ببرک خان ځدراڼ

د ځدراڼو قومي مشر

غازي ببرک خان ځدراڼ په قوم ځدراڼ او د مزرک خان زوى و. نوموړى د خوست ولايت ( چې په هغه وخت کې د پکتيا لويه ولسوالي وه ) د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ( گېډوره ) کلي کې د (ترغري) غره په لمن کې استوگن و، چې اوس يې هم لمسيان او کورنۍ په هغه ځاى کې شته او اوس د ځدراڼو په قوم کې پر يوه لويه کورنۍ حسابيږي. نوموړى هغه څوک و، چې نه يوازې د ځدراڼو، بلکې په خوست کې نور قومونه هم پرې راټولېدل. غازي ببرک خان په سيمه کې يو ښه مېلمه پال شخص و، د ده پر کور به هره ورځ په سلگونو مېلمانه پراته و، تل به يې په خپله د مېلمه لاسونو ته اوبه ور اچولې او د دوى عزت يې پر ځان فرض گرځولى و.

ببرک خان ځدراڼ
د ببرک خان ځدراڼ انځور د چانټې سره.
د ببرک خان ځدراڼ انځور د چانټې سره.
د ببرک خان ځدراڼ انځور د چانټې سره.

د شخص معلومات
زیږونځای خوست ولايت، افغانستان
د مړينې نېټه ١٩٢۵
اولاد زمرک ځدراڼ   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پوځي خدمت
مقام قومي مشر
جګړه/جګړې د افغان-انګرېز درېمه جګړه
د خوست پاڅون (۱۹۲۴ – ۱۹۲۵ زکال)   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ببرک خان یا ببرک خان ځدراڼ (په شاوخوا ۱۹۲۵ ز کې وفات شوی) د ځدراڼ قوم مشر او د سیداکبر ببرک (د پاکستان د لومړي وزیر لیاقت علي خان قاتل) او زمرک ځدراڼ (له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ ز کلونو پورې د افغان یاغي قبایلو یو یاغي مشر) پلار و.

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

ببرک خان د المرې په سیمه کې زېږېدلی. نوموړی د مزار خان زوی و. ببرک خپل د ماشومتوب زیاتره وخت په لوږه کې تېر کړ.[۱]

د قوم مشري سمول

ببرک خان ځدراڼ په ۱۸۹۸ ز کال کې د ځدراڼ قوم د خاصدارو پېنځه دلې تر خپلې قومندې لاندې لرلې او په یو ډول یې له امیرعبدالرحمن خان سره هوکړه درلوده، خو څه موده وروسته دغه ډلې منحل شوې او ځای یې د پوځ ځواکونو ونیو. د لوډویګ اډامیک او د بریتانیکا د کلني کتاب ۱۹۱۳ په خبره، نوموړي په ۱۹۱۲ز کال کې د خوست د بغاوت به ځپلو کې برخه لرله، په داسې حال کې چې د نوموړي قوم یعنې ځدراڼ د حکومت پر وړاندې جنګېدل. د ځدراڼ قوم خلکو د نوموړي کلا په ۱۹۱۳ ز کال کې وسوځوله. نوموړي په ۱۹۱۷ز کال کې د ځدراڼو د قوم د ملکانو د پلاوي ریاست پر غاړه درلود او هغوی د خوست د وخت له ناظم (والي) سره له انګریزانو سره د سولې د راوستو په اړه لیدنه وکړه. نوموړي همداشان هڅه وکړه تر څو د ځدراڼ د قوم خلک د توچي په پوله کې د ستونزو له رامنځته کولو څخه وساتي. ببرک خان ځدراڼ له سید موسی شاه مندوزي سره د ۱۹۱۹ کال د مارچ په میاشت کې کابل ته ولاړل تر څو له  امان الله خان سره خپل بیعت اعلان کړي. نوموړي د مۍ په میاشت کې خپل ډاګیان میرانشاه او شیراني ته ولیږل تر څو هلته خپل ملکان بسیج کړي. نوموړي د افغان انګریز په درېیمه جګړه کې د افغانستان پوځ تر متون پورې بدرګه کړ او همداشان ویل کېږي چې نوموړي له نادرخان سره یو ځای پر ټل باندې برید کړی دی. نوموړی په جګړه کې د خپلو هلوځلو له امله د بریدجنرال او نایب سالار په  افتخاري رتبه باندې هم نازول شوی دی.[۲][۳]

