه .

حضرت علي رضی الله عنه د ترتیل معنی په دې ډول کړې ده :

(الترتیل هو تجوید الحروف ومعرفة وقوف) یعني د ترتیل څخه مراد د حروفو تجوید او د وقفونو پېژندل دي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي فرمایلي دي: (

ژباړه: په تاسو کي غوره هغه څوک دئ چي قرانکریم په خپله زده کړي او نورو ته يې وښيې.

همداسي يې په بل حدیث شریف کي فرمایلي دي : (مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا ، لاَ أَقُولُ الْم حَرْفٌ ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلاَمٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ.) رواه الترمذي یعني که څوک د الله تعالی د کتاب یوحرف ووايې نو ده ته نیکي ورکول کیږي او دغه نیکي به يې په لس چنده ورکړه سي، زه دا نه وایم چي الم یو حرف دئ الف بېل حرف دئ، لام بېل حرف دئ او میم بېل حرف دئ.

یعني پر یوه توري به لس نیکۍ ورکول کیږي او د الم پر کلمه به دېرش نیکۍ ورکړل سي.

خو ددې د پاره یوشرط دا دئ چي د قرانکریم په تلاوت کي صحیح تلفظ وسي، که د حروفو صحیح تلفظ ونسي نو د ثواب پر ځای به د عذاب سبب وګرځي. یعني که څوک د قران کریم غلط تلاوت کوي او د کلمو سم تلفظ نه کوي، نو د ثواب پر ځای به يې ګناه کړې وي. د قران کریم سمه زده کړه او صحیح تلفظ د تجوید د علم په واسطه ترسره کېدای سي. تجوید هغه اصول او قوانین دي چي د قران کریم د صحیح تلاوت کولو لپاره د علماوو د خوا تدوین سوي دي .

د تجويد لنډه پېژندنه په لاندي څو کرښو کي لوستلای سئ:

د تجوید تعریف

تجوید په لغت کي ښه کارکولو ته ویل کیږي. تجوید د جید څخه مشتق دئ، د تحسین او اتقان معنی لري چي ښه، ښائسته او سوچه کار کولو ته ویل کیږي. لکه په عربي ژبه کي چي یوه مقوله ده (لَا تَطْلُبْ سُرْعَةَ الْعَمَلِ وَاطْلُبْ تَجْوِیْدَهُ) یعني د یوه کار سرعت مه غواړه بلکي د کار ښه والی وغواړه.

په اصطلاح کي تجوید هغه علم ته وايې چي د تورو د مخرجونو او صفتونو څخه بحث کوي، یا په بل عبارت تجوید هغه اصول او قوانین دي چي د قران کریم د صحیح تلاوت کولو لپاره ایښودل سوي دي.

د قران کریم هر توری د خپل اړوند مخرج څخه را ایستل د ټولو هغو صفتونو سره یو ځای چي په دغه توري کي موجود وي.

مخرج په خوله کي هغه ځای ته ویل کیږي چي توری ورڅخه ادا کیږي.

صفتونه ټول هغه کیفیتونه او حالتونه دي چي په دغه توري کي موجود وي. لکه د یو توري ډکوالی او باریکوالی.

د تجوید د علم موضوع

د هجاء یا تهجي توري یعني الفباء ده، د هجاء یا تهجي توري د (الف) څخه تر (یا) پوري دي، چي ټول ۲۹ توري دي.

د تجوید د علم غرض او هدف

د تجوید د علم د زده کولو هدف په تلاوت کي د غلطیو او نیمګړتیاو څخه د ژبي ژغورل دي ترڅو داسي تلاوت وسي چي معنی ته يې تغیر ونه رسيږي او د الله جل جلاله د رضا سبب وګرځي.

د تجوید د علم فائده او ثمره

د تجوید د علم حاصلونکی او په هغه عمل کوونکی به هم په دې دنیا کي نیکمرغه وي او هم به په اخرت کي خوشحاله وي، دغه دواړي کامیابۍ د الله جل جلاله په رضا کي نغښتي دي.

د تجوید د علم فضیلت

د تجوید علم اَفْضَلُ الْعُلَوْمْ یعني تر ټولوعلومو بهتر دئ ، لدې امله ورته تر ټولو غوره علم ویل سوی دئ چي دا علم د قرانکریم سره په مستقیمه توګه تړاو لري. د کوم علم تړاو چي د داسي غوره کتاب سره وي، هغه علم هم له غوره علومو او پوهنو څخه ګڼل کیږي.

د تجوید دعلم حکم

د تجوید د علم زده کړه یعني د تورو مخرجونه، صفتونه، او د تجوید نور قواعد زده کول فرض کفائي دي، مګر د قرانکریم د تلاوت په وخت کي د تجوید په قواعدو عمل کول پر هر مسلمان نارینه او ښځه باندي فرض عین دئ.

