د واده بلنلیک

(له بلنلیک نه مخ گرځېدلی)

د واده بلنلیک (په عامه اصطلاح: د واده روکه) د واده د مراسمو لپاره د خلکو رابللو يو متن دی چې د بلنې په توګه خپلوانو او يا پردیانو ته وېشل کېږي، دا دود د پښتنو ترڅنګ د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم شتون لري.

د چين هيواد د واده د روقعې سربېرن انځور

څرنګوالی

سمول

په يوې جوړي چاپ شوي پاڼې کې د راغوښتونکي کس نوم او ترڅنګ يې د بلنې نېټه او سيمه ليکل کېږي، د بېلګې په توګه؛ ګران ښاغلې زلمی هېوادمله، له هرڅه وړاندې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته سلامونه او نېکې هيلې، وروسته له هغه تاسو ته د خپل زوی زمریالي او مُسکا ترمېنځ د واده لپاره له تاسو او درنې کورنۍ څخه مو په ډېر درنښت هيله کوم چې په خپل راتګ سره زموږ دا ښادي راوځلوئ او برخه پکې واخلئ. په درنښت اجمل تاند. نېټه او ځای: لومړی سړک، پینځمه کوڅه، څلورم بلاک، د درېنۍ(سې شنبې) ورځ. ستاسو راتګ ته سترګې په لاره یو.

سرچينې

سمول