مړینه او ځای ناستی سمول

د ببرک خان ځدراڼ د مړینې په اړه سرچینې اختلاف لري. د هېواد دننه جګړو په اړه د لارښود کتاب له مخې، د ۱۹۲۴ ز کال په مارچ میاشت کې په خوست کې بغاوت رامنځته شو او ځدراڼ د افغانستان د حکومت مخالف قوم و. دلته لوډویګ اډامیک او ډیویډ بي. ایډوارډز له یوه بل سره همنظره دي چې ببرک خان ځدراڼ د خوست په بغاوت کې د جګړې په مهال مړ شو، خو د هغه د مړینې د کال په اړه سره یوه خوله نه دي. ایډوارډز د ببرک خان ځدراڼ د مړینې کال ۱۹۲۴ز ښیي، خو اډامیک بیا هغه ۱۹۲۵ز بولي. د هېواد دننه جګړو په اړه د لارښود کتاب له مخې، هم اډامیک او هم ایډوارډز وايي چې په دغه جګړه کې ببرک خان ځدراڼ د افغانستان د حکومت په ګټه او د خپل قوم په خلاف جنګیدلی. خو، جورج فاډرلنګ بیا وايي چې په خپله ببرک خان ځدراڼ د ځدراڼو د بغاوت مشري کوله او د افغانستان د حکومت پر وړاندې د جګړې په مهال ووژل شو او له مړینې وروسته یې زوی، زمرک ځدراڼ د هغه ځایناستی شو. ریا ټالي سټیورت په ښکاره توګه له دې ادعا سره مخالف ښیي چې وايي د خوست د بغاوت پر مهال ببرک خان ځدراڼ د ځدراڼ خلکو مشري کوله او وايي چې په هغه وخت کې د ځدراڼ د قوم مشري د بورلنډ خان پر غاړه وه. [۴][۵][۶]

د لیاقت علی وژنه سمول

په افغانستان د ځدران پلار د یو شمیر سیاسي ستونزو له امله پاکستان کډه شو، د هند نه د پاکستان په آزادې کې ځدراڼ لړیه ونډه لرله. د پاکستان له آزادې وروسته د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر لیاقت علی خان چې ویل کیږي په یوه ناسته کې یې افغانستان ته سپکاوی کړی وو، د ځدراڼ لخوا د تپنګچې په وسیله ووژل شو.