د تجوید علم څلور ارکان لري

۱- د تورو مخرجونه پېژندل ۲- د تورو صفتونه پېژندل ۳- کومه قاعده چي د دوو تورو د یو ځای کېدو څخه رامنځته کیږي، د همدغې قاعدې پېژندل لکه: ټول عارضه صفتونه، مدونه، ادغامونه او داسي نور ... ۴ - رِیَاضَةُ السان یعني په تلاوت کي د ژبي تمرین او تکرارچي باید زیات تلاوت وسي.

د تجوید د علم واضعین

۱- خلیل بن احمد فراهیدي (۱۰۰ – ۱۷۰هـ) چي په نحوه او قرآئت کي امام وو او په بصره کي اوسېدی. دده ذکاوت په خپل وخت کي د متل په ډول يادېدئ او زيات کتابونه يې تصنيف کړي دي .

۲- عَمرو بن عثمان :(۱۴۸ - ۱۸۰ هـ) چي د خليل بن احمد له شاګردانو څخه وو او په سيبويه سره مشهوره دی .په شېراز کي پيدا سوی دئ او بيا بصرې ته راغلی دئ، په نحو کي امام وو او لومړنی کس بلل کېږي چی د نحو علم ته يې پراختيا ورکړل .

۳ - یحيْی بن زیاد  ((۱۴۴ – ۲۰۷)  دی په فراء سره مشهور دئ او په نحوه کی ورته د اميرالمؤمنين لقب ورکول سوی دئ، ددې تر ځنګ يې په منطق  ، طب او ادبي فنونو کي هم لوی لاس درلود، په کوفه کي پيدا سوی دئ او د مکې پر لاره وفات سوی دئ. کله چي وفات سو نو تر سر لاندي یې د سيبويه کتاب وموندل سو. (الاعلام للزرکلي )

۳- محمد بن مستنیر: دی د سيبويه له شاګردانو څخه دی په عربي لغت ، نحو او ادب کي يې لوی لاس درلود او په قطرب سره مشهوره دئ ، په ( ۲۰۶ هـ) کي په بغداد کي وفات سوی دئ.

دا هغه کسان وه چي په لومړي ځل يې د تجوید قاعدې ترتیب او جوړي کړې.

ويل کېږي چي په تجويد کي لومړنی تصنيف سوی کتاب د موسى بن عبد الله بن يحيى الخاقاني البغدادي دی چی په ۳۲۵ هــ کي وفات سوی دئ .

د تجويد د علم اړتيا

د تجوید د علم لاسته راوړل :  د دې علم حاصلول او لاسته راوړل ډېر اړین او ضروري دئ ، ځکه چي تجوید د هر مسلمان ورور او خور لپاره په ورځ کی پنځه (۵) ځلي په پنځه (۵) وخته لمانځه کي په کار راځي ، نو د کوم شي چي په ورځ کي  پنځه ځلي ضرورت وي نو د هغه شي لاسته راوړل به څومره ضروري وي؟ معلومداره خبره ده چي ډېر زیات ضرورت یې سته چي باید هر څوک یې لاسته راوړنه خپل ضرورت وګڼي او حاصل یې کړي . لمونځ هغه عبادت دئ چي لومړی پر انسان باندي فرض سوئ دئ او د قیامت په ورځ به هم لومړۍ د لمانځه سوال د هر انسان څخه کیږي، نو که موږ لمونځ په صحیح ډول سره نه وي کړئ نو آیا و به کړای سو چي صحیح جواب ورکړو؟ د دې پوښتنی لپاره تجوید هغه ستره وسیله ده چي په لاسته رواړلو سره یی لمونځ په صحیح ډول سره تر سره کیږي، ځکه چي

۱:  د قرآنکریم حروف به په سمه توګه سره اداء سي ( د مثال په ډول که چيری موږ یو توری په بل توري باندی واړوو نو د کلمې په ذات (معنی) او صفت (ښایست) کی یې څومره ډیر توپیر راځی لکه:

قُلْ معنی ووایه اوس نو که چيری دا (ق) په (ک) سره بدل سی معنی ته یی وګورئ


کُلْ معنی وخوره، تاسی فکر وکړئ! چي معنی څومره ډیر تغیر وکړئ، ویل په خوړلو باندي واوښتل او د کلمې په معنی کي مکمل بدلون رامنځته سو.


اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ


اَنْعَمْتُ عَلَیْهِمْ

نو تاسي خپله فکر وکړئ چي د یوه حرکت یعنی زور په پیښ سره اړول دومره د کلمې معنی ته تغیر ورکوي چي انسان د کفر سره مخامخ کوي نو پدې کي څومره دقت باید وسي تر څو د دې ډول ګناهونو څخه ځان وساتو چي خدای مکړه د خدای جل جلاله د رضاء موندلو پر ځای د خدای د قهر او غضب تر لاسه نکړو. نو له دې څخه دا معلومه سوه چي د تجوید د علم لاسته راوړل تر هر څه مهم دى او هر څوک یې باید لاسته راوړل خپل مسولیت وګڼي تر څو هر حرف د خپل مخرج څخه په صحیح ډول ادا‌ء کړي او هر توري ته هغه خپل صفت ورکړي . الله جل جلاله په خپل کلام کي فرمایي : وَرَتّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیْلَا  د دې آیت په ترجمه او تفسیر کي علماء کرام د تجوید علم ته اشاره کوي ، ځکه چي ترتیل د تجوید د علم د قرآنکریم د ویلو د درو (۳) مرتبو څخه یوه مرتبه ده:

۱: ترتیل ۲: تدویر ۳: حدر


چي په پورتنیو ټولو مرتبو کي د ترتیل مرتبه غوره او اعلی مرتبه ده چي قرآنکریم په پوره اطمنان، غور او ارامتیا سره ویل کیږي.

۲:  لمونځ به صحت په پیدا کړي او په ارامتیا سره به اداء سي ، ځکه په لمانځه کي د سورتونو او نورو عربي لفظونو په تجوید سره د اداء کولو پر مهال فکر او دقت کیږی تر څو صحیح اداء سي نو په دې کي ډېر وخت تیریږي او د لمانځه د تیز اداء کولو څخه ډډه کیږي ، د انسان ضمیر او وجدان انسان ته دا اجازه نه ورکوي تر څو لمونځ په سرعت سره وکړي.

۳: تر ټولو مهم دا چي د شیطاني وسوسو څخه به وژغورل سو، ځکه چي دا هغه عام مرض دی چي نن ورځ هر انسان په دې اخته دی او په لمانځه کي د شیطاني وسوسو سره مخ وي او په لمانځه هیڅ نه پوهیږي ، ټول فکر یې په دنیا کي وي . د تجوید په لاسته راوړلو سره به هر شخص په دې وتوانیږي چي په لمانځه کي د شیطاني وسواسو څخه وژغورل سي ، هغه څرنګه ؟  کوم وخت چي یو شخص تجوید ویلی وي نو دی په ډیر ارامتیا او اطمنان سره لمونځ کوي په خاطر د دې چي خدای مکړه کومه غلطي را څخه ونه سي او د قرآنکریم کوم حرف غلط اداء نکړم.

ښه ځیر سی! محترمو وروڼو او خویندو، کوم وخت چي څوک په لمانځه کي خپلو حروفو ته ځیر سي پدې حالت کي به لمونځ هم صحیح اداء سي ، د قرآنکریم توري به هم په تجوید سره اداء‌ سي ، د شیطاني وسوسو څخه به هم په امان سي ځکه چي د نوموړي شخص ټوله فکر د حروفو په اداینه کي دئ نو شیطاني وسواسې اثر نه پر کوي او په اخر کي الهي به رضا هم حاصله کړي. نو ددې څخه دا معلومه سوه چي د تجوید لاسته رواړل ډیر اړین دئ او په ډیرو حالاتو کي زموږ سره مرسته کوي.

۴:  د الله جل جلاله رضاء به حاصله کړو. کوم وخت چي یو څوک دا ستر الهی کتاب قرآنکریم بېله غلطې څخه په تجوید سره ووایي نو الهي رضا به خامخا حاصلوي.


غوښتنه:  په پای کي د ټولو محترمو وروڼو او خویندو څخه دا غوښتنه لرم چي دا قرآن الهی کتاب دی او پر موږ دا حق لري چي موږ یې باید په صحیح ډول سره زده کړو او د عمل جامې ور واغوندو . دا هغه ستر کتاب دی چي ددې په ویلو سره په زیاته بیا په تجوید سره ویل یې انسان ته خوشحالي ورکوی او د دنیا په هره چاره کي ورته کامیابي حاصلیږي. زه به په رقابت سره درته ووایم تاسی دا علم زده کړی او سهار تلاوت د قرآنکریم په تجوید او قرآت سره وکړی بیا وګورئ ، چي پر تاسو دا ورځ څومره په خوشحالۍ او کامیابۍ سره تېرېږي چي تاسو به یې هیڅ فکر هم نه وي کړئ . خدای جل جلاله دي و موږ ټولو ته د قرآني علومو د حاصلولو او دین ته د خدمت کولو توان او توفیق راکړي. آمین