شخصیت سمول

غازي ببرک خان په هېواد مينه څېره وه، دده تشريفات نه خوښېدل او هغه کار به يې کاوه، چې هم به د هېواد په کې گټه وه او هم به د خلکو په کې خير و. که څه هم دى واقعي خان و، خو ده ځان د غريبانو د پښو خاورې حسابوه، نو له همدې امله يې په خپله حجره يا لنگر کې له عامو افغانانو او غريبانو سره توپير نه کېده. همداشان دى لوڅې پښې گرځېده. ځکه نوموړي ويل، چې زما قوم او خلک لوڅې پښې گرځي، نو دا زما لپاره ښه خبره نه ده، چې په يوه غريب قوم کې ځان ته هوسا ژوند برابر کړم. غازي ببرک خان هلته د افغانستان د واکمن امير عبدالرحمن خان پام ځان ته واوړوه، چې کله يې د خپلو ملگرو سره يو ځاى د پولې تر څنگ پر انگرېزانو غلچکي بريدونه وکړل او د دوى پوځي تاسيسات به يې تر بريدونو لاندې ساتل. په وروستيو کې پر انگرېزانو د قومونو لخوا حملې زياتې شوې. خو تر ټولو لومړى قومي مشر غازي ببرک خان و، چې پر انگرېزانو يې سختې حملې وکړې او په خپلو حملو کې يې ډېر زيانونه ورته ورسول. غازي ببرک خان په خپلو بريدونو سره انگرېزان تر سخت فشار لاندې ونيول، چې بالاخره مجبور شول، تر څو امير عبدالرحمن خان ته شکايت وکړي. د برتانوي هند ويسرا او امير عبدالحمن خان تر منځ داسې تړون لاسليک شوى و، چې د يوه او بل پر وړاندې به خطرناک او ضررناک حرکتونه، نه کوي. له دې امله امير عبدالرحمن خان شريندل خان ته، چې د لويې پکتيا حاکم و فرمان واستوه، تر څو غازي ببرک خان حاضر کړي. شريندل خان فرمان غازي ببرک خان ته واوروه او غازي ببرک خان هم په ورين تندي امير عبدالرحمن خان ته ورغى او خبرې يې ورسره وکړې. کله چې په دې ليدنه کې امير عبدالرحمن خان د غازي ببرک خان شخصيت او د هېواد او خلکو سره دده رښتيني مينه وليده، نو څو ورځې وروسته يې شيريندل خان ته يو بل فرمان واستوه او په کې ليکلي يې وو، چې غازي ببرک خان ته د لمرې په کلي ( په اوسنۍ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ) ځمکه او د ملکي غونډ مشري ورکړه.

د امير حبيب الله خان په دوران کې سمول

کله چې د امير عبدالرحمن خان زوى امير حبيب الله خان پر تخت کېناست، نو د غازي ببرک خان په گډون يې د خپل پلار ټول ياران پر ځان راټول کړل. امير حبيب الله خان هم په لغمان کې په مرموز ډول ووژل شو. له ده وروسته غازي امان الله خان واک ته ورسېده. غازي امان الله خان هم د امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان په څېر د غازي ببرک خان قربانيو ته په درنه سترگه کتل او په ډېرو ستونزو کې به يې له نوموړي سره مشورې هم کولې. کله چې غازي ببرک خان د غازي امان الله خان ليدو ته ورغى، نو غازي امان الله خان د نورو مشورو کولو تر څنگ دا پوښتنه هم ترې وکړه، چې د لويې پکتيا په سرحدونو کې د انگرېز قوت څنگه ارزوې؟ نوموړي يې په ځواب کې وويل، چې د افغانانو په پرتله د انگرېز وسله او نور امکانات ډېر دي، خو دوه شيان، چې دوى يې نه لري، هغه ايمان او د افغانانو کلک هوډ دى.

امان الله خان سمول

په ١٢٩٨ کال غازي ببرک خان په خپل ځاى ( گېډوره ) کې د انگرېزانو سره د جهاد کولو په موخه (٤٠٠٠) زره کسيز لښکر، چې د تڼيو، وزيرو، مسيدو، منگلو، ځدراڼو او په خوست کې د نورو قومونو غازيان په کې و، د متون پر لور روان کړ، تر څو محمد نادر خان ته ځان ورسوي. محمد نادر خان دده د راتگ په انتظار و. کله چې غازي ببرک خان ور ورسېده، نو له هغې وروسته د محمد نادر خان لخوا د ١٢٩٨ کال د جوزا مياشتې په ٢٤ مه نېټه ورته د ټل او ميرانشاه تر منځ د انگرېزانو مشهوره قرارگاه، چې په سپين وام کې وه ورکړل شوه. غازي ببرک خان د يادې قرارگاه په لور غازيان وخوځول. کله، چې د سپين وام قرارگاه ته له غازيانو سره يو ځاى ورنږدې شو، نو انگرېزي قواو د دوى په ليدو دغه قرارگاه پرېښوده، ټولو وسلو او خوراکي توکو ته يې اور ورته کړ. د غازي ببرک خان غازيان په خالي قرار گاه کې تاو را تاو شول، خو کوم څوک په نظر نه ورغلل. د ١٩١٩ م کال د مى په ٢٨ مه نېټه توپچي قواو د عبدالطيف تر قوماندې لاندې، چې ( د غازي ببرک خان سره يو ځاى و ) د ټل چوڼۍ تر خپلو گوزارونو لاندې ونيوه، تر څو چې د چوڼۍ لرگيو، تيلو، خوراکي موادو، سلاکوټونو او ډيپوگانو اور واخيست او همدارنگه د غازي ببرک خان کسانو ددې چوڼۍ مخباراتي سيستم ويجاړ کړ، چې له امله يې د انگرېزانو له نورو چوڼيو سره اړيکې کته شوې. غازيانو ټوله ورځ هڅه وکړه، تر څو چوڼۍ ته ورغلي لار پيدا کړي، خو ونه توانېدل. کله چې ماښام شو، نو غازي ببرک خان له يوه سپين ږيري نه، چې له جومات څخه راووت پوښتنه وکړه: چوڼۍ ته کومه لار ورغلي ده؟ سپين ږيرى، چې له اول نه يې د غازيانو سره د مرستې نيت درلود، نو د هغه سک دوکان ته يې ور وستول، چې د چوڼۍ دروازه يې ليدلي وه. سک چې دوى وليدل، نو ورخطا شو، غازي ببرک خان ډاډ ورکړ، چې ستا ژوند به خوندي وي،خو ته چوڼۍ ته ورغلي لار وښايه. سک چې ځان خوندي وليد، نو لار يې ورته وښوده او غازي ببرک خان د خپل يوه سر تيري په واسطه سک له سيمې څخه ويوست. غازي ببرک خان د دروازې په غټ کلپ د ټوپک ډز وکړ او هغه يې مات کړ. نوموړى د خپلو دوو زامنو شيرک خان او زمرک خان او نورو يو شمېر غازيانو سره چوڼۍ ته ورننوتل او د ننه يې په مورچو کې پر انگرېزانو حمله وکړه. د ننه په چوڼۍ کې ددوى څو تنه غازيان شهيدان شول او غازي ببرک خان هم پر اوږه ټپي کړل شو. نوموړي زامنو ته يې وويل: اوږه مې وتړئ، خو چې غازيان خبر نه شي. ځکه مورال به يې کمزورى شي. زامنو يې پر اوږه د زڼغونزي ژاوله، چې د همدې لپاره يې له ځان سره گرځوله کېښوده او ټپ يې وتاړه. زامنو يې نور څوک خبر نه کړل. کله چې سهار شو، نو په چوڼۍ کې هېڅ انگرېز پاتې نه و. دوى ټول له هغې لارې وتلي وو، چې غازي ببرک خان ته معلومه نه وه او په سهار کې يوازې د انگرېزي ټپيانو نارې وې او د نورو انگرېزانو جسدونه پراته وو. انگرېزانو چې ځانونه په بده ورځ کې وليدل، نو غازي امان الله خان ته يې ليک واستوه، چې ستا د هېواد خپلواکي په رسميت پېژنو، خو ته دې غازيانو ته ووايه، چې جنگ بند کړي. غازي امان الله خان هم فرمان صادر کړ، تر څو غازيان جنگ بند کړي، خو په اول سر کې غازيانو ورسره مخالفت وکړ او په اخر کې يې د علماءکرامو په غوښتنه ومانه، دوى بېرته د جنگ له ليکو څخه راستانه شول او د شهيدانو په وينو فتح کړې سيمې يې بېرته انگرېزانو ته پرېښودې. غازي ببرک خان هم د سپين وام، ټل، هنگو او نور گټلي سنگرونه پرېښودل او له غازيانو سره بېرته خوست ولايت ته راستون شو. کله چې خوست ته راورسېده، نو سپه سلار محمد نادر خان د برياوو له امله ورته د لمر اعلى درجه نښان هم ورکړ. وروسته، چې د لويې پکتيا ځينې قومونه په غازي امان الله خان پسې د ملا عبدالله خان گرديزي او ملا عبدالرشيد په مشرۍ راپورته شول، نو ددې پاڅونونو په غلي کولو کې غازي ببرک خان ډېرې هلې ځلې وکړې، خو بريالى نه شو. نوموړي په دې وخت کې يوازې دومره وکولى شول، چې په خوست کې د وزير محمد گل خان مومند قوتونه له محاصرې خلاص کړي او دده قوتونه بېرته دې ته تيار کړي، چې وزير محمد گل خان مومند ته د اطاعت سرونه ټيټ کړي. غازي ببرک خان هڅه کوله، تر څو ټول قومونه د انگرېزانو په فريب وپوهوي، خو خلک د ملا صاحبانو د وعظونو تر تاثير لاندې وو او ببرک خان ونه کړاى شول، چې دوى پوه کړي. خو کله چې عبدالکريم هندى راغى، نو ببرک خان هم چانس تر لاسه کړ او خلکو ته يې وويل: وگورئ داد انگرېزانو چل او موږ ته فريب راکول دي، چې موږ تباه کوي او موږ په خپلو کې سره جنگوي. دده په نورو قومونو زور ونه رسېده او د ځدراڼو قوم يې له پاڅون کوونکو څخه بيل او د ملي قوتونو په ليکو کې يې ودراوه. که څه هم چې د ځدراڼو قوم د ملي قوتونو سره يو ځاى شو، خو ځاى، ځاى پوځي عمليات روان و، چې په دې وخت کې د غازي ببرک خان يو ملگرى غزني خان د ټوپک په گولۍ ټپي شو او غازي ببرک خان ته يې نارې کړې، چې زه ټپي شوم او در پورته مې کړه. غازي ببرک خان په داسې حال غزني خان راپورته کاوه، چې په يوه لاس کې يې ټوپک و، خو غزني خان يې لا نه و پورته کړى، چې نوموړي هم په ټټر گولۍ وخوړې او ځاى پر ځاى يې د (٦٣) کلونو په عمر په ١٣٠٤ هـــ ش کال کې له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې. ( انالله وانا اليه راجعون )

نور ولولئ سمول

سرچینې سمول

  1. ببرک خان د هېواد نوميالى غازي/ د محمد عارف غروال اثر.
  2. افغانستان-ډيورنډ لاين- پښتونستان / د سراج الحق ببرکزي مقاله.
  3. د ببرک خان ځدراڼ د فسبوک پاڼی څخه
  1. "ببرک خان ځدراڼ/صفيه حليم". www.dawatmedia24.com/. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Adamec, Ludwig W. (1975). Historical and Political Who's who of Afghanistan (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-201-00921-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Encyclopaedia Britannica: A Dictionary of Arts, Sciences, Literature & General Information; the Three New Supplementary Volumes Constituting with the Volumes of the Latest Standard Edition, the Thirteenth Edition (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Britannica, Company, Limited. 1926. د کتاب پاڼې 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dixon, Jeffrey S.; Sarkees, Meredith Reid (2015-08-12). A Guide to Intra-state Wars: An Examination of Civil, Regional, and Intercommunal Wars, 1816–2014 (په انګلیسي ژبه کي). CQ Press. د کتاب پاڼي 475, 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781506317984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stewart, Rhea Talley (1973). Fire in Afghanistan, 1914-1929: faith, hope, and the British Empire (په انګلیسي ژبه کي). Doubleday. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780385087421. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Edwards, David B. (2002-04-02). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼې 260. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-92687-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)